Sep 26, 2019 12:21 Asia/Kabul
  • د ایران د تلی د ۴ نیټې ځینې مطبوعات

تر بایکاټ لاندې خبرو ته د ایران ځواب نه دې

جمهوری اسلامی

د ایران درستو ورځپاڼو د ملګرو ملتوپه عمومی اسمبلۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی وینا ته پراخ انعکاس ورکړی دی ، نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د ښاغلی روحانی له قوله لیکلی دی چی تر بایکاټ لاندې خبرو ته د ایران ځواب نه دې . ورځپانه زیاتوی چی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران حکومت او ولس یو نیم کال د ډیرو سختو بندیزونو په وړاندې اودریدلی دی، وویل: ایران به هیڅکله له هغه دښمن سره خبرې اترې ونه کړي چې غواړي د بې وزلۍ، بندیز او نړیوالې شُوکمارۍ په وسلې سره زمونږ هیواد تسلیمیدو ته مجبور کړي.

ولسمشر حسن روحاني پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمې کلیزې غونډې کښې په دې خبرې سره چې ایران، له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپایانو له لوظ ماتونو سره سره هم هغه شان د خپلو ایټمي ژمنو اجرا ته وفادار پاتې شوی، زیاته کړه: ټولو ته ثابته شوې ده چې امریکا له خپلو ژمنو مخ اړوي او اروپا د خپلې لوظونو په پوره کولو کښې ناتوانه ده.

هغه څرګنده کړه: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ویلې دي، د خبرواترو لپاره یوازنۍ لاره خپلو ژمنو ته راستنیدل او د بندیزونو ختمول دي.

د اسلامي اران ولسمشر هم داشان دې ته په اشارې سره چې لویدیځه آسیا د جنګ، وینه بهیدنې، تیري ګرۍ، نیواکګرۍ او د مذهبي او فرقه ایزو تعصباتو او افراط پالنې په اور کښې سوزي او د دا ډول حالاتو ترټولو ستر قرباني د فلسطین مظلوم ولس دی، څرګنده کړه: د پیړۍ د معاملې، د صهیونیسټي رژيم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د ټاکلو او په نورو نیواکي ټاټوبي کښې د جولان غونډیو د شاملولو په شان تپل شوي امریکايي او صهیونیسټي پلانونه، خامخا په ماتې محکوم دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د عربستان امنیت، د پردیو په وربللو سره نه بلکې پر یمن د تیري په ختمولو سره ترلاسه کیږي، وویل: ایران چمتو دی چې د صلحې لپاره خپل ټول ملي توان، سیمه ایز اعتبار او نړیوال اقتدار وکاروي.

ولسمشر روحاني په فارس خلیج او هرمز اوبلارې کښې د امنیت، صلحې، ثبات او پرمختګ ساتل د ایران تاریخي مسئولیت وباله او هغه ټول هیوادونه یې چې د فارس خلیج او هرمز تنګي له بدلونونو اغیزمنیږي، د (هیلې ائتلاف) یا HOPE په نامه د (هرمز د صلحې په نوښت) Hormoz Peace Endeavor کښې شاملیدو ته راوبلل.

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وایی ډیپلوماسی ته هیله من یم .

د انګلستان لومړی وزیر جانسون د دغه هیواد د پارلیمان د بیا کار پیلیدو پسې ماته وخوړه .

د ترکیې ولسمشر اردوغان په ملګرو ملتو کی د فلسطین له ایډیال دفاع وکړه .

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په پاکستان کښې په زلزلې او پکښې د سرتاوانونو په اړه د پاکستان له حکومت ، ملت او د قربانيانو کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.

کیهان

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په ملګرو ملتو کی په عزتمندانه وینا کی تر بایکاټ لاندې خبرو اترو ته نه وویل  .

فاکس نیوز په یوه راپور کی ویلی دی په امریکا کی د جنګ پروژه  انځور او اجرا شوه ، ایران پکې بریالی شو .

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا.... وایی د رهبرۍ ستر مقام ما ته وفرمایل په افغانستان له حملې راهیسې د امریکا ځوړتیا پیل شوی ده .

د انګلستان لومړی وزیرسربداله  بوریس جانسون په ملګرو ملتو کی لاره ورکه کړه .

پاکستان د کشمیر د نیولو په هکله د هندوستان په ادعا نیوکه وکړه . د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي بپه ټینګار سره چې هیڅ قدرت د دې هیواد په خاورې باندې د تیري توان نه لري، زیاته کړه: پاکستان په پوره توان سره د خپل حریم دفاع کولو ته تیار دی.

ظریف د برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپایانو پر لوظ ماتونو نیوکه وکړه. محمد جواد ظریف په نیویارک کښې د ایران او ۴+ ۱ ډلې د هیوادونو (چین، فرانسې،  روسیې، انګلستان او جرمني) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې له برجامه د امریکا د غیرقانوني وتنې د خرابونکو آثارو په تشریح کولو سره، د دریو اروپايي هیوادونو وروستۍ غیرقانوني څرګندونې او بیانیې وغندلې.

په دغې غونډې کښې د ایران، فرانسې، روسیې، چین او جرمني خارجه وزیرانو، د انګلستان یو استازي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني شتون درلود.

د غونډې ګډونوالو د هغې په پاې کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره د ټولو لورو له خوا د ایټمي موافقې د بشپړې او اغیزناکې اجرا اهمیت ته په اشارې سره، د دغې موافقې د ساتنې په موخه د خپلو هلوځلو د دوام په لړ کښې پر خپل هوډ ټینګار وکړ.

د یمن انصار ا... غورځنګ د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر ته په خطاب کی ویلی دی د خپل امریکایی ارباب په لور به له تیښتې پرته بله لاره ونلری .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ استیضاح د تحقیقاتو په پیلیدا سره رسما پیل شوه .

د عراق د پوځ او حشد الشعبی پیاوړې بند موصل ته د داعشی عناصرو د نفوذ خنډ شو .

په انډونیشیا کی د پولیسو او غوسه محصلینوتر مینځ په خونړۍ نښته کی د لورو ۳۰۰ کسان ژوبل شول .

جوان

د ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی په ډاګه وویل چی تر بایکاټ لاندې خبرې اترې نه .

د ایران د سپاه پاسداران عمومی قوماندان سردار سلامی وایی کله چی مونږه حمله کوو نو په شجاعت سره یې وایو .

د افغانستان د خالی ورځې په انتخاباتو د نارامۍ او درغلۍ سیورې موجود دې . پخوانې افغان ولسمشر حامد کرزی وایی چی د انتخاباتو پرځای د سولې خبرې اترې تعقیب شی .

د لبنان خارجه وزیر جبران باسیل وایی حزب ا... د دولت یوه برخه ده .

په پاکستان کی په زلزله کی ۴۰ کسان مړه او ۷۰۰ ژوبل شول .

د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د ترکیې دولسمشر اردوغان په وینا نیوکه وکړه .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه