Jun 14, 2020 16:16 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې  دپاکستان او افغانستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په پيل کې درته د دواړو هیوادونود تیرې اونۍ ځینو مهمو پيښو خلاصه او ورپسې هم درته تحلیلي برخه وړاندې کوي ، نو هیله ده د استفادې وړ مووګرځي .

*/*/*/*/*/  د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي منصوبیدا */*/*/*/*/  په افغانستان کې  د  سولې دخبرواترو له پيلیدا سره د طالبانو موافقه */*/*/*/د امریکا او ناټو له استازو سره د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر لیده کاته */*/*/*/   افغانستان  ته دپاکستان د پوځّ د مشر قوماندان  سفر  او   له اشرف غني سره ئې لیده کاته *//*/*//-*/   او له طالبانو  ډلې سره د خبرواترو لپاره د افغانستان د حکومت پر چمتووالي د  عبدا....عبداټينګار ،په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځينی مهمې پيښېئ وې  چې اوس مو هم رابولوو ، دځينو پیښو په اړه  ،تحلیلي برخې ته .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*//*/*/*/**/*/

       د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر مشر ملابرادر  د قطر په دوحې کې په افغانستان کې  دامریکا او ناټو ځواک له قوماندان جنرال سکاټ میلر  او دامریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کته او خبرې اترې کړي دي .

 په دغې درې اړخیزې  کتنې کې  د  افغان حکومت او طالبانو ډلې  ترمینځ  دبندیانو د مبادلې په بهیر کې په چټکتیا او  د افغان ډلو ترمینځ  په خبرواتور بحث او دنظر تبادله شوې ده .

 په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې  ترمینځ دفرورۍ د نهه ویشتمې نیټې د موافقې په اساس،باید د بین الافغانی خبرواترو  له پیلیدو مخکې د طالبانو پنځه زره بندیان او د افغان حکومت زر بندیان  ددواړو لورو له خواخوشي شي.

Image Caption

 

 په تیرو درو میاشتو کې  د کابل د حکومت په وسیله  دطالبانو ډلې د درستو بندیانو په یو ځاي د خوشي کیدا په باب ددغې ډلې د غوښتنې  په نه پوره کیدا پسې  طالبان هڅه کوي ،د تاؤتریخوالي او  چانې وهلو  له آوزاره څخه په یوځاي استفادې سره  د بین الافغاني خبرواترو له پيلیدا تر مخکې پورې  خپله دغه غوښتنه ترلاسه کړي .

           طالبانو ډلې په وروستیو اونیو کې  دافغانستان په بیلابیلو  سیمو کې د تاؤتریخوالو او نښتو په زیاتولو سره  هڅه کړې ده ، څو ددغه هیواد پر حکومت  ددغې ډلې  ددرستو بندیانو دخوشي کولو لپاره  دباؤنه واچوي.

 له دې سره په یووخت،البته  طالبان له امریکائي  چا رواکو سره  په سلامشورو سره هڅه  کوي څو ددرستو طالب بندیانو د خوشي کولولپاره پر افغان حکومت سیاسی دباؤنه هم زیات کړي .

 امریکا  په قطر کې له طالبانوډلې سره  دسولې په موافقې کې  ژمنه شوي وه، د دغې  ډلې درست بندیان  دبین الافغاني خبرواترو له پيلیدا ترمخکې پورې خوشي شي،خو  افغان حکومت ددغې غوښتنې پشپړ اجرا ته چې  یوازې د طالبانو ډلې اوسپينې ماڼۍ  ګټې  پوره کوي ، تیار  نه دی .

                د طالبانوډلې د  درستو بندیانو دخوشي کیدا لپاره دا رمیکا د ژمنتیا  د اجرا کیدا اوږدیدا  ته په په پام سره ، ددغې ډلې لوړپوړي مشران ،  دهغو دوو او څو اړخیزو موافقو په څير د دوحې په موافقې کې هم د دغه هیواد د بدعهدیو په تکراریدا اندیښمن دي،چې  واشنګټن ئې بې باؤره کړی دی .

 په تیره بیا  دا چې  دم ګړۍ د امریکا حکومت  تر دې دمه  په وروستیو  میاشتو کې  د کرونائي بحران په کنټرولولو کې  له کمزوري کړنو،په تیرو اونیو کې ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې د توکمپالنې  په ضد د سختو اعتراضونو  له لا زیاتیدا او د ۲۰۲۰کال په نومبر کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له راتلونکي مشکلاتوسره مخامخ دی او د ټرمپ داخلی شخړې او ترینګتلیاوې  لامل شوي دي،څو د امریکا د بهرني سیاست  د لومړیتوبونو  تعقیبول  تر پام وړ حده پورې کمرنګ او پيکه شي .

 طالبان هم د امریکا په داخل کې د ټرمپ دحکومت ښکیلتیاؤ او مشکلاتو ته په پام سره،اندیښمن دي،چې د دوحې د سولې  د موافقې په اجرائي بهیر کې  د سپينې ماڼۍپه بدعهدیو کې ښکیل شي،چې ددغې ډلې لوړپوړي  مسئولان ئې د خپلې بې باؤرۍ لامل ګڼي .

         په دغه شان  شرائطو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر له زلمي خلیل زاد او  جنرال سکاټ سره لیده کاته ،د دوحې د موافقې  دا جرا په بهیر کې د امریکا دژمنتیاؤ  دځنډيدا او یا نه اجرا کیدا  په باب د خبرداري  لپاره یو فرصت ګڼل  کیدلی شی .

دا ګمان هم شته چې د امریکا د بدعهدیو په دوام سره،د افغانستان د  حکومتي ځواک په ضد دتاؤتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت د بهرنیو عسکرو په ضد په دغه هیواد کې د طالبانو ډلې حملې زیاتې شي .

 داسې ښکاري،د ملابرادر او خلیلزاد ترمینځ د قطر  په درې اړخیزې ناستې کې  داریکائي او ناټوځواک د قوماندان شتون،  له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو د بهیر په باب د  خبرواترو په  موخې سره وي ، چې  دا چاره د دوحې  دسولې په موافقې  کې طالبانو ډلې سره د سپينې ماڼۍ د ژمنتیا  یو مورد دی .

Image Caption

 

                 د طالبانو مشرانو  د داخلی نظر له اجماع وروسته،له حکومت او افغان ډلو ټپلو سره دخبرواترو له پیلولو سره موافقه کړې ده .په افغانستان کې داخلی سرچینو  هم د طالبانو د مسئولانو له قوله  وئيلی دي،دغې  ډلې  قطر، د سولې د خبرواترو دلومړني پړاؤ د ترسره کیدا لپاره  ټاکلی دی .

په عین حال کې  د افغانستان دملی امنیت شوراد دفتر ویندوي  جاوید فیصل  وئيلي دي دخوشي شوو طالب بندیانو شمیر درو زرو تنو ته رسیدلی دی  او  اوس دغه ډله باید د بیت الافغاني خبرواترو  پیلولو لپاره تیاره شي .

  په افغانستان کې دسولې د ټينګیدا او ددایمي اور بند لباره  دبین الافغانی خبرواترو دپیلیدالپاره دطالب مشرانو د فیصلې په باب  د ځينوخبرونو خپریدا، د بنیادي بدلونونو  نوی پړاؤ ته د دغه هیواد د واریدیدو ښودنه کوي .

 طالبان چې  له دې مخکې د بین الافغانی خبرواترو بهیر ته د واردیدیدا  شرط  د دغې ډلې د درستو بندیانو خوشی کیدا معرفی کړې وه،د افغان حکومت له خوا د خپلو درو زرو بندیانو  په خوشي کیدا سره  دې نتیجې ته رسیدلی دي،چې  باید د سختو او وَچو کلَکو  دریځونو  په څنګةکولو سره، له امریکا سره د دوحې د سولې دموافقې په څير  د وضعیّت له تکراریدا ډډه وکړي .  ددغې موافقې د لاسلیک کیدا له درو میاشتو په تیریدا سره   اوس طالبان وائي ، امریکا  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو  دوتلو پشمول  پخپلو ژمنتیاؤ عمل نه دی کړی  او د دوحې د سولې موافقه ددړې وړې کیدا د ګواښ  له خطرې سره مخامخ شوي ده .

                په طالبانو ډلې کې د همدغې اندیښنې په چوکاټ کې ده چې په همداوروستیو کې  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملابرادرله زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ  سره په لیدوکاتو سه له دوي سره د دوحې د موافقې د  اجرائي بهیر په باب  خبرې اترې کړي دي .

د دوحې د موافقې دا جرائي بهیر بندون لامل شوی دی،د طالبانو ډلې لوړ پوړي مشران ددغې ډلې  په غړو کې د خپل اعتبار او حیثیّت د ساتلو لباره  بین الافغانی خبرواترو پیلولو  ته حتی د خپلو درستو بندیانو له خوشی کیدا مخکې مثبت غبرګون وښئ.دا ګمان هم کیږی،چې طالبان هڅه کوي د بین الافغانی خبرواترو او موافقو له ظرفیّته،له افغانستانه دخپلو عسکرو دبشپړ ویستلولپاره پر امریکا د لازیات دباؤ داعمالولو لپاره د یوه اړم په توګه استفاده وکړي.

امریکا د دوحې په موافقې کې له ژمنتیاؤ سره سره البته تر دې دمه  له افغانستانه دخپلو پوځیانو د ویستلو لپاره  هیڅ پروګرام نه دی اعلان کړی او په همدې دلیل طالبان غواړي دبین الافغاني خبرواترو  د موافقې په چوکاټ کې،حکومت او ددغه هیواد ملت ،له افغانستانه د  امریکائي عسکرو د  وتلو د موضوع ملاتړي اوپشتیبان وبریښوي .

د افغانستان حکومت هم له طالبانو ډلې سره دخبرواترو په  بهیر کې دا تمه لری،چې دغه ډله د تل لپاره تاؤتریخوالی پریږدي او په دغه هیواد کې عادي ژوند ته مخه کړي څو د ثبات او آرامښت د تامین لپاره  دلی وفاق په سیوري کې  تل پاتې امنیت ترلاسه شي .

                 د افغانستان د ملی مصالحې عالی شورا مشر د  قطر د خارجه وزیر له ځانګړي استازي سره په کتنې کې له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د کابل  د چمتووالي خبر ورکړ .

Image Caption

 

 عبدا... عبدا....په کابل کې د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره په  خبرو کې وئيلی دي،له طالبانو ډلې سره  خبرواترو پیلیدا او په افغانستان کې د سولې ټينګیدا،ددغه هیواد دحکومت او ولس لومړیتوب دی  .په همداوروستیو شپو ورځو کې  کابل  د سولې د خبرواترو د پيلیدا لپاره له افغان مسئولانو سره دځينو بیلابیلو بهرنیوچارواکود سلامشورو  شاهد دی .

داپه داسې حال کې دي چې  افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان  جنرال قمر جاوید باجوه له سفر  او ددغه هیواد له ځينو لوړپوړو چارواکوسره له لیدوکاتو وروسته ، دافغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړي استازي هم  له افغان ولسمشر اشرف غنی سره لیده کاته وکړل څو  ددغه هیواد دسولې د خبرواترو د پيلولو لباره  زمینه برابره کړائ شی . 

Image Caption

 

د سیمې د هیوادونو له ظرفیّته د استفادې لپاره د امریکا د پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان له حکومتي چارواکو سره د پاکستان او قطر د  چارواکو سلامشورې ،د بین الافغاني  خبرواترو دپیلولو لپاره د لازمو زمینو د جوړولو لپاره  دي . په تیره بیا دا چې  له  خلیلزاد او جنرال سکاټ سره  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر له ناستې وروسته ،له افغان حکومت سره د  سولې د خبرواترو لپاره د چمتووالي په باب  د دغې ډلې  دریځ وښودله چې  طالبان راضي شوي دي، د روحې د سولې د موافقې  د نیمو مادو له اجرا سره سره  د بین الافغاني  خبرواترو بهیر ته  وارد شي .

           له اشرف غني سره د خلیلزاد  لیده کاته هم دسولې خبرواترو لپاره د طالبانو د وروستي نرمښت په چوکاټ کې دي څو د افغانستان ولسمشر ددغو خبرواترو د پیلیدا په درشل کې ددغې ډلې  لازیاتو بندیانو خوشي کولو ته اړباسي .

البته په اوسنیو شرائطو کې  د طالبانوډلې او د افغان حکومت ترمینځ  موافقه ترلاسه کیدا له درستو بهرنیو لوبغاړو څخه د امریکا لپاره ډير  اهمیّت لري .

 د سپینې ماڼۍ چارواکي ډير اندیښمن دي،چې دبین الافغاني خبرواترو په ترسره کیدا کې ځنډ،د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د دوحې د سولې د موافقې له خطرې سره دمخامخیدا لامل شي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  لپاره یوه ستره انتخاباتي بریا  حسابیږي .په تیره بیا دا چې  دم ګړۍ له کرونائي بحران   او په توکمپالنې او بې عدالتۍ باندې  په دغه هیواد کې د پراخو اعتراضونو له  امله  له ژور و ترینګلتیاؤ او شخړو سره په مقابلې کې  دامریکا د حکومت کمزوری  کړچار او لټي لامل شوې،څو  له ځینو بهرنیو موضوعګانو په تیره بیا د افغانستان  د بدلونونو او  له طالبانو ډلې سره  د دوحې به موافقې کې د وړاندې شوو ژمنتیاؤ   ته دسپينې مانۍ تمرکز ،داخلی شخړو او  ترینګلتیاؤ ته وکاږل شي .  

په دغه شان شرائطو کې کابل ته د پاکستان د پوځ دمشر قوماندان  او د قطر د حکومت د ځانګړي استازي سفر،د هغې پروژې بشپړونکی دی چې د خلیلزاد په باؤر،د بین الافغاني خبرواترو د سملاسی پیلیدا د زمینې په برابرولو سره، ددوحې موافقه چې امریکا له طالبانوډلې سره لاسکلیک کړې ده،له ناکامیدا ژغورل کیدلی شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه