Jan 06, 2019 16:54 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه

نن د ګل یا دوشنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومی ۱۷ نیټه ده چی د ۱۴۴۰ قمری کال د ربیع الثانی له ۳۰ او د ۲۰۱۹ میلادی کال د جنورۍ له ۷ نیټې سره سمون خوری .

درې اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه څوارلسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د رضاخان پهلوی په حکم، د ایرانیو میرمنو د هرډول اسلامی حجاب درلودل منع شول.

د رضا خان دغه حکم، د ناریناوو د جامو د بدلون د طرحې له اجراکیدو وروسته صادر شو او د دغه اقدام مقصد، له لویدیځه ړوند تقلید او د اسلامی ارزښتونو له مینځه وړل وو.

رضاخان ترکیې ته له سفر وروسته،د دغه هیواد د لویدیځ پلوه ولسمشر اتاتورک څخه په تقلید سره چې د ترکیې میرمنې یې له اسلامی پردې منع کړې وې دغه طرحه په ا یران کښې اجراکړه. له دې وروسته د رضاخان مامورینو د هیواد په کچه له باحجابه میرمنو سره په سپکاوی چلند کاوه او د اسلامی حجاب خیال ساتل جرم ګڼل کیده.

 

دغه ښکیلاکی طرحه د اسلامی عالمانو او پوهانو او د ایران د مسلمانو خلکو او نورو آزادی غواړو له سخت غبرګون سره مخا مخه شوه.

 

««««««««««««

 

۵۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ څلویښتم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د ایران د غیږ نیونې اتل، جهان پهلوان غلام رضا تختی د باچا رژیم د عواملو په دسیسه کښې شهید کړائ شو.

هغه په تهران کښې د مینځنۍ کچې په یوې کورنۍ کښې وزیږید.

تختی پاک او صادق او پاک زړئ کس ؤ.

هغه له خلکو سره د مینې ډک او مهربان زړه درلود او په خپل ژوند کښې یې تر اتل ولۍ ډیر پر انسانیت سرښندنې فکرکاوه.

تختی د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کښې له سرلوړۍ سره سره، هیڅکله هم د خلکو پر وړاندې خپله خاکساری له لاسه ورنکړه.

هغه د خپلې اتلولۍ په وخت کښې ،نهه د سرو او سپینو زرو نړیوال او المپیکی لوبو کښې مډالونه ترلاسه کړی او له هغو ایرانی لوبغاړو څخه دی چې د ایران لپاره یې په مهمو نړیوالو سیالیو کښې ډیر زیات د سرو او سپینوزرو مډالونه ترلاسه کړی دی.

په خلکو کښې د تختی ډیره خواخوږی او د باچا له پېلی رژیم سره د هغه مخالفت بالاخره د دې لامل شو چې د پهلوی رژیم ګوډاګی هغه ووژنی.

 

««««««««««««

۴۱ کاله پخوا د ۱۳۵۶ لمریز کال د مرغومی په ۱۷ نیټه  د تهران په یوه ورځپاڼه کې د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح پرضد د یوې سپکونکی مقالې په لیکل کیدا پسې  په درست هیواد کې  د ایران د مسلمان ولس اعتراض د نهایی بریالیتوب په لاره کی ورغله .

د باچا رژیم چی په خلکو کې د حضرت امام خمینی رح له محبوبیت او نفوذ خبر وو ، دا فکر یې کاوه چی د حضرت امام خمینی رح په بې احرتامۍ سره به له هغو سره د خلکو ژوره او اګاهانه مینه کمه شی. د داسې هدف د تحقق لپاره یې  په اطلاعات ورځپاڼه کې چی د ایران د نورو نشریاتو په شان د پهلوی رژیم تر کنټرول لاندې وه ، د حضرت امام خمینی رح پرضد سپکونکی مقاله چاپ کړه  . دغه مقالې د یوه سپرکی په شان د انقلاب اور نور هم زیات کړ او بالاخره د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۲ نیټه د باچا رژیم د ایرانی ولس په پاڅون سره نسکور شو .

 

او له ننه ۳۳ کاله پخوا د ۱۹۸۶ میلادی کال د جنورۍ په  ۷ نیټه په سنتا دښته کې د مصر د سرحدی پولیسو یو کس سلیمان خاطر په زندان کې شهید کړې شو . هغه د ۱۹۸۵ کال کې په اکتوبر میاشت کې د مصر او صیهونیسټ رژیم د هغه وخت د حکومتونو ترمینځ د کیمپ ډیویډ د ساز باز لیک په اعتراض کې په سینا دښته کې یو شمیر صیهونیسټان هلاک کړل . د مصر دولت د سلیمان خاطر له نیول کیدا وروسته ، په یوه فرمایشی محاکمه کې هغه په عمر قید محکوم کړ خو څه موده وروسته د هغه مړې په داسې حال کی چی زوړول شوی وو ، د زندان په درملتون کې بیدا شو او د مضر دولت ادعا وکړه چی سلیمان خاطر خودکشۍ کړی ده . له دغه خبر وروسته په قاهره کی د مصر په زرګونو محصلینو او د مصر په څو نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د مصر رژیم له دغه اقدامه یې خپله غوسه اعلان کړه .

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه