Apr 19, 2020 14:53 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د مهمو بدلونونوپه باب له اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې هم د دواړو هیوادونوځینومهمو بدلونونو په باب خلاصه او ورپسې درته تحلیلی برخه وړاندې کوو . نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*/*/*/    له کرونا ویروس سره دمبارزې  په اړه   د اوربند لپاره له طالبانو ډلې د اشرف غني  غوښتنه */*/*/*/*/    په افغانستان کې  دسولې له ټينګیدا د پاکستان دپوځ ملاتړ */*/*/*/   د افغانستان دسیاسی نظام د بدلولولپاره  د افغانستان د ولس  د فیصلې په باب د طالبانو دریځ*/*/*//*/  د اشرف غني او عبدا..عبدا...  داختلافاتو په دوام سره  په افغانستان کې  کې د سیاسی ترینګلتیاؤ دوام */*/*/*/ او د کشمیر د شخړې له حل سره د مرستې لپاره د ملګروملتو له امنیت شورا د پاکستان غوښتنه،په  تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه ؤ،نو اوس مو هم رابولوود ځينو پيښو په اړه تحلیلی برخې آوریدو ته .

*/*/**/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

   په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي په افغانستان کې د امریکا او دغې ډلې د استازو دلیدوکاتو خبر ورکړی .سهیل شاهین  وئيلي دي په دغو لیدو کاتو کې د امریکا او طالبانو ترمینځ دلاسلیک شوي موافقې   لارې چارې او اجرا چې  څه موده مخکې په قطر کې لاسلیک شوي،ورازول شوه .

 د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دلاسلیک شوي موافقې په اساس ټاکل شوي ، د امریکاترهه ګرپوځ سوکه سوکه  له افغانستانه ووځي .

Image Caption

 

 په افغانستان کې د امریکا او طالب استازو ترمینځ لیده کاته په داسې شرائطو کې  چې د کابل حکومت  په وسیله ددغې ډلې د بندیانو  دخوشي کیدا موضوع  په لازیات حساسیّت سره تعقیبیږي،مهم ارزول شوي دي . د قطر په دوحې کې  د فرورۍ په ۲۹نیټه  د امریکا  او طالبانوډلې ترمینځ  دموافقې په لاسلیک کیداپسې  د کابل  حکومت  په وسیله  ددغې ډلې د بندیانو خوشي کیدا موضوع ته ددغې موافقې دواړو لورو جدي پام  واوښت .

 امریکا  چې   د افغانستان له حکومت سره له  غږملتیا پرته  په دغې موافقې کې  ئې د طالب بندیانو دخوشي کولو ژمنتیا کړې وه ،  د کابل پر چارواکو د سیاسی  دباؤنو په  اچولو سره ، ددغې ژمنتیا  داجرا کولو غوښتونکي شوه  او په نهایت کې  اشرف غني   د بین الافغاني خبرو  له ترسره کیدا په مخکې او وروسته مرحلو کې  ددغو بندیانو دخوشي کولو  فرمان صادر کړ.

         طالبانو ډلې هم چې  له  امریکا سره ئې  دسولې د موافقې په لاسلیک کولو کې  له دغه هیواده  د خپلو بندیانو دخوشي کیدا  امتیاز اخستی ؤ  په وروستیو اونیو کې ئې  ددغې ژمنتیا پر اجرا په کرتو ټينګار  کړی او ورسره ئې د نه  اجرا کیدا په بڼه کې د  موافقې دختمولو  ګواښ هم کړی دی .

 د طالبانود درستو بندیانو په یوه ځاي دخوشي کولو لپاره د امریکا او طالبانو ډلې  دتمو په اپوټه ، البته د کابل حکومت  له خپل لومړني مثبت دریځ سره سره ،  سوکه سوکه  په دې زمینې کې  خپل کړچار بدل کړی دی .

 اشرف  غني  د طالبانو په وسیله د تاؤتریخوالي د کمولو د  ژمنتیا د خلاف ورزۍ ،د داخلي دباؤنو په تیره بیا د نیوکه کونکوسیاسی او رسندوئي شخصیتونو له خواد دباؤنو او همداراز  د طالب بندیانو د خوشي کولو د بهیر په  یوه نه اعلان شوي سیاست کې د طالبانو ډلې د زیات غوښتنو دپیاوړتیا د احتمال پشمول  په بیلابیلو دلیلونو   له یولړ بدلونونو سره مخامخ شوی دی .

ټاکل شوې وه چې د بین الافغاني خبرواترو له پیلیدو مخکې  د طالبانو یو زر پنځه سوه بندیان خوشي شي ، چې د کابل حکومت  دم ګړۍ  ددغې ژمنې یوازې  یوه برخه  عملی کړې ده  چې  دا موضوع  ددغې ډ لې  د لوړروتبه  چارواکو  له منفي غبرګون سره مخامخ شوې ده .

                طالبانو ډلې  د افغانستان د حکومت د  دغه نوي سیاست په غبرګون کې  د کابل له چارواکو سره د بندیانو د خوشي کولو په اړه  خبرې اترې  درولي دي  او دوي ئې  په دې زمینې کې    په کارړنګونې تورن کړي دي .

 په دغه شان شرائطوکې طالبانو ډله  د افغانستان له حکومت سره  د خبرواترو دوام  دخپلو بندیانو دیو ځای په خوشي کیدا مشتملې د خپلې غوښتنې د پوره کیدا لپارهبې نتیجې بللی او په همدې دلیل ئې  په افغانستان کې د امریکا د حکومت له استازو سره په شوو خبرواترو کې  دهغې ژمنتیا د اجرا کیدا غوښتنه کړې ، چې  سپینې ماڼۍ د دوحې د سولې  د موافقې  دلاسلیک کولو په وخت کې   منلې ده .

 دغه لیده کاته  په داسې حال کې شوي ، چې  طالبانو ډلې تیره اونۍ په یوې اعلامیې کې  امریکا د سولې د دوو اړخیزې  موافقې  په چوکاټ کې د خپلو ژمنتیاؤ په بیا بیا خلاف ورزۍ تورنه کړې ده چې د هغوې رودې په اساس د طالب بندیانو خوشي کیدا چې  دغه ډله ئې تمه لري ، ددغې اعلامیې د محتوا یوه اصلي برخه کیدلی شي .

په افغانستان کې د امریکا او طالبانوډلې د استازو تریمنځ د لیدوکاتو احتمالی نتیجې  ممکنه ده ، ددغې ډلې د بندیانو دبشپړخوشي کولو لپاره پر اشرف غني د سپينې مانۍ له خوا د لازیاتو دباؤنو  په اعمالولو متمرکزې شي،چې د افغانستان پرتاؤتریخجنې سیاسی فضا او په دغه هیواد :ې د مدیریّتي انسجام په نه لرونکي  فضا کې ددغه شان  غوښتنې پوره کیدا  ډير سخته  ښکاري .

Image Caption

 

          طالبانو ډلې هم خبرداری ور کړی،د قطرموافقې ته دامریکا  نه پابند کیدا به  په افغانستان کې د جنګ د دوام لامل شي او مسئولیّت ئې هم د واشنګټن په غاړه  دی .

 طالبانو په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی ،امریکا د قطر د موافقې خلاف ورزي کوي او په وروستیو څو اونیو کې ئې په کرتو  د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کېهوائي حملې کړي او د افغانستان په سلګونو عام خلک ئې قتل عام کړي دي .

 په دغې اعلامیې کې  همداراز راغلي دي،د امریکائي پوځیانو له خوا د بمباریو او د  قطرد موافقې د خلاف ورزیو دوام، دسولې په ضد یو حرکت دی  او دسولې  پيل شوي بهیر ته تاوان رسوي . 

د قطر د دوحې د  سولې د دوه اړخیزې  موافقې څخه د امریکا د خلاف ورزیو په باب دغه هیواد ته د طالبانو خبرداري ورکونکي اعلامیه  ددې ښودنه کوي ، چې  د د واړو خواؤ  د استازو وروستۍ خبرې ا ترې بې نتیجې دي .

 د طالب بندیانو په خوشي کولو کې د افغان حکومت دسیاست په بدلیدا پسې  چې ټاکل شوې  وه ،  له هغوي  یو زر پنځه سوه بندیان په یو ځاي خوشي کړي ، ، دغې ډلې   د امریکا  حکومت په دغه بهیر  په اعتراض سره له امریکا وغوښتل  د بین الافغانی خبرواترو  له پیلیدا  مخکې دې  د درستو طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره پخپلې ژمنې عمل  وکړي . .

                د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ  د دوحې د موافقې مختلف اخستونونه او د دغې موافقې دمادو دخلاف ورزۍ په باب  په یوه بل متقابل   تورونه  په افغانستان کې  د دوی د استازو ترمینځ  دلیدو کتو لامل شوي څو  په دې زمینې کې   د موافقې او خپلو تمو  د اجرا دڅرنګوالي په باب  خبرې وکړي .

 طالبان  په اوسنیو شرائطو کې ، ددغې ډ لې دردستو بندیانو خوشي کیدا ،خپلو ژمنو  ته دپابندۍ لپاره د امریکا  یو امتحان ګڼي  او همداراز ددغې موافقې دقیقه اجرا ئې  دبین الافغاني خبرواترو دترسره کیدا ضرورت اعلان کړی دی .

 دطالبانو اصلي تمرکز دم ګړۍ   ددغې ډلې  د درستو بندیانو  په خوشی کیدا دی ، چې  ظاهرا په دې زمینې کې د افغانستان پر حکومت  د امریکا  پر دباؤنو  ئې نشي حسابولی . 

                د افغانستان په داخل کې د محمد اشرف غنی او عبدا..عبدا...ترمینځ دقدرت په سر دسیاسی تاؤتریخوالو دوام هم په دغه هیواد کې د چارو په پرمخ بیولو کې یو ډول تشې  رامینځةکړي دي .

 دغه شان شرائطو ته په پام سره  ده چې   د دوحې د موافقې  داجرا لپاره  په افغانستان کې د طالبانو ډلې او امریکا د استازو دخبرواترو له بې نتیجې کیدا وروسته ،  دغې ډلې  د سپینې ماڼۍ د ژمنتیاؤ د بیا بیا خلاف ورزیو په باب ګواښونکي  اعلامیه  صادره کړې ده چې البته  په یوې برخې کې ئې  دافغانستان  په بیلابیلو سیمو کې د ا مریکائي پوځیانو  دحملو دوام ته هم  اشاره کړې ده .  

 البته  په داسې شرائطو کې  طالبانو  دسولې د موافقې د بیابیا خلاف روزیو په توګه  په افغانستان کې  د امریکا د حملو  دوام ته  اشاره کړې ده  چې  دغې ډ لې ددغې موافقې له لاسلیک کیدا یوه ورځ وروسته څخه ئې  ددغه هیواد په مختلفو  سیمو کې حملو ته دوام ورکړی دی  .

په افغانستان کې د تاؤتریخوالو کیمدا ته دطالبانو ډلې دژمنتیا نه اجرا کیدا پردې سربیره چې ددغه هیواد د اعتراض لامل شوی،ددغې ډلې د بندیانو دخوشي کیدا په څرنګوالي کې ئې د کابل دحکومت  په کړچار کې د بدلون لامل شوی دی .

                   د افغانستان ولسمشر پر طالبانو غږ کړی ، څو  له کرونا ویروس سره دمقابلې او مبارزې لپاره دې  جنګ ودروي او اوربند دې اعلان کړي .

اشرف غني  په یوه پیغام کې له طالبانو ډلې غوښټيڼ دي ، دملګروملتو،د سیمې  دهیوادونو او  د افغانستان د  ولس  غوښتنې ته دې  مثبت ځواب ورکړي  او جنګ دې ودروي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په قطر کې د طالبانوډلې دسیاسی دفتر ویندوي هیل شاهین  هم وئیلي دي ،که  د افغانستان حکومت  له کرونا ویروس سره دمبارزې غوښتونکی وي ،نو په پیل کې دې  ددغې ډلې بندیان خوشي کړي .

سهیل شاهین مدعي شوی ،  حکومت د طالب بندیانو د خوشي د بهیر په وړاندې په پلمو جوړولو سره  ددغو بندیانو په خوشي کولو کې لټي کوي  او د بین الافغاني خبرواترو  په وړاندې چې  دهغو یو بحث د  اوربند دی ، خنډونه جوړوي .

                 په افغانستان کې د طالبانو ډلې له خوا  دجنګ د درولو  د ضرورت په باب داشرف غني دریځ  په دغه هیواد کې  د طالبانو له خوا د نښټو دنه درولو  غبرګون درلودلی دی .

 د قطر د دوحې د موافقې په اساس چې د طالبانوډلې او امریکا ترمینځ شوي،په افغانستان کې د تاؤتریخوالو کمولو ته دطالبانو ډلېله ژمنتیاؤ سره سره دغه ډله په افغانستان کې دجنګ دوام ته هماغه راز زور ورکوي  چې دا موضوع  د کابل د حکومت او افغان ولس  د جدي اندیښنو لامل شوې ده .

طالبانو  ډله  په داسط شرائطو کې چې په افغانستان کې د جنګ په دوام سره ئې  په  دغې ډلې افغان ولس نوره هم بد بینه کړی دی،د کابل حکومت  په جنګ غواړي کارونو تورن کړی دی . خو بیا افغان حکومت هم  له بین الافغاني خبرواترو مخکې د طالبانو له خوا د تاؤتریخوالي دکمولو د ژمنتیاؤ په خلاف ورزۍ دغه ډله تورنوي  او وائي  چې  تاؤتریخوالي  ئې نه یوازې کم کړي نه دي بلکې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ئې خپل جګړه مار  عملیات نوره هم زیات کړي دي حال دا چې بیا هم دوي د خپلو درستو بندیانو دخوشي کولو غوښتنې هم تکراروي .

Image Caption

 

 البته په همداوروستیو کې  د افغان حکومت له خوا یوشمیرطالب بندیان خوشي شوي،چې ددې په ځواب کې  طالبانوډلې هم  نیول شوي کابو یوشمیر افغان عسکرهم خوشي کړي دي ،خو بیا هم د دواړو لورو ترمینځ بې باؤري اوبې اعتمادي هماغه راز دوام لري او دډیری شناندو اوکارپوهانو په وینا ، په افغانستان کې روان سیاسی تاؤتریخوالي  زیاتیدا او همداراز د  طالبانو له خوا دجنګ جګړو دوام ته په پام سره لیرې ښکاري د بین  الافغاني خبرواترو پړاؤ دومره زر پیل شياو افغان ولس هم د سولې اوثبات کومه څپه وویني .ترڅوچې په افغانستان کې سیاسی تاؤتریخوالي او په سیاسی او امنیتي حوزو کې بې اعتمادي وي ،نو هیڅکله هم په دغه هیواد کې ثبات او کراری  نه ټينګیږي او بین الافغاني خبرې اترې هم ناشوني ښکاري .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه