Jan 21, 2020 14:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دا فغانستان او پاکستان دبدلونوپه باب دا ونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم درته ددواړو هیوادونو د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو خلاصه درآوروو،او ورپسې مو هم رابولوو ، تحلیلي برخې ته .

*/*/*/*/*/*/  د پاکستان د  ساینس او ټيکنالوجۍ د  وزیر استعفی */*/*/*/    د مرستو رسونې  لپاره د خیریه اورګانونو او مرستندویه موسسو د امنیت د تامینولو لپاره د طالبانو چمتووالی */*/*/*/ د پاکستان دپوځ د پخواني سترقوماندان او ولسمشر ته دپانسۍ سزا  او بیرته ئې لغوه کیدا */*/*/*/*/    او د افغانستان د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې  د موافقې د مسودې  د برابریدا په باب دځينو راپورونو خپریدا، په تیرې اونۍ کې  د  پاکستان و افغانستان ځيني مهم بدلونونه  وو ، نو اوس مو هم رابولووو،د ځينوپيښو په اړه تحلیلي برخې آوریدو ته .

*/*******************

           دوستانو د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوي د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره  له طالبانو د امریکا ئي حکومت د غوښتنې په غبرګون کې وئيلي دي ،حکومت  یوازې د اوربند ټينګیدا مني .

 صدیق صدیقي د تاؤتریخوالو کمولو ته د طالبانو د اړباسلو لپاره دافغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړياستازي زلمی خلیلزدا د ټينګار په غبرګون کې چې تردې دمه دغې ډلې هم ورته غاړه نه ده کیښودلې،زیاته کړې ،د تاؤتریخوالو کمیدا هیڅ معنا نه لري او حکومت د اوربند په ټينګیدا او د جنګ په ختمیدا پسې دی .

صدیقي په داسې حال کې د اوربند په ټينګیدا ټينګارکوي،چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانوسره د سولې د تش په نامه  خبرواترو کېد تاؤتریخوالو دکمیدا غوښتنه مطرح کړې ده ، خو  دغې ډلې  له تاؤتریخوالو سره دعملیاتو داندازې د کمیدا لپاره تردې دمه کومه فیصله نه ده کړې .

            په افغانستان کې د  تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ د کمیدو لپاره له طالبانو د امریکا په غوښتنې د کابل د حکومت غبرګون،ښئ چې د افغانستان حکومت او ملت ددغه هیواد دبدلونونو په باب د سپينې ماڼۍ  په کړچار خپه دی او دا د خپلو ملي ګټو اوا منیت په خلاف ګڼي .

 په داسې شرائطو کې امریکا له طالبانو غوښتي دي په افغانستان کې دې تاؤتریخوالی کم کړی،چې وا شنګټن په افغانستان کې د شرائطو د عادي کولو لپاره له دغې ډلې سره د مبارزېاو خبرواتروپه  دوو ډګرونو کې ناکام شوی دی .

امریکا په تیرو څه دپاسه اتلسو کلونوکې نه ده توانیدلې پرامریکائياو ناټوعسکرو مشتمل له لسګونو زره بهرنیوعسکرو سره سره پر طالبانو بریالۍ شوېنه ده او په دغه هیواد کې ئې نښتې او تاؤتریخوالينه دي کم کړائ شوي.  

Image Caption

 

              باید پام ولرل شي چې د افغانستان حکومت او ولس له طالبانو سره د روغې جوړې د خبرواترو له بهیره د کابل د حکومت په حذفولو کې د امریکا په کړچار سخت خپه  دی او دا د افغانستان په داخلي  چارو کې د سپينې ماڼۍ  ښکاره لاسوهنې ګڼي 

په همدې دلیل ده چې دکابل حکومت په کرتو وئيلي دي ،له طالبانو سره د سولې هرډول موافقه،باید د افغانستان دحکومت په تائيد سره ترسره شي او ددغه هیواد  حیثیت او ملاحظاتو ته له پامه پرته به له  دغې ډ لې سره د امریکا هرډول موافقه د منلو وړ نه وي .

 د  افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جنجالي کیدا په دلیل په دغه هیواد کې اوسني سیاسی شرائط لامل شوي،څو امریکا له دغو شرائطو څخه په ناوړه استفادې سره،د سولې په بهیرکېعملاد افغانستان د حکومت  ځایګی  له زیات کمزوری کړي .

 په افغانستان کېد  تاؤتریخوالو د کمولو لپاره له طالبانو د امریکا غوښتنه  په دې ټکي ټینګار دی،چې ددغه هیواد چارواکي په دې دلیل چې  یوازې د امریکا ملی ګټې په نظر کې نیسي ،آرامښت ته د افغانستان  د ولس د رسیدو لپاره  په ستر خنډ بدل شوي دي .

Image Caption

 

              د افغانستان د طالبانو ویندوي وئيلي دي،خیریّه اورګانونه او مرستندویه موسسې  په بشپړ امنیت سره  هغو اړمنو او تاوان موندونکو ته چې  په وروستیو ورښتونو اوسیلاؤ کې  ئې تاوانونه لیدلي ، مرستې رسولی شي .

 طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په څو ولایتونو کې  سختو ورښتونو او سیل ته په اشارې سره چې د یوشمیر مرګ ژوبلو او مالی تاوانون لامل شوي او مواصلاتي لارېئې هم بندې کړي دي، تاواني شوو خلکو ته د مرستو رسونېد بهیر دامنیت دتامینولو لپاره ئې ددغې ډلې چمتووالی اعلان کړی دی .

 په دغې اعلامیې کې مرستندویه موسسو،خیریّه اورګانونو او شتمنو کسانو  څخه غوښتل شوي دي څو  خپلې مرستې دې  ددغې ډلې په غږملتیا سره هغو سیمو ته ورسوي،چې خلک پکې د ورښتونو اوسیلاؤ له امله  تاواني شوي  او  لومړنیو مرستو ته اړتیا لري .

 طالبانو  په دوام کې  هم ټينګار کړی،د انساني غمیزې دمخنیوي لپاره باید د لارو دپرانیستو  لپاره  لازم امکانات  وکارول شي .

              طالبان  په داسې حال کې  تاواني شوو سیمو ته د مرسته رسونې  د بهیر د تامینیدا خبر ورکړی ،چې  دافغانستان رسندویو  وئیلی دي ، د وروستیو سختو ورښتونو له امله په هرات ولایت  کې اته  کسانو او په کندهار او هلمند ولایتونو کې  هم یولس کسانو  خپل ژوند  له لاسه ورکړی دی .

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې  د وروستیو ورښتونو او سیل له امله  له تاواني شوو خلکو سره دمرستو لپاره د مرستندویو او خیریّه موسسو او اورګانونو  د امنیت  د تامینولو لپاره د چمتووالي په باب د طالبانو اعلامیه د افغانستان  د بدلونونو په باب ددغې ډلې په  ځینو کړچارونو  کې د بدلون د نوي سپرکي ښودنه کوي . طالبانو  د افغانستان د نیواک له وخت راهسې اوپه تیرو کابو دوو لسیزو کې  تر دې دمه له معمول سره سم ،   د نړیوال سرۀصلیب موسسې پشمول د انسان دوستۍ په ماهیّت سره  د نړیوالو اورګانونو او خیریهّ موسسو د مرسته رسونو د زمینو دبرابرولو  لپاهر ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره  کوم سیاست نه دی  درلودلی.

Image Caption

 

په دغو کلونو کې  حتی  په ځينو موقعو کې ئې د افغانستان  له جنګ ځپلو خلکو سره د  داخلی  او نړیوالو مرستندویه  اورګانونو او موسسو  هڅې  هم د مرستندویه ځواک د  شتون لپاره د سیمو د ناکراریو او بې ثباتیو  په دلیل دریدلي دي . په افغانستان کې د موجودو تجروبو  په اساس،ددغه هیواد په ځينو ولایتونو کې د سیل او ورښتونو  له امله  تاواني شوو خلکو ته د مرستو رسونې لپاره د  مرستندویه اوخیریهّ موسسو او اورګانونو دشتون زمینې د برابرولو لپاره  د چمتووالي د  اعلان په باب  د طالبانو نوي اعلامیه ، ددغې ډلې په ځينوهغو کړنو او اقداماتو کې د دتل پاتې نرمښت په باب  د افغانستان   حکومت او ولس ته  یو پیغام کیدلی شي ، چې  پر طالبانو له واکمنو شرائطو سره سمون  خوري .

              دوستانو  طالبان چې   په تیر کابو یوکال کې ئې د خپلو تیرو کلونو سټراټژيو  په اپوټه  له امریکا سره د  سولې خبرې اترې پیل کړي دي ،  په ځينو کړچارونو کې ئې بدلون  په  خپلې ایجنډا کې راوستی  دی  چې  په افغانستان کې د خیریه او مرستندویه موسسو او اورګانونو دامنیت تامینول یوه خاصه موضوع او  په یوه مشخص وخت کې  ددغو بدلونونو  یوه برخه شمیرل کیږي . 

 که څه هم   طالبانو تر دې دمه   دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرواترو ته د واردیدو موضوع ته کوم خاص مثبت غبرګون نه دی ښودلی ، خو  له امریکا سره په خبرواترو کې ددغې ډلې شتون  په دې باب د طالبانو د  مخکیني دریځ د ماتیدو  ښودنه کوي . طالبانو په وروستیو څو کلونو کې  دسولې  هرډول خبرې اترې له افغانستانه  دبهرنیو عسکرو له بشپړ وتلو سره مشروطې کړ ي  وې  چې  له امریکا سره د دغې ډلې  خبرو اترو تر دې دمه ښودلې ده چې طالبان حاضر شوي ددغو عسکرو له شتون سره په یووخت  له سپينې ماڼۍ سره خبرې اترې وکړي .

                 د پاکستان د لاهور لوړې محکمې یا هائي کورټ ددغه هیواد پخواني ولسمشر پرویز مشرف  دپانسۍ  له فیصلې سره   د  اړونده دوسیې  له  سپړلو وروسته  وئيلي دي ،ددغې دوسیې  په باب  د ځانګړي محکمې جوړیدا غیر قانوني ده .دغې محکمې همداراز د پرویز مشرف لپاره د پانسۍ د سزا فیصله  صادریدا،د پاکستان د ا ساسی قانون خلاف بللې ده .

Image Caption

 

د پاکستان د لاهور لوړې محکمې یا هائي کورټ  د پرویز مشرف په نه شتون کې ددغه شان فیصلې صادریدا،  او په داسې حال کې چې  هغه  ته له ځانه ددفاع حق  هم نه دی ورکړل شوی ،  دقانون خلاف بللې ده .

په دې توګه به د پرویز مشرف  دپانسۍ فیصله اجرا نشي  او د پاکستان قضائي  محکمه ، ددغه هیواد پخواني ولسمشر د تورونو  د ارزونې لپاره یوه نوي مرجع  په نظر کې نیسي  . 

 له دې مخکې  په پاکستان کې یوې ځانګړي محکمې  وئيلي وو ، پرویز مشرف د ۲۰۰۷ کال  دنومبر په دریمه نیټه   ددغه هیواد د اساسی قانون د ځنډولو او د قوانینو  خلاف ورزي کړې  او اوس هغه  په مجرم پيژندل کید ا سره  په پانسۍ محکوم کیږي .

 ددغې فیصلې په صادریدا پسې،دپاکستان مسلم لیګ ن څانګې او پيپلز ګوند، د پا کستان د پوځ دپخواني قوماندان او پخواني ولسمشر پرویز مشرف  دپانسۍ  د فیصلې  ملاتړ کړ ی ؤ .

           داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان پوځ د پرویز مشرف د پانسۍ د فیصلې په بې انصافه بللو سره  ددغې فیصلې  د نتیجو په باب اندیښنه ښودلې  وه .

Image Caption

 

د پرویز مشرف د پانسۍسزا،د یوه هغه پخواني پوځي واکمن لپاره د پاکستان په تاریخ کې  دپانسۍ لومړنۍ فیصله ده چې  له هیواد سره د خیانت په تورونو  په ترټولو سختې سزا محکوم شوی دی . خو ددغه هیواد دپوځ  چارواکو په د غې فیصلې  دومره سخت غبرګون ښودلی چې ددغه هیواد محکمې ئې دې اړ کړي څو د پوځي دیکتاتور په خلاف  دپانسۍ سزا اورول بیرته واخلي او په دغو تورونو له سره غور وکړي .

 د پاکستان زیاتره سیاسی او مدني فعالان او ډلې ټپلې دا وائي،پرویز مشرف  له ۱۹۹۹کال راهسې تر ۲۰۰۷ کال پورې په مودې کې  د پوځ د ستر قوماندان او  ددغه هیواد دولسمشرد څوکیو په درلودلو سره په دغه هیواد کېد ډيموکراسۍ د ډګر او د ټولنیزو او شخصي آزادیو لپاره پراخ محدودیتونه راولاړ کړياو د هغه د پانسۍ سزا د خلکو داساسی حقوقو دچخڼي کیدا لپاره داسې تاوان ورکول دي،چې د هرډول دیکتاتورۍ او دقانون دخلاف ورزۍ  داعمالیدا په باب دپاکستان د راتلونکو او اوسنیو  واکوالانو لپاره پر عدالت او نصیحت او پند مشتمل  دی .خو په مقابل کې د پاکستان پوځ ،د پرویز مشرف لپاره دپانسۍ فیصله،د پوځ اورګان ته یو تاوان بللی او په همدې دلیل ئې دغه فیصله غیر عادلانه او بې انصافه بللې او قضائي محکمه ئې هم دېته اړکړي څو د پانسۍ دغه فیصله غیر قانوني وګڼي .

Image Caption

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه