Mar 01, 2020 22:40 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ

د افغانستان د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبد ا... عبد ا... په دغه هیواد کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هلو ځلو د بندولو په اړه د امریکایی چارواکو په څرګندونو په غبرګون کی وویل د هغه ټیم به د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي .

د هند او امریکا په پوځی تړون د پاکستان اندیښنه

د بین الافغانی خبرو اترو له پیلیدا مخکې د بندیانو د ازادولو لپاره د طالبانو غوښتنه

په افغانستان کی د موازی حکومت په اړه د امریکا له دریځ سره  د عبد ا... عبد ا... مخالفت

په انتخاباتی تاوتریخوالی کې د میانځګړیتوب لپاره د افغان پارلیمان د چمتو والی اعلان

او قطر ته د پاکستان د لومړی وزیر سفر ، په تیره اونۍ کې د ځینو مهمو خبرونو خلاصه وه اوس تاسو پام راغواړو تحلیلی برخې ته  

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د پاکستان حکومت د هند او امریکا ترمینځ د پوځی تړون د لاسلیکولو په اړه خبردارې ورکړ . دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي  په همداوروستیو کې  دهند او امریکا د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د روستي پوځي تړون باندې په غبرګون کې وئيلي دي ، ددغه تړون لاسلیک کول  به په سیمې کې د  لازیاتې بې ثباتۍ لامل شي .

 میرمن فاروقي د هند او امریکا دپوځي اړیکو  په پراختیا په تیره بیا  نوي ډیلی ته دډونالډټرمپ د سفر په دوران کې د دواړو هیوادونو په پوځي تړون باندې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره  وئيلي دي ،اسلام اباد د هندوستان د سیاسی او پوځي  چارواکو  ګواښونکي څرګندونې جدي ګڼي او  په نړیواله سویه ئې خپلې اندیښنې  اعلان کړی دي.

 دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په نوي ډيلي کې له هندي لومړ ي وزیر نریندرا مودي سره  دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي وو ، دواړه هیوادونو  په هندوستان  د آپاچي چورلکو او نورو امریکائي پوځي تجهیزاتو د  خرڅولو لپاره د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت  پوځي تړون لاسلیک کړی دی .

پاکستان او هند چی د کشمیر په شمول ډیر اختلافات لري دتسلیحاتو او پوځی تجهیزاتو په ډګر کې له یوه بل سره سیالۍ لري . په جنوبی آسیا کې د خپل زاړه سیال په توګه د هندوستان په پوځي  پروګرامونو د پاکستان اندیښنه په  داسې  حال کې بیانیږي ، چې  دواړه هیوادونه تل  دیوه بل له پولو سره نزدې پوځي مانورې ترسره کوي او دغه راز د قدرت ښودلو لپاره  دبالیسټک توغندیو  په یوه بل پسې آزموینې کوي .

د پاکستان او هندوستان په اړیکو کی د داسې شرایطو شتون سبب شوی دی چی د جنوبی اسیا امنیت دهغو له سیالیو او همداراز له نوی ډیلی او اسلام اباد سره د سترو لویدیځو قدرتونو د پوځی اړیکو د تنظیم له څرنګوالی سخت اغیزمن شي .

په تیرې یوې لسیزې کې د هند او امریکا د پوځی ملګرتیاو پراختیا په جنوبی اسیا کې د تسلیحاتی سیالیو اغیرمن عامل دی چی البته واشنګټن له ډیلی سره د پوځی اړیکو له پیاوړتیا سیاسی انګیزه لري . امریکا چی د افغانستان په بدلونونو کی د پاکستان په کړچار غوسه ده له هند سره د سټراتیجیکو او پوځی ملګرتیاو په ایجنډې کې راوستلو سره هڅه کوی پر پاکستان په روانی دباو سره د دغه هیواد چارواکي له سپینې ماڼۍ سره جدی ملکرتیا ته مجبوره کړي . د امریکا او هند د سټراټیجیکو اړیکو دپراختیا د بدلانه پیچومې په ۲۰۰۸ میلادی کال کی د دواړو هیوادونو ترمینځ د ایټمی ملګرتیا د موافقې لاسلیکول وو چی د پاکستان له نطره د دغه هیواد د امنیت او سیمه ایزو ترتیباتو لپاره ګواښ دې او همدغه مسله سبب شوه چی اسلام اباد هم د واشنګټن چارواکو ته د ورته تړون غوښتنه وړاندې کړي . د ټرمپ په پړاو کې د امریکا د تیرو حکومتونو په اپوټه له هند سره د پوځی ملګرتیاو د پراختیا اصلی هدف په دغه هیواد د وسلو او تجهیزاتو د خرڅولو له لارې د درامد ترلاسه کول دي چی ډیلی ته د ټرمپ په وروستی سفر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو چی پاکستان هغه په سیمه کی د بی ثباتۍ عامل بللې دې . داسې ښکاری په داسې شرایطو کی له چین او روسیې سره د پاکستان د پوځی ملګرتیاو پراختیا او په سیمه کی د وسله ایزو سیالیو سختیدا په ډیلی د واشنګټن د وسلو د خرڅولو د نوی تړون پایله وی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی له بین الافغانی خبرو اترو پیلیدا مخکې د بندیانو د خوشی کیدا غوښتنه وکړه . سهیل شاهین وویل په قطر کی به د امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیکیدا وروسته بین الافغانی خبرې اترې پیل شي . شاهین زیاته کړه د دغو خبرو اترو له ئبیلیدا مخکې باید لورو ترمینځ د باور جوړولو لپاره ګامونه پورته شي او د لورو د شپږ زره بندیانو خوشی کول د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د باور جوړولو لپاره  عملی ګام دې . (اشرف غنی ویلی دی چی امریکا د طالب بندیانود خوشي کولو صلاحیت نلري )

له بین الافغانی خبرو مخکې د بندیانو د خوشی کولو په اړه د طالبانو د قطر دفتر د ویندوی غوښتنه په داسې حال کی چی تراوسه بین الافغانی خبری ندي پیل شوی . د غوښتنو په تحقق کې بیړه بلل کیږي . البته په افغانستان کی د تاوتریخوالیو د کمولو طرحې موافقان او مخالفان درلودل چی اشرف غنی هم د دغې طرحې مخالف وو چی بیا وروسته د میونیخ د غونډې په ترڅ کې  له ځینو امریکایی چارواکو سره له خبرو اترو وروسته  له دغې طرحې ملاتړ وکړ . د افغانستان د سیاسی ډلو په شمول مدنی ټولنې له دغې طرحې ملاتړ وکړ .

د افغانستان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی دي چی افغان دولت د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشی کولو ته ژمن ندې او امریکا دا صلاحیت نلري چی افغان دولت دغه کار ته مجبوره کړي .

«««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبد ا... عبد ا... په دغه هیواد کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هلو ځلو د بندولو په اړه د امریکایی چارواکو په څرګندونو په غبرګون کی وویل د هغه ټیم به د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي .

عبد ا... عبد ا... د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د اشرف غنی د بریالیتوب له اعلانه وروسته د دغو نتیجو په نه منلو سره زیاته کړه د خلکو د پاکو رایو په اساس د ثبات او همپالنې ټیم د انتخاباتو بریالې دې او هغه په اساس به پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي . د امریکا له لاس وهنې سره د افغانستان د وحدت ملی حکومت داجراییه مشر مخالفت ښی چی هغه نیت نلری له خپلې فیصلې شاتګ وکړي . د افغانستان د ولسمشرۍ د تیرو انتخاباتو په اپوټه چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ جنجال د امریکا د خارجه وزیر په میانځګړیتوب او په دغه هیواد کې د ملی وحدت حکومت په جوړیدا سره ختم شو ، خو په دغه پړاو کې د عبد ا... کړچار ښی چی هغه له اشرف غنی د ایتلافی حکومت جوړولو ته تیار ندې . عبد ا... چی د اشرف غنی د بریالیتوب له اعلانه یو ساعت وروسته یې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا ژمنه وکړه  په تیرو ورځو کې د دغه هیواد د ځینو شمالی ولایتونو لپاره د نویو والیانو په معرفی کولو سره لومړنې ګام پورته کړ . له دې سره سره چی عبد ا... د ځینو ولایتونو لپاره والیان معرفی کړي دي خو تراوسه د انتخاباتو د بریالی کاندید په توګه اشرف غنی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د عبد ا... په پروګرام  غبرګون ندی ښودلې . د کابل پولیسو خبرداری ورکونکی بیانیه هغه کرښه وښودله چی په دغه هیواد کې د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هر ډول هڅې د نه زغملو ښودنه کوي .

په دغه بیانیه کې د عبد ا... په وسیله د نویو والیانو معرفی کیدا ته له اشارې پرته ټینګار شوی چی د حکومتی اورګانونو په بهیر کې خنډ رامینځته کول ملی خیانت او جرم حسابیږي  او له هغه سره به جدی او قانونی چلند وشی . دا ګومان مطرح دې چی دغه بیاینه د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره په غږملتیا کی برابره شوی ده چی عبد ا... ته د موازی حکومت د جوړولو په اړه خبردار ې دې چی که دا کار دوام وکړي نو بیا د افغان دولت په نیابت د ملی امنیت اداره دغې مسلې ته ورداخله شي . که په راتلونکیو ورڅو او اونیو کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د عبد ا... پروګرام جدی شي نو اشرف غنی به یې ونه زغمی او هماغه ډول چی د کابل پولیسو ویلی دی د حکومتی اورګانونو د فعالیت په بهیر کې خنډ رامینخټه کول خیانت حسابیږي  او له خاینانو سره د قانون په اساس چلند کیږی . په دغو شرایطو کې دا احتمال شته چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ  د یوې موافقې ته د نه رسیدا او په افغانستان کی د موازی حکومت د فعالیت دوام په خیانت د عبد ا... په تورنولو سره د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کې د هغو د پلویانو ترمینځ په واټونو کې نښتې وشي .

په داسط شرایطو کی ده چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ په انتخاباتی تاوتریخوالی کې د میانځګړیتوب لپاره  د پارلیمان د مشر د چمتووالی په اعلان سره امریکا هم د ولسمشرۍ د لوړې د دستورو د ترسره کیدا د وخت د ځنډولو غوښتنه کړي ده .

داسې ښکاری د دغو تاوتریخوالیو د دوام یوه منفی پایله د افغانستان د سولې په هغه بهیر ده چی امریکا ورته په افغانستان کی  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ماتې له جبۍ د وتلو لپاره د هیلې سترګې نیولي دي .

پای

 

ټیګونه

کمنټونه