Mar 01, 2020 04:35 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ایران نن سبا له یو ستر ملي کمپین څخه تیریږي. هغه کمپین چې کابو دوه اونۍ وشوې له یو وایرس سره د مقابلې لپاره رامینځته شوی څو وښايي چې د ایران ولس سختیو ته نه تسلیمیږي او په هر ډول حالاتو کښې به مشکلاتو ته د ماتې ورکولو هیله او امید له لاسه ورنه کړي.

ایران نن سبا له یو ستر ملي کمپین څخه تیریږي. هغه کمپین چې کابو دوه اونۍ وشوې له یو وایرس سره د مقابلې لپاره رامینځته شوی څو وښايي چې د ایران ولس سختیو ته نه تسلیمیږي او په هر ډول حالاتو کښې به مشکلاتو ته د ماتې ورکولو هیله او امید له لاسه ورنه کړي.

د دې مسئلې اهمیت ته په پام سره مو ایران د اونۍ په هینداره کښې ننی پروګرام هم دې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

*/*/*/*/

د کورونا وایرس خوریدل د تیر ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشته کښې د چین په ختیځ ولایت هوبئي کښې له ووهان ښاره پیل شول. د کوویډ-۱۹ په نوم دغه ناروغي اوس په نړیواله سویه خوره شوې ده.

کورونا وایرس د هغو وایرسونو یوه ټولګه ده چې په وړومبي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کښې کشف شول او تراوسه یې اووه ډولونه پيژندل شوې دي چې وروستۍ قِسم یې (کورونا) دی. د محققانو له نظره، که څه هم کورونا وایرسونه زیاتره په حیواناتو یا ځناورو کښې لیدل کیږي خو د هغو پنځه ډولونه د انسان د بدن تنفسي سیسټم هم تر تاثیر لاندې راولي.

دغه وایرسونه د معمولي زکام نه واخلې د (سارس) او (مرس) په شان سختو ناروغیو پورې علایمو د راڅرګندیدو سبب کیږي خو (کوویډ-۱۹) ماډل یې ککړ کس د تبې او د سالنډۍ، د مرۍ د درد او پوزې بهیدنې په شان علایم او ستونزې لري.

له دغه وایرسه د اندیښنې ترټولو ستره وجه نورو کسانو ته د هغه د منتقلیدو ډیر چټکتیا او ګړندی توب دی. د روغتیا نړیوال سازمان دې نتیجې ته رسیدلی چې دا ناروغي له یو انسانه بل انسان ته ډیره زر لګي.

دا وایرس نن سبا د چین پر دیرشو ولایتونو سربیره د نړۍ کابو پنځوسو هیوادونو ته رسیدلی دی او په ایران کښې هم پرې ځینې کسان ککړ او اخته شوې دي.

د خپرو شویو رپورټونو له مخې په ټوله نړۍ کښې تراوسه له ۸۵ زرو زیات کسان په کورونا وایرس ککړ شوې دي چې له دغه شمیر څخه څه باندې ۳۹ زره تنه ښه شوې دي او څه کم درې زره تنه مړه شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کیانوش جهانپور تیره جمعه د خبریالانو په ټول کښې په هیواد کښې په کورونا ناروغۍ باندې د ۳۸۸ کسانو اخته کیدو ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره تراوسه ۳۴ کسان د دغه وایرس او ناروغۍ له امله مړه شوې دي او ۷۳ تنه چې کورونا ورته لګیدلې وه، ښه شوې دي او خپلو کورونو ته لیږدول شوې دي.

په عین حال کښې د ملګرو هیوادونو له خوا په رضاکارانه توګه د کیدونکو مرستو د ترلاسه کولو په لړ کښې یولړ اقدامات شوې دي او په دې لړ کښې د چین د حکومت او سره صلیب له خوا وړومبنۍ جوپه چې د کورونا د ټیسټ کابو ۲۰ زره کِټونه او ځینې نور اړونده شیان په کښې شامل وو، تیره جمعه ایران ته راورسیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د چین له خارجه وزیر وانګ يي سره په ټیلیفوني خبرو کښې له تهران سره د بیجنګ د فني او تحصصي مرستو په قدرونې سره، د کورونا خوریدل یوه نړیواله مسئله وبلله او زیاته یې کړه: له کورونا سره د مقابلې حل لاره د دې مسلې له سیاسي کولو پرته د ټولو هیوادونو ملګرتیا او یوزړه توب دی.

ظریف هم داشان د کورونا وایرس د ختمولو لپاره د ګډو علمي تحقیقاتو لپاره د ایران او چین د محققانو د ملګرتیا هرکلی وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې په ایران کښې د کورونا وایرس له خوریدو د خواشینۍ په څرګندولو سره ایران ته د لازیاتو تخصصي مرستو د رالیږلو او هم ورته له کورونا سره د مبارزې د ټولو طریقو او موندنو د ورکولو او له ایران سره علمي ملګرتیا ته د چین چمتووالی اعلان کړ.

*/*/*/*

په کورونا وایرس باندې د ککړتیا د مواردو له پریکنده معلومیدو وروسته درملیز او مخه نیونکي اقدامات په چټکۍ سره په ایجنډا کښې شامل شول. د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا د چارو مسئولانو د امریکې له ټولو بندیزونو سره سره له نورو ټولو ارګانونو سره په غږملتیا سره په سیمه کښې د دغه وایرس د خوریدو د مخنیوي او کنټرول لپاره خپله پوره پوره هڅه کړې ده.

د ایران خلکو او چارواکو د طبي برخې، ډاکټرانو او نرسانو د بې وقفې هلوځلو قدرونه کړې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي تیره پنجشنبه د ایران د طبي علومو د اکیډمۍ د مشر ډاکټر مرندي په کتنه کښې له کورونا وایرس سره په مقابله کښې د روغتیا د وزارت او د وزیر د همکارانو، ډاکټرانو، نرسانو او درملیزو ټیمونو او کارکونکو په صمیمانه مننې سره وویل: دا ډیر ارزښتناک زحمتونه د ټولنې د ډاکټرانو او نرسانو د ټولنې موقعیت لوړوي او لوړ کړی یې دي او الهي اجر او ثواب یې هم په برخه کیږي.

د ایران روغتونونه نن سبا په دغه وایرس باندې د ککړو کسانو درملنې ته تیار کړی شوې دي او په هیواد کښې د یادې ناروغۍ د مخنیوي او ورسره د مقابلې لپاره ټول طبي او روغتیايي ضرورتونه پوره کړی شوې دي.

*/*/*

په ایران کښې د کورونا ناروغۍ د خوریدو د خبر له خپریدو وروسته ځینو دښمنو رسنیو ډیرې پروپاګنډاوې وکړې چې په خپل ګمان ایران په دغه وایرس باندې د اخته کسانو د شمیر په پټولو او دروغ ویلو تورن کړي. د دشمنانو یو پلان او دسیسه په ټولنه کښې ډیره ویره خورول او د ایران بیخي چُټي کول او بندول دي.

په هم دې لړ کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په یولړ بې بنیاده څرګندونو کښې ادعا وکړه چې امریکا ډیره انديښمنه ده چې ایران د کورونا وایرس د خوریدو جزئیات پټ کړې وي.

پمپئو په دوام کښې مدعي شو: د ایران په شان ټول هیوادونه باید د دې وایرس په هکله حقیقت ووایي او له نړیوالو ارګانونو او سازمانونو سره ملګرتیا وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د خپلې کابینې په غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نه دي پکار کورونا په هیواد کښې د کار او تولید د چټي کولو لپاره د دښمنانو په وسلې باندې بدل شي، وویل: احصائيې ښودنه کوي چې په دې وروستیو کلونو کښې په امریکا کښې له ۱۲ زرو نه تر یو لاک پورې کسان د انفلانزا له امله مړه شوې دي.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه چې امریکایانو او د ایران دښمنانو په تیرو دوو کلونو کښې په خپلو بایکاټونو او بندیزونو سره تل غوښتې دي چې په ایران کښې تولید او اقتصادي فعالیت بند کړي خو د خلکو په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې شوې.

*/*/*/

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني هم د کورونا وایرس د خوریدو په پلمه د ایران خلاف د دښمن نوې دسیسې ته په اشارې سره په خپل ټویټر اکاونټ کښې ولیکل: د ځمکنیو او هوايي سرحدوو د بندولو لپاره په هیوادونو باندې نفسیاتي دباؤ او د ایران د پټونې په لړ کښې دروغ ویل د دښمنانو د لارې نوې پلان دی.

هغه له دې مخکښې د امریکې د خارجه وزیر د لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کښې هم ویلې ووی چې له دې څخه د پمپئو اندیښنه چې د کورونا په هکله د ایران پټونه یې بولي په داسې حال کښې ده چې تاروسه یې د عین الاسد پوځي اډې د حقیقت، په افغانستان کښې د جاسوسي الوتکې د پیښې، په امریکې کښې د انفلانزا د سږ کال د پراخې مړینې او د نورو مسائلو په هکله د سپینې ماڼۍ لخوا تراوسه هیڅ کره خبر نه دی خپور شوی.

*/*/*

د ایران اسلامي جمهوریت خپلو ټولو ښاریزو ته د روغتیايي خدماتو په ورکړې ژمن دی. ایران هم داشان نورو هیوادونو ته هم د روغتیا او درملنې په لړ کښې خپلې تجربې ورمنتقلوي.

د سپاه پاسداران او پوځ په شمول د ټولو وسله والو ځواکونو قومندانانو د ټولو امکاناتو د کارولو او حتی د طبي پرسنل د شمیر او په روغتونونو کښې د کَټونو یا بسترو له زیاتولو او د ضرورت په وخت د فوري صحرايي روغتون له جوړولو سره د مرستې لپاره د دغو ځواکونو چمتووالی اعلان کړی دی.

په صنعت، معدن او تجارت وزارت کښې هم مسئولانو له کورونا وایرس سره د مقابلې لپاره په ضروري اقداماتو سره د هغو تولیدونکو د فعالیت د ۲۴ ساعته کیدو خبر ورکړی چې د جراثیم وژونکو او وینځونکو موادو او ماسکونو په لړ کښې کار کوي.

په ایران کښې متخصص پرسنل او روغتیايي امکانات نه یوازې له دې اوسنۍ مسئلې سره په مخامخیدنه کښې بلکې څو میاشتې مخکښې هم کله چې (د بي، ډول انفلانزا) وایرس ټولنې ته خطر پيښ کړی و، په ښه ډول وتوانیدل دغه بیماري کنټرول کړي او په دې روان پړاؤ کښې هم خامخا دا توانمني لري چې د کورونا وایرس مخه ونیسي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه

کمنټونه