Oct 21, 2019 15:21 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې .......... سره دخپل ملګري ........... امریکا په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پيل کې د بې نقابه امریکا په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*/*//*    د امریکا د ولسمشرله خوا  دملی بیړني  وضعې د ردولو د پریکړه لیک ویټو کول */*/*/*/  په کانګرس کې د ټرمب دمواخذه کیدا ځنډیدا*/*/*/*/ د کانګرس  له خوا  له سورئې دامریکائي عسکرو  د ویستلو په باب د ټرمپ د فیصلې رټل کیدا */*/*//*/  او د نړیوالې تجارتي ادارې له خوا پر اروپائي محصولاتو  د ټیرف  د اعمالولو لپاره امریکا ته د رسمي مجوز ورکول، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني مهم بدلونونه ؤ او اوس مو رابولوو،په همدې باب تحلیلی برخې ته   

*/*/*/*/*/*//*//*/*//*/*

    د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د کانګرس پریکړه لیک چې  موخه ئې له میکسیکو سره په پولې کې د ملی بیړني حالت ختمیدا وه،ویټو کړې ده . سپینې ماڼۍ د اکتوبر په پنځلسمه نیټه په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د امریکا ولسمشرد کانګرس هغه مشترک پریکړه لیک ویټو کړی چې  موخه ئې  له میکسیکو سره په جنوبی  پولې کې د هغو په وسیله  د اعلان شوي ملی بیړني  حالت ختمیدا وه .

Image Caption

 

           همداراز وئيل شوي د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل پیغام کې  وئيلي دي ،  په جنوبی پولې کې حالات هماغه راز د ملی بیړني حالت دي  او  د  مونږ وسلوال ځواک  هماغه راز  له دغو شرائطو سره د مقابلې لپاره مرستې ته اړتیا لري  . ټرمپ د کانګرس  پر حیثیّت  په سترګو پټولو سره  او  همداراز د امریکا او میکسیکو په پولې کې د هغې کلائې  یا دیوال  دجوړولو لپاره   د اړتیاوړ پیسو د برابرولو په خاطر  د نورو پروګرامونو  لپاره د بیله شوو پیسو  دترلاسه کولو په خاطر چې  د ۲۰۱۶کال په انتخاباتي کمپاین کې ئې  ژمنه کړې وه ،  په امریکا کې بیړنی حالت  اعلان کړی .  تیره میاشت د ډيموکراټانو په اکثریّت سره د امریکا د کانګرس استازو،د یوسل څلور اویاؤ مخالفو رایو په مقابل کې  په دوه سوه شپږ دیرشو  مثبتو رایو سره   یو  ګډ پریکړه لیک تصویب کړ او داپه داسې حال کې دي چې  یولسو جمهوری غواړو  او یو خپلواکه استازي  هم د ډيموکراټانو د وړاندې کړائ شوي  مسودې ملاتړ کړی دی . د جمهوری غواړو په مشرۍ  مشرانو جرګې  له دې څو ورځې مخکې  دغه پریکړه لیک  د یو څلویښتو مخالفو رایو په مقابل کې  په ۵۴مثبتو رایو سره تصویب کړی ؤ . د مشرانو جرګې   له ۳۵جمهوری غواړو سناتورانو څخه  یولسو جمهوری غواړو سناتورانو  ددغه پریکړه لیک په ملاتړ کې ډيموکراټانو څخه  ملاتړ وکړ . ټرمپ   د ۲۰۱۹کال په مارچ کې  دخپلې ولسمشرۍ  په پړاؤ کې لومړي ځل د هغه  ورته اقدام د ردولو لپاره  له خپل ویټو حقه  استفاده وکړه چې  د امریکا په مشرانو جرګې  او کانګرس  کې تصویب شوی ؤ .  کانګرس ونه توانید، په مشرانو جرګې کې او دخپلو استازو په درو کې دوه برخې اکثریّت  ترلاسه کړي ،څو د ولسمشر د ویټو حق ورسره رد کړائ شي  او  دې ځل  هم  اټکل نه کیږي ، دغه شان پيښه رامینځةشي .  کانګرس  د یوه دیوال له تامینیدا سره  په ارتباط کې د امریکا د  ولسمشر  دغوښتنو له پوره کولو ډډه وکړه ، خو په پولې کې ئې د ازغن باړ د لګولو  او د نورو خنډونو دجوړولو  دمالی تامین لپاره  یو شمیر پیسې بیله کړې .  د  امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو استازي،د دغه دیوال د جوړولو لپاره د وسلوال ځواک د غړو او دهغوي د کورنیو د  ماشومانو د روغتیائي چارو او د هستوګنې د کورنو ،ښونځیو د جوړولو  لپاره د لازمو پیسو پشمول د وسلوال پوځ له بودجې د پام وړ  اندازې په بیلولو  بندې خپه دي .

              د امریکا  په کانګرس کې د ډونالډټرمپ  مواخذه کیدا  په موقتي توګه ځنډول شوې ده .  د امریکا د کانګرس  او همداارز د ډيموکراټ لوري مشرې میرمن نینسي پلوسي  وئيلي دي ، دم ګړۍ د ټرمپ د مواخذه کولو  په باب له څيړنو سره په ارتباط کې  د عمومي راي  اخستو لپاره  ئې فیصله ځنډولې ده . وئيل شوي    د میرمن پلوسي دغه فیصله  د ډيموکراټانو  له ګوندي مشرانو او د کمیشنونو له  مسئولانو سره  له ډیرو ناستو پاستو وروسته  غوره شوې ده .  په عین حال کې ټينګار شوی،د ټرمپ د مواخذه کولو په باب د څيړنو لپاره د کانګرس د استازو د غونډې له اوسنۍ ځنډيدا سره ، دغه امکان شته چې  په راتلونکي کې هم یو ځل بیا دغه بهیر  له سره پیل شي .  د ډيموکراټانو  سلاکارانو ټينګار کړی ،  هماغه راز د ټرمپ د مواخذه کولو سره  اړوده وضعیّت قطعی شوی  نه دی  او ممکنه ده میرمن پلوسي  له خپلې دغې فیصلې بیرته وګرځي  او دغه  شان راي ګیري ترسره کړي .

Image Caption

 

د  امریکا د  کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي  په پارلیمان کې  په یوه  خبری غونډې کې  خبریالانو ته وئيلي دي ،  دم ګړۍ ددې لپاره چې  مونږ راي اخستنو ته مخه کړو کوم ضرورت نه ويني . پر دې ا ساس  په اوسني وخت کې به دغه رای  اخستنې ترسره نشي .

               د ډونالډټرمپ د مواخذه کولو  په باب د څيړنو دغونډې د ځنډولو لپاره د امریکا د کانګرس  دمشرې فیصله ،  په داسې شرائطو کې  شوې ده چې  له دې مخکې  سپینې ماڼۍ او د ټرمپ حکومت  ددغو څيړنو دترسره کیدا په بهیر کې  کارړنګونې کړي  او له دغو څيړنو سره ئې ملګرتیا  نه ده کړې .  په عین حال کې د  امریکا د  کانګرس د اطلاعاتی کمیشن  مشر ایډم شف  په دغه خبری کنفرانس کې  پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي ، دکانګرس کمیشنونو، د اوکراین له ولسمشر زلنسکی سره د ډونالډټرمپ د  جولائي میاشتې د جنجالي ټيلیفوني خبرو  سره اړونده  دپوښتنو د ځواب د ترلاسه کولو  په زمینې کې  اوڅاره پرمختګ کړی دی .  هغه روښانه کړ ې ،  د ټرمپ حکومت د کانګرس دکمیټیو د څيړنو  په لاره کې  خنډجوړونې ته دوام ورکوي  او  د ټرمپ د حکومت  خارجه وزارت  هم ددغو څيړنو په چوکاټ کې  د غوښتل شوو سندونو او مدرکونو له ورکولو ډډه کوي . اټکل شوی دی ، تر دې دمه  د ډونالډټرمپ   دمواخذه کونې  دملاتړ ډ يموکراټانو شمیر  دوه سوه اته ویشتو تنو ته رسیدلي دی .

                  دغه فیصله په داسې حال کې  اعلان شوې چې  ډونالډټرمپ او  د جمهوری غواړو پلویانو د مواخذې  د څيړنو د رسمي پیلیدا په سر  د رسمي  راي اخستنې  دترسره کولو په خاطر  پر میرمن پلوسي خپل دباؤنه زیات کړي دي .  دوي  باؤري دي ،  دغه شان پیښه ، جمهوری غواړو ته د خپلو شاهدانو لپاره  د وربللو  سره اړونده  وړتیاؤ او قابلیّت  پشمول په دغه بهیر کې  لازیات قدرت او  نفوذ ورپه برخه کوي .  میرمن نینسي پلوسي حتی د ډونالډټرمپ د مواخذه کولو په سر د مقدماتي څيړنو  دپیلیدا په مقابل کې هم  تر څو میاشتو پورې مقاومت کاوۀ او د ډیموکراټیک ګوند لپاره  ددغه بهیر د بالقوه  سیاسی تاوان   په رسیدو اندیښمنه وه .  په عین حال کې  تیره میاشت د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په جولائي میاشت کې د ټرمب  د ټيلیفوني خبرو په باب   له هغه (ترمپ څخه )د  امریکا د اطلاعاتي ټولنې د ایشواکونکي یوه غړي  له شکایت سره اړونده شخړې  له زیاتیدا وروسته د میرمن پلوسي دغه مقاوت سوکه سوکه  کم شو او تر دې دمه په لسګونو ډيموکراټانو  د ټرمپ دمواخذه کونکي بهیر د پرمختګ ملاتړ  کړی دی . ددغې شخړې له مطرح کیدا  وروسته ،میرمن پلوسي د ټرمپ د استضاح یا مواخذه کولو لپاره  دمقدماتي  څيړنو له رسمي پیلیدا سره موافقه وکړه او   دغه څيړنې ئې اعلان کړې .  په کانګرس کې د ټرمپ د مواخذه کونې  لپاره  د وروستیو څيړنو پیلیدا ، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ټرمپ د احتمالی سیال جوزف بایډن  د زوي د فعالیتونو په باب  دڅيړنو لپاره د اوکراین   له ولسمشر څخه  د هغه  د غوښتنې د  رابرسیره کیدا  په پيښې  پيل شوه  او  د ټرمپ د خوښې  غوښتنې د ترسره کولو په بدل کې  له اوکرایّن سره د  امریکا د حکومت د مالی مرستو  دمشروطه کولو  ایشواکیدا، د ټرمپ لپاره په :اوکراین ګیټ:  مشوره شوه . د ټرمپ مخالفانو ، هغه  له قدرته په ناوړه استفادې تورن کړ او د هغه د مواخذه کولو غوښتونکي شول ، که څه هم  په مقابل کې ، سپينې ماڼۍ ددغه شان مواخذه کونې مطرح کیدا  غیر قانوني وبلله .

             د سورئې له شمالی سیمو څخه د امریکائي پوځيانو د ویستلو په باب  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ اقدام  چې   په دغې سیمې د یرغلونولپاره  د ترکیې دلارې د هواریدو لامل  شوی،د امریکا په داخل کې له منفي غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . په دې زمینې کې په ترټولو وروستي  دریځ کې د امریکا د کانګرس استازو د اکتوبر په شپاړسمه نیټه ، د سورئې له شماله  د امریکائي پوځیانو د ویستلو لپاره  د ټرمپ د فیصلې په محکومولو کې  یو پریکړه لیک تصویب کړی دی .  دغه پریکړه لیک د شپيتو مخالفو رایو په مقابل کې  په درې سوه څلور پنځوس مثبتو رایو سره  تصویب شوی دی . په دغه پریکړه لیک کې ټينګار شوی ، چې  دامریکا  کانګرس د سورئې له شماله  دامریکائي پوځ د ویستلو لپاره د ټرمپ فیصله په کلکه محکوموي. د امریکا دکانګرس استازو په دغه پریکړه لیک کې  ددغه  هیواد له حکومته غوښتنه کړې ،د سورئې دکرد وسلوالو ډ لو دې ملاتړد وکړي او  له ترکیې  هم غوښتل شوي دی،سملاسي دې  دسورئې په شمال کې  خپل پوځي عملیات ودروي . دکانګرس استازي ،په تیره بیا  ډيموکراټان باوري دي،دا  کار، د خپلو ژمنو د اجرا  په زمینې کې  له هر څه لازیات مهم ،د واشنګټن د متحدانو او شریکانو د زیاتیدونکي بې اعتمادۍ  په زمینې کې به ،د امریکا  د بې اعتباره کیدا، او  متحدانو ته دشا کولو په معنا  دی  او له امریکا د دوي د لیریکیدا  او دروسیې او چین په څير له نورو نړیوالو قدرتونو سره  د دوي د نزدیکیدو لپاره د هڅې لامل شي  . په عین حال کې  ټرمپ ، تل  دخپل دغه اقدام دفاع کړې  او دا  ئې  له بې هوده او چټي جنګونوڅخه د ویستلو لپاره  دامریکا د ګټو په لړ کې  ګڼلی دی . 

              ټرمپ د ایټالیا له ولسمشر  سره په ګډ خبري کنفرانس کې وئيلي دي ،  نیّت لري ،  امریکائي پوځیان ، پر سورئې سربیره، له نورو ځایونو هم وباسي . دامریکا ولسمشر  دغه راز وئيلي دي ، مونږ په ډيرو هیوادونو کې شتون لرو ، زه شرمیږم  ووایم په څو هیوادونو کې شتون لرو،  دقیق شمیر باندې ئې خبر یم ،خو شرمیږم  ووایم ، ځکه  ډير  احمقانه او کم عقل کار دی . مونږ په ځینوهغو  هیوادونو کې شتون لرو او دهغوي ساتنه کوو ، چې حتی  له مونږه خپه  هم دي . دوي له مونږه ناسمه استفاده کوي .

              البته  د ډونالډټرمپ دغه خبره  یوازې  دهغو سیمو اوهیوادونو په باب  ده چې هلته د امریکائي پوځيانو شتون  د واشنګټن  لپاره د مالی او مادي ګټو ضمانت نه وي. په حقیقت کې ټرمپ حاضر دی،د نړۍ له بیلابیلو سیمو د امریکائي پوځيانو د ویستلو باندې مشتملو دخپلو ډيرو ادعاګانو سره سره،دغه بهیر ته ،د هغو هیوادونو په باب چې   ددغو ځواکونو د شتون لګښت ورکوي او  په عین حال کې  له امریکا سره د ډیرو ګټه ورو پوځي ، د وسلو د اخستو او اقتصادي تړونونه لاسلیک کوي ،  دوام ورکوي . ددغې موضوع بشپړ مصداق ، سعودي عربستان ته د امریکا د نوو پوځي تجهیزاتو  او ځواکونو دلیږدولو  اعلان دی .  ټرمپ سعودیانو ته  آوزاري کتنه کوي او  په کرتو ئې د آل سعود رژيم په سپکاویو سره ، عربتسان د یوې شیدو ورکونکي غوا په توګه بللی دی چې باید  تر پاي پورې ئې ولیشي .

       د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  پخپله دا موضوع منلې ده  او په دې زمینې کې ئې  وئيلی دي ، سعودي عربستان  په دغه هیواد کې د مونږ د ځواکونو د دیره کیدا لګښتونه  منلی دي ، عربستان یو ستر شتمن هیواد دی او باید پیسې ورکړي  او نور هیوادونه هم باید ددغه شان  چارو لپاره لګښت ورکړي.ترامپ

Image Caption

 

=   دوستانو د بې نقابه امریکا د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب د اونیز پروګرام د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې  او په نوي مطلب سره چې ستاسو  خدمت ته حاضریږو،نو تر هغه وخته له اجازت اخستو مخکې باید ووایو چې  د تهران ریډیو دپښتو خپرونې  انټرنیټي سایټ کتل هم مه هیروئ  چې هلته،تازه او وروستي خبرونه،تبصرې،دیني ،کلتوري ، سپورټي ، ټولنیز مطلبونه او د  ستاسو په هرکله راشه پروګرام  هم لیدلی او هم آوریدلی شي،زمونږ دانټرنیټي سایټ اډریس مه هیروئ. pasrtoday.com/ps   نیکمرغه ژوند درته غواړو ، بریالی اوسئ

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه