Feb 23, 2020 12:20 Asia/Kabul

p-681-naml-ayaat-23-28 د نمل سورې له دولسم نه تر شپاړسم پورې آیتونو ترجمه او تفسیر

p-681-naml-ayaat-23-28

( هدهد وویل:د سبا په ټاټوبي کې مې) یوه ښځه ولیدله چې  په خلکو پاچاهي کوي او هر څه ورته ورکړل شوې دي او د (پاچاهۍ) لوی تخت لری.

هغه او قوم مې یې ( داسې) وموندل چې د خدای په ځای لمر ته سجده کوي او شیطان یې عملونه د هغوي په نظر کې ښکلې کړې او  هغوې یې  ( دحق) له لارې منع کړې دي ، له دې امله نه هدایتیږی.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  ملا چرګک یا هدهد د سلیمان  په دربار کې دخپلې غیر حاضرۍ په  توجیه کې وویل : زه د سبا وطن ته تللی وم او له هغه ځایه مې یو مهم راپور راوړی دی .

دا ایتونه  د ملاچرګک راپور داسې بیانوي  چې په هغه سیمه کې د نورو سیمو اپوټه  یوه ښځه حکومت کوی  چې ډير زیات امکانات او اسانتیاوې لري  او یوه لویه ماڼۍ او پرتمین دربار او تخت لري.

سلیمان علیه السلام د دغه خبر په اوریدو او  له داسې یو حکومته په خبریدو حیرانه و  چې   ملا چرګکد خپل راپور اصلی ټکي ته اشاره وکړه  او وې ویل : مهه د دغه ښځې تاج و تخت او ماڼۍ نه ده بلکې هغه څه چې تاسو باید د خدای د یو پیغمبر په توګه له هغې خبر شئ دا دي چې د دغه سیمې ټول خلک د لمر عبادت کوي  او  په ډول ډول ګناهونو اخته دي ځکه چې  شیطان بدۍ هغوي ته ښکلې کړې دي  له همدې امله د دغه  خلکو هدایتیدل ډیره سخته خبره ده .

درسونه :

۱: د خدای د نعمتونو لرل  د کسانو د ښه والي یا بدوالي نښه نه ده .  سلیمان او د سبا ملوکې یا بلقیس دواړو  ډیر امکانات او نعمتونه لرل خو  یو دخدای پیغمبر و او بله  یوه کافره واکمنه وه .

۲: خلک غالبا هماغه عقیده او دین خپلوي چې چارواکي یې  پرې باور لري  له همدې امله حکومتونه د خلکو د دیني عقیدو او باورونو په جوړولو کې  اغیز شیندونکی رول لري.

(شیطان هغوی داسې غولولې دي )چې  خدای ته سجده ونه کړي ، هغماغه خدای چې د اسمانونو او ځمکې پټ رابرسیره کوي.  اوله هغه  څه چې تاسو یې پټوئ یا ښکاره کوئ خبر دی.

هغه الله چې له هغه پرته بل معبود نیشته او د لوی  عرش  رب دی .

 ملا چرګک د سبا د خلکو د لمر پرستۍ  په هکله د خپل راپور له وړاندې کولو وروسته  په حیرانتیا سره وایي نه پوهیږم چې هغوي ولې  د هغه خدای د عبادت په ځای چې  د اسمانونو او ځمکې پټ راښکاره کوی او دانسانانو له پټو بربنډو خبر دی ، د لمر عبادت کوي.؟

د ویلو ده چې  په اسمانونو او ځمکې کې  د پټو د رابرسیره کولو مصداق د باران ورښت او د  بوټو ټوکیدل دي . مونږ ټولو ته پته ده چې په اوله کې  یو بوټی په دانې کې پټ وي  خو د خدای په قدرت سره د دانې له زړه  یو ښکلی نیالګی رازرغونیږي او خلک له خپل وجوده خبروي.

د ملا چرګک په نظر کې حتی  د سلیمان  هم چې  هم د خدای پيغمبر دی او هم لوی پاچا،  عبادت نه شي کیدلی ځکه چې دهغه علم محدود دی  او خبر نه دی چې د سبا په ټاټوبي کې څه تیریږي . یوازې هغه خدای د پرستش او عبادت لایق دی چې  د نړۍ او انسانانو په ټولو پټو او ښکاره و خبر دی  او هر کله چې وغواړي پټ راښکاره کولی او نور ترې خبرولی شي.

درسونه :

۱:  عبادت کول یوه فطري خبره ده  او په تاریخ کې انسان د جماداتو، حیواناتو او انسانانو په شان مختلفو مخلوقات  سپيڅلې ګڼلې او دهغو عبادت یې  کړی دی .

۲:طبیعي عوامل لکه لمر  د بوټو په زرغونیدو او د مخلوقاتو په ژوند کې  لوی رول لري  خو هغوی  دځان او دخپلو خاصیتونو او ځانګړتیاوو پیدا کوونکي نه دي  . باید د لمر خالق ته سجده وشي  نه لمر ته  ځکه چې  لمر هم د خدای یو مخلوق دی .

۳: د خلکو په نزد د بدیو له ښایسته ښودلو د  شیطان هدف  دا دی چې هغوی  د  نړۍ د خالق په وړاندې سجده ونه کړي  په داسې حال کې چې  د نړۍ د پنځګر په وړاندې  سجده کول د خدای پرستۍ مظهر دی .

۴: نړۍ د لوی خدای محضر دی  او هیڅ شی او هیڅوک له خدایه پټ نه دي.

(سلیمان هدهد ته) وویل: ډیر زر به ووینو چې رښتیا دې ویلې دي که نه له دروغجنو یې؟

 زما دا لیک یوسه او هغوی ته یې وروغورځوه. بیا ترې مخ راوګرځوه  نو وګوره چې څه ځواب  ورکوي.

حضرت سلیمان علیه السلام د ملا چرګک د خبرو له اوریدلو وروسته  دهغه غیر حاضري موجه وګڼله او د غیر حاضرۍ په  وجه یې هغه ته څه ونه وویل. خو دې ته په پام سره چې  راپور یې مهم او  د پام وړ و نو بې له دې چې څه ووایي د هغه په هکله یې تحقیق ضروري وګاڼه  نو  په خپله یې یو ولیکه  او له ملا چرګکه یې وغوښتل چې دهغه لیک د سبا ملوکې ته ورسوي  او هلته پاتې شی  چې  وګوري هغه څه ځواب ورکوی.

البته د خدای عبادت  ته د نورو بلل او هغوی ته نصیحت کول  د الهي پيغمبرانو یوه روده ده . په تاریخ کې راغلې دي چې د اسلام پیغمبر هم  د روم او ایران پاچاهانو ته د بلنې لپاره  هغوی ته لیکونه  لیکلې وو.

درسونه :

۱: د حق دین ته د خلکو د بلنې لپاره  باید د وخت شرایطو او حالاتو ته په پام سره  له مختلفو وسیلو استفاده وشي. کله دخلې، کله  د لیک او کله هم د استازي د استولو په  وسیله باید دغه کار وشي.

۲: دنورو ادعا او تبلیغات باید مونږ له تحقیق او پلټنې   ونه غړوي.  سره له دې چې هد هد ادعا وکړه چې  دهغه خبر کره دی خو  سلیمان وویل باید ددغه خبر کره کوټه معلومه کړم .

۳: د مخالفانو په هکله له هر ډول فیصلې مخکې  باید هغوی ته نصیحت وشی او له حقایقو خبر کړی شي  او د هغوی له ځواب سره برابر لازم اقدامات وشي.

پای .

 

ټیګونه

کمنټونه