Oct 13, 2019 14:27 Asia/Kabul
  • ایران داونۍ په هینداره کی

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د حکم په اساس په ایران کی د قانونی او غیر قانونی افغان کډوالو زده کړه وړیا ده او له درملیزو او روغتیایی خدماتو له کوم توپیر پرته استفاده کوی .

د حسینی اربعین د ستر لاریون دوام

له ځوانو پوهانو سره د رهبرۍ د ستر مقام په کتنه کی د هغو وینا او د پوه بنسټه تولیداتو له نندارن د هغو کتنه

روسیې ته د ایران د سمندری ځواک د قوماندان سفر او ځینې نورې موضوګانې د تیرې اونۍ مهمې پیښی دی .

««««««««««««««««««««««««««

ګڼ شمیرمسلمانان او د نورو الهی ادیانو پیروان د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین ع د شهادت د اربعین ته په پاتې څو ورځو کی له نجف تر کربلا د کابو اتیا کلومیټری لارې په پلی تګ سره ځانونه په کربلا معلی کی د هغه حضرت سپیڅلی قبر ته رسوی .

د ۱۴۴۱ قمری کال د صفرې په شلمه نیټه د کربلا په دښته کی د سالار شهیدان حضرت امام حسین ع او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده .

اټکل شوی دی چی روان کال د شلمچې له پولی د بهرنیو ښاریزو د زایرینو د تګ بی مخینې درې لکه کسانو ته ورسی .

د حسینی اربعین زیاتره بهرنی زایرین چی له ایرانه ، کربلا ته ورځی له ترکیې ، پاکستان ، افغانستان ، روسیې ، بنګلادیش ، اذربایجان جمهوریت هیوادونو دی . د عراقی سرچینو د رسمی شمیرنو له مخې تیر کال د حسینی اربعین په عظیم لاریون کی چی د نړۍ تر ټولو ستره مذهبی اجتماع ده ، کابو ۱۴ میلیون کسانو ګډون کړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای تیره اونۍ د دوه زره ځوانو پوهانوپه کتنه کی د ایران د لوړې علمی رتبې په یواړمنو بللو سره جوته کړه ، د پرمختګ دا اندازه په هیڅ وجه کافی نده او باید مونږه قانع نکړی بلکې علمی پرمختګ په چټکتیا سره دوام پیدا کړی .

د رهبرۍ ستر مقام په دې زمینه کی د پوهانو د چارو د سټراټیجیک سند په بشپړه اجرااو د ناهیلی کونکیو ډلو په وړاندی په ځیرتیا ټینګار وکړ .

هغو په دې هکله د پوه بنسټه شرکتونو له نندارتون خپلې کتنې ته په اشارې سره د ماهرو ځوانانو په خله او عمل کی  د انګیزې شتون اوپه ځان باور په هیواد کی د علمی بهیرد ځای پر ځای کیدا نښه وبلله او زیاته یې کړه دغه ځوانان یوازې د هیواد له څلور زره پوه بنسټه شرکتونو د دیرشو شرکتونو پوهان وو چی دا شمیر باید په یوه محدود او مشخص وخت کی څو برابره شی .

هماغه ډول چی د رهبرۍ ستر مقام اشاره وکړه ، د هیواد په بیلا بیلو برخو کی له علمی ظرفیت استفاده ، د دفاعی قدرت لوړول ، پرمختللی درملنه او طب ، د ناروغیو کنټرولول ، مهندسی تخنیکی ، تیکنالوجی ، په نانو او سوله ایزې ایټمی ټیکنالوجۍ سره د محصولاتو تولید سبب شوی دی .

د رهبرۍ ستر مقام  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای یوه بل مهم ټکی ته هم اشاره وکړه او د انسان دوستی له سم کلتور سره د علم یوځای کیدا د علم او پوهې له حقیقی ګټو د بشر د استفادې زمینه جوړونکی وبلله . د رهبرۍ ستر مقام یوې بل مهم ټکی ته هم اشاره وکړه او جوته یې کړه کله چی دغه پوهه د قدرت غوښتنې له غلط کلتور سره یو ځای شوه نو د ایټمی بم د تولید سبب شوه او د دنیا او بشریت په یوه ستر ګواښ بدل شو .

د رهبرۍ ستر مقام د ایټمی بم له استفادې د شرعی حرمت په اړه د اسلامی جمهوریت په پریکنده او شجاعانه دریځ په ټینګار سره جوته کړه مونږه له دې سره سره چی په دغه لاره کی مو ګام پورته کولې شو ، د ګران اسلام د حکم په اساس د دغې وسلې کارول قطعی حرام اعلان کړل ، په دې اساس هیڅ دلیل نشته چی د هغې وسلې د تولید او ساتلو لپاره چی ترې استفاده مطلقا حرام ده ، لګښت وکړو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

تیره اونۍ په بوشهر ولایت کی د فارس خلیج د دافع هوا د عملیاتو د قوماندانۍ مرکز د ایران د پوځ د عمومی قوماندان  تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوی په شتون سره کال پیل کړ .

دغه مرکز له وروستۍ ټیکنالوجۍ په استفادې سره د پراخې سیمې د کڼترول په وړتیا او د هیواد د جنوب په سواحلو کی د پرتو سپاه پاسداران او پوځ د هوایی او دافع هوا یونټونو نیغ په نیغه هدایتولو لپاره رامینځته شوی دی . تیره اونۍ همداراز د ایران په لویدیځ کی مانورې ترسره شوی . امیر سید عبدالرحیم موسوی په دې باره کی وویل د دښمنانو لپاره د دغې مانورې پیغام دا دی چی که غلطې اندازې یې ولګولې ، نو پوهه دې شی چی د دې مځکې بچیان چمتو دی په هروخت او هر ځای کی چی ضروری وی په  ټول توان سره مقاومت وکړی .

««««««««««««««««««««««««««««

د ایران اسلامی جمهوریت د دې په ترح کی چی له ګواښونو سره د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالې لری ، د سیمې دننه په امنیتی او پوځی ملګرتیا باور لری . په عین حال کی د سیمې د امنیت او ثبات د ګډوډولو په وړاندی د ایران دریځ روښانه دی . امیر سید عبدالرحیم موسوی جوته کړه ایران د هیڅ ګواښ ، بایکاټ او دباو تر اغیز لاندې نه راځی او د ایران وسله وال ځواک د دښمن لخوا هر ډول ګواښ او خطر ته په ټول قدرت او توان سره ځواب ورکوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف تیره اونۍ د کویت په الرای ورځپاڼه کی په یوه مقاله کی د هرمز د سولې نوښت تر عنوان د ایران امنیتی طرحې ته په اشاری سره جوته کړه د سیمې د هیوادونو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاس رسي د تضمین په هدف ثبات او امنیت نه انکاریدونکی ضرورت دی . ظریف زیاته کړه پیړۍ پیړۍ کیږی چی د سیمې امنیت د سیمې هیوادونه تامینوی او هغه له ملګرتیا او تعامل پرته ممکن ندې .

ظریف د فارس خلیج څنډې هیوادونو ته په خطاب کی جوته کړه امنیت د باور ، په خلکو په تکیې ، ملی وسونو او د سیمې له نورو سره د ښه ګاوندیتوب د ارتباطاتو د پیاوړتیا په وجه راځی .

«««««««««««««««««««««

د ایران ، پاکستان ، افغانستان او د ملګرو ملتو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ څلور اړخیزه غونډه د اسلامی ایران د کورنیو چارو د وزیر په شتون سره په جینوا کی ترسره شوه .

په دغه غونډه کی چی د تیرې اونۍ په نهې ورځ ترسره شوه ، له تیرو کلونو راهیسې د ټاکل شویو هدفونو په تعقیبولو سربیره مقرره شوه د کډوالو د نړیوالې غونډې  لپاره چی په نږدې راتلونکی کی په جینوا کی ترسره کیږی . پلان شوی ده .

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتود سترې کمشنر فیلیپو ګرنډی سره په کتنه کی له افغانستانی کډوالو په ۴۰ کلن کوربتوب کی د ایران مشکلاتو ته په اشارې سره وویل د کډوالو د معیشت په زمینه کی نړیوالې مرستې د ایران لخوا د لګول شویو لګښتونو شپږ فیصده هم نه کیږی .

اسلامی ایران په تیرو ۴۰ کلونو کی د افغان کډوالو په منلو او استوګنه کولو کی مثبت کړچار درلودلی دی ، خو کمشنرۍ له ایران سره مناسبه ملګرتیا نده کړی  یوازې د نړیوالو ادارو لخوا په ایران کی د افغان کډوالو شپږ فیصده لګښتونه ورکړی دی .

فیلیپو ګرنډی د دغې موضوع په تاییدولو او د امریکا دیو اړخیزه بایکاټونو له امله په مشکلاتو په اعتراف سره وویل هغه اقدامات چی ملګری ملتونه یې د کډوالو په چارو کی د ترسره کولو په لټه کی دی ، کډوالو ته د ایران د خدماتو په وړاندی ډیر لږ دی .

ښاغلی رحمانی فضلی د دې خبرې په کولو سره چی ایران د امریکا له غیر قانونی بایکاټونو سره سره د ایرانی ښاریزو په شان کډوالو ته هم د خدماتو وړاندی کولو ته دوام ورکړی دی ، جوته کړه په دې چوکاټ کی له مدرک نه درلودونکیو او کډوالو څه د پاسه ۴۸۰ زره محصلینو زده کړی ، د ډرایوینګ لایسنس د ترلاسه کولو امکان ، قضایی محاکمې ته عادلانه لاس رسی ، واکسینشن او لومړنیو روغتیایی خدماتو وړاندی کول ، د درستو کډوالو لپاره د سلامتیا د بیمې پوښښ ، په پوهنتونونو کی د ۱۶ زره پینځه سوه محصلینو زده کړه او اسانتیاو وړاندی او ۲۵۰ زره کډوالو لپاره د قانونی روزګار د موقته مجوز صادرولو ته اشاره کیدلې شی .

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د حکم په اساس په ایران کی د قانونی او غیر قانونی افغان کډوالو زده کړه وړیا ده او له درملیزو او روغتیایی خدماتو له کوم توپیر پرته استفاده کوی .

رحمانی فضلی جوته کړه تر هغه چی په افغانستان کی امنیت ، ارامښت ، پراختیا ، روزګار او سوله واکمنه نشی ، د دغه هیواد د کډوالو د مشکلاتو د حل امکان نشته .

 

ټیګونه

کمنټونه