Mar 07, 2020 12:54 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د رهبرۍ ستر مقام په ټویټر کې په یوه پیغام کې وفرمایل ، د نړۍ د مسلمانو زړه په هند کې د مسلمانانو په وژلې دغی دې . د هند دولت باید د افراطی هندوانو او پلوی ګوندونو په وړاندې دریږی او د مسلمانانو د وژلې په بندولو سره په اسلامی نړۍ کې د خپلې منزوی کیدا مخه ونیسي

 

د کرونا ویروس خپریدا هماغه راز د نړۍ د خبرونو په سر کې ده . اوس د نړي په څه د پاسه ۹۰ هیوادونو کی دغه ویروس لیدل شوی دې . په ایران کی هم د دغې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې کابو دوه اونۍ مخکې ښکاره شوې . د خپرو شویو راپورونو له مخې تر جمعې مازیګر پورې په درسته  نړۍ کې څه د پاسه یو لک کسان په کوویډ نولس ویروس اخته شوی دي ، ۳۴۰۴ کسان وژل شوی دي . په دنیا کې په ویروس د ککړو زیات شمیر په چین کې دې او تراوسه څه د پاسه اتیا زره اوه سوه لس کسان په دغې ناروغۍ اخته شوی دي .

د ایران د ورغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور وویل تراوسه په ایران کښې کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمیر ۴ زره، ۷ سوه ۴۷ ته رسیدلې چې په کښې ۱۲۴ تنه وفات شوې دي.

هغه زیاته کړه چې څه باندې ۱۵ زره او ۹۸۱ تنه د کورونا وایرس د لرلو په شک په روغتونونو کښې داخل کړی شوې دي او د لیبارټریو زیاتیدو ته په پام سره د تشخیص موارد هم زیات شوې دي.

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای تیره اونۍ یو ځل بیا د ډاکټرانو او نرسانو له بې ځنډه هلو ځلو قدرونه وکړه . د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل لکه څرنګه چی مخکې مو له ډاکټرانو ، نرسانو او درملیزو ټولګو صمیمانه مننه وکړه ، ضروری بولم یو ځل بیا له دغوعزیزانو چی په خپل ډیر ارزښتمن کار سره د خدای په لاره کې جهاد کوي ، قدرونه وکړم .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ناروغانو د عافیت  لپاره په دعا او همداراز د وفات شویو لپاره د الهی مغفرت او رحمت په غوښتلو سره د هغو د خپلوانو او پاتې کسانو لپاره د ارامښت او صبردعا وکړه او زیاته یې کړه د ککړتیا د مخنیوي په هکله د مسولانو له سپارښتو باید تخطی ونشی ځکه چی خداې تعالی مونږه ژمن کړي یود ځان او نورو د سلامتیا په وړاندې د مسولیت احساس وکړو .

د رهبرۍ ستر مقام په بله سپارښتنه کې درست خدای تعالی ته توسل او پام ته وبلل او ویې فرمایل البته دغه بلا دومره غټه نده او له دې سترې بلاګانې هم موجود وې خو زه ددیرو سترو بلاګانو د لیري کولو لپاره د پرهیزګارو کسانو اوځوانانو له پاکو او سوچه زړونو راوتلی دعا ته هیله من یم ځکه چی د خدای تعالی درګاه ته توسل او له نبی مکرم او سترو اولیاګانو د شفاعت غوښتل ډیر مشکلات لیرې  کولې شي .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز په دنیا کی له دغې ناروغۍ سره د ډیرو هیوادونو ښکیلیدا ته په اشارې سره زیاته کړه زمونږ مسولانو له لومړۍ ورځې په صداقت ، شفافیت او صفا سره خبررسونه وکړه او خلک یې خبر کړل خوځینې نور هیوادونه چی دا ناروغۍ پکې ډیره براخه او زیاته ده ، پټونه کوي البته مونږه د هغو ناروغانو لپاره هم له خدایا د عافیت دعا کوو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

اوس په ایران کی د کرونا د ماتې لپاره د درملنې او مخنیوی په زمینه کې پراخ اقدامات پیل شوی  دي چی د ایران او سیمې د سلامتیا په لوړتیا ډیر ښه اغیز شیندلې شي . د نړیوالې روغتیا ادارې استازی او د چین کارپیژاندو چی د شورو په ورځ کې یې د تهارن له ډاکټر مسیح دانشوری روغتون کتنه وکړه ،د ایران له اقداماتو ډاډ څرګند کړ . د روغتیا د نړیوالې موسیسې په اعتراف سره ، ایران نه یوازې دسیمې په سویه بلکې په نړیواله سویه هم ډيرې کارندوالی او توانمنۍ لري . د ایران حکومت له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د ملګرتیا زیاتره اهتمام ته هماغه راز دوام ورکوي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران خارجه وزارت تیره اونۍ د امریکا او طالبانو ترمینځ  د موافقې د لاسلیکیدا په غبرګون کې ټینګار وکړ ایران له هر هغه بدلون چی په افغانستان کی له سولې او ثبات سره مرسته وکړي او له هغو هلو ځلو چی په دې لړ کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وی ، هرکلې او ملاتړ کوي .

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارتد امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې د لاسلیک کیدا په غبرګون کې ټينګار کړی ، په افغانستان کې تل پاتې سوله به یوازې د طالبانو پشمول ددغه هیواد دسیاسی ډلو ټپلو  په ګډون ا و همداراز  د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دملاحظاتو په نظر کې په نیولو سره یوازې د بین الافغاني خبرواترو له لارې ترلاسه شي .

د ایران خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو وئيلي دي،ایران  له هر هغه بدلون سره چېپه افغانستان کې له سولې اوثبات سره مرسته کوي،او له هغو هلوځلو چې په دې باب د افغانانو په رهبرۍ او مالکیّت سره ترسره شي، ملاتړ او تود هرکلی ئې کوي .

 دغه اعلامیه  ددې خبرې په بیانولو سره چې  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون غیر قانوني دی ، او په دغه هیواد کې د جنګ او ناکراریو یو اصلي دلیل دی ، زیاتوي ، ددغو پوځیانو ویستل  په افغانستان کې د سولې او  ثبات د ترلاسه کولو لازمه ده او هر هغه اقدام به چې  ددغو پوځیانو د وتلو زمینه برابروي ،  په دغه هیواد کې له سولې سره مرسته وکړي .

  د ایران دخارجه وزارت  په اعلامیې  کې  وئيلي شوي دي ،د امریکا اقدامات  په افغانستان کې   دخپلو عسکرو شتون ته د رواوالي ورکولو لپاره یوه هڅه ده  او واشنګټن  د افغانستان د راتلونکي  په باب د دندې دټاکلو او یا  دسولې دتړون  دلاسلیک  کولو لپاره هیڅ حقوقي ځاي نه لري .

 د ایران د خارجه وزارت په  اعلامیې کې همدرااز جوته شوې ده ، ملګري ملتونه ، دبین الافغاني  خبرواترو د آسانتیاؤ   او هم ددغو موافقو د اجرا د څارنې اوتضمینولو لپاره  مناسب ظرفیَتونه لري. دغه اعلامیې زیاتوي،د ایران اسلامی جمهوریت ، د ا فغانستان د ټاټوبي بشپړتیا او حاکمیّت ته داحترام په سترګه په کتلو سره ، چمتووالی اعلانوي ،د خپل ملي امنیت د سټراټژۍ په اساس،  په افغانستان کې د سولې ، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر ډول مرستو ته تیار دی . دایران  خارجه وزارت همداراز  هیله څرګنده کړې،په افغانستان کې  یو داسې حکومت   واک ته ورسیږي ، چې  له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه او ورورګلویزې اړیکې ولري او  دترهه ګرۍ جرړه وچه کړائ شي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران ولسمشر  حسن روحانی په ټیلی فونی تماسونو کی دسوریې د ادلب په اړه  په تهران کی د  ایران ، سوریې او ترکیې د درې اړخیزې غوندې د ترسره کیدا غوښته وکړه . تر څو درستې مسلې پکې  اوارې شي .

د ایران خارجه وزیر ظریف  هم له خپل روسی همڅنګ سره د شسیمې د روانو حالاتو او استانې بهیر په اړه سلاومشورې وکړې . ظریف د دې خبرې په کولو سره چی د استانې بهیر بله غونډه  په تهران کی د مشرانو په سویه  ترسره کیږي  وویل د استانې بهیر بریالی خبرې اترې دي او دغه غونډه باید ژزر تر ژره په لوړه سویه ترسره شي .

ظریف وویل هغه یوازنۍ چاره چی توانیدلی په سوریه کی تاوتریخوالی کم کړي او د ثبات او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لرو ورشی ، د استانې بهیر دې . د استانې خبرې اترې د ۲۰۱۷ میلادی کال له جنورۍ د اسلامی ایران په نوښت او د روسیې او ترکیې په ملګرتیا سره په سوریه کی د سولې د ټینګولو په هدف پیل شوی دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس تیره اونۍ د ایران د ایټمی فعالیتونو په اړه تازه راپور خپور کړ .د دغه راپور په یوې برخې کې راغلی دی چی ایران دریو ځایونو ته د لاس رسي امکان ندې برابر کړې  او د نه اعلان شوی ایټمی موادو په اړه د اژانس د پوښتنو په اړه د پام وړ ملګرتیا نده کړی .

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير کاظم غريب آبادي له خبريالانو سره په مرکه کښې وويل، له بده مرغه يو ځل بيا امريکااو صهيونېسټ رژيم کوشش کوي چې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس او ايران ترمېنځ فعاله او رغانده ملګرتيا له خپلو اساسنامه اي دندو څخه د وتلو لپاره په آژانس باندې د دباو په راوړلو سره له خلل سره مخامخ کړي. غريب آبادي زياته کړه، ايران د ايټمي انرجۍ په نړيوال آژانس کښې د يو غېر اصولي او خطرناک بدعت له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي په حال کښې دې . هغه ټینګار  وکړ، د صهيونېسټ رژيم په شمول د جاسوسي ادارو د جعلي مطالبوپه اړه د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس لخوا د روڼوالي يا تکميلي لاسرسائۍ د هر ډول غوښتنه نه يوازې د آژانس د تاسيس له اسنادو او رښتيا آزمائنې له نظام سره توپير لري بلکه د دغو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د ايران لپاره هم د هيڅ ډول ژمنه نه رامنځته کوي.

غريب آبادي دا خبره په ګوته کړه چې که هېوادونه د جاسوسي ادارو د جعلي مطالبو او دسيسو په وړاندې بنيادي اقدامات ترسره نه کړي نو د هغوي ملي حاکميت به زيانمن شي.

««««««««««««««««««««««««««««««

په هغو شپو ورځو کې چی نړیواله ټولنه د کرونا له ناروغۍ سره ښکیله ده ، د هند له مسلمانانو سره د مدارا نه کول  او افراط پالنې ناروغۍ د نړۍ د خلکو احساس داغې کړې دې .

د ایران د کلتوري انقلاب د عالي شورا د دارالانشاء په پیغام کښې راغلې دي: په داسې وخت کښې چې نړیواله ټولنه له کرونا نومې پراخې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده، د تندلاریتوب او  د هندوستان له مسلمانانو سره د ګُزارې نه کولو ناروغۍ د نړۍ د مسلمانانو احساس ژوبل کړی دی.

د هندوستان مسلمانانو د دغه هیواد د ټولنې د یوې برخې په توګه چې د تاریخ په اوږدو کښې یې د هند له نورو پرګنو سره د ګډ صلحه ایز ژوند په ترڅ کښې د برصغیر د تمدن په تاریخ کښې ستر رول لوبولی دی، د دغه هیواد د تابعیت په قانون باندې په اعتراض کښ ېیې د یو مدني اعتراض په چوکاټ کښې غبرګون ښودلی دی خو د تندلارو هندوانو له قهرجن او خونړي ځواب سره مخامخ شوې دي.

په دغه پيغام کښې ټینګار شوی، دا څه چې نن سبا د هندوستان د پيښو په هکله د نړۍ په رسنیو کښې خپریږي، بې شکه چې د یوې نسل وژنې او د انسانیت خلاف د جنایت نښه ده چې په وړاندې یې د ملګرو ملتو، امنیت شورا او نورو مسئولو نړیوالو ارګانونو مناسب غبرګون ضروري دی او خپله ټوله وړتیا دې د دغو جنایتونو د بندولو لپاره وکاروي.

د هند په بیلا بیلو سیمو کی د مسلمانانو پرضد د افراطی هندوانو په تاوتریخوالیو کی چی د هند د مودی حکومت ترې ملاتړ کوی ، لږ تر لږه پنځوس مسلمان مړه او په سلګونو ژوبل شوی دي . افراطی هندوانو په نوی ډیلی کې د مسلمانانو جوماتونه وران کړي دي او په مسلمان میشته کوڅو یې د تیلو په بمونو سره حملې کړي دي .

د عینی شاهدانو په ویناهندی پولیس او امنیتی ځواکونه د مسلمانانو پرضد د افراطی هندوانو د مرګونو اقداماتو مختنیوې نه کوي .

هغه څه چی نن سبا د هنړي په رسندویو کې د هندوستان له پیښو منعکس شوی دي ، بې شکه د بشریت پرضد جنایت او یوه نسل ختمونه ده چی ضروری ده ملګری ملتونه ، امنیت شورا او نور مسول نړیوال اورګانونه د هغه په وړاندې مناسب غبرګون وښی او د دغو جنایتونو د  د درولو لپاره خپل ټول ظرفیتونه وکاروي .

د رهبرۍ ستر مقام په ټویټر کې په یوه پیغام کې وفرمایل ، د نړۍ د مسلمانو  زړه په هند کې د مسلمانانو په وژلې دغی دې . د هند دولت باید د افراطی هندوانو او پلوی ګوندونو په وړاندې دریږی او د مسلمانانو د وژلې په بندولو سره په اسلامی نړۍ کې د خپلې منزوی کیدا مخه ونیسي .

پای

 

ټیګونه

کمنټونه