Mar 28, 2019 16:29 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په تیرې اونۍ کې د بې نقابه امریکا دبدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په ننني مطلب کې هم دتیرو پروګرامونو په شان په تیرې اونۍ کې د امریکا ځينو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو . هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .

*/*/*//*/*/*      د امریکا دولسمشر   او ډيموکراټانو ترمینځ زیاتیدونکی اختلافات */*/*/*/*/*/    دامریکا بې مخینې تجارتې خسارې */*//*/*/   د  ایلهان عمر  داسرائيلي ضد څرګندونو په غبرګون کې  دامریکا  دکانګرس  پریکړه لیک  او  دروسیې په ضد دامریکا   دبندیزونو تمدید،  په تیرې اونۍ کې  دامریکا  مهم بدلونونه  ؤ ، او اوس مو هم رابولوو ،  تلحیلی برخې ته .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/**/*/*/**

            په تیرې اونۍکې د امریکایوه مهمه پيښه د ډونالډټرمپ او  ډیموکراټانو ترمینځ زیاتیدونکي اختلافات وو،په دې باب د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي  د دوشنبې په ورځې  وئيلي دي،که ډونالډټرمپ د بیړنۍوضعیّت د لغوه کولو پریکړه لیک چې د کانګرس استازو برابر کړی دی،ویټو کړي،نو  ډيموکراټان به په کانګرس او عدالت کې  له هغه سره ډغره ووهي .. میرمن پلوسي  په ټیګزاس کې  دخبریالانو په ټول کې ،ئيلي دي  مونږ به له هغه سره په کانګرس کې وجنګیږو،مونږ سره له هغه سره په محکمو کې  دنګل ته مخه کړو او دعمومی افکارو په  عدالت کې به هم  ورسره  مقابله وکړو . هغه څه چې  هغه  ئې ترسره کوي، تیروتنه ده  او  جمهوری غواړي  هم په دې ښه پوهیږي .

 څه موده مخکې دامریکا دکانګرس استازو د بیړني وضعیّت  دلغوه کولو پریکړه لیک  تصویب  کړ او اوس  دامریکا مشرانو جرګې رائ ته اړتیا لري .  داسې ښکاري،چې دغه پلان   به دامریکا په مشرانو جرګې کې په اکثریّت سره  تصویب شي . جمهوری غواړي  اوس  په مشرانو  جرګې کې  ۵۳څوکۍ لري  او ډیموکراټان په مشرانو جرګې کې ددغې طرحې د تصویبیدا لپاره  دجمهوری غواړو یوازې څلورو رایو ته اړتیا لري  . ډونالډټرمپ  وئيلی دي  که دغه پلان دامریکا  په مشرانو جرګې  کې  هم رائ راوړي ، نو  دا به  ویټو کړي .  د امریکا دکانګرس یا ولسی جرګې استازو په داسې حال کې دا پلان تصویب کړی،چې  دیارلسو جمهوری غواړو هم ورته مثبتې رائ  ورکړي دي او  دټرمپ په وسیله د اعلان شوي بیړني  وضعیَت دلغوه کولو  غوښتونکي دي .ټرمپ څه موده مخکې  د میکسیکو په پولې کې د دیوال  د جوړولو  د بودجې  دترلاسه کولو لپاره  دهڅې په دوام کې  بیړنی حالت اعلان کړی ، چې  دډيموکراټانو  له سختو نیوکو سره مخامخ شوی .  بیړنۍ وضعیّت  معمولا  د طبیعي پیښو او یا دجنګی حالت په څيرپه ډيروخطرناکوقضیوکې  اعلانیږي. 

په  یوه بل اقدام کې دامریکا دکانګرس ډیموکراټانو  ، د امریکا د ولمسشر ډونالډټرمپ  د خپلوانو او نزدې کسانو د کړۍ  په باب نوي څيړنې  پیل کړي دي .دامریکا دکانګرس   دقضائی چارو کمیشن  چې د دوشنبې ورځې راهسې ئې  د ټرمپ دخپلواکو اونزدې کسانو په باب نوي څيړنې پیل کړي ، د د امریکا د ولسمشر د زامنو،ډونالډ جونیور ټرمپ او آریک  ټرمپ او  دټرمپ د زوم  جارډ  کوشنر پشمول   په لسګونو کسان،له قدرته په ناسمې استفادې تورن کړي دي .دامریکا د کانګرس د قضائي چارو دکمیشن مشرجري ناډلر دیوې اعلامیې په  خپرولو سره   وئيلی دي،دا د امریکا  په تاریخ کې یوحساس پړاؤ دی،او مونږ مسئول یوو چې له دغو موردونو سره په رابطه کې  لازمې څيړنې وکړو  او ضروري ده چې په دې اړه  غونډې جوړې شي او ټول له دغو واقعیتونو خبر شی .

               د امریکا حکومت  په چارشنبې ورځې داقتصادي غوړیدا په باب  د ډونالډټرمپ ژمنو ته په پام سره وئيلی دي،چې په ۲۰۱۸کال کې دامریکا دتجارتي خساره خپل اوج ته رسیدلې ده  او  په تیرو لسو کلونو کې په ترټولو لوړه سویه ده .دامریکا دتجارتي چارو د وزارت  داعلامیې په اساس ، په ۲۰۱۸کال کې  د امریکا دتجارتی برخې خساره  د په بې مخینې اندازې  سره د صادراتو او وارداتو  زیاتیدا ته په پام سره،په  دولس اعشاره پنځه  فی صدي  ودې سره  شپږ سوه یو یشت میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده .په دې توګه  له چین ،میکسیکو  او اروپائي اتحادئې سره  د امریکا تجارتي  خساره،  حتی  د واشنګټن  د تجارتي ټيرفونوله اعمالیدا وروسته هم له دغو هیوادونو څخه پر سلګونو میلیارډ ډالري وارداتوچې دهغو ترټولولوي تجارتي شریکان شمیرل کیږي،تر بې مخینې  سوئې پورې  زیات شوي ده . په  داسې حال کې چې  دغه اندازه په ۲۰۱۷کال کې پنځه سوه دوه پنځوس میلیارډ او درې سوه میلیون ډ الره وه . د ۲۰۱۸کال  په دسمبرکې د امریکا ټوله تجارتي خساره  هم د اتلس اعشاره اته فی صدي ودې سره له اټکلونوهم لازیاته شوې چې احتمال شته، چې   ددغه هیواد تیټ هسک اقتصاد  له لازیات  خسارې سره مخامخ کړي .دغه بې مخینې زیاتیدونکي احصائې او شمیرنې  د ټرمپ لپاره چې دنړۍ د ترټولولوي اقتصاد لپاره ناانډوله تجارتي مرحله،ناکامي ګڼي، ښکاره شاته پاتیوالی  او په عین حال کې  دهغه دتجارتي سیاست  لپاره د اټکل وړ  شمیرل کیږي باثباته وده، لږه بیروزګارياو دبهرنیو شیالنو اخستو ته دمصرفونکو ډيره ګروهنه،په ۲۰۱۸کال کې  د  اوه  اعشاریه  پنځه فی صدي اندازې ته  د شیانو د وارداتو او خدماتو  داندازې  او دغه راز په دغه کال کې درې زره  او سل میلیارډ ډالرو بې مخینې اندازې ته ئې درسیدا  لامل شوې  ده . که څه هم په دغه پړاؤ کې د امریکا صادرات او خدماتهم زیات شوي دي،خو په هغه اندازه نه ؤ چې ددغې خسارې اندازه کمه کړي .

            په یوه بل بدلونوکې دامریکا حکومت د نړیوال تجارت موسسې ته دخطاب په یوه لیک کې وئیلي دي،واشنګټن به ددغې موسسې مقررات چیلنج کړي .  دنړیوال تجارت په موسسې کې د امریکا استازي  د چین او او د امریکا دنورو تجارتي شریکانو په ضد  دخپلو ټيرفي  سیاستونو په دفاع سره  ټینګار کړیدی،دغه موسسه امریکا ته خپل مقررات نشي دیکته کولی . . دامریکا دغه چارواکي ګواښ کړی،واشنګټن د نړیوال تجارت د  موسسې   د اپیل محکمې ته  اجازت نه ورکوي،امریکا ددغې موسسې د محدودونکو مقررراتو منلوته اړباسي .امریکا د چین پر صادراتو دوه سوه پنځوس میلیارډ ډالري ټيرفونه  اعمال کړي،څو  دهغه څه په باب له چینه خپله غوښتنه ،چېد معنوي مالکیّت  دخوندي کولو ، دټيکنالوجۍ د منتقلونې، صنعتي سبسډۍاو داخلی بازارونو ته درسیدا په باب ددغه هیواد بې انصافه سیاستونه ئې ګڼي،دباؤ واچوي.چین دامریکا د ټيرفونو په اعمالیدا  دنړیوال تجارت موسسې ته په شکایت کولو سره وئيلي دي،امریکا ددغې موسسې دمقرراتو خلاف ورزي کړې ده .ټاکل شوې ده دنړیوال تجارت موسسې داپیل  محکمه د چین دشکایت په باب خپله فیصله صادره کړي .

                د امریکا د کانګرس استازو  په پنجشنبې ورځېهغه پریکړه لیک،چې ددغه کانګرس دمسلمانې استازې میرمن ایلهان عمر د :نفرت خورونکو  او د اسرائيلي ضد څرګندونو په غبرګون کې د محکومیّت په خاطر په نظر کې نیول شوی ،په اکثریتي رایو سره تصویب کړ .دغه پریکړه لیک  د پنجشنبې ورځې په  وروستیو کې  د  درویشتو مخالفو رایو په مقابل کې  په څلورسوه اوو موافقو رایو سره  تصویب  شو . په دغه پریکړه لیک کې،دیهودیانو په ضد مبارزه ،  دمسلمانانو په ضد توپیر  او د نورو لږکیو  په ضد تعصب  محکوم شوی دی .په همداوروستیو کې د میرمن ایلهان عمرله خوا د اسرائيلي ضدڅرګندونومطرح کیدا لامل شوي ،دغه ګوند دهغو په غبرګونو کې د یهودیانو په ضد دمبارزې  دمحکومیّت  په پلمه  په کانګرس کې  یو پریکړه لیک مطرح کړي . په داسې حال کې چې  ټاکل شوې وه،ددغه پریکړه لیک په خاطرپه کانګرس کې دچارشنبې په ورځې راي واخستل شي ،دغه راي اخستنې  وځنډيدې و وروسته وټاکل شوه  له اسلام سره دمبارزې محکومیّت هم ددغه پریکړه لیک متن ته ورزیات شي.داپه داسې حال کې دي،چې ډيموکراټیک ګوند ددغې مسلمانې استازې اسرائیلي ضدڅرګندونوته په غبرګون ښودلو کې په عین  مجبوریدا کې،نه غوښتل په بشپړ ډول د امریکا د کانګرس د لومړنۍ مسلمانې استازې  په توګه  د ایلهان عمر   په خلاف  ودریګي .ددغه پریکړه لیک موضوع له دې وروسته مطرح شوه چې میرمن ایلهان عمر  د صهونیسټ رژيم په ضدیو لړڅرګندونوې  مطرح او په امریکائي  سیاستوالانو باندې ئې د دغه رژیم  په نفوذ اعتراض وکړ.میرمن ایلهان عمر،څه موده مخکې په یوې غونډې کې وئيلی وو،زه غواړم په دغه هیواد کې د سیاسی نفوذ د اعمالیدا په باب خبرې وکړم.  دمیرمن ایلهان عمر څرګندونې د کانګرس د دواړو اصلی ګوندونو  داستازو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او دوي ددغې مسلمانې میرمنې څرګندونې یهودي ضدوبللې.د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسی د میرمن ایلهان عمر ملاتړ وکړ او وې وئيل،هغه ددغو خبرو په مطرح کولو سره دیهودیانو په ضد په مقابلې پسې نه ده .داپه داسې حال کې دي چې  پر میرمن ایلهان عمر دباؤنه  هماغه راز دوام لري او د امریکا  دولسمشر ډونالډټرمپ  پلویانو یو ځل بیا  د د اسې پوسټرو په لګولو سره چې هغه پکې ترهه ګره معرفي شوي وه ، دهغې سپکاوی کړی  دی .  دا لومړی ځل نه دی چې دمیرمن ایلهان عمرسپکاوی کیږي .هغې چې د کانګرسله استازیتوبه مخکې ئېهم دصهونیسټانو په ضد دسختې لهجې  خبرې  کړي ، د بندیز او بایکاټ د غورځنګ  دملاتړ پشمول  دصهونیست رژیم  په سیاستونو    دنیوکو او د آزادي غواړو  نظرڅرګندونو په دلیل  د کانګرس د استازې په توګه ،  تل د ډونالډټرمپ او دهغه د پلویانو  له سختو نیوکو سره مخامخ ده .

 داپه داسې حال کې دي،چې  د امریکا په کانګرس کې د لویدیځي ویرجینیا ایالت دخلکواستازي مایک پوشکین د ټرمپ دپلویانو ددغه اقدام په محکوملو سره په ډاګه وئيلي دي ،دا له اسلام سره دمقابلې یو حرکت دی .

میرمن ایلهان عمر او میرمن رشیده طالب  دوې مسلمانې میرمنې دي چې  په نوي مرحلې کې ئې  دامریکا کانګرس ته لاره موندلې ده،خو د دوي دکار له هماغه پیله،نه یوازې  ددغو دواړو مسلمانو استازو په ضد دریځ نیونې  زیاتې شوي دي،او ډير امریکائي چارواکي د هغوي څرګندونې نه زغمي، بلکې  دډونالډټرمپ  پلویانو هم د دوي په ضد له اسلام سره دمبارزې تبلیغات   او نفسیاتي  دباؤنه لازیات کړي دي  .

 په دې زمینې کې  د امریکا یوه سیاسی کارپوه اوشنانديډانيّل بین یامین وئيلی دي،ډونالډټرمپ له دې زیات چې له ترهه ګرۍ سره له مقابلې سره مرسته وکړي،دترهه ګرو دفعالیتونو  دپراختیا لپاره ئې عمل کړی دی .

  له اسلام سره دمبارزې دبهیر په دوام کې دریځونه او دامریکا دکانګرس پردغو دوو مسلمانومیرمنواستازو دباؤنه په داسې حال کې دي،چې د واشنګټن چارواکي د بیان د آزادۍ ډنډورې  وهي او ادعا کوي،چې امریکا یوازینیهیواد دی چې هریوکس پکې په بشپړ آزادۍ سرهخپل عقاید او نیوکې  نندارې ته وړاندې کولی شي .

    دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د  امریکا  دتیرې اونۍ دبدلونونو   په باب د اونیز پروګرام وخت همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې په نوي مطلب سره  چې ستاسو  خدمت ته حاضریږو نو تر هغه وخته له تاسو اجازت غواړو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه