Dec 22, 2018 17:23 Asia/Kabul
  • د بې پرَدې امریکا کورني حالات

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو،دوستانو د بې پَردې امریکادکورنیو حالاتو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،هماغه دتیروپروګرامونو په څير د ننني مطلب په پیل کې هم په سرکې په تیرې اونۍ کې د امریکاځينو مهمو کورنیو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو،او ورپسې مو هم تحلیلی برخې ته رابولو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*     له سورئې او افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو لپاره د ډونالډټرمپ په فیصلې غبرګونونه */*/*/*د امریکا د فضائي ځواک د جوړولو لپاره د ټرمپ فرمان */*/*/*/*/دسپينې ماڼۍاو ډيموکراټانو ترمینځ شخړه او دحکومت د چټي کیدا د بحث مطرح کیدا*/*/*//*/او د ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  په امریکا کې  دبې کوره  کسانو د شمیر د زیاتیدا په باب  د رسمي راپور خپریدل  په تیرې اونۍ کې  د بې پَردې امریکا  ځيني مهم کورني بدلونونه وو،اوس موهم رابولووتحلیلي برخې ته .

Image Caption

 

               تیره اونۍدامریکایوه مهمه  پيښه له سورئې اوافغانستانه د امریکائي ځواک د ویستلو لپاره  د امریکاد ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  دفیصلې  اعلان ؤ .  ټرمپ چې په جنجالي او ناببره فیصلو کولو مشهور دی،دچارشبنې په ورځې  ئې  ناڅاپي اعلان وکړ  چې امریکائي  عسکر له سورئې وباسي .ټرمپ پخپل  ټولنیزچینل کې لیکلي دي،مونږ په سورئې کې داعش ډلې ته ماته ورکړې  ده::: ټرمپ همداراز پخپل یوه بل ټولنیز پیغام کې هم لیکلي دي،له هغو تاریخي بریالیتوبونو وروسته چې له داعش سره په  جنګ کې مو ترلاسه کړي، اوس وخت رارسیدلی دی،چې خپل عسکر له سورئې خپل وطن ته راستنۀ کړو .

 په عین  حال کې داعش ترهه ګرې ډلې ته  د ماته ورکولو په باب دټرمپ ادعا، او له سورئې د امریکائي ځواک د ویستلو په باب د هغه فیصله،د امریکا  د متحدانو او د داخلي ټولنو له هرکلي سره مخ شوې نه ده .لکه څنګه چې  یوه جمهوری غواړي سناتورلینډسي ګراهم  له سورئې د امریکا وتل  یوه تیروتنه بللې ده .د الاباماپوهنتون دیوه استاد نادر انتصار په وینا،د امریکا دغه فیصله  یا  لاښه که ووایم،دټرمپ شخصي فیصله،په بشپړ ډول  په  اوسني وخت کې ناببره وه  او  د امریکا  په بهرني سیاست کې ئې یو شاک رامینځةکړی دی .همدااوس  واشنګټن  په سورئې کې  کابو دوه زره  عسکر لري ، چې  زیاتره ئې دځانګړو عملیاتو پوځيان دي  او له خپلو کُرد متحدانو او دغه راز د سورئې دډيموکراټيک ځواک په نامې سره له عربو وسلوالو ډلو سره ملګرتیاکوي  . د ډونالډټرمپ  په فیصلې  له بیلابیلو اړخونو شننه  کیدلی شي .  لومړی دا چې  ټرمپ اساسا  د نه اټکل وړ  یو شخصیت  لري  او د خپلې ولسمشرۍ  په پړاؤ کې  ئې تر دې دمه څو ناببره فیصلې کړی دي . دسورئې په باب هم باید په تمه ووسو چې  آیا د کانګرس او پنټاګان  او دغه راز   دبریتانیا او صهونیسټ رژيم  په څير د امریکادځینو متحدانو له سختو مخالفتونو سره به  ټرمپ خپله فیصله بدله کړي یا داچې له دغو مخالفتونو سره سره به هغه  خپله فیصله عملي کړي .د امریکامشرانو جرګه  هم هڅه کوي  یو پلان وړاندې کړي،چې په هغه کې له امریکائي ولسمشره وغوښتل شي،له سورئې د امریکائي ځواک  د ویستلو لپاره دې  له خپلې  فیصلې تیر شي .د ډونالډټرمپ د فیصلې یو بل دلیل داکیدلی شي،چې د امریکائي سټراټژيسټو دنظر په اساس، واشنګټن به په نزدې راتلونکي کې  د ډيرو زیاتو لګښتونو  له ورکولو پرته  په سورئې کې د قواؤ د انډول د بدلولو توان  ونه لري  او  د واشنګټن په ګټه به وي ، چې  له دغه هیواده ووځي .یو بل دلیل  هم دا کیدلی شي،چې د  کردانو په ضد د فرات سین په ختیځ کې د ترکیې د پوځ او دهغو دمتحدانو  د راتلونکو عملیاتو په باب  د ترکیې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان   پرله پسې خبرداریو ته په پام سره،ټرمپ دې جمع بندۍ ته رسیدلی  وي،چې  دامریکائي ځواک اوترک  وسلوالو ملیشیه ؤ  ترمینځّ د هرډول  نښتې څخه د ډډه کولو  او   هم له انقرې سره په اړیکوکې دلازیات تاؤتریخوالي دمخنیوي لپاره له سورئې  خپل عسکروباسي.له سورئې دامریکائي عسکرو داحتمالی وتلو له ندلیلونو چې ورتیر شو،باید  دې ټکي ته پام وشی،چې دمشق  په کرتو په سورئې کې د  امریکا پوځي شتون  غیر قانوني او د نیواکګرۍ په معنا بللی  او  له سورئې ئې د دغو عسکرو  د وتلو په ضرورت ټینګار کړی دی .

Image Caption

 

         په تیرې اونۍکې د امریکا یوه بله مهمه پيښه،د امریکاد فضائي ځواک د جوړولولپاره د ټرمپ له خوا د یوه حکم لاسلیک کول وو.د فضائي نظرئې د پراختیا ددغه قوماندان  دنده، هغه تکتیکونه ،تخنیکونه او   او هغه بهیر دی ، چې  دامریکا پوځ ته به  اجازت ورکړي،دفضا په حوزې کې ددغه هیواد دفاع ته مخه کړي .  هغه نوي قوماندانۍ چې  سپيس  کام (spaceCome)نومیږي ، د امریکاددفاع وزارت یولسمه پوځي قوماندانۍ به وي .ټاکل شوې ده، د امریکا فضائي ځواک د مځکني،سمندري،میریّن ،هوائي ځواک ، او د ساحلی ګارډ ترڅنګ  دامریکا  د وسلوال پوځ  شپږمه برخه شي .دامریکا  چارواکي په تیره بیا ډونالډټرمپ  مدعی دی،چې په وروستیو کلونوکې  د امریکا دتش په نامه دښمنانو  له خوا  فضائي ګواښونه زیات شوي دي  او دوي په دې پسې وو،چې په فضاکې نوي جنګي وسلې ځاي په ځاي کړي .  ډونالډټرمپ  په داسې حال کې  دغه فرمان صادر کړی دی ، چې  ا مریکا ،چین او  روسیې  له کلونو مخکې راهسې  په فضا کې  د لازیاتې  سلطې په خاطر  په دغه  ډګر کې  دخپل پوځي قدرت  دپیاوړي کولو لپاره پراخې سیالۍ  پيل کړي دي . 

په دې زمینې کې د امریکا د ولسمشرمرستیال مایک پنس وائي،فضا،د  هماغه مځکې،هوا اوسمندر په څير د جنګ یو ډګرحسابیږي،مونږ باید په فضاکې برلاسی ولرو.په فضاکې د پوځي چارو د پراختیاپه زمینې کې  د امریکا اقدام  دنړۍ په سویه ډيرې اندیښنې راولاړې کړي دي ،ځکه  له یوه پلوه،د ۱۹۶۷ تړون  په اساس   فضا،دڅو هیوادونو لپاره نه ،بلکې  د درست انسانیّت لپاره  دیوه مشترک ځاي په توګه ټاکل شوي او  له بل پلوه ،  په فضا کې د پوځي  فعالیتونو په پراختیاسره د هیوادونو ترمینځ هم  په دغه ډګر کې  د شتون لپاره سیالۍ زیاتیږي .  دفرانسې  د هوائي ځواک  لوي درستیز  جنرال فیلیپ  لاویني  په دې زمینې کې وآئي،که مونږ په فضا کې جنګ وبایلوو،نو لکه چې  جنګ مو په درستې نړۍ کې بایللی وي .امریکا په داسې حال کې  په فضا کې   د خپلې سلطې په پراخولو او په دغه ډګر کې  د جنګ او سیالۍ د  رامینځةکولو په  لټه کې  ده چې  فضا د نړۍ یو مشترګ ډګر حسابیږي  او  په فضا کې هرډول جنګ  جګړه،په درستې نړۍ کې د انسان دژوند دنابودۍ لامل کیږي .له دې امله  دفضائي امنیت ساتل د درست بشریّت  غوښتنه شمیرل کیږي،څو د سترو قدرتونو ترمینځ  د نورو ستورو د جنګ  مخنیوی وکړائ شي .

                 په تیرې اونۍ کې دامریکا یوه بله مهمه پيښه،د فیډرل حکومت د چټي کولو دبحث  مطرح کیدا او د سپينې ماڼۍ او ډيموکراټانو ترمنیځ  شخړه وه. له کانګرسه د ټرمپ یوه غوښتنه،له میکسیکوسره دپوله ایز دیوال د جوړولو لپاره  دپنځه میلیارډ ډالري بودجې  تصویبول دي ، چې  البته  دغه اقدام  دهغه د کډوالۍ دسیاست یعني  امریکا ته د کډوالو د ورتلو  د مخنیوي  په چوکاټ کې ترسره کیږي .په عین حال کې له ډونالډ ټرمپ سره د امریکاپه کانګرس او مشرانو جرګې کې  د ډيموکراټانو د مشرانو ترمینځ په مخامخیدنې  او شخړې کې چې په حقیقت کې د دواړو لورو ترمینځ یوه سیاسی زور آزموینه  ده، ډيموکراټانو د ټرمپ له دغې غوښتنې سره سخت مخالفت کړی دی . ټرمپ  د سرحدي دیوال دجوړولو لپاره دبودجې د غوښتنې په پلمه په حقیقت کې نیّت لري ،د ۲۰۱۹کال په جنورۍ کې د کانګرس د نوي پړاؤ  له پیلیدا مخکې ، ډيموکراټان دخپلې غوښتنې منلو ته اړباسي څو په دې ډول په کانګرس  د خپلې  ارادې  دتپلو توانمنۍ  د هغوي په لور وکاږي،او په عین حال کې  دخپلو انتخاباتي  خلاف ورزیو د نوو اړخونو  ایشواکیدا ته په پام سره  په کانګرس کې دخپلې مواخذې د احتمال مخه ونیسي .په عین حال کې د ټرمپ  په غوښتنو د ډيموکراټانو  غبرګون  چې  فیډرل  حکومت د  چټي کولو  په ګواښ سره رامینځة شوی،دیو سخت او نه نرمیدونکی غبرګون دی . دامریکا د  مشرانو جرګې د لږکي  لوري مشر چاک شومر د تیرې دوشنبې په ورځې  د حکومت د چټي کیدا د مخنیوي  په باب  له  جمهوری غواړو مشرانو او یا  له ولسمشر  سره  هر ډول خبرې اترې  رد کړي دي .

Image Caption

 

 ډونالډټرمپ  چې تل   د نورو نظرونو ته هیڅ پام نه کوي ،او  پخپلو لیدتوګو او اقداماتو  ټينګار کوي ،دې ځل  په ډير بد وضعیّت کې ښکیل شوی دی .  د امریکا ولسمشر تیره اونۍ دډيموکراټانو له مشرانو سره  په خبرو اتروکې ګواښ کړی ،که  لازمه شي،نو له میکسیکو سره  د پوله ایز دیوال  دجوړولو د بودجې د تامینولو لپاره حاضر دی،د امریکا حکومت وتړي . ټرامپ وئيلي دي، له دې چې   دمیکسیکو د پوله ایز دیوال د جوړولو لپاره د اړتیاوړ  پنځه میلیارډ ډالري بودجې  له بیلولو  د ملاتړ په خاطر ،حکومت د چټي  کولو په لور کاږل شي ،نوغرور به احساس کړي .دمیکسیکو په پولې کې د دیوال جوړول ،دټرمپ  دانتخاباتي سیالیو  له هماغه پیله  یو شعار دی . دا موضوع  د ډيموکراټانو د خبرواترو د دریځ د پیاوړتیا لامل شوي ده .ځکه دامریکا خلک  اوس  په روښانه ډول ویني ،چې  ټرمپ د خپلو خبرو د عملی کولو لپاره ملی  او ښاریزو ګټو  ته له پامه پرته ، حتی  دفیډرل حکومت  تړل کیدا ته حاضر دی .د امریکا مشرانوجرګې د ۲۰۱۹کال دفرورۍ تر اتمې نیټې پورې د  حکومتي اورګانونو د بودجې  دتامینولو مسوده تصویب کړې .تصویب شوي مسوده وروسته دنهائي تصویبیدا لپاره کانګرس ته لیږدول شوې ده .  د امریکا کانګرس  دپنجشنبې په ورځې د حکومت دتړل کیدا  دمخنیوي لپاره، د حکومت د   موقته بودجې  دمسودې په تصویبولو سره ،له میکسیکو سره  د پوله ایز دیوال  دجوړولو د بودجې دتامینیدالپاره  دټرمپ  دغوښتنې په باب  د کریډیټ  له بیلولو سره موافقه  وکړه .دامریکا د حکومت  دموقته بودجې  مسوده ،چې  له دې مخکې  ددغه  هیواد په مشرانو جرګې کې تصویب شوي وه ،  دترسره شوو بدلونونو  په دلیل،یو ځل بیا د جمعې په ورځې  په مشرانو جرګې وسپړل شوه،خو کومې نتیجې ته ونه رسیدل . دکانګرس د جمعې ورځې  د غونډې په ختمیدو سره د امریکا د حکومتي  اورګانونو   په څلورو کې دیوې برخې تړل کیدا  او  د بیړنۍ  بودجې  د مطرح کولو لپاره  کومې موافقې ته  نه رسیدا  قطعي شوه .  دغه چټي کیدا،دجمعې له نیمې شپې  وروسته اجرائي  شوه .

               دامریکا یوه بله مهمه  موضوع په دغه هیواد کې  د بې کوره  کسانو دشمیر د زیاتیدا په باب  دراپورونو خپریدا وه .په وروستیو کلونو کې  په امریکا کې  د اقتصادي روڼتیا له زیاتیدا سره سره،دهغو ښاریزو شمیر  چې  په ۲۰۱۸کال کې  بې کوره شوي ، زیات شوی دی .په امریکا کې  دبې کوره کسانو دشمیر صفر  اعشاریه درې فی صده  زیاتیدا  په داسې حال کې ده چې  ډونالډټرمپ  په کرتو مدعي شوی  چې   د هغه د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  د هیواد اقتصادي وضع  ښه شوې ده  او  بیروزګاري  هم  له څو لسیزو وروسته  تر ټولو ټيټې سوئې ته رسدلې ده .دبې کوره کسانو د  احصایو په باب د امریکا د ښارونو دپراختیا  او هستوګنو د چارو وزارت دکلني راپور په اساس چې دشنبې په ورځې  کانګرس  ته  سپارل شوی ،په دغه هیواد کې د بیروزګارو  ا ندازه  به  ۲۰۱۷کال کې  له پنځه لکه یو پنځوس زره کسانو څخه  په روان کال کې  پنځه  لکه درې پنځوس زره کسانو ته زیاته شوې ده .د ۲۰۱۷کال څخه د شلو زرو کسانو   ورزیاتیدا ،په تیرو پرله پسې  اوو کلونو وروسته  د بې کوره کسانو په اندازې کې دوهمه زیاتیدا ده .

 اقتصادي کارپيژاندي په دې  اند دي،چې دهستوګنې  دلګښتونو  په تیره بیا  په ښاریزو سیمو کې  ددغو لګښتونو په ورکولو کې  بې وسي،په درستې امریکا کې د بې کوره کسانو د شمیر د زیاتیدا اصلي عامله ده . په دغه هیواد کې په تیره بیا په لویدیخي ساحلو کې دبې کوره کیدا داندازې  د زیاتیدا تر ټولو مهم علت  ډيره زیاته کرایه ورکول دي . دامریکا کیلیفورنیا ایالت  په دغه هیواد کې  دبې کوره کسانو ترټولو زیات نفوس لري .په دغه ایالت کې  د امریکا  دبې کوره کسانو کابو یو دیرش فی صدي  کسان ژوند کوي  او  تقریبا  له هغو  نیم کسان  دسرپناه ځاي نه لري . ددغه راپور په اساس  دامریکا د بې کوره کسانو  د درستو نفوسو  تقریبا په څلورو کې یوه برخه  کسان  په نیویار ک  یا  لاس انجلس  ښار کې ژوند کوي .ددغه راپور له خپریدا وروسته،د امریکا د ښاري پراختیا او هستوګنې دچارو مرستیال وزیر  پاملا هیوز پيټنډ له خپلې څوکۍ استعفی ورکړه .دهوساینې او خیر ښيګڼو  د پروګرامونو په باب  د ډونالډ ټرمپ د حکومت  کړچار ته په پام سره  په دغه هیواد کې  د بې وځلۍ په زیاتیدا او ددغه وضعیّت  په ترینګلتیاؤ اندیښنې په زیاتیدا دي .

Image Caption

 

=    دوستانو د  په  تیرې اونۍ کې د بې پردې امریکا دکورنیو حالاتوپه باب د اونیزپروګرام وخت همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې له تاسو اجازت غواړو، بریالي اوسوکاله  ووسئ .   

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه