May 12, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پیښې او خبرونه

په قطر کښې د طالبانو له جګ پوړي مرکچي سره د ځلمي خلیلزاد کتنه، په افغانستان کښې د امریکې د ترهګرو ځواکونو د قومندان څرګندونو ته د طالبانو غبرګون، د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندوستان له پوځي تحرکاتو د پاکستان د وزیراعظم د اندیښنې څرګندونه، له اشرف غني سره مذاکرې ته د ثبات او همپالنې د ټیم د چمتووالي اعلان، په افغانستان کښې اوربند ته د طالبانو د مجبورولو لپاره د اشرف غني غوښتنه، له هندوستان سره سرحدي شخړو ته د ملګرو ملتو د پاملرنې لپاره له دغه سازمانه د پاکستان غوښتنه او د عمومي قرنطینې د دقیقې اجرا لپاره د حکومت له پروګرامه د پاکستان د خلکو د ملاتړ نشتوالی د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه او خبرونه وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان ولسمشر د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د تماس له ډلې سره په آنلاین ناسته کښې له دغه غورځنګه وغوښتل چې طالبان د اوربند منلو ته مبجور کړي.

ارګ ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني په دغه آنلائن غونډه کښې وويل، طالب ډلې ته پکار دي چې د افغان حکومت د انساندوستانه ډزبندۍ غوښتنه ومني او د ناپیئلي غورځنګ له ټولو غړيو هېوادونو يې وغوښتل چې طالب ډله دې ډزبندۍ او سياسي بهير ته مخه کولو ته راضي کړي.

له دې مخکښې هم افغان  ولسمشر له طالب ډلې غوښتي وو چې له ډزبندۍ سره دې موافقت وکړي خو دغې ډلې دغه غوښتنه ونه منله.

په افغانستان کښې ډزبندې منلو ته د طالب ډلې د راضي کولو لپاره د ناپیئلي غورځنګ له تماس ډلې څخه د اشرف غني غوښتنه بين الافغاني خبرو اترو او د دائمي ډزبندۍ لپاره موافقې ته د دغې ډلې د راکښلو لپاره د امريکې د ناکامۍ ښودنه کوي.

امريکې چې د قطر پائتخت دوحه کښې د فرورۍ په نهويشتمه نېټه له طالبانو سره د صلحې د موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته دغه موافقه د افغانستان په جنګ کښې په پوره ماتې کښې د ځان لپاره يوه کاميابي وبلله، بين الافغاني خبرو اترو ته د داخلېدو لپاره د طالب ډلې د هڅولو په دوام کښې ناکامه پاتې شوه او سپينه ماڼۍ په عملي توګه په دغه هېواد کښې د صلحې د بدلونونو په ډګر کښې په يو بې اثره لوبغاړي بدله شوه،

امريکا چې له افغانستان د وتلو په وعدې سره طالب ډله د صلحې موافقه ليک لاسليکولو ته راضي کړې شوه د تقريباً دوو مياشتو په تېرو سره په دې لار کښې څه ګام نه دے اوچت کړے او همدا مسئله د دې سبب شوه چې دغه ډله سپينه ماڼۍ په متواتره توګه په خلاف ورزۍ او فرېبکارۍ تورنه کړي.

په تېره بيا دا چې د امريکې حکومت د دوحې د موافقې په بنياد له افغانستانه د خپلو فوځيانو بشپړه وتلو لپاره څه مهال وېش نه دے وړاندې کړے او دا مسئله چې واشنګټن په خپله دغه ژمنه عمل ونه کړ د طالب ډلې د سخت ردعمل سبب شوې ده.

د امريکې حکومت د دوحې په موافقه کښې د افغان حکومت په نيابت البته د دغه هېواد له غږملتيا نه بغېر له بين الافغاني خبرو اترو نه مخکښې د طالب بنديانو د آزادېدو لپاره ژمنه کړې وه چې اجرا يې د دغې ډلې په هيلې وړ طريقه د افغانستان د ملي امنيت او ګټو په خلاف وبلل شوه.

په همدې وجه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالب بنديانو د آزادېدو لپاره د تدريجي پاليسۍ په غوره کولو سره کوشش وکړ چې له دې لارې په افغانستان کښې د تاوتريخوالي د کمولو په ژمنه د دغې ډلې د پابندۍ اندازه وجاجوي چې د دغه هېواد سياسي ډلو او خلقو د داسې هوشمندانه تګلارې ملاتړ وکړ.

دې ته په پام سره له طالب ډلې سره د صلحې په موافقه کښې د امريکې وعدو د بين الافغاني خبرو اترو په بهير کښې د افغان حکومت لپاره يو لړ جدي خنډونه رامنځته کړي دي، په اوس حال کښې د کابل چارواکي په دغه هېواد کښې د ډزبندۍ له ټينګښت سره مرستې لپاره له سيمه ايزو او نړيوالو ظرفيتونو څخه د استفادې لباره د بديلو لارو چارو د موندولو په لټه کښې دي.

د د داسې يوې پالېسۍ په بنياد محمد اشرف غني د ناپیئلي غړيو هېوادونو د تماس له ډلې سره په آنلائن غونډه کښې له هغوي وغوښتل چې طالبان دې د افغان حکومت د انساندوستانه ډزبندۍ غوښتنې منلو ته راضي کړي.

داسې ښکاری چې په اوس  حال کښې يوازنې اقدام چې کولې شي طالبان د بين الافغاني خبرو اترو بهير ته په داخلېدو سره د جنګ بندولو او دائمي ډزبندۍ ټينګولو لپاره موافقې ته وهڅوي، له افغانستانه د بشپړه وتلو لپاره د امريکې د پروګرام د جدي نښو نښانو څرګندېدل دي او د ناپیئلي غورځنګ د تماس ډلې په شان لوبغاړي په دغه هېواد کښې د صلحې د بدلولونو په ډګر دومره اثر لرونکی رول نه شي لوبولې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د پاکستان وزیراعظم د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هند د نویو پوځی خوځښتونو او په دغه سیمه کی د هندی  عسکرو د حملو د زیاتیدا په هکله اندیښنه څرګنده کړه .

عمران خان د هند د خوځښتونو د زیاتیدا په غبرګون کې وویل اسلام اباد دقیق معلومات لري چی هند د پاکستان پرضد د جنګ په تدارک بوخت دې او وروستی پلمې جوړونې هم د جنګ د پیلولو د سپیناوي لپاره دي .

دپاکستان وزیراعظم نړیوالو ټولنو او دسیمې هیوادونو ته  خبرداری ورکړکه  دهند او پاکستان ترمینځ کوم جنګ پیل شي ، نو د اور لمبې به ددرستو هیوادونو لمن ته ورسیږي . په وروستیوورځو کې  په کشمیر کنټرول لاین کې د هند او پاکستان  پوځي خوځښتونه یو ځل بیا زیات شوي او د دواړو هیوادونو د پوله ساتوځواکونو ترمینځ نښته هم شوی ده.

له پاکستان سره په ګډه پوله کی د هند د پوځی خوځښتونو او اسلام اباد پرضد د هند د یرغلیزو ادبیاتو د یوه بل په څنګ راتلل دپاکستانی چارواکو لخوا یو ډول د جنګ د پیلولو لپاره سریزه ده چی پر درستې سیمې ویجاړونکي پایلې درلودلې شي .

په تیره بیا دا چی د ۲۰۱۹ میلادی کال په فرورۍ میاشت کې د پاکستان په خاورې د هند د جنګی الوتکو حمله د دغه هیواد په مځکنی بشپړتیا د نوی ډیلی تیرې او د یرغلیز سیاست دپیلیدا ښکاره نښه وه چی البته دغه تیری ته د پاکستان ځواب د دوهندی جنګی الوتکو نسکورول وو .

د داسې سټراتیجۍ په چوکاټ کې د هند پوځ څو میاشتې مخکې له پاکستان سره په ګډه پوله کې ستره مانوره ترسره کړه چی دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمینځ په هر ډول احتمالی جنګ کی د نوی ډیلی د چمتوالی او وس نندارې ته وړاندی کول وو .

البته باید پام وکړو چی د هند او پاکستان په اړیکو کی د دوامداره سیاسی او پوځی تاوتریخوالیو اصلی  جرړه د کشمیر په مسله کی د هغو د اختلاف له امله ده .

د کشمیر د مسئلې په وړاندې د پاکستان سیاست د کشمیریانو په وسیله  دخپل برخلیک د ټاکلو په اړه د فیصلې کولو د حق د اعمالولو په هدف په دغه سیمه کی د ټول پوښتنې د ترسره کولو د ضرورت په هکله د ملګرو ملتو له پریکړه لیک ملاتړ دې چی د هند حکومت یې په کلکه ردوی او د دغې سیمې د خلکو د برخلیک د ټاکلو د حق له اعمالولو هر ډول نړیوال ملاتړ  په خپلو داخلی چاروکې لاس وهنه بولی .

د هند دا دریځ په داسې حال کی دې چی دغه هیواد د کشمیر د راتلونکی په اړه د فیصلې لپاره د کشمیري اولس په رایو په سترګو پټولو سربیره په تیر اوړی کې کشمیر د ځانګړی حثیت په لغوه کولو او په دغه سیمه کی په پراخو محدودیتونو سره د کشمیریانو لپاره شرایط سخت خراب  او مشکل کړی دي . په کشمیر کی د هند په دغه ډول اقداماتو پسې د پاکستان حکومت او ملت له تیر وخت زیات له کشمیری خلکو په  خپل ملاتړ ټینګار کړې دې او په هند کې یې د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالیو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې د لاس وهنې غوښتنه کړی ده .

داګمان موجود دې چی د هند حکومت د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پوځی خوځښتونو په زیاتولو، د بیلا بیلو توغندوی پلیټ فارمونواو سیسټمونو په ځای پر ځای کولو او د خپل پوځی ارایش په پیاوړتیا سره د کشمیر د کړیدلیو خلکو په شمول له هندی مسلمانانود ملاتړونو د کمولو لپاره په پاکستان د دباو د اعمالولو په لټه کې دې .

*/*/*/*/*/*/*/*/*

طالبانو په افغانستان کښې د ناټو او د امریکې د ترهګرو پوځیانو د قومندان جنرال سکاټ میلر څرګندونې په دغه هیواد کښې د جنګ د لاغرغنډه کولو په معنا وبللې.

طالب ډلې د ځان خلاف د جنرال سکاټ میلر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې دغه وینا افغانستان د کړکیچ سیاسي هواري ته نه نزدې کوي بلکې جنګ او نښته به لازیاته کړي. طالبان زیاتوي، امریکې په قطر کښې له دې ډلې سره د شوې موافقې بیابیا خلاف ورزي کړې ده نو په دې وجه طالبانو ته د خبرداري پرځاې باید د موافقې په اساس عمل وکړي څو د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو لاره هواره شي.

په افغانستان کښې د ناټو او د امریکې د ترهګرو پوځیانو قومندان جنرال سکاټ میلر د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د بریدونو زیاتیدو ته په اشارې سره ویلې وو چې د دغې ډلې له خوا د تاوتریخوالي دوام به د بهرنیو ځواکونو غبرګون په ځان پسې ولري.

د سکاټ میلر څرګندونو ته د طالب ډلې غبرګون د هغه متقابل بهیر په چوکاټ کښې دی چې دغې ډلې او امریکې د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په ۲۹ نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کښې د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو له څو ورځې ورسته څخه غوره کړی دی.

د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې طالبان په افغانستان کښې تاوتریخوالی کم کړي او په بدل کښې امریکا هم ورو ورو له دغه هیواده پښې سپکې کړي.

خو دم ګړۍ طالبانو په افغانستان کښې جنګ او تشدد نه دی کم کړی او په مقابل کښې داسې ښکاري چې امریکا هم له دغه هیواده د خپلو ځواکونو د ایستلو هیڅ نیت نه لري.

البته په روانو حالاتو کښې له بین الافغاني مذاکراتو ترمخکښې پورې د افغانستان له جیلونو په یوځاې د پنځو زرو طالب زندانیانو د آزدولو لپاره د امریکې د ژمنې نه اجرايي کیدل د دوحې د موافقې د اجرا په بهیر کښې موجوده ترټولو ستره کشاله ده چې سبب شوې دغه ډله د کابل له حکومت سره د خبرواترو د بندولو سربیره، د دواړو لورو د زندانیانو د آزادۍ د مسئلې په هکله امریکا د دغې موافقې په بیابیا خلاف ورزۍ تورنه کړي.

په افغانستان کښې د صلحې د ډیرې مهمې مسئلې په شمول په دغه هیواد کښې د امریکې خراب سیاست سبب شوی چې بین الافغاني خبروې اترې هم له ډیرې پیچلتیا سره مخامخ شي.

سپينې ماڼۍ د دوحې په موافقه کښې له بین الافغاني خبرواترو مخکښې، په یوځاې د طالب بندیانو د خوشې کولې ژمنه په داسې حال کښې وکړه چې د دغه اقدام په هکله یې د افغانستان له حکومت سره هیڅ غږملتیا نه وه کړې.

له بلې خوا د امریکې حکومت له افغانستانه د خپلو پوځیانو د بشپړې وتنې د شرط له منلو سره سره، د دوحې له موافقې د دوو میاشتو له تیریدو وروسته هم د دغه کار د اجرايي کولو لپاره هیڅ مهال ویش یا پلاننګ نه دی اعلان کړی.

د دې حالاتو ټولګه سبب شوی چې د طالبانو له نظره امریکا په افغانستان کښې د صلحې په موافقې باندې په پابندۍ کښې غیرقابل اعتماد وپیژندله شي او هم دې چارې د طالبانو مشرتابه شورا دې نتیجې ته رسولې ده چې باید په افغانستان کښې د جنګ په سختولو سره سپینه ماڼۍ د هغې د ژمنو د پوره کولو لپاره تر دباؤ لاندې راولي.

او په افغانستان کښې د امریکې د ترهګرو پوځیانو قومندان هم په داسې حال کښې د طالبانو د تشدد دوام ته د بهرنیو ځواکونو د غبرګون مدعي شوی چې په دغه هیواد کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ اصلي علت خپله د امریکې او ناټو د نیواکګرو ځواکونو شتون دی.

سربیره پر دې باید پاملرنه وشي چې له تیرو کابو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کښې د امریکې او ناټو شتون نه یوازې د ترهګرو اقداماتو په کمیدو کومه اغیزه نه ده کړې بلکې په دغه هیواد کښې د داعش په شان د نورو تندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیت د پراخیدو لاره یې هم هواره کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه

کمنټونه