Feb 15, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په ۴۱ کلیزې کې د ایران په میلیونونو خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې په لاریون کی په شتون سره یو ځل بیا د انقلاب له ایډیالونو سره خپله ژمنه تازه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په مقاومت او دریدا ټینکار وکړ

د ایران ملت تیره اونۍ د ۲۲ نیټې په لاریون کې په پرتمین شتون سره د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۲ کلیزې هرکلې وکړ ، خپل پروګرام په همدغې موضوع سره پیلوو .

د ایران د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب په ۴۱ کلیزې کې د ایران په میلیونونو خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې په لاریون کی په شتون سره یو ځل بیا د انقلاب له ایډیالونو سره خپله ژمنه تازه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په مقاومت او دریدا ټینکار وکړ . د سلواغې د ۲۲ په شان په سترو ورځوکې د خلکو اوڅاره اویو موټې شتون او همدراز په هغو انتخاباتو کې پراخ ګډون چی په تیرو ۴۱ کلونو کی ترسره شوی دي ، دښمن ته ښودلی ده چی ایران ملت هیڅکله شاتګ نه کوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د سلواغې د ۲۲ نیټې په دستورو کې د خپلې وینا په یوه برخه کی وویل زمونږ لاره د دغه هیواد د لوړتیا او پرمختګ لپاره ده نو ځکه تاسوئ وینئ چی دغه دښمنی او کینه په تیرو ۴۱ کلونو کی په بیلا بیلو شکلونو کی ظاهره او څرګنده شوی ده خو د انقلاب لاره هماغه د لومړنۍ ورځې لاره ده .

د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه هغه څه چی انقلاب یې پیاوړې کړې دې د خلکو شتون او د خلکو رایه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د دباونو او دښمنیانو په وړاندې د ایرانی ملت د دریدا د اهمیت په بیانولو کې وویل امریکا په دغو تیرو دو کلونو کې چی زمونږ په ګران ملت یې دغه دومره دیاونه اچولي دي ، د هیواد په ټول تجارت ، صادراتو ، وارداتو او اړتیاو یې ګوزار کړې دې تر څو د خلکو صبر ختم شي ، هغه څه چی د محاسبې اختلاف دې ، دا دې چی امریکایانو د ایرانی ملت عظمت او ځای درک نکړ .

ښاغلی روحانی د خپلو خبرو په بله برخه کی وویل د ایران د اسلامی انقلاب اغیز نه یوازې د هیواد په داخل بلکې په درستې سیمې ، درستو مسلمانانو او د نړۍ په ازادی غواړو وو . ښاغلی روحانی په سیمه کی د اسلامی ایران قدرت او د هغه اغیزمن رول ته په اشارې سره جوته کړه امریکا او صیهونیسټ رژیم د اسلامی ایران له قدرته په خبرتیا سره تل د ایران د اسلامی انقلاب او ملت سخت دښمنان دي .

د اسلامی ایران ولسمشر په تهران کی میشتو د بهرنیو ادارو ، د دفترونو استازیو او سفیرانو په ټول کی هم ویلی دی هغوئ چی د ایران له تاریخ ، کلتور او تمدن سره بلد دي ، پوهیږی چی د ایران خلک د زور ، ناحقه او غلطې خبرې ،  ناروا دباو  او بدماشۍ په وړاندې هیڅکله نه تسلیمیږی .

امریکا په دغو ټولو کلونو کی تیروتنه کړی ده او سترې تیروتنې یې کړی دي . د امریکا چارواکی مجبوره دي چی دا حقیقت ومنی چی دې ځل هم د ایران په اړه محاسباتی تیروتنه کوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا د درستو نړیوالو قوانینو په اپوټه ستر جنایت وکړ او د ایران په ګاونډی هیواد کی یې سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی چی د عراق میلمه وو ، ترور کړ .

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران  عمومی قوماندان سردار سلامی د شهید سلیمانی د څلویښتی په دستور کی د امریکا حکومت ترهه ګر اقدام  ته په اشارې سره وویل امریکا محکمه څپیړه وخوړه خو سخته او نهایی څپیړه دوام لری تر څو وروستې امریکایی عسکر له اسلامی ټاټوبی ووځی او دا حقیقت نږدې دې . سردار سلامی په عراق او سوریه کې د تکفیری ترهه ګرو پرضد د جنګ په جبهو کې د سردار سلیمانی سرشیندنو ته په اشارې سره وویل سردار سلیمانی د تکفیری فتنو سترې لمبې خاموشه کړې ، په همدې دلیل امریکا هغه ونه زغمې شو .

«««««««««««««««««««««««««««

د دفاعی قدرت زیاتول د امنیت د ساتلو د یوې مولفې په توګه سټراټجیک اهمیت لری . د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تیر خالی په ورځ د ایران د پوځ د دافع ځواک او هوایی ځواک له کارکونکیو او قوماندانانو سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی کمزورې والې دښمن هڅوی چی اقدام وکړی زیاته کړه مونږه د هیڅ ملت او هیواد په ګواښلوپسې نه یو بلکې د هیواد د امنیت په ساتلو او له ګواښه په مخنیوی پسې یو. د ایران د ددرستو قواو قوماندان حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په درستو اړخونو په تیره بیا دفاعی زمینه کې د ایران د پیاوړتیا په ضرورت په ټینګار سره وفرمایل د دې لپاره چی جنګ ونشی او ګواښ ختم شی باید پیاوړی شو .

«««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د وسله وال ځواک لوی  درستیز جنرال محمد باقری د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  د ۴۱ کلیزې  په مناسبت په پیغام کې جوته کړه د ایران وسله وال ځواکونه  د اسلامی ټاټوبی ، د انقلاب  امنیت جوړونکی او پیاوړی دفاعی لاسونه دي . سردار باقری د دې خبرې په کولو سره چی د ایران وسله وال ځواک به حتی د یوې شیبې لپاره اجازه ورنکړی ، دښمنان  د ایران د پایداره امنیت او د ټولنې بې ساری ارامښت ته تاوان ورسوی .

د ایران دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي هم تیره اونۍ  د خبریالانو په ټول کښې په دې ټکي په ټینګار سره چې د ایران په توغندیو کښې متعارفې جنګي خولۍ کارول کیږي، زیاته کړه: د ایراني توغندیو دقت او ځیرتیا ډیره زیاته ده او دغه توان امریکایانو په عین الاسد اډې باندې په حمله کښې ولیده. د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک  د جنورۍ په اتمه نیټه د دغه ځواک د قدس غونډ د قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني په ټروولو کښې د امریکاد تیري ګرو ځواکونو د جنایتکارانه او ترهګر اقدام په ځواب کښې د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکا په عین الاسد اډې باندې د څه د پاسه  لسو توغندیو حمله کړې وه.

جنرال حاتمي هم داشان د سپوږمکۍ وړونکو او له د هغو د توغندیو ارتباط په هکله هم وویل: سپومکۍ وړونکي له توغندوي بحث سره هیڅ تړاؤ نه لري او یوه بیخي غیردفاعي او غیرپوځي موضوع ده .

««««««««««««««««««««««««««««««

ایران د ۱۳۸۷ د سلواغې په ۱۴ د امید سپوږمکی په بریالی ازمویلو سره د سپوږمکی د ویشتلو د وس په درلودونکیو هیوادونو کی شامل شو . د سپوږمکۍله ټولو شپږو توغولو تراوسه څلور بریالی او درې غیربریالی وو .

د ظفر سپوږمکۍ هم تیره اونۍ فضا ته ولیږل شوه خو د اړتیا وړ لوړې او سپیډ ته د نه رسیدا په دلیل نسکوره شوه . له توغولولږ وروسته  د ایران د ارتباطاتو وزیر محمد جواد اذری جهرمی په مدار کی د سپوږمکی د نه راتلو خبر ورکړ . جهرمی وویل د سپوږمکی توغول بریالی وو خو د اړتیا وړ سپیډ ته د نه رسیدا په دلیل سپوږمکۍ په مدار کی رانغله او په هند اوقیانوس کې نسکوره شوه . دغه سپوږمکۍ حتی له مداره ۵۳۰  کلومیټره هم تیره شوه او ۵۴۰ کلومیټرۍ ته ورسیده خو د سپیډ له نظره پاتې راغله او په ساعت کې په  شپږنیم زره کلومیټره کی ودریده .

 د فرانسې خارجه وزارت ادعا وکړه چی د دغه سپوږمکی توغول د ایران د نړیوالو ژمنو او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده. د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د فرانسې د لاس وهونکی بیانیې د ردولو په ترڅ کې هغه د علم او ټیکنالوجۍ په پراختیا کې د ایرانی ذاتی حق وباله .  موسوی جوته کړه د ایران توغندوی دفاعی پروګرام د ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره هیڅ ارتباط نلری ځکه چی اساسا د ایټمی وسلو د وړلو لپاره نده طراحۍ شوی .

««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د ایټمي انرژۍ  د ادارې مشر علی اکبر صالحي په ویانا کې د ایټمي امنیت دوه کلنۍ غونډې په دریم سیمنار کې  پخپلې وینا کې وئيلي دي ، اسلامی  ایران به هیڅکله هم د خپل امنیت په خوندي ساتلو کې  شک او لټي ونه کړي . صالحي  په دغې غونډې کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ساتل د ایټمي ا منیت تامینونکي وبلل  او ددغې  نړیوالې موافقې په ساتلو  او د امریکا  له سرزوري او یو اړخیز سیاست څخه په ژغورنې کې د یوه اصلی لوري په توګه د  اروپا مسئولیّت یادونه کړې ده . علی اکبر صالحي  د امریکا حکومت په امریکا  او د فلسطین په نیواکي ټاټوبي  کې د واکمن رژيم د  غیر مسئولانه او  ناسم   چلند  او دمعرفي  دموجوده شرائطو  اصلی  ګرم  بللی دی

هغه همداراز د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانسه هم وغوښتل د ایټمي ا منیت په حوزې کې دې  دنړیوالو ملګرتیاؤ د تضمین لپاره ، لازم اقدامات وکړي  او د ایټمي امنیت  په پلمه دې دغو ملګرتیاؤ ته د تاوان رسیدا مخه ونیسی .

««««««««««««««««««««««««««««

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه