May 11, 2020 07:42 Asia/Kabul
  •  ایران د اونۍ په هینداره کې

د کارګرې ټولنې د مشکلاتو ختمېدل يوه مهمه مسئله ده چې باید عملي شي

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تیرې اونۍ په شورو ورځ د کار او کارګر د اونۍ په مناسبت درستو کارګرانو او زیار ایستونکیو ته د کارګر اونۍ په مبارکی ویلو سره له تولید د هیله منونکیو راپورونو اوریدل خوږه او جذاب وبلل .

د دغې اونۍ پروګرام په همدې موضوع سره پیلوو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د کار او کارګر اونۍ په مناسبت له اوو توليدي ټولګو سره د ويډيو کانفرنس له لارې وفرمايل  د کارګرې ټولنې د مشکلاتو ختمېدل يوه مهمه مسئله ده چې باید عملي شي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هېواد د اقتصاد هدف د پانګې توليد او د د خلکو ترمېنځ د هغو عادلانه وېش وباله او زياته يې کړه، سالم اقتصادته د رسېدو لپاره کارګر په هېواد کښې د سرمائې د توليد د لومړی درجې يو عامل او يوه اصلي ستنه ده.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي ماهر او خلاق کارګر د کار د کيفيت د زياتېدو سبب وبلل او ویې فرمايل: نوځکه اقتصادي مراکز او مالک باید د کار او ځواک مهارت او د اقتصادي مراکزو د عائداتو ونډه زياته کړي او کارګر هم د ذمه وارۍ په لا زيات احساس سره او له سستۍ پرته عمل وکړي. دوي کارګر او مالک د اقتصادي پرمختګ او ودې دوه اصلي ستنې وبللې او د عادلانه تنخواګانو او په منظمه توګه او بې له ځنډه يې د ادا کولو په شمول د کار د ځواک د حقوقو ، د روزګار د امنيت، بيمې ، زدکړو د خېر ښيګړې ، روغتيائي او علاج معالجې د خدماتو په اهتمام ټینګار وکړ.

معظم رهبر په دوام کښې د روان ۱۳۹۹ هجري لمريز کال د شعار په توګه د توليد د ځغل او چټکتيا موضوع ته اشاره وکړه او د ايران په اقتصادو کښې د توليد مسئله د انسان د بدن د حفاظتي او دفاعي سېسټم په څېر وبلله او روښانه  يې کړه: هماغه ډول چې له وائرسو سره په مقابله کښې د بدن د حفاظتي سېټم  رول مهم دې، که توليد مناسب او مخ په وده وده وي نو د طبيعي وائرسونوو او بنديز يا د تېلو د بيې د ټيټ والي او لوړوالي او مختلفو لړزاو په شان د لاس جوړو وائرسو په مقابل کښې د هېواد د اقتصادي ډانچې محافظت کولې شي

دوي له توليد او توليدونکو څخه ملاتړ د چارواکو اصلي دنده وبلله او ټینګار  يې وکړ ، له توليد څخه ملاتړ يوازې د نغدو ورکولو په معنا نه دې بلکه باید د خنډونو په لیرې کولو سره د پانګوال، فکر کونکي او توليدونکي لپاره ميدان خلاص کړي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««

تولید د یوه ملی او پیاوړی اقتصاد د بڼه غوره کولو اصلی ستنې جوړوی ، له دې امله د تولید ځغست پردې سربیره چی د هیواد د اقتصاد لپاره حیاتی دې ، له سیاسی ، اجتماعی او کلتوری پلوه هم زیاتې اغیزې لری . د خپلو اساسی اړتیاو په تولید کې د یوه ملت وس هغه ته په نفس باور او عزت احساس ورکوی او د ټولنې د عمومی هوساینې زمینه جوړونکی ، د ملی ناخالص تولید د زیاتیدا ، د صادراتو د زیاتیدا او په نورو هیوادونو کې د داخلی شیانو د صادراتو کلتوری اغیزشیندل ولرلې شی .

له دې امله د تولید د ځغست په بحث کې د معظم لارښود ویناوې سټراټیجیک اهمیت لری چی بایدد انقلاب د روښانه اهدافو او اسلامی جمهوری نظام په لړ کې دوام پیدا کړی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د روغتیا د نړیوالې ادارې استازی کریسټف هاملمین تیره اونۍ د پاستور له انسټی تیوټ د کتنې په ترڅ کې د کرونا ویروس د ازمښت ځای شبکې په پراختیا کې د دغې علمې موسسې له تیرو څو میاشتو هلو ّلو د قدرونې په ترڅ کې دغه اقدامات په ایران کی د کرونا ناروغۍد تشخیصی توان د پام وړ پیاوړتیا سبب وبلل . د ایران پاستور انستی ټیوټ یوه تحقیقاتی ، تولیدی ، خدماتی او روزنیزه موسسه ده چی د ټولنې د سلامتیا او روغتیا د تامینولو په هدف پرانستل شوی او په تیرو سلو کلونو کې په ایران او دنیا کې له عفونی ناروغیوپه کنټرول کې مهم رول درلودلې دې . د پاستور انستی تیوټ همدراز په هیواد کې د کرونا ویروس د تشخیص د کاری ډلې مسوله ده .هاملمین همداراز د بالینی مطالعاتو او واکیسنو په شان په نورو حوزو کې د ایران له پاستور انسټی ټیوټ په ملاتړ ټینګار وکړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د درملو او واکسینو د تولید په هکله په ایران کی ډیر ښه تحقیقاتی کارونه شوی دي . په تیره یوه میاشت کې په ایران کی د کرونا ویروس خپریدا او تشخیصی کیټونو ته اړتیا ته په پام سره  د ځوانو ایرانی پوهانو په هلو ځلو سره د کویډ ۱۹ کیټونه په لوړ کیفیت سره جوړ او د ایران د طبی تجهیزاتو د ادارې ضروری اجازت ترلاسه کړ .

له اروپا ، جنوبی امریکا او ګډوګټوخپلواکه هیوادونو (cis)ځینې هیوادونه د دغو کیټونو غوښتونکي دي . تیره اونۍ هم د یوه ایرانی پوه بنسټه شرکت د تشخیصی کیټونو لومړنۍ جوپه چی څلویښت زره  کیټونه پکې شامل وو ، جرمنی ته صادر شوی دی .

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تیرې اونۍ په ګل ورځ  د ناپییلي غورځنګ د تماس ډلې د غړیو هیوادونو د مشرانو د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې ټول هیوادونه له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ملګرتیا او مرستې ته وروبلل  او ویې ویل چی د ملګرتیا  دهر ډولغوښتنې هرکلې کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په برجام کښې د ټاکل شوي پينځه کلن وخت له ختمېدو وروسته د ايران د وسلو د بنديزو د تمديد په هدف له ایټمی موافقې  د استفادې لپاره د امريکا د خارجه وزير مائک پومپئو نوې کوشش له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوې دې.

پومپئو چې د امريکا د ډېپلوماسۍ ادارې ته په ننوتلو سره له ايران سره خپله دښمني په کردار او ګفتار کښې ښودلې ده، له برجامه د خپل هېواد له وتلو دوه کاله وروسته د داسې موضوع خبره کوي چې د ايران په خلاف د امريکا د مخکښېنيو اقداماتو د ماتې نښه لري. د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د وسلو د بنديز  چې  د امنيت د شورا د 2231پرېکړليک او برجام له مخې د ۲۰۲۰ روان ميلادي کال د اکتوبر په اتلسمه نېته ختميږي، د دوام لپاره د امريکاکوشش د سپينې ماڼۍ د جنګ غوښتونکو مشرانو د ناکامۍ ښودنه کوي او د امريکايانو  دغه سناريو څه حقوقي اساس نه لري.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د می په اتمه په ټویټر کښې په ایټمي موافقهکښې د امریکا د مشارکت د بندیدو له دویمې کلیزې سره هم مهاله د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خپل لیږلي لیک ته په اشارې سره یادونه وکړه چې امریکا باید له برجامه د وتلو او د دغې موافقې خلاف ورزۍ ته د نورو د مجبورولو په هکله ځواب ورکړي.

ظریف په دغه لیک کښې په دې په ټینګار سره چې اوس وخت دی چې امنیت شورا او د هغې غړي د ټولو لورو لخوا د ایټمي موافقې د بشپړې اجرا ضمانت ورکړي، زیاته کړه: د ملګرو ملتو په تاریخ کښې دا لومړې ځل دی چې د امنیت شورا یو دائمي غړی، نورو غړو حکومتونو ته د امنیت شورا د یو پریکړه لیک د پیروۍ په وجه خبردارې ورکوي.

د اسلامی ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی د ملګروملتونو د امنیت شورا  په غیر رسمي او اینټرنیټي غونډې کښې چې د دوهم نړیوال جنګ د ختمیدا د اته اویایمې کلیزې په مناسبت ترسره شوه ،  هغو درسونو ته په اشارې سره چې باید د دوهمې نړیوالې جګړې  له ترخې تجربې ترلاسه کیدلې وای وویل د نړیوالو حقوقو د سیسټاماټیکې مسخره کولو یوژوندی مثال د امریکا لخوا د امنیت شورا د ۲۲۳۱  پریکړه لیک خلاف ورزۍ او د دغه پریکړه لیک د خلاف ورزۍ کولو لپاره د نورو هیوادونو پرضد د واشنګټن له شرمه ډک ګواښونه او یا له دې ورته اقداماتو سره مخامخ کیدل دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا کلونه کیږي چی په یو اړخیزه او غیر قانونی بایکاټونو سره نه یوازېد ایران خلک خپلو حقوقو ته له لاسرسئ محرومه کړي دي بلکې اقدامات یې د نړیوالو ملګرتیاو او څو اړخیزپالنې لپاره ګواښ حسابیږي . هماغه ډول چی د ایران خارجه وزارت د زیارت په ورځ  له ایټمی موافقې د امریکا د وتلود دوهمې کلیزې کې په یوه بیانیه کې جوته کړه امریکا په داسې ځای کی نده چی د برجام موضوګانې مطرح کړی . امریکا له ایټمی موافقې کرمه لری  او له هغې وتلی ده او د هغې خلا ف ورزۍ کوی او هغه ټول چی ایټمی موافقې ته پایبنده دي ، سزا کوی .

پای

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه