Feb 02, 2019 15:12 Asia/Kabul
  • دبې پردې امریکا اونیز بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د بې حجابه امریکا دمهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دامریکا دتیرې اونۍ دځينو مهمو خبرونوخلاصه درآورو او ورپسې مو هم تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

*/*/*/*/*/  د میکسیکو سره په پولې کې  د دیوال دجوړولو  په باب د سپيڼې ماڼۍ او کانګرس   ترمینځ د شخړې دوام */*/*/*/*/    دامریکا په کانګرس کې د دغه هیواد دپوځي قدرت دځوړتیا په باب د راپور وړاندې کیدا.*/*/*/*/*/*/   او د ونزویلا  په داخلی  چارو کې دامریکا په سپین سترګیتوب سره   لاسوهنې  ،*/*/*/*/*/   او دروسیې اوچین په باب دامریکا داطلاعاتي ټولنې  راپور، په تیرې اونۍ کې  دامریکا ځیني مهم بدلونونه  ؤ چې   په دې اړه مو  تحلیلي برخې آوریدو ته هم رابولوو.

*/*/*/*/*/*////*/**/*/*/*/*/*/*/

             په تیرې اونۍ کې  د امریکا یوه مهمه پيښه  له میکسیکو سره په پولې کې   د سرحدي دیوال د جوړولو په باب د سپينې ماڼۍ او کانګرس  ترمینځ د خولې شخړې  دوام ؤ .  په دې باب  دامریکا ولسمشر  ډونالډټرمپ  دچارشنبې په ورځې  او دسرحدي امنیتی موضوع دارزونې لپاره د کانګرس  د ډيموکراټانو اوجمهوری غواړو  غړو  د غونډې په درشل کې  خبرداری ورکړی ، په دې زمینې کې  هر ډول موافقه  دسرحدي دیوال  حوړونې موضوع ته  پام ته پابنده  ده . ټرمپ پخپل  ټولنیز پيغام کې لیکلي دي، که  دجمهوری غواړو اوډيموکراټانو  کمیټي  د سرحدي امنیت په باب پخپلې غونډې کې    ، ددیوال یا دفیزیکي خنډ په باب بحث ونه کړي ، یا داموضوع    په نظر کې ونه نیسي ، نو  خپل وخت ضائع کوي . 

Image Caption

 

  په تیرې چارشنبې ورځې  دامریکا  دکانګرس  ډيموکراټانو او جمهوری غواړو ،  دټرمپ دغوښتنې په باب  ددیوال دجوړولو پښمول  د سرحدي امنیت  د موضوع او   دحکومت دمالی تامینیدا  په زمینې کې  موافقې ته درسیدا لپاره  یو لړ  خبرې اترې پیل کړې . د کانګرس اومشرانو جرګې  مرکچي ټيم  کابو درې اونۍ مخکې  ، د حکومت  اړتیاوړ مالی  سرچینو دتامینولو    اومعلومولو لپاره  یو پلان وړاندې کړ ی .  دغه پلان باید دفرورۍ له پنځلسمې مخکې    دامریکا ولسمشر  تائيد کړي ، که داسې نه وي ،نو  حکومت  به له یوې بلې چټي کیدا سره  مخامخ شي . ټرمپ  د تیرې اونۍ په لومړنیو کې  د حکومت له ۳۵ورځنۍ چټي کیدا وروسته  د حکومت په بیا پرانیستو سره  موافقه وکړه ، که څه هم د سرحدي دیوال دجوړیدو لپاره  د پنځه میلیارډ  او اوه میلیون ډالري لازمې بودجې  دبیلولو لپاره  د  هغه غوښتنه پوره  نه شوه . دسرحدي دیوال جوړیدا  د ټرمپ   د  انتخاباتي کمپاین یوه ژمنه وه  ا و هغه  د ولسمشر  په توګه له ټاکل کیدا مخکې ژمنه کړې وه ،  ددغه دیوال  دجوړیدا لپاره  لازمې پیسې  له میکسیکو اخلي . ډونالډټرمپ  له دې مخکې  په روانې  میاشتې کې  یو ځل بیا ګواښ کړی ، دهغه  د قانع کیدا  وړ  موافقې ته د کانګرس   دنه رسیدا  په بڼه کې  یو ځل بیا  حکومت ته چټي ورکوي . هغه همداراز خبرداری ورکړی ،چې  په هیواد کې  به ملی بیړنی  وضعیّت اعلان کړی . یو داسې بالقوه حرکت چې   ډيموکراټيک او جمهوری غواړي دواړو لورو   ورسره د مقابلې  ژمنه ورکړې ده . جمهوری غواړي استازي  چې  دمشرانو جرګې کنټرول په اختیار کې لري ،  دټرمپ  تر څنګ ولاړ دي ، خو په عین حال کې د حکومت د چټي کیدا  داغیزو په دلیل  ددباؤ  له زیاتیدا سره مخامخ دي . په دې مینځومیان کې  ډیموکراټان  چې  پر کانګرس  سلطه لري . هماغه راز  ددیوال دجوړیدا  دمالی لګښتو له تامینیدا سره  مخالفت کوي .  دامریکا ځيني لوړپوړي ډيموکراټانو  د دیوال په ځاي  دامریکا  د جنوبی پولې  په ځينو برخو کې  دکلائې او یا فیزیکي خنډونو  دجوړولو لپاره   دپیسو دبیلولوپه باب  دامریکا ځينو لوړپوړو ډيموکراټانو  چمتووالی اعلان کړی ، حتی که  د کانګرس مرکچي ټيم  کومه  موافقه  هم وکړي ،  نو   معلومه نه ده ، ټرمپ  هغه ومني . دامریکا حکومت  دتیرې  اونۍ  په دوشنبې ورځې  بیرته پرانیستل شو  او   دفیډرل حکومت کابو اته سوه کارکونکي بیرته  خپلو کارونو ته  ستانۀ شول .  دیوې نظر غوښتنې نتیجې ښئ  چې   دامریکا زیاتره خلک ډونالډټرمپ او دهغه ګوند  د حکومت دچټي کیدا مسئول ګټي .

 په تیرې اونۍ کې دامریکا یوه بله موهمه موضوع ،   دامریکا د پوځي قدرت دځوړتیا  په باب دامریکا دکانګرس  دراپور خپریدا وه . د امریکا دکانګرس یوه تخصصي کمیشن  په یوه راپور کې وئيلی دي ،  که  دغه هیواد  دخپل پوځ د ماډرنولو لپاره زرترزره کوم اقدام ونه کړي ، نو  دروسیې اوچین په څير  دسیالانو په وړاندې  به  خپل پوځي برلاسی  په بشپړ ډول له لاسه ورکړي .

Image Caption

 

 د امریکا د کانګرس د ملی دفاع سټراټژيک کمیشن پخپل یوه راپور کې  ددې  خبرې په اعلانولو سره چې  په وروستیو څو لسیزو کې  دامریکایانو  هوساینه او  امنیت هیڅکله هم  تر دې داندازه   له ګواښ سره  مخامخ شوی نه ؤ ، خبرداری ورکړی ، که   په  لنډ وخت کې  د شرائطو دښه کولو لپاره کوم اقدام ونه  شی ، نو  حالات به له دې لاترینګلي شي  او  له بحرانه تیریدا  به  لازیات وخت  واخلي .::: 

 د دغه راپور په اساس،د  امریکا دفاع وزارت دستمبر دیولسمې  نیټې دحملو له وخت راهسې تردې دمه دپوځي ځواک  د ماډرنولو ، دتیارسۍ  دساتلو    او دعملیاتو دملاتړ لپاهر  په موقعې او  افي بودجه  نه ده ترلاسه کړې او  دا مشکل لامل شوی  دی چې پنټاګان د امریکا د  پوځي تجهیزاتو او ځواکونو  د ماډرنولو له بیا بیا ځنډولو پرته  بله چاره  نه درلودله. له بلې خوا په وروستیو  کلونو کې  چین او روسیې د ایټمي یا دودو  وسلو پشمول  خپلې  وسلې او ځواکونو ماډرنول  په جدیّت سره تعقیب کړي  او دخپلو دفاعي فعالیتونو  دپراختیا په لاره کې ئې  ستر ګامونه پورته کړي دي . د امریکا  دملی دفاع سټراټژيک کمیشن غړو  پخپل راپور کې  ادعا کړې ده چې دغه دواړه هیوادونو  په همداوروستیو کې  دماریکا او دهغې دمتحدانو په ضد په تیره بیا  په فضائي او سایبری حوزو کې پوځي فعالیتونه لازیات کړی دي  او همداراز هڅه کوي د اقتصاد،اطلاعاتو او حقوقي چارو د نادود جنګ  دسټراټژۍ په غوره کولو سره، پر امریکا غلبه وکړي.چین  او روسیه هڅه کوي څو دامریکا  له کمزورو ټکو څخه په استفادې سره ،هغه ځائيګی  چې دغه هیواد په نړیوال نظام کې دځان لپاره تعریف کړی ، کمزوری کړي او  دماریکا دملی دفاع دسټراټژيک  کمیشن په اعتراف ، واشنګټن  تر دې دمه نه دی توانیدلی ،  ددغو  دوو قدرتمنو سیالانو دخوځښتونو په وړاندې له خپلې خوا کوم جدي غبرګون وښئ .امریکا،دروسیې او چین په وړاندې  خپلې ډيرې برلاسه دفاعی  حوزې له لاسه ورکړی دي  او د دغه برلاسي د ډیرې کمې اندازې شاهد دی .په ختیځي اروپا  او  هم دآزام سمندر د لویدیځ  په څير په حساسو اوسټراټژیکو سیمو کې دقدرت توان عملا دروسیې اوچین په ګټه  بدل شوی او په دغو سیمو کې ئې د نښتې د رامینځةکیداخطره زیاته کړې ده.

لکه څنګه چې  د امریکا دملی دفاع دسټراټژيک کمیشن په راپور کې  روښانه شوې ده ،دروسیې اوچین په وړاندې د امریکا پوځي برلاسی ،  یوه شیبه هم له لاسه  نه دی وتلی  او ددغه برلاسي  بیرته احیاء به هم حتی  دکانګرس اوسپینې ماڼۍ له خوا د لازمو تمهیداتو دغوره کولو په بڼه کې یوه میاشت  وخت ته اړتیا  ولري .البته  د دفاعی بودجې په سر د جمهوری غواړو او ډيموکراټانو  زیاتیدونکو اختلافاتو ته په پام سره  لیرې ښکاري ،  چې دوي  په نزدې راتلونکي  کې  دخپل هیواد وراستۀ پوځي  تجهیزاتو اوځواک د بدلولو  او ترمیم  لپاره کومې اجماع ته ورسیږي .

        په ونزویلا هیواد کې  دسیاسی بدلونونو   دنوي څپې په پیلیدا سره ، ا مریکا  دلاتینې امریکا  په دغه تیلی هیواد کې   دلاسوهنو په خاطر  ښکاره هڅه پیل کړې د ه.  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د ونزویلا دحکومت دمخالفانو له مشر خوان ګوايډو څخه  ددبشپړ ملاتړ په اعلانولو  او د دغه هیواد دولسمشر په توګه دهغه  په رسمیّت پيژندنې سره ،  د ونزویلا د قانونی  او ولسی ولسمشر  نیکلاس ماډورو  او کیڼ پالو  دحکومت د پرځولو  لپاره خپل اقدامات لازیات کړي دي .ټرمپ  د ونزویلا په داخلی چارو کې د خپلو لاسوهونکو سیاستونو  په دوام کې   دچارشنبې په ورځې  له خوان ګوائډو سره  ټيلیفونی خبرې هم کړي دي . همداراز د امریکا ولسمشر  پخپل ټولنیز پیغام کې  د ونزویلا ولس  د  نیکلاس مادورو   دحکومت په ضد بغاؤت  ته بللی دی . ټرمپ  دونزویلا  وضعیّت ته په اشارې سره  مدعي شوی ،  دآزادۍ لپاره جنګ پیل شوی دی .

Image Caption

 

 د امریکا د جنجالي ولسمشر  دغه دریځ   ښئ چې  هغه ځان د نړۍ واکمن ګڼي  او  دهغه یو اړخیز اوسرزوري سیاست  لپاره چې   دمریکا دولسمشرۍ په ګدۍ له کیښناستو راهسې ئې  پيل کړی ،په دې ګمان  دی ، چې  د ملګرو دامنیت شورا  له اجازت پرته  او   په نړیوالو ا ورګانونو  په سترګو پټولو سره  ددې جوګه دی ،  دملګروملتو  دیوه غړي هیواد په کورنیو چارو کې  نیغ په نیغه  ګوتې ووهي  او نسکورونکي اقدامات وکړي .  دم ګړۍ  د ټرمپ حکومت  د نیکلاس مادورو  په ضد پخپل غلیمانه کړچار کې   د شتمنیو دتړلو او بندیزونو دلګولو  له لارې  داقتصادي قدرت  یعني له نیم سخت قدرته  استفاده او دغه راز   له سخت قدرته استفاده ،یعني  په ونزویلا کې  د احتمالي  پوځي لاسوهنې  او له پوځي ځواک څخه  استفاده  په نظر کې  نیولې ده .

    سخت قدرت  په اړخ کې ،  دامریکا  د ولسمشر ټرمپ حکومت  د  پوځي اقداماتو  له لارې  د ونزویلا د حکومت دنسکورولو لپاره  یو لړ اقدامات  په نظر کې نیولي دي .  امریکائي چارواکو په کرتو وئيلي دي ،   دونزویلا  له بحراني وضعیّت سره  په چلند کې  ټولې ټاکنې پر میز دي  چې په طبیعي توګه، دغه چاره ،د نیکلاس  مادورو د  نسکورولو لپاره له پوځي ځواکه  داستفادې   د احتمال په معنا ده . اوس له بل هر وخته زیات  په ونزویلا کې  دسیاسی بحران دپیلیدا له  وخت راهسې ، د مادورو   چې په هرې یوې رودې او زور سره وي ، د ماردو د نسکولو په موخې سره  په دغه هیواد کې  دامریکا  دپوځي مداخلت احتمال زیات شوی دی . په دې باب  کولمبیا ته د  امریکا د پنځه زره کسیز ځانګړي ځواک  دلیږدولو  هغه احتمال،  چې   جان بولټن  ورته په یوې لیکنې کې اشاره کړې وه ، ظاهرا پياوړی  شوی دی

                په تیرې اونۍ کې  دامریکابله مهمه پيښه ،  دروسیې او چین څخه د امریکا داطلاعاتي اواستخباراتي  اورګانونو  د ارزونې  دراپور  خپریدا وه .  د  امریکا دملی  اطلاعاتو د شورا مدیر  ډان کوټس   دتیرې سه شنبې په ورځې  په کانګرس کې  پخپل کلني راپور کې  روسیه ،  د دغه هیواد دوسلو دپراختیا پروګرام ته په پام سره   دامریکا په ضد بالقوه ترټولو ستر ګواښ وبلله او  ماسکو ئې   له ټولنیزو چینلونو څخه  په استفادې سره  په امریکا کې د ۲۰۲۰کال  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د لاسوهنې  لپاره  په هڅې تورن کړ .د کوټس  په وینا، روسیه، دخپلو غیر سټراټژيکو  او سټراټژيکو  وسلو  او ډلو وژونکو وسلو  په پراختیا سره  په نزدې راتلونکي کې  دامریکا په احتمالي د ښمنانو کې  تر ټولو قدرتمن بالقوه ګواښ شمیرل کیږي .

Image Caption

 

د امریکا  دملی اطلاعاتو د شورا د مدیر په وینا، روسیه به  دملی او توکمیزو  ګروهنو دپراختیا  او په حکومت  دټولنیزو اعتماد  دخرابولو او  ورسره  په هغو سیاستوالانو  دنیوکو په زمینو کې  چې  روسیې په ضد  څرګندونې کوي ، دحالاتو لا ترینګلي کولو  ته دوام ورکړي .هغه همداراز مدعی شوی ، چې ماسکو نیّت لري له ټولنیزو چینلونو څخه په استفادې سره ، په اوکرایّن کې د ۲۰۱۹کال   دولسمشرۍ  دانتخاباتو په بهیر کې  هم لاسوهنه وکړي .  هغه  همداراز د چین  په باب  هم  غلیمانه دریځ  غوره کړی دی .کوټس  مدعي شوی ،چین دامریکا لپاره دجاسوسۍ ترټولو ستر ګواښ شمیرل کیږي . 

 د  امریکا د اطلاعاتي ټولنې په راپور کې روښانه شوې  ده ،دچین  سایبري توانمنۍ تر دې حده پیاوړي دي،چې د کرښو،تیلو اوګیسو په څيردامریکا  دځينو بیخ بینائیو دله مینځه وړلو او یا دبیجینګ د مخالفوخبری سایټونو دخرابولو وړتیاوې لري .هغه په دې باب  وئيلی دي،په داسې حال کې چې مونږپه تیرې یوې نیمې لسیزې کې ویدۀ شوي وو،چین  دپام وړ وده کړې ده.چې زیاتره برخه ئې دمونږ له شرکتونو څخه  د اطلاعاتو د غلاکولو په وسیله ترلاسه شوي دی.هغه  له نورو هیوادونو غوښتي څو ددغه ګواښ په وړاندې دې له خوبه  ویښ شي .

=     دوستانو په تیرې اونۍ کې  د بې حجابه ا مریکا د  بدلونونو  په باب د اونیز پروګرام  وخت هم همدومره ؤ نو تربل پروګرام پورې له تاسو اجازت غواړو ......................          

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه