Feb 23, 2020 12:14 Asia/Kabul

p-680-naml-ayaat-17-22 د نمل سورې له اوولسم نه تر دوه ویشتم پورې آیتونو ترجمه او تفسیر

p-680-naml-ayaat-17-22

او د سلیمان لپاره د پيریانو او انسانانو او مارغانو سپایان راغونډ کړی شول، نو هغوی ( له بې نظمۍ) منع کیدل ( چې د سلیمان په رکاب کې پاتې شي)

(سلیمان له خپل لښکر سره حرکت وکړ) تر دې چې د میږیو وادۍ ته ورسیدل. یو میږي وویل: ای میږیو! خپلو کورونو ته ستانه شئ چې سلیمان او لښکریان یې تاسو په ناخبرۍ کې  تر پښو لاندې نه کړي.

په تیره برخه کې مو وویل چې  خدای تعالی داوود او سلیمان علیهما السلام ته  علم او طاقت ورکړ  چې دهغه په مرسته یې په شام او خواوشا ټاټوبو حکومت وکړ . دا ایتونه د حکومت یو مهم ضرورت یعنې د سپایانو او لښکرو لرلو ته اشاره کوي  او فرمایی:  د ا نسانانو ، پیریانو او  مارغانو یوه ډله د حضرت سلیمان په خدمت کې وه  او د هغه په سپایانو کې دغه درې واړه شامل وو کله به چې هغه اراده کوله  هغوی به له دښمن سره مقابلې ته تیار وو.

یو ځل  چې حضرت سلیمان علیه السلام هغوی وغوښتل  ټول حاضر شول  او یو کوټلی او  منسجم لښکر په حرکت کې راغی  په لاره کې یوې صحرا ته ورسیدل چې ډیر زیات میږي  وو پکې . حضرت سلیمان د خدای په اذن د یو میږي غږ واوریده چې  نور میږو ته یې ویل :خیال کوئ  چې د سلیمان د او دهغه د سپایانو  او اسونو تر پښو لاندې نه شئ ځکه چې هغوی تاسو ته متوجې نه دي  او په ناخبرۍ کې تاسو  مړه نه کړي.

 ته وا د صحرا  میږی هم په دې پوهیده چې د حضرت سلیمان علیه السلام چې یو پاچا و آزار باید  یو میږي ته هم ونه رسیږي  او دهغه لښکریان باید په یو میږي هم ظلم ونه کړي.

درسونه :

۱: انسان دا طاقت لري چې پیریان  په خپل تسخیر او ولکې کې راولي او  په مختلفو کارونو کې ورځنې مرسته وغواړي.

۲: نظم ، انضباط ، پوځي طاقت  او  له دښمنانو سره د مقابلې لپاره  له پیاوړو ځواکونو کار اخستل  د انبیاوو د حکومتونو  یوه ځانګړنه ده .

۳: حیوانات هم  په خطرو او تاوانونو پوهیږي  او یو بل ته خبرداری ورکوي.

۴: دخدای له خوا غوره شوې بندګان حتی   عمدا  یو میږي ته هم تاوان نه رسوي.

نو سلیمان د هغه میږي له خبرو په مسکا سره  وخندل او وې ویل :  ای ربه ماته الهام وکړه (ا و توفیق راکړه) چې د هغه نعمت چې ما او زما پلار او مور ته دې ورکړی دی مننه وکړم  او  داسې نیک عمل  چې خوښوې یې وکاندم  او په خپله مهربانۍ او رحمت سره  ما د خپلو غوره بندګانو په لیکه کې راوله .

د هغه میږي خبرې چې وې ویل خیال کوئ چې د سلیمان د سپایانو تر  پښو لاندې نه شئ له یوې خوا د سلیمان علیه السلام د حیرانتیا او مسکیدو سبب شو  چې څنګه یو میږی  د نورو میږو په فکر کې دی . او له بلې خوا  یې هغه  دې خبرې ته  فکر کولو ته متوجې کړ چې داسې نه  وي  د هغه په حکومت او پاچاهۍ کې په لاس لاندې  یا کمزورو کسانو ظلم او زیاتی وشي  حتی که  قصدا هم  نه وي.  نو لاسونه یې دعا ته پورته کړل او  له خدایه یې وغوښتل چې  له هغه سره د خپلو دندو په ترسره کولو کې مرسته وکړي  هم په فردي او کورنیو  فرایضو او هغو نعمتونو ته په توجه کې چې  خدای هغه او پلار او مور ته یې ورکړې دي  او هم  په حکومت او ټولنیزو دندو کې  چې  بې له ښو او غوره کارونو ، هغه هم  د خدای د رضا لپاره  بل کار ونه کړي  او انجام یې هم ښه وي  او له نیکانو او صالحانو سره محشور شي.

درسونه :

۱: د ټولنې د مشرۍ او مدیریت  یوه ځانګړنه  د لویې سینې لرل دي  چې انسان وکولی شي په ځان اعتراض او نیوکه واوري  او له نیوکه کوونکي سره د بد سلوک په ځای   په  پراخ تندي د  کره کتنې او اعتراض هرکلی وکړي. لکه څنګه چې حضرت سلیمان  علیه السلام د میږي خبره واوریده او  په مسکا سره یې هرکلی وکړ.

۲:د خدای د نعمتونو شکر یوازې په ژبه   نه دی . له نعمتونو سمه استفاده نیک او غوره کارونه او د خدای د بندګانو خدمت هم د خدای شکر دی .

۳: هغه نیک کار ارزښت لري چې  هدف یې د پالونکي د رضا جلبول وي  نه د  خلکو په نزد د نوم او شهرت لاسته راوړل.

 او (سلیمان) د مارغانو پوښتنه وکړه  ( اوملا چرګګ یا هدهد یې ونه لیده) نو وې ویل :  دا په ما څه شوې  چې هد هد  نه وینم،  او  که نه  حاضر نه دی ؟

 ضرور به هغه ته سخته سزا ورکوم  او یا به یې وژنم . مګر دا چې (د خپلې  غیر حاضرۍ لپاره) یو روښانه دلیل ماته راوړي.

 نو ډير وخت نه و تیر چې ( هدهد راغی او) وې ویل :  زه له داسې شي خبر شوم چې ته ترې نه یې خبر او  ستا لپاره مې د سبا ( له وطنه) یو سم ( او مهم) خبر راوړی دی .

په تیرو ایتونو کې مو وویل چې  مارغان هم د حضرت سلیمان په خدمت کې وو . دغه  مارغانو به حضرت سلیمان علیه السلام ته په شام او  خواوشا کې د تیریدونکو حالاتو خبر راوړو . په دغو ایتونو  کې  فرمایي:  یو ځل چې حضرت سلیمان علیه السلام د دربار په مارغانو نظر واچوه ټول یې ولیدل بې له هدهده   چې  ظاهرا مخکې هم هد هد   څو ځله غیر حاضري کړې وه  نو  په ډیر قاطعیت سره یې چې د  یو حکومت د  چلولو لپاره ضروري  دی وویل :  که هد د سستۍ او بې غورۍ په وجه غیر حاضري کړې وي  نو سخت چلند به ورسره وکړم او کیدی شي وې وژنم  مګرد ا چې د خپلې غیر حاضرۍ لپاره  موجه دلیل راوړي.

د هد هد یا ملا چرګک غیر حاضري ډيره اوږده نه شوه  او ډیر زر سلیمان ته  ورغی  او وې ویل :  زه د سبا ټاټوبي ته تللی وم . هلته مې داسې څیزونه ولیدل چې ته ترې خبر نه لرې او زه به درته د هغه ځای خبرونه ووایم . هدهد په دې توګه  خپله غیر حاضري توجیه کړي  او د سلیمان له خوا له ځان سره د سخت چلند مخه یې ونیوله .

درسونه :

۱:  تر لاس لاندې کسانو په هکله  پوښتنه کول او له حال احواله یې ځان خبرول  د الهی اولیاوو سیرت او روده پاتې شوې ده .

۲: تیز نظر، په حالاتو کې دقت او  ورباندې تسلط د ټولنې د رهبرۍ لپاره  یو  لازم شرط دی . لکه څنګه چې  سلیمان په خپل حکومت کې  په ټول دقت سره هر څه تر نظر لاندې ساتل .

۳:  په یو نظام او  حکومتي تشکیلاتو کې  سستي او غفلت د منلو وړ نه دی . باید له سرغړوونکو سره سخت چلند وشي  چې د نورو لپاره د عبرت درس شي  او هغوی د سرغړاوي جرات پیدا  نه کړي.

۴:  د قاطعیت او سختوالي  تر څنګ منطقي پاتې کیدل او د موجه عذر منل  د اسلامي واکمنۍ لپاره ضروری ده .

پای.

 

ټیګونه

کمنټونه