Nov 30, 2019 15:56 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کی

د رهبر ۍ ستر مقام ورپیښو ګواښونو او دا چی ولې اسلامی نظام تل له ګواښونو سره مخامخ دی جوته کړه اسلامی نظام له اسلامی ارزښتونو او اساس دې او اسلام هم د عدالت او ازادۍ جوت بیرغوال دې .

تیره اونۍ له بسیج اونۍ  سره برابره وه . د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تیر شورو په ورځ د زرګونو بسیجیانو په ټول کی د بسیج اونۍ د مبارکی ویلو په ترڅ کی د سلطې نظام د ایران د درست ملت دښمن وباله او جوته یې کړه چی بسیج په هماغه دلیل چی د هیواد او خلکو لپاره ډیر مهم دې ، په کلکه د دښمن د نفوذ او دسیسې په خطر کې دې تر څو دغه عظیم حرکت له داخله له مشکل سره مخامخ کړی البته بی شکه بسیج به په دغه مبارزه  او مقابله کی بریالې شی .

د رهبر ۍ ستر مقام ورپیښو ګواښونو او دا چی ولې اسلامی نظام تل له ګواښونو سره مخامخ دی جوته کړه اسلامی نظام له اسلامی ارزښتونو او اساس دې او اسلام هم د عدالت او ازادۍ جوت بیرغوال دې .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ په ایران کی د بسیج په شان با عظمت او پراخ ټولګه او یا په ځینو هیوادونو کی هغه ته ورته  بیلګې له نورو ټولګو زیاتې د نظام د سلطې له  دښمنۍ سره مخامخ دی ، هماغه ډول چی په عراق کی حشد الشعبی او په لبنان کی له حزب ا... سره مخالفت او مقابله کیږی .

«««««««««««««««««««««

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د خپلو ویناو په دوام کی د ایران په ځینو ښارونو کی  وروستیو بلواګانو او ناارامیو ته په اشارې سره زیاته کړه دښمنانو د دغې دسیسې د پلان لپاره ډیر لګښت کړی وو او په یوه فرصت پسې وو چی په یوه موقع له هغې په استفادې سره تخریبی اقدامات ، شرارت او انسان وژنه وکړی او دا خیال یې وکړ چی د تیلو قضییه د هغو د خوښې وړ فرصت دې  او خپل لښکر کی میدان ته ورداخل کړ خو د ایران ملت په خپل پرتمین خوځښت او نمایش سره د دښمن حرکت له مینځه یوړ ه .

هغوی زیاته کړه په بیلا بیلو ښارونو کی د ایرانی ملت عظیم حرکت د نړیوال صیهونیزم او استکبار په مخ یوه څپیړه وه او هغو یې شاتګ ته مجبوره کړل .

«««««««««««««««««««««««««««««

وروستیو بلواګانو یو ځل بیا وښودله چی هغه څه چی امریکا یې خوځښت ته مجبوره کړی ده ، د ایران د خلکو له حقوقو د دفاع مسله نده بلکې امریکا د بلوې د رامینځته کولو او په خپل ګومان د ایران په اسلامی جمهوریت د ګوزارکولو لپاره په طلایی فرصتونو پسې ده .

په همدې  ارتباط په لندن کی د ایران سفیر حمید بعیدی نژاد په ټویټر کې په یوه پیغام کی ولیکل  ایران د بی بی سی فارسی ، ایران اینټرنیشنل او من و تو په شان د فارسی ژبې له معاندو چینلونو د ایران د وروستیو بدلونونو د غرضی تحریف او په ایرانکی د مدنی اورګانونو پرضد پراخ تاوتریخوالی ته د بللو به وجه شکایت کړی او له افکام څخه یې د دغو چینلونو په اړه د قاونو د اجرا غوښتنه کړی ده .

امریکا او د ایران دښمنان خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره د خلکو له غوښتنو د ټولنې د ارامښت د ګډوډولو  او سیاسی کړکیچ جوړولو لپاره د یوه اوزار په توګه استفاده کوی چی نهایی هدف یې د نظام اصل ته ګوزار ورکول دی . امریکا په داسې حال کی ځان د ایران د ملت ملاتړ معرفی کوی چی په ظالمانه بایکاټونو سره هڅه کوی هره ورځ په خلکو ډګر تنګ کړی .

د ایران د روغتیا او درملنې وزیر د تیره جمعه په ورځ د روغتیا د نړیوالې ادارې عمومی منشی ته په یوه لیک کی وغوښتل چی د درملو ، خوړو او طبی تجهیزاتو د برابرولو په  لاره کې د ایران د خلکو پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په وړاندی چپ پاتې نشی .

سعید نمکی په دغه لیک کی تدروس ادهانوم ته په خطاب کی ولیکل امریکا ادعا کوی د ایران پرضد په بایکاټونو کی درمل ، خوړه او طبی تجهیزات نه شاملیږی خو په عمل کې د دې په اپوټه عمل کوی او د ایران د خلکو لپاره د دغو څیزونو د برابرولو مخه نیسی . نمکی د دې خبرې په کولو سره چی امریکا د ایرانی ملت په بایکاټ سره نه یوازې اقتصادی ترهه ګري کړی ده بلکې عملا د بشریت پرضد یې جنایت کړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««

تیره اونۍ د لیندۍ اوومه د سمندری ځواک له ورځې سره برابره وه .

د ۱۳۵۹ کال د لیندۍ په ۷ هغه وخت چی تیری ګر بعثی  دښمن د نړیوالو قدرتونو په ملاتړ او د سیمې د ځینو هیوادونو په دسیسې سره د ایران پرضد پراخ جنګ پیل کړی وو . د ایران د پوځ د سمندری ځواک زړه ورو د مروارید په عملیاتو کی د تلپاتی حماسې په راپنځولو سره  د عراق د البکر او الامیه د تیلو د صادرونکیو په دومرکزونو په حملې سره د دغومرکزونو په دریو کی څه د پاسه دوهمه برخه له مینځه یوړه او د ایران بیرغ یې د دغو مرکزونو په لوړو ورپوه .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران سمندری ځواک په شمال او جنوب کی د څه د پاسه درې زره کلومیټره سواحلود حفاظت او همداراز د هیواد د مهمو سرچینو او ساحلی اوبو د ساتنې  مهمه دنده پرغاړه لری .

د د ایران د ټولو قواو قوماندان اود  اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای  د سمندری ځواک د قوماندانانو او مسولانو په ټول کی په یو لړ ویناو کی سمندر د دغو ځواکونو لپاره  له غلیمانو سره د پیاوړی مقابلې او په عین حال کی  له دوستانو سره دملګرتیا او اغیزمن فعالیت ډګر وباله .

د ایران سمندری ځواک په دې لړ کی د فاتح ، غدیر او بعثت په شان په اوبتلونو سنبال شوی او اوس د پیاوړی سمندری ځواک په لیکه کې راغلی دی .

د فیصلې کولو په ډګر کې اغیزمن شتون او له ګاونډیو او ملګرو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا په سمندرونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک د اقتدار نورې مولفې دی .

د ایران د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادی په دې لړ کی د دې خبرې په  کولو سره چی په نږدې راتلونکی کی د هندسمندر د شمال په محدوده کې د ایران ، چین او روسیې درې اړخیزه ګډه مانوره ترسره کیږی ، وویل د هغې لومړنی پلانونه او پروګرام جوړ شوی او ځواکونه د دغې مانورې د ترسره کولو لپاره چمتوکیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د کیماوی وسلو د کنونشن د غړیو کلنۍ ۲۴ غونډه چی له ګل ورځې د هالینډ د هیګ محکمې د نړیوالو غونډو په ځای کې پیل شوی وه ، د جمعې په ورځ خپل کار پاې ته ورسوه . په دغه غونډه کې د اسلامی ایران استازی د کیماوی وسلو په اړه د ایران دریځونه او لیدتوګې وسپړلې . د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او حقوقی چارو مرستیال غلام حسین دهقانی په دغه کانفرنس کې په خپله وینا کی د امریکا او صیهونیسټ رژیم د کیماوی وسلو د له مینځه وړلو بهیر باندې د کیماوی وسلو د بندیز ادارې د زیاتې څارنې غوښتنه وکړه . د کیماوی وسلو د کارولو د بندیز کنونشن له شلو کلونو خبرو اترو وروسته د ۱۹۹۲ کال د ستمبر په دریمه نیټه تصویب شو  اوپه دې پسې د کیماوی وسلو د بندیز اداره په ۱۹۹۷ کال کی په ۱۹۲ غړیو سره له کیماوی وسلو د خالی دنیا ته د رسیدا لپاره  له یوه بل سره د ملګرتیا په شعار په رسمی توګه خپل کار پیل کړ . دغه کنونشن د ۱۹۹۷ کال د اپریل له ۲۹ لازم الاجرا شو . ایران د کیماوی وسلو یو قربانې دې . د صدام رژیم په تپلی جنګ کې د ایران پرضد له کیماوی وسلو پراخه  استفاده وکړه . د ایران په لویدیځ کې دسردشت  په ملکی خلکو او همداراز د عراق د کردستان د حلبچې ښار کیماوی بمباری د دغو بشری ضد جنایتونو بیلګې دی .

د ایران پرضدد عراق په کیماوی حملو کې څه د پاسه یو لک کسان ژوبل او شیهدان شول چی زیاتره پکې  اوس د کیماوی ژوبلیدا له امله په ناروغیو او مشکلاتو اخته دی .د دغو وسلو د جوړولو لومړنی مواد او تجهیزات د څه د پاسه ۴۰۰ امریکایی او اروپایی شرکتونو په وسیله عراق ته ورلیږل شوی وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په هغه بله غونډه کې هم چی په ویاناکې د ترسره شوه ، د ایران اسلامی جمهوریت د ایټمی وسلو په بشپړه ختمولو او د ایټمی ازمښتونو د جامع بندیز د تړون له هدفونو په ملاتړ ټینګار وکړ . په ویاناکې د پرتو نړیوالو ادارو کې د ایران دایمی استازی او سفیر کاظم غریب ابادی وویل د ایټمی ازمښتونو د جامع بندیز د تړون د هدفونو بشپړه تحقق د هغه په مادې د ایټمی وسلو د درلودونکیو هیوادونو ژمنتیا پورې اړه لری .

د ایټمی ازمښتونو د جامع بندیز تړون د ۱۹۹۶ کال د ستمبر په ۱۰ نیټه د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې  یو پریکړه لیک تصویب شو . د دغه تړون د هدفونو د تحقق لپاره باید ټول لاسلیک کونکی په تیره بیا د ایټمی وسلو لرونکیو حکومتونه د تړون  مادو ته ژمن وی . امریکا د نړۍ د تر ټولو ستر  ایټمی وسله کوټ د درلودونکی او د صیهونیسټ رژیم د اصلی ملاتړی په توګه چی د اړونده نړیوالو اورګانونو له څارنې بهر په سلګونو ایټمی بمونه لری ، په ۱۹۴۵ کال کی په یوه بوږنونکی جنایت کې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکی ښارونو ایټمی بم حمله وکړه او په لکونو خلک یې ووژل .

پاې

 

 

ټیګونه

کمنټونه