Dec 25, 2019 16:24 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

دغه شعری چوکاټ د فارسی شعر یو لنډ او ښکلې چوکاټ دې چی زیاتره شاعرانو پکې شعرونه ویلی او خپل شعری ذوق او هنر یې پکې اموزیلې دې .

په تیر پروګرام کې مو وویل چی محمد طالب املی کابو ۹۹۱ هجری قمری کال کی په امل کې وزیږیده او په همدغه ښار کې یې د خپل وخت په علومو او فنونو کې زده کړې وکړې  او د جنګ او سوارۍ له ادابو سره هم بلد شو . طالب املی په ۱۰۱۰ هجری قمری کال کی امل پریښوده او کاشان ته ولاړ . هغه څلور کاله په کاشان او اصفهان کې میشت وو . دغه پړاو د ادبی او علمی معلوماتو د ترلاسه کولو له نظره د طالب د ژوند ډیر مهم او ګټه ور پړاو دی . د ادبی کره کتونکیو په باور د طالب راتلونکی ترقیات د هغو معلوماتو پامته داره دی  چی شاعر په دغه پړاو کې ترلاسه کړی دی . طالب له دغو وروځو وروسته د هندوستان د سفر نیت وکړ . هغه یوه موده په مرو کې تیره کړه او کابو ۲۵ کلن وو چی هندوستان ته ولاړ .د هغه د ژوند یوه موده د هندوستان په بیلا بیلو ښارونو کې د یوه ملاتړی په لټون تیره شوه . بالاخره له ډیرو ټیټو هسکو وروسته د جهانګیر د وکیل او صدر اعظم اعتماد الدوله د پام وړ وګرځیده . اعتماد الدوله په حقیقت کی د هند د پراخې امپراتورۍ اصلی اداره کونکې وو او په هند براعظمګی کی یې د ایرانی ادب او کلتور په پراخولوکې مهم رول درلود.

طالب له ۱۰۲۸ تر ۱۰۳۶ کلونو کې چی د هغه د وفات کال دې ، د جهانګیر ملک الشعرا وو او د دربار د ادبی ټولګې مشری یې پرغاړه درلوده . هغه په دغه څوکۍ په رسمی دستورو کې په ګډون ، د مذهبی عیدونو او درباری جشنونو په مناسبت  په قصیدو ویلو سربیره ، ژمن وو چی تازه شاعران انتخاب او باچا ته معرفی کړی . همداراز هغه د ملک الشعرا د لقب په دلیل  د جهانګیر باچا په څنګ کې د هندوستان د شاو خوا سفرونه وکړل او د دغو سفرونو په ستاینه کې یې ډیر شعرونه ویلی دی .

په ننی پروګرام کې د طالب رباعیانو اود فارسی شعر په دغه چوکاټ کې  د هغه د لیدتوګو جاج اخلو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په فارسی ادبیاتو کې رباعی هغو شعرونو ته ویل کیږی چی په څلورو مصرعو او په یوه وزن کی چی خاصه رباعی ده ، ویل شوی وی . دغه شعری چوکاټ د فارسی شعر یو لنډ او ښکلې چوکاټ دې چی زیاتره شاعرانو پکې شعرونه ویلی او خپل شعری ذوق او هنر یې پکې اموزیلې دې . دغه چوکاټ یو اصیل او زوړ چوکاټ دې او ایرانیانو رامینځته کړی دی او د ایزرانی لیدنوګې او کلتور د تجلۍ لپاره  یو ډګر دې . د رباعی په پیداکیدا سره په فارسی شعر کې یو انقلاب رامینځته شو او په دغه وزن او چوکاټ کې د سترو ایرانی شاعرانو په وسیله ډیر لطیف او ښکلی شعرونه ویل شوی دی تر دې ځایه چی رباعی په پیړیو کې په فارسی شعر کې د یوه بې بدیله چوکاټ په توګه پاتې شو ه .

دغه چوکاټ په تیره بیا په فیلسوفانو او عارفانو کې ډیر دود شو . لکه څرنګه چی د رباعی لنډ چوکاټ د هغو کسانو لپاره د شعر بهترین چوکاټ وو چی د شاعرۍ له هیاهو لیرې شعر ووایی . د علم ، فلسفې او عرفان خاوندانو له نورو شاعرانو زیات له دغه شعری چوکاټ استفاده کړی ده .د ډاکَټر سیروس شمیسا په باور رباعی د فلسفی معانی د بیان لپاره بهترین چوکاټ دی او ویلې شو چی په فارسی ادبیاتو کې  رباعی د دوه ډوله مضمونونو لپاره پیژندل شوی ، لومړۍ عرفانی او دوهم فلسفی مضمونونه . د لیدتوګې د بیانولو لپاره د دغه چوکاټ د انتخاب دلیل دا دی دغه شعری چوکاټ ددې ظرفیت لری چی په لنډ وخت کې د ویونکی عواطف او تفکرات په جوته او ښکاره بیان کړی . په رباعۍ کې شاعر په لومړۍ  او دوهمه مصرع کې مقدمه او سریزه جوړوی او په دریمه او څلورمه مصرع کې  خپله خاصه نتیجه بیانوی . د خواجه عبد ا... انصاری ، ابوالحسن خرقانی او ابوسعید ابوالخیر په شان ستر عارفان  او د خیام په شان د سترو فیلسوفانو او عالمانو په شان کسان د خپلو افکارو د بیانولو لپاره له دغه شعری چوکاټه استفاده کړی ده . د دغه مضامینو په څنګ کې درباعی چوکاټ دا وړتیا لری چی د نورو شعری مضامینو د ځلا لپاره زمینه هم شی ، لکه مدح ، مرثیه ، حبسیه ، هجو ، وصف وغیره چی د عنصری ، مولوی ، ابن یمین او نورو شاعرانو په شعرونو کې یې انعکاس درلودلی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د رباعی د چوکاټ دود له اتمې پیړۍ چی د عراقی سبک د ځوړتیا پړاو دې ، کم شو ،په دې ډول چی  له حافظ او سعدی ښې رباعیانې نلرو . په هندی سټایل کې هم رباعی ډیره جلوه نه درلوده ،ځکه چی د دغه سبک  شاعرانوزیاتره غزل او مفرداتو ته پام کاوه. حال دا چی رباعی د وحدت شعر دې او هر څلورې مصرع باید د یوه مضمون په خدمت کې وی او موضوع د هندی شاعرانو له مضمون رامینځته کولوخبرې سره په تضاد کې وه . په همدې سبب د طالب املی په شان شاعران باید هغه شاعران وبولو چی په ۱۱ قمری پیړۍ کې په فارسی شعر کی د رباعی د چوکاټ ساتونکی دی .

د یوه هنرمند باورونه د هغه لیدتوګه جوړوی  او د شاعر لیدتوګه د هغه د تجروبو ، پیاوړیو عقیدو او موندنو نتیجه ده چی د هنری پنځونو سبب کیږی . شاعر خبره کوی ، د دې لپاره چی د خپلې لیدتوګې محتوا نورو ته وړاندی او له هغه سره ارتباط ټینګ کړی او انسان فکراو غور  ته مجبوره کړی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

طالب په هغو وسمنو شاعرانو کی شامل دی چی په خپلو ډیرو شعرونو کې یې  د یوه لپاره د بل له قربانولو پرته د لیدتوګې او سوچه شعری جوهر تلفیق کړی دی . د هندی سبک شاعران معناپال دی نه صورت پال او د هغو ټوله هڅه مضمون موندنه اود خاص خیال  او اوچتې معنی وړاندی کول دی یعنی د هغو په شعرونو کی مضمون تازه دې نه موضوع . طالب هم دا چوکاټ کارولی دی . باید دغه ټکی ته پام وشی چی طالب د خیام په شان د متفکر شاعر ، یا د عطار په شان عارف او یا حتی د خراسانی د سټایل د شاعرانو  په شان وبولو بلکې هغه هغه دا ټولې موضوګانې یوازې د خپلې مضمون جوړونې کارولی دی . د طالب په ۲۳ زره بیتی دیوان کی د فارسی شعر د بیلا بیلو چوکاټونو تر څنګ څه د پاسه ۷۰۰ رباعی هم لیدل کیږی چی کابو په دریو کې یوه برخه یې عاشقانه مضامین لری .

د طالب د رباعیانو ټولګه ډیر مضامین لری او له دې سره سره چی طالب عارف شاعر ندې خو په دیوان کې یې عرفانی رباعیانې هم لیدل کیږی خو په اصطلاحی معنا کی هغه عرفانی شاعر نشو بللې . د هغه په عارفانه اشعارو کی هغه عارفانه روح او صوفیانه ولوله چی د ایران د عرفان د لویانو په شعرونو کی شتون لری ، نه لیدل کیږی . د طالب په رباعیاتو کی عرفانی لیدتوګه غالبا تکراری او تقلیدی ده او ښی چی د هغه په عرفانی باور کی عملی تجروبه نه وه موجوده او شاعر دغه ډول مضامین یوازې د مضمون رامینځته کولو او خپلې مرضۍ او زړه  لپاره ویلی دی . په نتیجه کی د هغه عرفان ساده او ابتدایی دې  او د هغه په شعرونو کې د مولانا ، حافظ او عطار هغه سوز او عارفانه رنګ نه لیدل کیږی . تصوف له بدیو سره د مقابلې لپاره د طالب مورچه ده چی کله کله ورته پناه وړی او خپل اشفته روح ته ارامښت وربخښی .

«««««««««««««««««««««««««««

د طالب د رباعیانو یو بل مضمون عشق دې چی د درستو شاهرانو په مضمونونو کې ډیر تکرار شوی دی ، خو هغه څه چی د طالب د رباعیانو له جاجه ترلاسه کیږی ، دا دی چی د طالب په رباعیانو کی حقیقی عشق نشو لیدلې . په دغو شعرونو کی د شاعر غالب کړچار مځکنې عشق دې .

در خوف و خطر بیازما طالب را

در قتنه و شر بیازما طالب را

در راه تو خار و خس کشیدن سهل است

در دادن سربیازما طالب را

د خیام له رباعیانو ډیرو شاعرانو تقلید او ورته پام کړې دې . د هغه فلسفی تفکر او لیدتوګې یې هغه بحثونه دی چی د خیامی لیدتوګو په عنوان سره له هغه وروسته دډیرو شاعرانو او لیکوالانو ذهن مشغول کړی دی . د طالب په رباعیانو کی هم د اغتنام فرصت ، خوشباشی ، مرګ اندیشی ، حیرت او د دنیا ناپایداری لیدل کیږی .

برخیز که سیر باغ را تازه کنیم

وز نکهت می دماغ را تازه کنیم

مستانه به پای ګلشن افتیم و سپس

در ګل نګریم و داغ را تازه کنیم

«««««««««««««««««««««««

مفاخره ، مدح  او له زمانې شکایت هم هغه مضامین دی چی په خپلو رباعیانو کی د نویو مضامینو د پنځولو لپاره طالب استفاده کړی ده . په ټوبل کی ویلی شو چی په خپلو رباعیانو کی د طالب فکری فضا د تیرو رباعی ویونکیو افکارو او لیدتوګو ته ډیره نږدې ده او هغه ټول مضامین چی مختلفو شاعرانو پکې یو ویلې ، په خپل شعر کی کارولی او هڅه کړی ده چی په متفاوته ژبه هغه مضامین بیان کړی .

««««««««««««««««««««««««««

پای

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه