Jan 05, 2020 13:01 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کې

هغه چی په دغو کلونو کې په خپلو زړه ورتوبونو او شجاعت سره د دښمنانو د سترګو ازغې وو ، تل د ترهه ګرو ډلګیو لخوا له ګواښ سره مخامخ وو .

د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د قدس غونډ قوماندان سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی د جمعې په سهار د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو په هوایی حمله کی  شهید شو . دغې پیښې پراخ غبرګونونه راوپارول . په لومړۍ برخه کې به د دغه ترهه ګر اقدام جاج واخلو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی په تپلی جنګ کې له دښمن سره په نښته کې په ځلانده مخینې او له هغه وروسته د کرمان د ثار ا... په ۴۱ لښکر کی د قوماندې ، د ایران په ختیځ کې له اشرارو او قاچاقچیانو سره د مبارزې په مورچې کې فعالیت کاوه ، د امنیت د ساتلو لپاره ویاړمن اقدامات ترسره کړل  .

ډګر جنرال سلیمانی په ۱۹۹۷ کال کې د سپاه د قدس غونډ قوماندان شو او په سیمه کې یې په قدرت سره له شرغواړو عناصرو او ترهه ګرو ډلو سره مقابله وکړه . په سیمه کې د داعش په ظهور او دامریکا او د سیمې د جنایتکارو رژیمونو د ملاتړ وړ ترهه ګرو ډلو د جنایتونو د لمنې په پراختیا سره د ډګر جنرال سلیمانی په قوماندې د قدس غونډ د داعش په تباه کولو او دغو هیوادونو ته د ارامښت او ثبات په ورستنولو کې مهم رول درلود . شهید سلیمانی د سیمې په هیوادونو کې له تکفیری عناصرو سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې له کلونو شتونه وروسته د ۲۰۱۷ میلادی د نومبر په ۲۱ د اسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه لیک کی په سیمه کې د داعش د پاې خبر اعلان کړ .

هغه چی په دغو کلونو کې په خپلو زړه ورتوبونو او شجاعت سره د دښمنانو د سترګو ازغې وو ، تل د ترهه ګرو ډلګیو لخوا له ګواښ سره مخامخ وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی د رهبرۍ ستر مقام د سردار شهید سلیمانی د شهادت په پیغام کې ټینګار وکړ ، هغه جنایتکاران دې  د سخت غچ په تمه ووسی چی خپل پلیت لاسونه یې د هغه او د بیګانۍ پیښې د نورو شهیدانو  په وینو ککړ کړل . د رهبرۍ ستر مقام په دغه پیغام کې جوته کړه د نړۍ له شرغواړو او شیطانانو سره د مبارزې په میدانونو کې له کلونو کلونو مخلصانه او شجاعانه مجاهدت اود خداې په لاره کې د شهادت له کلونو کلونو ارزو وروسته بالاخره ګران سلیمانی دغه لوړ ځای ته ورسید او د هغه پاکه وینه تر ټولو ظالم او بی رحمه کسانو په لاس په مځکه تویه شوه .

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود د دې خبرې په کولو سره چی شهید سلیمانی د مقاومت نړیواله څیره ده او د مقاومت ټول میناوال د هغه خونخواه دی ، جوته کړه درست دوستان او دښمنان دې پوهه شی چی د مقاومت د جهاد کرښه به په ډیرې انګیزې سره دوام ومومی او پریکنده بریالیتوب د دغې مبارکې لارې د مجاهدانو په تمه دې .

«««««««««««««««««««««««««««««

دایران پرضد د امریکا تورونه او له هغه وروسته  د جمعې په سهار ترهه ګر اقدام وښودله چی امریکا سخته  لالهنده او په خپلو محاسباتو کې تیروتنه کړی ده  ځکه چی دغعه ډول اقدامات نه یوازې په سیمه کې د امریکا له لاسه ورکړل شوی موقعیت نه احیا کوی بلکې په سیمه او نړۍ کې به له امریکا کرکه او غوسه نور هم زیاته کړی . دا جنایت په داسې حال کی وشو چی څو ورځې وړاندې هم د امریکا بې پایلیټه الوتکو  له سوریې سره د عراق په پوله کی په القایم ښار کې د حشد الشعبی د ۴۵ او ۴۶ یونټونو په مورچو حمله کړی وه چی پکې لږ تر لږه ۲۵ کسان شهیدان او ۵۱ نور ژوبل شوی وو .

حشد الشعبی او د هغه څانګې یوه عراقی ډله ده چی د عراق د حکومت تر څارنې لاندې  روا ، ډیموکراتیکه او د هغه تر قوانینو لاندې فعالیت کوی او له داعش ترهه ګرې ډلګۍ او په عراق کې د هغې په ماتې کې مهم رول لوبولې دې .

«««««««««««««««««««««««««««

ټرمپ د ایران پرضد د زیات دباوسیاست په ماتې د برغولی کیښودلو لپاره تهران په عراق کی د حملو د عامل په توګه وباله او ایلران یې وګواښه .

د رهبرۍ ستر مقام د شورو په ورځ د ایران د زرګونو نرسانو په ټول کی د عراق د نهې ورځې د پیښو د اصلی عامل په توګه د ایران په ګناهګار بللو او د ایرانی ملت ګواښلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا هیڅ نشی کوئ ځکه چی دا موضوع له ایران سره اړه نلری .

د رهبرۍ ستر مقام د دې خبرې په کولو سره چی زه ، د ایران ملت او حکومت  دعراق دالحشد الشعبی په یوه مرکز  په حملې کې د امریکا  جنایت په سخته غندو،روښانه کړې،ټول پوهیږی اسلامی ایران په جنګ پسې نه دی،خو  له هر هغه کس سره چې  د ایران دملت ،ګټې ،مصلحت، عزت ،عظمت او پرمختګ  وګواښی،له کومې ملاحظې پرته به ورسره مقابله وکړی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړی . داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همدې باب د امریکا په تیره بیا په زرګونو عراقی پوهانو او عاموخلکو په وژلو او همداراز په عراق  او افغانستان کې د بلیک واټر خبیث او جنایتکار شرکت  جنایتونو ته په اشارې سره فرمائیلی دی دسیمې ځینو هیوادونو له اجازت پرته د امریکائی چارواکو سفر  او پخپلو پوځی مرکزونو کې ئې شتون ، د سیمې ددغو  هیوادونو اوملتونو په ضد  د امریکا د سپکو چلندونو یو بل مثال دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا اوس په داسې لاره کې ورغلی ده چی باید د خپلو جنایتونو د ځواب په تمه ووسی . د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا د اسلامی انقلابه د ساتندویه ځواک د قدس غونډ د قوماندان ډګر جنرال سردار سلیمانی په شهیدولو کې د امریکا په جنایت پسې په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ د امریکا رژیم به د دغې جنایتکارانه بلا غوښتنې د ټولو پایلو مسول وی .

د ایران د ملی امنیت لوړې شورا د دې خبرې په کولو سره چی جنایتکاران به په مناسب وخت او ځای کې له سخت غچ سره مخامخ شی زیاته کړه بې شکه د جهاد او مقاومت کرښه به په زیاتې انګیزې سره دوام پیدا کړی او د مقاومت ونه به ورځ تر بلې پیاوړی او شکوفا شی .

د ایران د ملی امنیت لوړې  شورا همداراز د سردار سلیمانی او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د نورو قوماندانانو په تیره بیا  د حشد الشعبی د ولسی ځواک د مرستیال مشر ابومهدی المهندس د شهادت په تسلیت ویلو سره جوته کړه په دغه نورانی لاره کې د ایرانی او عراقی سرلوړو قوماندانانو د وینې ګډیدل به په راتلونکی کې د ایران او عراق د دو ملتونو د نه شلیدونکی پیوند سمبول وی .

د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک هم په یوه بیانیه کې د سردار سلیمانی او په بغداد کې د امریکا د جنایت د نورو شهیدانو د شهادت د تسلیت په ویلو سره له جنایتکارانو په  سخت غچ اخیستلو ټینګار وکړ .

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمی هم وویل بی شکه دغه بوږنونکې جنایت ته به چی د امریکا د رذالت او په عراق او سیمه کې له ترهه ګرو د دغه هیواد د ملاتړ پیاوړې سنددې ، غاښ ماتونکې ځواب ورکول کیږی .

د ایران خارجه وزارت هم ویلی دی د دغه ښکاره جنایت په اړه به د امریکا د ترهه ګر او جنایتکار رژیم د ځواب ویلو لپاره د ملی امنیت د لوړې شورا د فیصلو د اجرا لپاره خپل نړیوال ، حقوقی او سیاسی ظرفیتونه وکاروی .

د ایران خارجه وزیر همداراز په ټویټر کې په خپله شخصی پاڼه ولیکل چی په نړیواله ترهه ګرۍ اود سردار سلیمانی په ترور کې د امریکا اقدام چی له داعش ، النصره ، القاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو سره په جنګ کې ډیزر اغیزمن کس وو ، ډیر خطرناک او یوه احمقانه تاوتریخوالی زیاتونه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

تیره اونۍ په عمان سمندراو هند اوقیانوس په شمال کې د ډله ایز اتحاد او ملګرتیا په سیوره کې  د ایران ، چین او روسیې ګډه سمندری مانوره د سولې ، دوستی او پایداره امنیت په پیغام سره ترسره شوه .

فارس خلیج ، عمان سمندر او ورسره په هند اوقیانوس کې متصلې اوبه سټراټیجیکې سمندری سیمې دی . له دې امله د دغو سیمو د امنیت ساتل ځانګړې اهمیت لری . د فارس خلیج ، عمان سمندر او هرمز اوبلارې د کشتۍ چلونې ازاد تګ راتګ او د سمندری لارو د امنیت تامینول د دله ایز امنیت یوه برخه بلل کیږی . د اسلامی ایران د د پوځ د سمندری ځواک د عملیاتو مرستیال امیر غلام رضا طحانی په دې زمینه کې وایی په عمان سمندر او هند اوقیانوس په سمندری سیمه کې ډیر هیوادونه چی د نړیوال تجارت مهمې سیمې بلل کیږی ، تګ راتګ کوی او په همدې خاطر په هغو کې د سمندری امنیت ساتل ډیر مهم او حیاتی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د تیرو څو لسیزو تجروبې ښی چی د فارس خلیج سیمې ځینې عربی هیوادونه امنیت د بهرنیو قدتونو د لاس وهونکی مداخلې په شتون کې بولی اود فرانسې ، انګلستان او امریکا په پراخې ملګرتیا او له لویدیځ د دودو او نادودو وسلو په اخیستلو سره د سیمې په خلکو ډیر زیات امنیتی او اقتصادی تاوانونه ورتپلی دی . دا روده نه یوازې په سیمه کی د امنیت تامینونکی نده بلکې په سیمه کې د امنیتی درزونو د رامینځته کیدا سبب شوی ده .

په سیمه کې پایداره امنیت د سیمې له داخلی ظرفیتونو استفادې او په دې زمینه کې د تجربیاتو د تبادلې ته اړتیا لری .  خو دا بیلګه په دغه سیمه کې د لویدیځ له سټراټیجیکو ګټو سره د تضاد په دلیل له خنډ سره مخامخ شوی ده . تجروبه ښی چی په فارس خلیج کې امنیت دویشلو او بیلیدوړ ندی ، یا  ټول په دې سیمه کې له امنیت ګټه پورته کوی یا ټول له هغه محرومیږی .

له دې اړخه د ایران د مانورې پیغام روسیه او چین چی د سمندری امنیت د کمربند په نوم ترسره شوې ،  په سیمه کې سوله ، دوستی او امنیت دی .

په دې لړ کې ایران دسیمې د امنیت د ساتلو لپاره د هرمز د سولې نوښت د سیمې هیوادونو ته وړاندیز کړی دی چی د هغه اساس د ټولو سیمو لپاره د امنیت تضمین دې چی په فارس خلیج کې د کشتیرانۍ د امنیت او ازاد تجارت پسې د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې دی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه