Sep 29, 2019 16:05 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

دا په داسې حال کی دی چی د هغه سند په اساس چی د امریکا دفاع وزارت د ستمبر په ۵ نیټه خپور کړ ، د ۱۲۷ پوځی پروژو لپاره بیلا شوی بودجه به د امریکا او مکزیک د ۲۸۰ کلومیټری دیوال په جوړولو کی ولګول شی

د امریکا په جنوبی پولو کی د بیړنی حالت د اعلان درولو ته د سنا بیا رایه

د امریکا په کانګرس کی د ټرمپ د استیضاح د بهیر رسمی پیلیدا

او د ایرانی چارواکو پرضد د ټرمپ نوې اجرایی حکم

په تیره اونۍ کې د مهمو پیښو خلاصه وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا سنا د ستمبر په ۲۵ یو ځل بیا د ټرمپ لخوا د دغه هیواد په جنوبی پولو کی د بیړنۍ وضعیت د اعلان درولو ته رایه ورکړه . د امریکا سنا په داسې حال کی د دوهم ځل لپاره د ا کار وکړ چی د ټرمپ حکومت له لوری ویل شوی وو چی له مکزیک سره په پوله کی د دیوال د جوړولو لپاره د نورو برخو له بودجې استفاده وشی . سنا په ۵۴ موافقو او ۴۱ مخالفو رایو یره دغه پریکړه لیک تصویب کړ چی ښی د امریکا د د ولسمشر ټرمپ د ګوند ۱۱ جمهوری غواړی هم د مکزیک په پوله کی د بیړنی وضعیت د لغوه کولو غوښتونکی دی . د امریکا کانګرس د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاست کی هم د بیړنۍ حالت وضعیت لغوه کوبو ته رایه ورکړی وه خو ټرمپ هغه وټو کړه . ټرمپ له دې وروسته چی ونه توانیده له مکزیک سره د امریکا په پوله کی د دیوال د جوړولو لپاره د نورو برخو له بودجې استفاده وکړې شی ، بیړنۍ وضعیت اعلان کړ . د کانګرس له ډیموکراټانو سره د ټرمپ مخالفت د امریکا په تاریخ کی د حکومت د اوږد بندیدا سبب شو چی پنځه دیرش ورځې یې دوام درلود .

د فیدرال حکومت د چټی کیدا په دلیل د ځینو نړیوالو هوایی ډګرونو په شمول په امریکا کی د بیلا بیلو برخو په ګډوډی سره ټرمپ مجبوره شو چی له خپل دریځه تیر شی او د سرحدی دیوال لپاره د ټرمپ له نظر وړ پیسو پرته د فیدرال بودجې د تصوبیولو لپاره د کانګرس د دیموکرات او جمهوری غواړو مشرانو موافقه ومنی .

««««««««««««««««««««««

دا په داسې حال کی دی چی د هغه سند په اساس چی د امریکا دفاع وزارت د ستمبر په ۵ نیټه خپور کړ ، د ۱۲۷ پوځی پروژو لپاره بیلا شوی بودجه به د امریکا او مکزیک د ۲۸۰ کلومیټری دیوال په جوړولو کی ولګول شی . دا بودجه درې میلیارډ او شپږ سوه زره کیږی چی د امریکا په داخل او بهر کی د پوځی مرکزونو د بیا رغاولو او ۱۲۷ نورو پروژو لپاره بیل شوی وه .

په کانګرس کی د دیمورکاتانو مشر چاک شومر په دې باره کی وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د پوځ لپاره بیلا شوی بودجه چورتالان کوی تر څو خپله ځان منمۍ ارضا کړی او هغه دیوال چی له دې مخکې یې ژمنه کړی وه ، جوړ کړی . دا د هغو عسکرو په مخ یو څپیړه ده چی د خپل هیواد خدمت کوی .

««««««««««««««««««««««««««««

د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکی سره د ټرمپ د ټیلی فونی خبرو د متن په خپریدا سره چییوه موده کیږی په امریکا کې یې جنجال رامینځته کړی دی ، د امریکا د ولسی جرګی ‌ډیموکراټه مشری میرمن ننسی پلوسی د ټرمپ د استیضاح په اړه د تحقیقاتو د پیلولو غوښتنه وکړه . داسې ښکاری چی ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په وروستی کال کی له ډیرو سختو شرایطو سره مخامخ شوی دی  او د هغه د سیاسی راتلونکی په وړاندی مبهم او غیر واضح لرلید موجود دی . د دې چارې یو دلیل دا دی چی میرمن پلوسی چی تراوسه یې له دغه کاره ډډه کوله او د یموکراټانو بیا بیا غوښتو ته یې مثبت ځواب نه ورکوه ، خو یې پخپله په دې لاره ګام اخیستې دی او اعلان یې وکړ چی د پارلیمان شپږو کمیټیو  ته یې حکم ورکړی دی چی د امریکا د ولسمشر د احتمالی خلاف ورزۍ په اړه ضروری تحقیقات وکړی . میرمن ننسی پلوسی ویلی دی ، هغه اقدامات چی تر ننه د امریکا ولسمشر ټرمپ ترسره کړی دی ، په جدی توګه د اساسی قانون خلاف ورزی حسابیږی ، ټرمپ باید ځواب ووای او هیڅوک له قانونه بره ندې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د ستمبر په ۲۶ اعلان وشوچی د امریکا د پارلیمان یو شمیر غړیو چی د ټرمپ د استیضاح د پیلیدا غوښتونکی دی ۲۱۸ کسانو ته رسیدلی دی چی د دغه پارلیمان اکثریت جوړوی .

ټرمپ د پارلیمان لخوا د خپلې استیضاح د بهیر په پیلیدا غبرګون وښوده . ټرمپ د دغې فیصلې د غندلو په ترڅ کی  ادعا وکړه چی دا اقدام به له سیاسی پلوه د هغه لپاره مثبت وی . ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کی د خپلې استیضاح لپاره د تحقیقاتو پیلیدا یو احمقانه کار وباله . هغه دخپلو سیالانو څرګندونې رد کړی او هغه یې د خنده وړ بللی دی .

ټرمپ ادعا کړی ده د هیواد کړچار په بهترینه ممکنه بڼه دی او ما اوریدلی دی چی میرمن پلوسی غواړی ما استیضاح کړی ، دا اقدام د تیرو توهماتو دوام دی ، که پلوسی دا کار وکړی نو هغو ټول به ووای چی دا کار به په انتخاباتو کی زما لپاره مثبت وی .

««««««««««««««««««««««««««

د ستمبر په ۲۵ د اوکراین له ولسمشر سره د ټرمپ د خبرو د متن په خپریدا سره چی په هغه کی یې  اوکراین د جو بایډن  او د هغه د زوی پرضد د تحقیقاتو لپاره تر دباو لاندې راوستی وو ، په  امریکایی  او نړیوالو رسندویو کی په یوه خبری بم بدل شو .

ویل کیږی چی ټرمپ هیله من وو د بایډن او د هغه د زوی د تجارتی او مالی تخلفاتو او خلاف ورزیو په اړه د کوم مورد په موندلو سره د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کی خپل  احتمالی سیال  له چیلنج سره مخامخ کړی . همداراز داسی نښې نښانی موجودی  دی چی ټرمپ له زلنسکی سره له تیلی فونی تماسه یوه اونۍ مخکې د اوکراین دولت ته پور ورکول بند کړی تر څو کی یف بایندې د ملګرتیا لپاره دباو واچول شی . ټرمپ له دغه تیلی فونی تماس څو ورځې مخکې له خپلو کارکونکیو غوښتی وو چی اوکراین ته د امریکا ۴۰۰ میلیون ډالری مرسته ودروی .

««««««««««««««««««««««««««««

دغه ټیلی فونی تماس اوس د یوه ایشوا کونکی د شکایت پرسر د  سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمینځ دشخړې په مرکز بدل شوی دی . د امریکا د استخباراتی اورګانونو یو ایشوا کونکی کارکونکی  څه موده وړاندې د امریکا د اطلاعاتی ټولنې عمومی پلټونکی ته د ټرمپ پرضد دشکایت د دغې مکالمې د محتوا خبر ورکړی وو او په هغه کی یې له زلنسکی د ټرمپ د غوښتنې د نامناسب والی په اړه اندیښنه څرګنده کړی وه . د امریکا د اطلاعاتی ټولنې پلټونکی تیره اونۍ د پارلیمان له اطلاعاتی کمیټۍ سره  په غیر څرګنده غونډه کی د ایشوا کونکی کارکونکی د شکایت او دغې مکالمې په اړه د معلوماتو له وړاند یکولو ډډه وکړه . خو په نهایت کی د پارلیمان د غړیو او د اطلاعاتی کمیټۍ په دباونو سره د ټرمپ حکومت مجبوره شو چی کانګرس ته د ایشوا کونکی شکایت د دوسیې او تیلی فونی مکالمې متن وړاندی کړی . میرمن پلوسی په دغو پیښو پسې له قدرته په ناوړه استفادې او دامریکا په انتخاباتو کی لاس  وهنې ته د مجبورولو لپاره په هڅې د ټرمپ په تورنلو سره وویل د امریکا د ولسمشر د استیضاح لپاره کار په رسمی توګه پیل شوی دی .

««««««««««««««««««

د ایران پرضد د واشنګټن وروستیوناکامیو ته په پام سره دټرمپ حکومت د ناهیلۍ له مخې په یوه اقدام کی په ایران د دباو د اعمالولو لپاره وروستیو ممکنو لاس وندونو ته مخه کړی ده . په دی لړ کی ټرمپ د ستمبر په ۲۶ د یوه فرمان په اجرایی کولو سره امریکا ته د ایران د لوړ رتبه چارواکو د ورتګ وځنډوه . ټرمپ په دغه اجرایی فرمان کی  د ایران پرضد له همیشنی ادعاګانو تکرارولو وروسته ویلی دی  زه د یوه کډوال یا غیر کډوال په توګه  امریکا ته د ایرانی چارږاکو او د هغو د اول درجې کورنۍ غړیو راتګ ځنډول د امریکا د ګټو په لړ کی بولم .

په حقیقت کی د ټرمپ حکومت په دغه فرمان سره داسژ بندیزونه لګولی دی چی اساسا کمتر ه خارجی بیلګی لری . په بله معنا دا چی امریکایی چارواکی په نیویارک او واشنګټن کی د ملګروملتو او نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ځای پر ځای کیدا ته په پام سره د دغو نړیوالو اورګانونو په غونډو کی د ګډون لپاره نیویارک او واشنګټن ته سفر کوی . د ملګرو ملتو په اړه امریکا دا حق نلری چی د ایران په شمول د بل کوم هیواد چارواکی د دغه نړیوال اورګان مرکز ته له سفره منعه کوی . په واشنګټن د دغو نورو نړیوالو اورګانونو په اړه هم همدغه قانون موجود دی .

««««««««««««««««««««««««««

داسې ښکاری د ټرمپ دغه اقدام د ټرمپ د انتخاباتی هدفونو په لړ کی د امریکا د ولسمشر او ایران د ولسمشر ترمینځ د کتنې لپاره د امریکا او د هغې د اروپایی متحدانو پراخو هلوځلو ماتې ته په پام سره ترسره شوی دی او زیاتره غچ اخیستونکی حالت لری . په عین حال کی سپینې ماڼۍ د ټرمپ د اقدام د سپیناوی او واقعیت د پټولو لپاره ایران ته ځینې تورونه متوجه کړی دی .

سپینې ماڼۍ په هغه بیاینه کی چی د ټرمپ د فرمان په اجرایی کیدا پسې وروسته صادر شوه ، مدعی شوی د ایران حکومت بشر دوستانه کړکیچونو ته لمن وهی ، خپل ګاونډیان او نړیواله  سمندر کچکونه ګواښی  او ویجاړونکی سایبری حملې رهبری او اجرا کوی .

د امریکا د دغه کړچار مخینی ته کتنه ښی چی واشنګټن په ډیرو موردونو کی د امریکا خاورې ته د نورو هیوادونو د چارواکو د ورتګ مخنیوی کړی دی . په حقیقت کی واشنګټن له دې مسلې د روسیې ، وینزویلا او کیوبا په شان د خپلو مخالفو هیوادونو پرضد د اوزار په توګه استفاده کړی ده ، هماغه راز چی د ټرمپ په اجرایی فرمان کی د وینزویلا د ولسمشر مادورو او د هغه د لومړی درجې د خپلوانو تګ امریکا ته منع شوی دی .

پای

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه