May 03, 2020 14:13 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

که طالب غړی د افغانستان په زندانانو کی د کرونا له امله ووژل شي نو دغه ډله به یې سخت غچ واخلی . مجاهد له نړیوالو اورګانونو غوښتل چی له طالب بندیانو سره سیاسی او سلیقه ای چلند نه کوی او د انسانانو د ژوند د ژغورولو لپاره خپل مسولیت په جدی توګه ترسره کړی .

د تاوتریخوالیو د کمولو په اړه د طالبانو د بی لوظیتوب په اړه د افغان دولت دریځ

له هند سره ګډو سرحدی سیمو ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر

د چین له خارجه وزیر سره د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست تیلی فونی خبرې

د هند حکومت په وسیله په کشمیر کې د مسلمانانو د نسل وژنې په اړه د عمران خان دریځ

د امریکا او افغان دولت پرضد د طالبانو نوې ګواښ

او داسې نورې موضوګانې د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

طالبانو ډلې په خپل نوی دریځ کې امریکا او افغان دولت په پوځی حملې وګواښل . د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کی د د طالب بندیانو د حالاتو په اړه خبردارې ورکړ او ویې ویل امریکا د قطر موافقې د اجرا مسوله ده او که طالب غړی د افغانستان په زندانانو کی د کرونا له امله ووژل شي نو دغه ډله به یې سخت غچ واخلی . مجاهد له نړیوالو اورګانونو غوښتل چی له طالب بندیانو سره سیاسی او سلیقه ای چلند نه کوی او د انسانانو د ژوند د ژغورولو لپاره خپل مسولیت په جدی توګه ترسره کړی .

افغان دولت د هغو خبرو اترو په اساس چی تراوسه یې له طالبانو سره درلودلی د دغې ۱۵۰۰ بندیان یې خوشی کړی دي او طالبانو هم د افغان دولت ۶۰ بندیان ازاد کړی دي . د طالبانو دا وروستې ګواښ  له دې وروسته ترسره شو چی طالبان د کابل حکومت په وسیله د د خپلو بنیدانو د ازادۍ بهیر د قطر د موافقې په خلاف بولي . د طالبانو له نظره له امریکا سره د سولې د موافقې له لاسلیکیدا د دو میاشتو په تیریدا سره د بندیانو د خوشی کولو لپاره د سپینې ماڼۍ د ژمنې نه اجرایی کیدا د دغې موافقې ښکاره خلاف ورزۍ ده تاو د دغه بهیر دوام په افغانستان کی د جنګ او تاوتریخوالی د زیاتیدا سبب کیږی .

له دې سره سره چی د امریکا حکومت د طالب بندیانو په خوشي کولو ژمن شوې دې ، خو د افغانستان حکومت  له دغو پینځه زره بندیانو سوه برخه د روغ نیت د ښودلو لپاره خوشی کړی خو طالبان وایی د سپینې ماڼۍ ژمنه د درستو پینځه زره بندیانو د خوشي کولو لپاره وه او دا ژمنه له بین الافغانی خبرو اترو پیلیدا مخکې باید اجرا شوی وې .

افغان دولت چی په افغانستان کی د طالبان په جنګ غوښتونکی بهیر کی کوم بدلون نه ویني ، په یو وخت د ټولو افغان بندیانو خوشی کولو ته چمتو ندې  او دا مسله یې د بین الافغانی خبرو اترو له پیلیدا اوپه دغو خبرو اترو کی له موافقې سره مشروطه کړی ده .

په داسې شرایطو کې چی طالبان په افغانستان کی د تاوتریخوالیو د کمولو لپاره خپلې ژمنې ته پایبند ندي  او د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کی همتاغه راز خپلو حملو ته دوام ورکوی  د کابل حکومت هم د طالب بندیانو په خوشی کولو کې طالبانو ته هر ډول امتیاز ورکول  د افغانستان دملی ګټو سره په تضاد کې بولی .

د طالبانو او افغان دولت ترمینځ د سیاسی تاوتریخوالی په زیاتیدا سره دغې ډلې په روژې مبارکه میاشت کی د افغان ولسمشر تاشرف غنی له غوښتنې سره هم مخالفت کړی دې .

  په افغانستان کی د جنګ د ختمیدا او سولې په اړه  د طالبانو ، امریکا او افغانستان ترمینځ د تعاملی چاپیریال  په پیچلی کیدا سره  طالبانو د سپینې ماڼۍ د دوحې موافقې د بشپړه اجرا لپاره په وروستیو میاشتو کی نوی کړچار ته مخه کړی ده چی هماغه د جنګ او نښتې شرایطو ته ورستنیدا ده . که څه هم طالبانو له امریکا سره د تش په نامې سولې موافقې  له نهایی کیدا وروسته هم په خپل تیر کړچار کی کوم محسوس بدلون ندې  رامینځته کړې . په دې ډول باید ووایو چی د امریکا حکومت د دوحې په موافقې کې د درستو طالب بندیانو له ازادولو سره په خپلی ژمنې سره په عملی توګه له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو اترو لاره سخته او پیچلی کړی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د مسلمانانو پرضد د هند حکومت په ځپونکیو سیاستونو په نیوکې سره د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د نوی دیلی اقدامات ښکاره نسل وژنه بللی دي .

عمران خان د هند له حکومته غوښتی دي چی د افراطی هندوانو  او عسکرو په وسیله د کشمیری ولس نسل وژنه بنده کړی . د پاکستان د تحریک انصاف مشر زیاته کړه د هند واکمن ګوند بی جې پی د کرونا ویروس او د خلکو قرنطینه کول پلمه کړی او د کشمیریانو په شمول د هند له مسلمانانو اوزاری ناوړه استفاده کوي . ده جوته کړه د مودی حکومت د کشمیر د کورواکۍ په  لغوه کولو سره عملا د دغې سیمې د نفوسی جوړښت د بدلولو په حال کی دې چی له نړیوالو قوانینو سره په ښکاره مخالفت کی دې . د پاکستان دغه لوړ رتبه چارواکی ټینګار وکړ هیڅ هیواد حق نلری د ټول پوښتنې ترسره کیدا پورې د کشمیر نفوسی جوړښت بدل کړی  او د سیمې کشمیریان په لوکی بدل کړی .

د پاکستان د لومړی وزیر سخت غبرګون له کشمیر د ملاتړ په چوکاټ کې دې چی د پاکستان حکومت په وروستیو څو لسیزو کی هغه د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو لومړیتوبونو په سر کې راوستې دې . عمران خان په داسې حال کی په کشمیر کې د مسلمانانو پرضد جنایتونه نسل وژنه بللی ده چی په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو پرضد مرګوني اقدامات یوازې کشمیر پورې محدود ندي  او د هند په ځینو ښارونو کی هم امنیتی عسکرو اوافراطی هندوانو مسلمانانو پرضد پراخ تاوتریخوالی اعمال کړی دي . د هند دولت تیر اوړی کې د کشمیر کورواکی لغوه کړه  او له هغه وخته تراوسه یې د اسلام دښمنۍ اقداماتو لړۍ په خپلې ایجنډې کې راوستی ده . په دې زمینه کی تر ټولو مهم اقدام په هند کی د ښاریزتوب د جنجالی او نوی قانون تصویبیدا په زمینه کی وو چی په دې اساس  یوازې مسلمان کډوال  د دغه هیواد د استوګنیدا مجوز نه ترلاسه کوی چی دغې مسلې د مسلمانانو ضد مذهبی توپیر په ترڅ کی  افراطی هندوان هم هغو پرضد تاوتریخوالیو ته ولمسول . د مسلمانانو پرضد د افراطی هندوانو په وحشیانه حملو کی په نوی ډیلی کی په تیرو دریو کی په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوی دي . د مسلمانانو د لږتر لږه  لسو جوماتونو او سبیڅلی ځایونو سوزول د افراطی هندوانو نور اقدامات دی چی هندی امنیتی عسکر او پولیس هم د دغو افراطی اقداماتو په وړاندې یوازې تماشچیان وو او د افراطی هندوانو د مرګونو اقداماتو مخه یې نده نیولی .

د هند د مسلمانانو برضد په وروستیو تاوتریخوالیو کې جالب ټکی دا دې چی د هند د کورنیو چارو وزارت په نوی ډیلی کی د پولیسو په قصور او ګناه اعتراف کړی دی .

د هند د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي دي د نوی ډیلی پولیسو د مسلمانانو د وژلې یو اصلی ګناهکار دې ځکه چی په وخت یې حالات ندی کنټرول کړې شوی او د مسلمانانو شتمنیو ته جدی تاوانونه اوښتي دي .

په کشمیر او هند کی د مسلمانانو پرضد دغه ډول بوږنونکی اقدامات سبب شوی دی چی نړیواله ټولنه په دغه مسله غبرګون وښی او تازه هم د پاکستان لومړی وزیر د هند د امنیتی عسکرو او افراطی هندوانو اقدامات د مسلمانانو نسل وژنه بللی ده  .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې دفتر په یوه بیانیه کی وویل د اروپایی اتحادیې د پلاوی مشرانو ، په افغانستان کی حاضر غړیو هیوادونو سفیرانو  او د ناروې سفیر د ثبات او همپالنې تیم له مشر  عبد ا... عبد ا... سره  تماس ونیوه .

په دغه بیانیه کی راغلی دی چی د اروپایی اتحادیې پلاوی په دغه تماس کی جوته کړی ده چی په افغانستان کی سیاسی اختلافات باید په چټکتیا سره  ختم شي  ځکه چی د اختلافاتو  دوام د دغو هیواد په مرستو  منفی اغیز شیندي . دغه بیانیه زیاتوی  که د داخلی اختلافاتو د دوام اجازه ورکړل شی نو دغه چاره د افغان ولس  راتلونکې په خطر کی اچوی او د افغان ملت پراخې ګټې باید په لومړۍ درجې کې راشي . دا لومړې ځل ندې چی اروپایی اتحادیه افغانستان د مرستو په کمولو یا غوئڅولو ګواښی ، درې میاشتې مخکې هم په افغانستان کی د اروپایی اتحادیې استازی په یوه ټویټ کې د کابل حکومت ته خبردارې ورکړې وو.

په کابل کی د اروپایی اتحادیې استازندویه دفتر د نړۍ په فاسدو هیوادونو کی د افغانستان د نوم راتلو ته په اشارې سره افغانستان د خپلو مرستو په غوڅولو ګواښلې دې .

د فساد په اړه د شفافیت د نړیوالې ادارې په کلنیز راپور کې چی د جنورۍ په ۲۳ نیټه خپور شو ، افغانستان په نړۍ کې د اقتصادی چارو ډیر فاسد سیسټم لری او د تیر کال په نسبت یو درجه نور هم ټیټ شوې او د نړۍ په ۱۷۳ لمبر کې راغلې دې .

د دغې نړیوالې ادارې د جاجونکیو محاسبات ښی چی له ۲۰۱۸ میلادی کال راهیسې په افغانستان کی له فساد سره د مبارزې په لړ کی هیڅ پرمختګ ندې شوې . په افغانستان کی د اروپایی اتحادیې د استازندویه دفتر خبردارې په داسې حال کی دې چی په افغانستان کی د مالی فساد زیاتره برخه د دغه هیواد د بیا رغاونې په ډګر کی  ګډون کونکیو بهرنیو شرکتونو ته متوجه ده چی لویدیځ اورګانونه هم پرې اعتراف لري .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه