د مینځڼي ختیځ مهم بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په مینځني ختیځ کې د بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په سر کې هم په لویدیځي آسیا کې په تیرې اونۍ کې د مهمو بدلونونو په باب یوه ځغلنده کتنه لرو او ورپسې مو هم په دې باب تحلیلي برخې ته رابولوو، هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
*/*/*/*/*/ په لبنان کې ولسی مظاهرې او بهرنۍ لاسوهنې */*/*/*/ دلبنان د لومړي وزیر استعفی*/*/*/*/*/ په عراق کې دخلکو او ځينو اورګانونو اعتراضونه او مظاهرې */*/*/*/ او دعراق د حکومت له خوا د اصلاحاتو د ترسره کیدا کلک هوډ،په تیرې اونۍ کې دمنیځني ختیځ سیمې ځیني مهم بدلونونه ؤ ،نو اوس مو هم رابولو په دې اړه تحلیلي برخې ته */*/*/*/*/*//*//*/*/*/*/*//*
= دوستانو تیره اونۍ لبنان د ولسی مظاهرو ډګر ؤ. خلکو په مظاهرو جوړولو سره،له فساد سره دمبارزې او د اقتصادي وضعیّت پر ښه کولو ټينګار درلود.په عین حال کې د لبنان لومړی وزیر سعدحریري د ولسی اعتراضونو په دیارلسمه ورځ له صدراعظمۍڅخه استعفی ورکړه.سعد حریري د تیرې سه شنبې په ورځې ووئيل،بندون ته رسیدلی دی او خپله استعفی ئې په کتبې توګه د لبنان ولسمشر میشل عون ته وړاندې کړې ده. د لبنان ولسمشر هم د سعد حریري د استعفی په منلو سره له هغه غوښتي څو د نوي حکومت تر جوړیدا پورې دې خپل کار ته دوام ورکړي .
میشل عون تیره اونۍ د ولسمشرۍ پر ګدۍ د کیناستو د دریم کال په مناسبت پخپلې وینا کې دلبنان اعتراض کونکو ځوانانو ته په خطاب کې ووئيل؛تاسو ته وایم چې وتوانیدلئ خپلې چغې چې د اعتماد وړ حکومت غوښتونکي دي ،د واکوالانو غوږونو نه ورسوئ . همداراز د لبنان ولسمشر په دغه هیواد کې د حکومتونو د جوړیدا په څرنګوالي هم نیوکې وکړې او وې وئيل،د لبنان دحکومتونو جوړیدا زیاتره د ځينو سیاسی انډولونو او ملاحظاتو په اساس ده چې په لازیاتو موقعو کې د دغو حکومتونو د دوام د ناکامیدا یو ترټولو اصلي دلیل دی . میشل عون ددې خبرې په کولو سره چې په لبنان کې فرقه پالنه یوه مرګوني ناروغي ده چې دلبنان دښمنان د ګوزار کولو لپاره ورخينی استفاده کوي ، ټينګار کړی ، د راتلونکي مدني حکومت په ځانګړنو کې : ولسی مقبولیّت : باید ځانګړنه وګڼل شي ، ځکه چې که داسې نه وي ،نو بیا به ناکام شي . په حقیقت کې ، دلبنان ولسمشر ددغه هیواد د ولس د اعتراضونو په منلو سره په قدرت کې فرقه پالنه ، ددغو مشکلاتو د رابرسیره کیدا یو اصلي عامل وبالۀ.

د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ مخالفانو تیره اونۍ هم د حزب ا... په ضد پروپیګنډو او جعلی خبرونو خپرولو ته دوام ورکړ او هڅه ئې کړې دلبنان د مقاومت په ضد دخپلو موخو لپاره له ولسی اعتراضونو څخه ناسمه استفاده وکړي .
ډيرلي سټار انګریزي ژبې ورځپاڼې چې په بیروت کې چاپيږي ، په یوه مطلب کې ئې جعلی خبرونه ، د لبنان د اعتراضونو د برابرونکو له خوابللي او لیکلي ئې دي ، اجتماعي چینلونه او رسندوئې په هغو مظاهرو کې د ګډون کونکو د استفادې اصلي آوزارونو برخه وه چې د اکتوبر له اولسمې نیټې په درست لبنان کې راپورته شوي وې ، خو دغو رسندویو او چینلونو ډير زیات مشکلات رامینځة کړيدي . په تیرو دوو ا ونیو کې د لبنانیانو موبایل ټيلیفونونه او کمپیوټرې ، د ورځې د پيښو په باب ښآریزو ته د قانوني اطلاعاتو له رسولو سره سره ، د تحریف شوو زیاترو اطلاعاتو سرچینه شوي دي .
د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر ا... هم د تیرې جمعې ورځې پخپلې وینا کې دسعد حریري پر استعفی په نیوکو سره، په لنبان کې د بهرنیو لوبغاړو د رول او د حزب ا... په ضد د دسیسې د پلانیدا خبر ورکړ .سید حسن نصر ا... وئيلي،مونږ د داخلی جنګ او جنجالونو لپاره د دښمنانو له نقشو او دسیسو لیرې شوو او د هغو اطلاعاتو په اساس چې لرو ئې،پوهیږو،چا پیسې ورکولې اوچا چې د ناکراریوپه لور خلک لمسول څوک دي .....

په عین حال کې سید حسن نصر ا... په وروستیو اعتراضونو کې د حزب ا.. په ضد د هلوځلو په ایشوا کولو سره چې هڅه ئې کړې،حزب ا...د اوسنیو مشکلاتو لامل معرفي کړي ، هم وئيلي دي،تر دې دمه په لبنان کې د حزب ا.. په نامې سره یو حکومت هم نه دی جوړ شوی او هغه کسان چې له دغه شان عبارتونو استفاده کوي ، غواړيدرستې ناکامۍ او ترینګلتیاوې د حزب ا... په نامې وتپي .:: سید حسن نصر ا... همداراز د لبنان د اقتصادي مشکلاتو په زیاتولو کې د امریکا رول ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، دغه هیواد هڅه کوي ، دلبنان اقتصاد په نښه کړي او او دا موضوع کومه سیاسی تور نه دی ، بلکې په دې اړه سند اومدرکونه موجود دي .
د لبنان ځيني اعتراض کونکي هم د لبنان په اعتراضونو کې د امریکا او صهیونیسټ رژيم په لاسوهنو اودسیسو پوه شوي ، او د امریکا او صهیونیسټ رژيم د بیرغونو په سوزولو سره ئې ، مړه دې وي امریکا او مړۀ دې وي اسرائیل شعارونه پورته کړل او اعتراض کونکي د واټونو په پریښودو سره ، له ونډو پرته د نوي حکومت جوړولو ته هیله مند دي .
تیره اونۍ عراق هم د حکومتی ضد مظاهرو او اعتراضونو ډګر ؤ . د ټولنیزو خدماتو کمښت ، د بیروزګارۍ شخړه او همداراز اداري او مالی فساد په عراق کې د ولسی اعتراضونو د رامینځةکیدا اصلي عوامل وو . په داسې حال کې چې د عراق د اعتراض کونکو او امنیتی ځواک د آرامښت او مثبت تعامل ډير انځورونه خپره شوي ، خو غولیدلي او غړیدلي چینلونو هڅه کړې ده،په جعلی تصویرونو او د دروغجنو خبرونو په خپرولوسره دعراق بدلونونه د و اټیزو تاؤتریخوالو،له دیني مراجعو سره د خلکو د ضدیّت او د حکومت د نسکوریدا په لور هدایت کړي .
په همدې لړ کې ، د امریکا الحره ټيلیویژني چینل په عراق کې د دیني فساد په عنوان سره د عراق ددیني اورګانونو په باب د څيړنې په نامې سره یو پروګرام خپور کړ . په دغه راپور کې د عراق د اهل تشیَع او اهل تسنن دینی شخصیتونو باندې په سختې لهجې سره ټکونه وشول . دغه تالی څټي چینل ادعا کړې ، چې روحانیون په مالی اواداري فساد کې لاس لري او هیڅوک ورځيني پوښتنه نشي کولی . په دې اساس، دعراق د تیرې اونۍ په مظاهرو کې ددغه هیواد د مرجعیّت په ضد ترینګلتیاوې ولیدل شوې اوځيني شعارونه ورکړل شول چې دعراق د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې . د عراق په پلازمینې بغداد پشمول په ځينو ښارونو کې خلکو په مظاهرو کې ،له مرجعیّت څخه په ملاتړ سره د امریکا او اسرائيلو بیرغونه وسوزول او د تل ابیب او واشنګټن په ضد ئې شعارونه ورکړل . العهد خبری چینل د ویډیوئي فلم په خپرولو سره ، راپور و رکړ چې دبغداد په التحریر چوک کې مظاهره چیانو امریکائي صهیونیسټي دسیسې شنډې کړې .

دوستانو لکه څنګه ولیدل شول د هغو بهرنیو لوبغاړو د رول په غبرګون کې چې له داخلي نفوذیانو څخه پ استفادې سره ئې اجرائي اړخ هم درلودلی، د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز غورځنګ په دغه هیواد کې د سوله ایزو مظاهرو څخه په ملاتړ سره د عراق په اوور کې د سوزولو لپاره تر پردې شا د ځينو لاسونو د شتون خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، مونږ په دقت سره حالات څارو او داسې ځيني اطلاعات لرو چې تائيدوي ، پرَدئ غوښتنې ، نفوذي عناصر او سیاسی ګروهنې شته چې د هیواد او ستاسو په کمین کې ناست دي او غواړي ، عراق ګړنګ ته ورګوزار کړي او فتنې و اړۍ ګړۍ، داخلی نښتې او ورانکارۍ رامینځةکړي . ::
تیره اونۍ په عراق کې یوه بله مهمه پيښه، د اصلاحاتو په تیره بیا په اساسی قانون کې د اصلاحاتو داجرا په ضرورت ددغه هیواد دځينو مهمو شخصیتونو ټينګار ؤ . د عراق ولسمشر برهم صالح ، د تیرې پنجشنبې په ورځې په یوې وینا کې د عراق د خلکو د غوښتنو په دفاع او د اعتراض کونکو په ضد د تاؤتریخوالي په محکومولو سره،ووئيل ،هیڅ امنیتی حل لاره نشته او یوازینۍ حل لاره،د اصلاحاتو ترسره کول دي . د عراق ولسمشر برهم صالح همدراز له فرقه پالو ونډو څخه لیرې د نوو انتخاباتي قوانینو د ارزونې خبر هم ورکړ . په عین حال کې د عراق د الفتح ائيتلاف مشر هادي العامري هم ددې خبرې په کولو سره چې په دغه هیواد کې پارلیماني نظام ناکام شوی دی ، باید په یوه بل نظام پسې شو ، د عراق له اوسني بحرانه د وتلو یوازینۍ حل لاره ، ددغه هیواد داساسی قانون تر نظر لاندې د سیاسی بهیر اصلاح کول دي . او که داسې ونشي ، نوممکنه ده د وخت په تیریدو سره له لازیاتوترینګلتیاؤ او شخړو سره لاس او ګریوان شو .

= دوستانو د مینځني ختیځ وروستیو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې له خداي په آمانۍ مخکې باید یادونه وکړو چې د نوو خبرونو،تبصرو،وروستیو پيښو او روغتیائي ، ټولنیز، کلتوري او سپورټي خبرونو د لیدو لپاره زمونږ انټرنیتي پانې ،PARSTODAY,COM/PS لیدل هم مه هیروئ ، نیکمرغه ژوند درته غواړو .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************