Feb 16, 2020 11:55 Asia/Kabul

p-678- naml-ayaat-6-11 د نمل سورې له شپږم نه تر یولسم پورې آیتونو ترجمه او تفسیر

p-678-naml-ayaat-6-11
(ای پيغمبره) بې شکه ته قرآن د پوه حکیم له  لورې اخلې.
نمل سوره د قران د عظمت او د مومنانو په هدایت او سعادت کې د هغه د رول  په بیان سره پیل شوه ، بیا یې د مومنانو  ځانګړنې او دهغو کسانو برخلیک بیان کړ چې  په قیامت عقیده نه لري  ددغو ایتونو په دوام کې او د پیغمبرانو د کیسو له پیله مخکې دا ایت فرمایي: د دغه اسماني کتاب تعلیمات  له الهي حکمت او علمه اخستل شوې دي . دلته مطلب د انسان په ښه بده د  خدای تعالی بې پایانه علم  او د هغوی دندو او قوانینو په تشریح کې دخدای  حکمت دی چې انسان د هغه له خلقته خپل اصلي هدف ته نزدې کوي . 
بیا په ورپسې ایتونو کې د پيغمبرانو د بعثت په بهیر کې د دغه الهي علم او حکمت ځینې بیلګې بیانوي. 
درسونه : 
۱: قران د الهی علم  او حکمت  جلوه ده . د پيغمبر علم هم  چې د وحي لاسته راوړونکی دی لدني علم دی  نه اکتسابي. 
۲: دیني احکام او اوامر له الهي علمه سرچینه اخلي  او په هر یو حکم کې یې یو حکمت پټ دی که څه هم مونږ پرې پوه نه شو  او د پوهیدلو لپاره یې لاره ونه لرو. 
(یاد کړه) هغه وخت چې موسی خپلې کورنۍ ته وویل:ما ( له لرې) یو اور ولیده. (تاسو همدلته پاتې شئ) ډیر زر به یې درته خبر راوړم یا به  درته د اور یوه شغله (سکروټه) راوړم.ښایي چې ځانونه ګرم کړئ.
نو څنګه چې موسی ورنزدې شو غږ ورکړل شو  مبارک شو هغه څوک چې په اور کې او هغه څوک  چې خواوشا یې دي او سپیڅلی دی  هغه خدای  چې د نړیوالو پالونکی دی .
ای موسی بې شکه دا زه یم عزیز او حکیم خدای.
په دغه سوره کې د پینځو لویو پیغمبرانو او دهغوی د قومونو کیسه راغلې ده  او پیل یې د حضرت موسی او دهغه د مبعوث کیدو  په هکله دی .  په روایتونو کې راغلې دي چې کله چې حضرت موسی علیه السلام له خپلې  کورنۍ سره  له حضرت شعیبه د مصر په لور روان و ، د شپې یې لاره ورکه کړه  او په سخت توپان او ساړه واوړیدل . حضرت موسی په دغه حال کې دخپلې کورنۍ لپاره د یو پناه ځای او د ژغورنې په  فکر کې و چې ناڅاپه یې له لرې یو اور ولیده له ځان سره یې وویل : ضرور  دغلته څوک شته چې اور یې بل کړی دی او له مونږ سره مرسته کولی شي  یا لږ ترلږه لاره راښودلی شي. له بلې خوا  کورنۍ یې له ځان سره هلته نه شوه بوتللې  ځکه چې ویریده چې  خراب خلک یا شوکمار نه وي نو خپلې کورنۍ ته یې وویل : تاسو همدلته پاتې شئ زه ورځم ګورم  چې  دا څوک دي چې یا مونږ ته لاره وښيي او یا ترې  یو څه اور او سکروټې راوړم چې ځانونه پرې ګرم کړو. 
کله چې موسی علیه السلام اور ته ورسیده ، هلته یې څوک ونه لیده  خو یوه ډیره عجیبه نظاره یې ولیدله .  دا اور  له شنو اونو راپورته کیده  او هر لور  ته تله ، یوه شغله د حضرت موسی په لور هم  راغله  ، موسی علیه السلام وویریده  او شاته شو . په دې وخت کې یو غږ راغی چې  ای موسی! مه ویریږه ، زه عزتمن او حکیم خدای یم  چې غواړم تا په پیغمبرۍ وګمارم .  دا اور هم زما د قدرت یوه جلوه ده  چې نه تا سوزوی او  نه هغه شنې ونې.  او هر څوک چې  په دې کې یا یې په خواوشا کې وي  زما په امان کې دی . 
درسونه : 
۱: پیغمبرانو عام ژوند درلود او د نورو خلکو په شان به یې ژوند کاوه . موسی دخپلې کورنۍ د ضرورت د پوره کولو لپاره  هلې ځلې پیل کړې خو خدای تعالي هغه په دغه شان حال کې  پیغمبرۍ ته ورساوه . 
۲: که خدای اراده وکړي اور هم  د سوزولو طاقت له لاسه ورکوي  او بې خطره کیږي. لکه  هغه وخت چې  کافرانو حضرت ابراهیم علیه السلام په اور کې واچوه خو اور هغه ته  ګل ګلزار شو . 
عصا دې  وغورځوه.(موسی عصا وغورځوله) نو  چې کله یې ولیدله   چې د  یو مار په شان ټوپونه وهي (او خوځیږي) نو شا یې  کړه او وتښتیده او راستون نه شو. (هغه ته مو وویل) ای موسی مه ویریږه ځکه چې پیغمبران زما په نزد نه ویریږي.
مګر هغه څوک چې ظلم وکړي  بیا  له بدۍ وروسته  خوبي د ( هغې) په ځای راولي  نو بې شکه چې زه بخښونکی مهربان یم.  
طبیعي ده چې د ده غږ په اوریدلو  او دهغه  بې زیانه اور په لیدلو سره حضرت موسی  په شک او دوه زړه توب اخته شي چې  آیا هغه څه چې اورم یا یې وینم  د خدای خبره او کار دی که نه  ، نو خدای هغه  ته امر وکړ چې  خپله لکړه په ځمکه وغورځوي ، موسی همداسې وکړل  خو ناڅاپه یو وړوکی مار راښکاره شو چې د  موسی په لور روان شو ، موسی له ویرې وتښتیده ځکه چې د دغه شان عجبیې نظارې د لیدلو تمه یې نه لرله . غږ راغی چې ای موسی دا ستاو د نبوت نښه ده . ته اوس د نبوت او  پیغمبرۍ مقام ته رسیدلی یې  او هغه څه چې دې ولیدل  یوه معجزه وه  چې تاته ډاډ درکړي  هغه څه چې اورې د خدای غږ دی نه  شیطاني القائات . همداراز  خلکو ته د  دغه معجزې په ښودلو سره  هغوی ته ډاډ ورکړه چې  ته دخدای  پیغمبر یې او ساحر او جادوګر نه یې. 
ای موسی زمونږ در د امنیت  او ارامښت در دی  او دلته ویره او ترهه  معنا نه لري .  ویره هغه چاته پکار ده چې  په ځان یا نورو یې ظلم کړی وي . البته هغه هم که توبه وکړي  او له ګناه لاس واخلي  زمونږ رحمت ورباندې نازلیږي. 
درسونه :
۱: د معجزې کیدل د خدای  په  غوښتنه او اراده ده که څه هم د پیغمبرانو په لاس وشي  نو ځکه مخکې له دې چې دغه خارق العاده کار د خلکو لپاره معجزه وي په خپله د پیغمبرانو لپاره هم معجزه او د اطمینان بخښونکی دی . 
۲:  په الهي لید کې ظالم باید همیشه په ویره او ترهه کې وي نه په اطمینان او راحته کې. 
۳: د خدای  بخښنه د انسان له نیک کار او ګناه له جبرانه وروسته ده . 
پای.

ټیګونه

کمنټونه