Jul 17, 2019 16:42 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنئ

د قران کریم نور ایتونه د انسان او جهان په پنځولو کې د خدای تعالی د بی نهایته قدرت ته اشاره لری او هغه د قیامت په جوړولو او د انسان په بیا حیات د متعال خدای د وس پریکنده دلیل بولی

««««««««««««««««««««««

قران کریم په پیاوړو او منطقی استدلالونو په تکیې سره د معاد په اصل ټینکار لری او البته په دې رابطه یې زیات ایتونه د معاد د امکان موضوع ته بیل کړی دی . ځکه چی غالبا د معاد منکرانو د قیامت کیدل غیر ممکن بلل او باوری وو چی معاد په هغه بدنی بڼه چی د خاورې شوی اجسامو د بیا ستنیدا او نوی ژوند په معنا وی ، ممکن ندې .: قران له بیلا بیلو اړخونو دغې موضوع ته اشاره کړی ده .

««««««««««««««««««««««

په تیرو پروګرامونو کې مو یادونه وکړه چی قران کریم د ځینو عینی بیلګو په یادولو سره په قیامت کی د انسان د پاسیدو موضوع مطرح کړی ده . په دغو موردونو کې د عزیر کیسې او په قیامت کې د بیا ژوندی کولو د څرنګوالی په اړه  له خدای تعالی د حضرت ابراهیم علیه سلام د غوښتنې او همداراز د اصحاب کهف د کیسې په اړه اشاره وکړه .

د قران کریم نور ایتونه د انسان  او جهان په پنځولو کې د خدای تعالی د بی نهایته قدرت ته اشاره لری او هغه د قیامت په جوړولو او د انسان په  بیا حیات د متعال خدای د وس پریکنده دلیل بولی . د دغو ایتونو په اساس د خدای عدالت او حکمت دا تقاضا ده چی قیامت وجود ولرلې شی  او د هغه د ارادې په وړاندی  هیڅ خنډ وجود نلری . هماغه ډول چی د پنځون او ژوند معجزه د لومړی ځل لپاره د خدای له مشیته ده اوانسان او جهان یې راوپنځوه ، نو خدای تعالی دا قدرت لری چی یو ځل بیا په قیامت کی انسان ژوندې کړی .

«««««««««««««««««

د اسمانونو او مځکې خلقت ته پام په قیامت کی د بیا ژوند د اثبات یوه لاره ده . د بیلګې په توګه د احقاف سورت په ۳۳ ایت کی راغلی دی ،

ایا هغوئ ته پته نشته ، هغه خدای چی اسمانونه او مځکه یې راوپنځوله او د هغو په راپنځولو کی ستړې نشو ، مړی ژوندی کولې شی ؟ هو ، هغه (خدای ) په هر کار وسمن دې .

په دغه ایت کی خدای تعالی د دې لپاره چی انسان فکر ته مجبوره کړی ، په پنځون کی خپل بی ساری قدرت ته اشاره کړی ده او دا پوښتنه یې مطرح کړی ده چی ایا تاسو دغه با عظمته اسمان ته هغو ټولو منظومو او ښکلی کهکشانونو سره نه وینئ ؟ هغه څوک چی د اسمانونو او مځکې  په  پنځولو او د دغو دقیق او منظمو  نظامونو قادردی او د هغو له پنځولو بی وسه او ستړې شوی ندې څرنګه ممکنه ده د مړیو د بیا ژوندی کولو قدرت ونلری ؟

«««««««««««««««««««

په دغه پراخه دنیا کی ډیر راز راز موجودات موجود دی ، پر مځکه له وړکوټی حشراتو رانیولی چی تراوسه یې په زرګونو ډوله پیژندل شوی ، تر په اسمان کی سترو سیارو او کهکشانونو چی د انسان لپاره یې د شمیر او ستر والی اندازی لګول ګران دی ، هغه قادر خدای چی په دغه عظمت او وسعت سره یې  مځکه او اسمانونه پنځولی دی ، ایا انسانان بیا نشی ژوندی کولې ؟د اسمانونو پنځول او په رنګا رنګ موجوداتو سره د مځکی جوړول د دې ښکاره نښه ده چی خدای تعالی د هر کار د ترسره کولو قدرت لری ، ځکه چی هغه هر څه چی په فکر کی راځی ، خدای تعالی په دغه عالم کی پنځولی دی .

اصولا د هر څیز پر امکان بهترین دلیل ، د هغه ترسره کیدا ده . په بله وینا د دغې دنیا پنځول پخپله د خدای تعالی په قدرت ښکاره دلیل دی چی یو ځل بیا دغه ډول دنیا پنځولی شی .

«««««««««««««««««««

خدای تعالی د روم سورت په ۲۷ ایت کی فرمایی ،

هغه  ( خدای تعالی ) هغه څوک دی چی پنځون پیلوی او هغه بیا ستنوی او دا کار د هغه (خدای تعالی ) لپاره اسان دی  او په اسمانونو او مځکی کې ستر ثنا هغه لره ده  او هغه عزیز او حکیم دی .

قران کرین په دغه ایت کی په لنډ استدلال سره د معاد د امکان بحث مطرح کړی دی او فرمایی ، تاسو باوری یو چی د پنځون پیل له هغه دې ، بیا ورستنول خو له هغه اسانه دی ، ځکه چی په پیل کی اصلا هیڅ څیز نه وو او خدای تعالی هغه ابداع کړی ، خو بیا ستنولو کې لږ تر لږه اصلی مواد موجود دی ، یعنی لږ تر لږه د انسان د بدن اجرا د مځکې په بیلا بیلو برخو کی تیت پرک موجود دی ، یوازنۍ مسله د هغو صورت جوړول او منظمول دی .

««««««««««««««««««

ګرانو په دې هکله یوه مثال ته پام وکړئ ، مثلا هغه کس چی د الوتکې د پیچلی انجن جوړونکی دی ، ووایی چی دغه انجن یې له یوه بله جلا کړی  او هغه بیا سره جوړوی ، ایا مونږه به یې د دغه کار په ترسره کولوکی شک وکړو ؟ هیڅکله ځکه چی ګډوډل او بیا رغاونه د هغه د لومړی ځل  له جوړولو ډیر اسان دی .

البته د دغه ټکی یادونه ضروری ده چی د اسان والی او سختوالی تعبیر زمونږ د انسانانو د کتنې له اړخه ده ، اصولا سخت اواسان په هغه ځای کی مفهوم اومعنا لری چی خبره د محدود قدرت وی ، خو کله چی د خدای تعالی د نامحدود قدرت خبره کوو ، نو د سخت او اسان ټکیو کارول معنا نلری ، نو ځکه د ایت په پای کی فرمایی ، هغه عزیز او حکیم دی . یعنی په دې سره چی قدرت یې نامحدود او ماته نه خوړونکی دی ، په عین حال کی بی حساب کتابه  کار نه ترسره کوی  او درست کارونه یې د علم او حکمت په اساس دی  .

قران کریم د مریم سورت په ۶۷ ایت کی د هغو کسانو په ځواب کی چی په قیامت کی د بیا ژوندی کیدا په اړه شک لری ، له هیڅ د انسان پنځون ته اشاره کوی .

ایا انسان  دا نه یادوی چی مونږه هغه له دې مخکې پنځولی دی ، په داسې حال کی هیڅ څیز نه وو ؟

له عدم څخه د انسان پنځول په ظاهره   له مرګه وروسته د انسان له بیا پنځولو پیچلی او مشکل دی .

«««««««««««««««««««««««

د انسان په پنځولو کی د پالونکی د قدرت یادونه د انسانانو په بیا ژوندی کولو کی د خدای تعالی د وس د ښودلو لپاره د قران کریم له دلایلو دی . خدای تعالی د حج سورت په ۵ ایت کی دغې موضوع ته اشاره کړی ده  او هغو کسانو ته چی د قیامت په اړه شک لری ، خطاب کوی  ، په خپل خلقت کی فکر وکړی چی څرنګه له خاورې او بیا نطفې وپنځول شول . بیا دمور په خیټه کې تر زیږیدا او بیا وروسته د بوډاتوب تر پړاوه د  انسان د پنځولو دبیلا بیلو  پړاونو یادونه کوی .

هغه خدای چی بی ځانه خاوره په نطفې بدلوی او نطفه د حیات تر پړاونو بیایی  او هره ورځ د ژوند تازه لباس وراغوندی ایا د دې قدرت نلری چی  انسان له مرګه وروسته نوی ژوند ته ورستون کړی ؟

«««««««««««««««««««««

د قران کریم نور ایتونه په سپرلی کی د مړې مځکې د بیا حیات او د بوټیو د ژوندی کیدا په موضوع په استناد سره د معاد د موضوع په اړه استدلال کوی . د بیلګې په توګه د اعراف سورت په ۵۷ ایت کی راغلی دی ،

(خدای ) هغه دې چی بادونه د خپل رحمت باران ځیری ورکونکی  ګرځوی تر هغه چی درنده وریځ  بوج اوچت کړی ، نو هغه مړو مځکو په لور ولیږو او د هغه په وسیله  (ژوند بخښونکی  ) اوبه نازلوو  او په هغو سره  له خاورو هر ډول میوه راوباسو او د ا ډول په قیامت کی مړی ژوندی  کوو تر څو متذکر  شئ  .

په سمندرونو لمر ځلیږی او د هغه د حرارت له امله اوبه د سمندرونو له سویې تبخیریږی ، بخارات تیت پرک کیږی او بیا درنده وریځ جوړوی . هغه وخت د باد څپې چی د خدای د رحمت د باران ځیری ورکونکی دی ، د غره په شان ورځ په خپلو اوږو د وچومځکو په لور بیایی ، بیا له عظیمو وریځو ژوند بخښونکی د باران څاڅکی ، ارام ارام پر مځکه پریوزی ، تږی ټاټوبی  خړوبوی او چاپیریال د تخمونو او دانو د راوچتیدا لپاره برابروی . په دې ډول بی روح او وچه مځکه ښیرازه کیږی او د ژوند په فعال مرکز او له ګلونو او میوو ډکیږی .

دا فعال نظام چی پر مړو مځکو واکمن دی ، پخپله د دغه حقیقت بهترین ګواه دی چی د دغه منظم سیسټم  تر شاه د حکیم قدرت لاس دی اود هغه تدبیر کوی .

««««««««««««««

د ایت په پاې کې راغلی دی ، داسې مړی له مځکې راوباسو او په اندامونو یې د ژوند جامې  وراغوندوو .

د دغه ایت  په اساس له مړې مځکې د ژوند د څیرې رامینځته کیدل او په سپرلی کی د بوټیو بیا راټوکیدل اوښیرازه کیدل د معاد د وجود د اثبات لپاره بله لاره ده . د سپرلی په راتلو سره خداوند له مړې خاورې  ژوندی ، ډول ډول ، ښکلی  او رنګا رنګ موجودات رامینځته کوی  چی هم د هغه د حکمت او قدرت او هم د ستر قیامت نښه ده .

یوه ورځ د بیغمبر اکرم ص یوه صحابی له هغه حضرت وپوښتل  ، ای د خدای رسوله خدای څرنګه مړی ژوندی کوی اود هغه نښه اوبیلګه په خلقت کی څه ده ؟نو پیغمبر اکرم ص ورته په ځواب کی وفرمایل ،  ایا  چرته داسې شوی دی چی له هغې مځکې تیر شوی وای چی د وچکالۍ له امله  نابوده شوی وی  او یوه موده وروسته بیا له هغې مځکې تیر شی او وګورئ چی شنه او ښیرازه شوی ده ؟ وویل  ، هو ، نو پیغمبر عظم الشان وفرمایل ، خدای تعالی مړی داسې ژوند کوی  او دا د قران په منطق کی نښه ده .

لکه څرنګه چی حق تعالی د حجر سورت په ۸۵ ایت کی  فرمایی ،

او مونږه اسمانونه اومځکه او هغه څه چی په دوی کی دی ، په حقه پنځولی دی او په پریکنده توګه قیامت راتلونکی دی . ،،

پر مځکه او اسمانونو واکمن نظام  حساب شوی دی او د هغو د پنځون حق دی . په همدې دلیل دغه حیرانونکی  نظم اومنظم او دقیق پنځون د دانا او توانا پالونکی په وجود ښکاره دلیل دی . د قران کریم ایت د دغه ټکی له یادولو وروسته چی د مځکې او اسمانونو پنځول او هغه څه چی په دوی کی دی ، په حقه دی ،  بی ځنډه د قیامت حتمی والی ته اشاره کوی . د اسمان او مځکی د پنځون حق والی پخپله د دې دلیل دی چی قیامت راتلونکی دی ، کنی نو پنځون بیهوده وه ، لکه چی د پنځون هدفمن والې په دې کی دی چی په هغه پسې قیامت او اخرتی وجود ولرلې شی .

په بله وینا که قیامت نه وی نو د انسان او جهان د پنځون اصل هسې بیهوده وی . دا اخرت دی چی دنیا ته معنا او لورې ورکوی .

پس د خدای تعالی بې پایه حکمت ته په پام سره لازمه ده چی له دې دنیا وراخوا یوه بله مادی دنیا موجوده وی تر څو د پنځون هدف تحقق ومومی .

««««««««««««««««««««««

قران کریم د دخان سورت له ۳۸ تر ۴۰ ایتونو کی دې ته اشاره کوی چی نړۍ هغې عبث نده پیدا شوی بلکې په حق پنځول شو یده او فرمایی ،

مونږه اسمانونه او مځکه او هغه څه چی  په دغو دو کی دی ، هسې ندی پنځولی ، مونږه هغه په حق پنځولی دی ، خو د هغوی زیاتره نه پوهیږی . په پریکنده توګه له باطله د حق د بیلټون ورځ  د هغو د ټولو د ژمنې ځای دی .

د قران کریم له ایتونو داسې استنباط کیږی چی خدای تعالی فرمایی مونږه په پنځولو کی هسې لوبې او بیهوده کار نه کوو ، بلکې پنځون په حقه دی او د دغه دستګاه حق والې ایجابوی چی معقول هدف ولرلی شی او هغه د بلې نړۍ له شتونه پرته ممکن ندی .

««««««««««««««««««««««

خو هغه کسان چی له بل اړخه دنیا ته وینی او په قیامت او له مرګه وروسته بیا ژوندی کیدا باور نلری ، بالاخره په  خپلو کارونو کی پوچ والی ته رسی . هغو د انسان ژوند همدغې محدودی دنیا پوری بولی  او د نړۍ لپاره نهایی مقصد ته قایل ندی .  مادی پالان په دې باور دی چی د بشریت کاروان سرګردان او حیرانه  په دنیا کی پریښودلی شوی او له کوم هدف پرته خپلې لارې ته دوام ورکوی . په دغو کی کله ځینې کسان د روحی کمزورتیا او په ژوند کی د پوچوالی د احساس له امله ځان وژنی ځکه چی له دغه تکراری او بی هدفه ژوند ستړی شوی دی .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

خدای تعالی د ص سورت په ۲۷ ایت کی فرمایی ،

مونږه اسمان او مځکه او هغه څه چی د هغو ترمینځ دی ، بیهوده او باطل ندی پنځولی ، دا ګومان د هغو کسانو دی چی کفر یې وکړ ، نو وای دی وی پر کافرانو د دوزخ له  اوره ،

دغه ایت د الحادی مکتبونو د پیروانو لیدتوګې ته اشاره کوی چی نړۍ پوچه او بیهوده بولی .

مونږه ټول اعتراف لرو چی انسان په پیل کی له خاورې پنځول شوی ، پر دې اساس هیڅ د حیرانتیا خبره نده چی بیا له خاورې راپاڅیږو . حقیقتا د قادر او حکیم خدای لپاره د مړیو ژوندی کول او د په خاورې شویو هډوکو د ژوند جامې اغوندول ډیر اسانه کار دی .

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه