Jun 19, 2019 15:49 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا په تیرې اونۍ

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دبې نقابه امریکا د وروستیو بدلونونو په باب له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د ځينو مهمو خبرونو د سرټکو او ورپسې هم تحلیلي برخه لرو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

*/*/*/*/*/*/    دامریکا په رسندویو  د ډونالډټرمپ یو خل بیا دخولې بد رد وئيل */*//*//*/     دخپلو انتخاباتي سیالانو په ضد د ورانکارو اطلاعاتو څخه  په هرکلي د ډونالډټرمپ اعتراف */*/*/*/*/*/*      او په عربستان او متحده عربی اماراتو  د وسلو  دخرڅولو د دوام دتوجیه لپاهر د پنټاګان  هڅه  په تیرې اونۍ کې د   بې نقابه امریکا ځينی مهمې پيښې  وې ، چې اوس مو هم په دې باب تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو. *//*/**//*///

***********************

   دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  یو ځل بیا  دامریاک رسندوئې فساد ګرې بللی دي . دامریکا ولسمشر دتیرې چارشنبې په ورځې  له خپل پولینډي همڅنګ سره له کتنې وروسته یو ځل بیا وئيلی دي ،  په امریکا کې زیاتره رسندوئې فساد ګرې دي . ټرمپ وئيلی دي د داخلی نظر غوښتنو نتیجې   دمونږ دډير ښه کړچار ښودونکي  دي .  داسې جعلي نظر سنجۍ شته چې  فسادګرې رسندوئې  ئې خپروي . له بده مرغه  په امریکا کې زیاتره رسندوئې  له فساده ډکې دي .

ټرمپ  د ۲۰۱۷کال  دجنورۍ په شلمه نیټه سپينې ماڼۍ ته له تلو  وخت راهسې تل  دخپلو مخالفانو او رسندوئي ټولنو په ضد سخته لهجه کارولې ده . د ټرمپ له نظره ،  رسندوئې دروغجنې  او  د درسندویو فعالان  هم د مځکې  پر مخ  تر ټولو ستر ټګان  دي او په همدې دلیل  په  هرفرصت ئې رټي .  هغه باوري دی ،ډير هغه خبرونه چې  رسندوئې ئې خپروي ،جعلي ا و ناسم دي . ټرمپ   دخپل حکومت باندې کرکتونکي اونیوکه کونکي رسندوئې جعلی  رسندوئې  او یا د دروغو خبرونو رسندوئې بللي  او دا  په زیاتره موردونو کې  د خپل ځان او د خپل حکومت په ضد په دروغو  تورنوي .  هغه تل پخپلو ټولنیزو چینلونو کې رسندوئې  دخپلو اقداماتو او دریځونو په باب په تورمخي کړچار تورنې کړي دي . 

    د امریکا د ولسمشر ټرمپ  حساسیّت  له هغه وخت راهسې  چې امریکائي رسندویو دهغه د  اخلاقي فساد ا او شخصي ژوند  ایشواکونې ته مخه کړې ،  او په عین حال کې  ئې  له روسیې سره د  ټرةپ د ټيم پر اړیکو  تمرکز کړ ی دی ،  تر پام وړ حده زیات  شوی دی .  ټرمپ حتی په زیاتو موردونو کې  په مستقیم ډول  له خبریالانو سره چلند کړی دی. ټرمپ  د ۲۰۱۹کال د جون په لومړنیو کې  له رسندویو سره په خپل تر ټولو وروستي چلند کې په هغه  نیوکه کونکي دوې رسندوئې یعني  نیویارک ټایمز  ورځپاڼه  او  سی این این ټيلیویژنی چینل ، د امریکا د خلکو حقیقي دښمنان بللي دي .ټرمپ  له دې مخکې هم په کرتو پر هغه نیوکه کونکي رسندویو پراخې نیوکې کړي دي . رسندوئې   د امریکا  په  داخل  او بهر کې د رسندویو په ضد دټرمپ  دوامدارې نیوکې رټل او منفي چلند، دنړیوالو اورګانونو په سویه    ډير زیات منفي غبرګونونه  راپارولي دي. ټرمپ   د امریکا د ډيرو خپرونو  له خوا  د آزادو مطبوعاتو باندې په دوامدارو حملو تورن کړی دی . په حقیقت کې ټرمپ  له رسند ویو سره  په چلند کې   له خپلې همیشنۍ سټراټژۍ یعني  دمقابل لوري د ویرولو  او دهغه د زیات غوښتنو   دمنلو  لپاره  ډير زیات دباؤ اچولو اوګواښلو څخه استفاده کړې  ده.په عین  حال کې  له ټرمپ څخه د  سی این این  په څیر دخبری چینلونو پر سختو نیوکو  سربیره ، دامریکائي مطبوعاتو غږمله او پیاوړی غبرګون ښئ چې  هغه له رسندویو سره په چلند کې څه خاص بریالی نه دی . . ددې  په ترڅ  کې چې  په نړیواله سویه هم  له رسندویو سره  د ټرمپ  چلند  منفي څيره درلودلې ده .

               دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د جون په دولسمه نیټه  له اې بی سی  ټيلیویژني چینل سره په مرکې کې وئيلی دي ، که  نور هیوادونه  دهغه  دانتخاباتي سیالانو په باب ورانکار او خرابونکي  اطلاعات  ولرل شي ، نو هغه  به دغه اطلاعات ورځینی ترلاسه کړي  او حتی ممکنه  ده  ایف بي آئي ادارې  ته  به ئې راپور  نه کړي .ټرمپ   ددې پوښتنې په ځواب کې چې  که  چین یا روسیه  یا بل یو هیواد  د  تاسو د انتخاباتي سیالانو په باب کوم اطلاعات  درته  درکړي ، نو د هغوي  خبروته به غوږ کیږدئ ؟ ووئيل ،  زه فکر کوم ممکنه ده  دواړه کارونه به وکړم .  زه فکر کوم ،  ورته غوږ اچول څه خاص  خبره نه ده . دغه کار ( په انتخاباتو کې) مداخلت نه حسابیږي .  دوي ځیني اطلاعات لري . چې باید واوریدل شي . که متوجه شم  چې  په دې باب څه مشکل نشته ، نو له دې وروسته ممکنه ده   ایف بي ائي  ادارې ته مراجعه وکړم .

 له ټرمپ څخه  د  روسیې  غیر مستقیم ملاتړ ته په پام سره ، هغه  ددغې  مرکې په یوې برخې کې  له خپل زوي ډونالډټرمپ جونیّر  څخه  چې  د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې ئې  له روسي چارواکو سره لیده کاته کړي او  ایف بی آئي ته ئې اطلاع نه وه ورکړې ، ملاتړ وکړ او  پر دې موضوع ئې ملنډې ووهلې .ټرمپ جونیّر د سه شنبې په ورځې کې د دوهم ځل لپاره د مشرانو جرګې په   اطلاعاتي کمیشن کې حاضر شو څو د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د ځینو مشکوکو  موردونو په باب ددغه کمیشن غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي .

            د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ  د انتخاباتو کاندید اوله کیلیفورنیا یوه ډیموکراټيک سناتور  کامله هریس د چارشنبې په ورځې   له  اې بی سي ټيلیویژني چینل سره د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی او  هغه ئې  ملی امنیت لپاره یو ګواښ بللی دی .

همداراز   د ۲۰۲۰کال  دولسمشرۍ  دانتخاباتو  ځينو نورو ډيموکراټو کاندیدانو هم  د ټرمپ  په دغې جنجالی مرکې غبرګونونه ښودلي او وئيلي ئې دي ،  اوس وخت رارسیدلی چې  کانګس  د ټرمپ  د مواخذې  بهیر پیل کړي .  الیزابت وارن ، کریسټيّن  جیلیبرنډ او دغه شان  ځينو نورو سناتورانو پخپلو ټولنیزو چینلونو کې لیکلی دي ، دمولر راپور  دغه حقیقت روښانه کړی دی ، چې  یوه  بهرنی قدرت  د مونږ د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو حمله کړې څو له ټرمپه ملاتړ وکړي . ټرمپ هم  ددغې مرستې هرکلی کړی دی . اوس  هغه (ټرمپ) وائي بیا دغه کار ترسره کوي ، نو اوس وخت رارسیدلی دی چې  ډونالډټرمپ  باید مواخذه شي .

  د رابرټ مولر راپور چې  څه موده مخکې خپور شوی ،  ډير جنجالونه ئې په ځان پسې درلودلي دي .  مولر په دغه راپور کې د عدالت په اجرا کولوکې  د ترمپ د کارړنګونو  احتمالی موردونه  سره غونډ کړي دي .  په همدې  دلیل  تر دې دمه زیاتو ډيموکراټانو  د ډونالډټرمپ د مواخذې غوښتنه کړې ده . 

               دامریکا حکومت تل هڅه کړې ده ،  دلویدیځي آسیا  د حالاتو په ترینګلي کولوسره ،  د فارس خلیج د جنوبی څنډې  عربو هیوادونو باندې  د وسلو  د خرڅلاؤ لپاره لازیات  شرائط برابر کړي .  له  دغو ټولو  سره سره  واشنګټن اوس  د وسلو د خرڅلاؤ په   ډګر کې  له نوو سیالانو سره ،یعني  له روسیې او چین سره مخامخ شوی دی . په دې باب  د امریکا د دفاع وزارت سرپرست  پاټریک شاناهن  دتیرې سه شنبې په شپه په واشنګټن کې  دجارجیه هیواد  له دفاع وزیر سره  په کتنې کې ،په عربستان او متحده عربی اماراتو  د ډول ډول وسلو  له  خرڅولو دامریکا موخه ،  په سیمې کې ددغې خلا  په ډکولو کې  د روسیې او چین  د اقداماتو مخنیوی  بللی دی .  شاناهن مدعي شوی ،   د سعوډي عربستان او اماراتو   په باب وضعیّت  په دې ډول دی چې  مونږ باید ووینو  دهغوي لپاره وسلې څرنګه تامین کړو څو دغه هیوادونه  له ځانه دفاع وکړائ شي .  که  دوی  په اوسنۍ ګواښونکي فضا کې له مونږ څخه چې  د سعودیانو قدرتمند شریک حسابیږو،وسله  وانخلي ،نو ممکنه ده د امنیتی دلیلونو په اساس  اړتیا ولرل شي ،د چین او روسیې په لور لاسونه ا وږده کړي.   داسې ښکاري ، واشنګټن  چې تل  له امریکا څخه  د میلیارډونو ډالري ارزښت  وسلو د   اخستو لپاره  دفارس خلیج  دملګرتیا شورا د هیوادونو د قانع  کولو  لپاره ئې  د ایران له خوا  د ګواښ پر شتون ټينګار کړی دی، اوس  په دغو هیوادونو په تیره بیا په عربستان او متحده عربی اماراتو  د وسلو د خرڅلاؤ لپاره  د دوام لپاره ئې  نوي پلمه پیدا کړې ده . له دغو دواړو هیوادونو سره  د روسیې او چین ترمینځ  د وسلو  له ځينو تړونونو سره سره ، البته  تر دې دمه  له عربستان او  اماراتو سره  د ماسکو اوبیجینګ  د و سلو د معاملو   اندازه  ، له دوي سره د امریکا د وسلوله خرڅولو سره  ډیر زیات واټن لري .

             په همداوروستیو کې  د ټرمپ  حکومت،کانګرس  ته له مراجعې کولو پرته د بیړني  حالت په اعلانولو سره پر عربستان او اماراتو  څه دپاسه اته میلیارډ ډالروپه ارزښت  وسله خرڅه کړې ده . دغې موضوع  د کانګرس د استازو سخته غوسه راپارولې ده  او دوي هڅه کوي ،څو  دیوې مسودې په وړاندې کولو سره ددغه اقدام مخه ونیسي.په پوځي اوسیاسی چارو کې د امریکا د خارجه وزارت سلاکار کلارک  کوپر  د جون په دولسمه نیټه  ددغه هیواد دکانګرس د استازو  دبهرنیو اړیکو په کمیشن کې  په شتون سره  په عربستان او اماراتو د وسلو دخرڅولو په باب دامریکا د ولسمشرټرمپ  د فیصلې ، هغه هم  له کانګرسه د مجوز له ترلاسه کولو پرته ،دفاع وکړه .

 د کلارک په ادعا سره ،  په عربستان ، اردن  او اماراتو د وسلو  خرڅول  په دې باب  د ایران لپاره  یو پیغام لري ،  چې امریکا  دخپلو سیمه ایزو شریکانو تر څنګ ولاړه ده  او له دوي ملاتړ کوي .  

 داپه داسې حال کې دي چې  ایران د مسئولانه دریځونو په غوره کولو سره  په سیمې کې د آرامښت او ثبات  په رامینځةکولو کې له خپل ټول وسه  استفاده کوي .  په دې باب  په همداوروستیو کې  د ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف   نه تیریو  د سیمه ایز تړون  د ترسره کولو لپاره دتهران  د چمتووالي خبر ورکړی دی .   په عین حال کې  واشنګټن په لټه کې دی ، په سیمې کې  د تاؤتریخوالي په قصدا زیاتولو سره ،  له ایرانه  د ویرولو دپروسې پراخولو ته په لمن وهلو سره  او دغهر از په خپلو سیمه ایزو شریکانو د وسلو  دخرڅلاؤ په زیاتولو سره  دخپلې خوښې  موخې عملی کړي . ددې په ترڅ کې چې   د امریکا د دفاع وزارت  د سرپرست  شاناهن  وروستۍ څرګندونې  ښئ چې  واشنګټن  دفارس خلیج د جنوبی حوزې د وسلو بازار ته د روسې او چین پر نفوذ  اندیښمن دی .

=     دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د  بې نقابه امریکا د تیرې اونۍ د  مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام د ننني  مطلب وخت هم همدومره  ؤ  نو  د ستاسو د غوره او مثبو  دریځونو کرکتنو او  وړاندیزونو  د رارسیدو په تمه  چې  خپل دغه پرورګرام ورسره لاښه کړائ شو تر بلې اونۍ پورې  له تاسو اجازت غواړو ، ښه ژوند ولرئ .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه

کمنټونه