Jun 28, 2020 14:59 Asia/Kabul
  • په تیرې  اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په نننۍ برخې کې په پیل کې په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو پیښو په باب تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو ،نو راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/    د امریکائي عسکرو پر وتلو د افغانستان د حکومت په  نه اندیښمنیدا د اشرف غني ټينګار */*/*/*/*/   په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو د ارزونې لپاره له هیګ نړیوال عدالت څخه  د ۶۷هیوادونو ملاتړ*/*/*/*/*/*/   د افغانستان دسولې په بهیر کې دکارړنګونې په باب  په هندوستان د پاکستان  دخارجه وزیر تورونه */*/*/*/  د امریکا د شتون په سیوري کې  په افغانستان کې  د ملګروملتو  له استازي سره  د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر د مشر لیده کاته */*/*/*/   او  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په باب  د امریکا په راپور د پاکستان اعتراض  ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه وو چې اوس مو هم رابولوو د ځينو  پيښو په باب تحلیلی برخې آوریدو ته . */*/*/*/*/*/*/ 

*************************

        د ملګروملتو له جرمونو او نشه ایزو تکو سره د مبارزې  د دفتر  په کلني راپور کې وئيل شوي دي ، په ۲۰۱۹کال کې  په افغانستان کې شپږ زره څلور سوه ټنه  اپیم تولید شوي دي

په دغه کلني راپور کې  په افغانستان کې د کوکنارو  د کښت په باب  هم وئيل شوي دي ،په ۲۰۱۹کال کې  په دغه هیواد کې دوه لکه درې پنځوس زره  هیکټره کوکنار کرل شوي دي .  په عین حال کې  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وئیلي دي ، له ۲۰۰۹کاله  تر ۲۰۱۹کال پورې  په مودې کې  په  دغه هیواد کې  دنشه ایزو توکو په قاچاق  دیرش زره  نهه سوه دوه کسان نیول شوي چې په هغو کې د طالبانوډلې وګړي هم ترسترګو کیږي . 

 له نشه ایزو موادو سره مقابله ، په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان کې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره په مبارزې کې  ددغه هیواد د نیواک په وخت  د امریکا یو شعار ؤ .

Image Caption

 

  د امریکا او ناټو په وسیله د افغانستان د  نیواک د کابو شلو کلونو په تیریدا سره  ، البته  له نشه ایزو موادو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې پشمول  ددغه هیواد یوه ژمنه او شعار هم پوره شوی نه دی ،او سپينې ماڼۍ او د هغې متحدان په  دغو ډګرونو کې ناکام شوي دي .

 په افغانستان کې  د نشه ایزو توکو   دموضوع په باب  خپره شوي راپورونه ښئ  ،  امریکاپه دغه هیواد کې  له نشه ایزو موادو سره  دمبارزې په ډګر کې نه یوازې  کوم پروګرام نه دی درلودلی ، بلکې په وروستیو کلونو کې  نورو هیوادونو ته  له افغانستانه د ډول ډول  نشه ایزو موادو له  تولید او د کوکنارو له کر سره په مبارزې کې د امریکا بې پامۍ  او بې پروائۍ  د علتونو په باب  وئيل کیدلی شي،د دوي تر ټولو  مهم د لیل  له نشه ایزوموادو څخه د هغه هیواد د پام  وړ  عایدات  دي .

د کینیډا ګلوبل ریسرچ انټرنیتي سایټ  په ۲۰۱۷کال کې  په یوه راپور کې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو له قاچاق څخه د امریکا کلنۍ عاید،څه د پاسه پنځوس میلیارډ ډالر اعلان کړی دی .

         په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نشه ایزوموادو د تولید د زیاتیدونکی بهیر په دوام کې د امریکا او لویدیځي هیوادونو رول چې نورو هیوادونو ته ئې دټرانزیټ له لارې په دغه هیواد کې د خپلو پوځي لګښتونو زیاتره برخه تامینوي،دهغې ګټه غواړي ستراټژۍ په چوکاټ کې ده چې سپينه مانۍ ئې په سیمه ایز ډګر کې تعقیبوي .

په همدې ارتباط د افغانستان د سیاسی او امنیتی چارو یو کارپوه سید وحید ظهورحسینيوائي؛امریکا او ناټود افغانستان له جغرافیا څخه د خپلو اړتیاؤ دپوره کولو لپاره ناوړه استفاده کوي څو د نشه ایزو موادو تولید  په مستقیم ډول  او له تر ټولو کوچني خنډ پرته ترسره شي .دوي  همداراز  دغه مواد ډیرو هیوادونو ته منتقلوي .

Image Caption

 

په بیلابیلو برخو کې په افغانستان کې د شرائطو د بدلولو لپاره د امریکا د ژمنو پوچوالي ته په پام سره،ضروري ده،ددغه هیواد حکومت په لویدیځي  هیوادونوباندې له تکیې پرته او دداخلی ظرفیّت په اساس د امنیت د تامینولو تجروبه،له نشه ایزو موادو سره  د مبارزې په موضوع کې هم،ورته کړچار ولري .

= دغه لیدتوګه هم شته چېد افغانستان حکومت په دغه هیواد کې د کوکنارو د کښت او د نشه ایزو موادو دتولید دکمولولپاره باید په کروندګرو کې دفکر د بدلولو له لارې  دوي د بل  فصل د  کرلو وآخوا ته وهڅوي .

د کوکنارو د کرلو  په ځاي د محصولاتو د بل فصل کښتد تل پاتې عایداتو د تامینیدا په باب د افغانستان دکروندګرو لپاره د ډاډ رامینځةکول،د دويد معیشت د تامین دڅرنګوالي په باب دمخکینیو فکرونو د بد لولو لپاره لومړنی ګام دی .

             د افغانستان د ولسی جرګې استازو وئيلي دي  ددغه هیواد دحکومت دوه تابعیَت لرونکو وړاندیزي وزیرانو ت د باؤر راي نه ورکوي .د افغانستان د ولسی جرګې  مشرمیر رحمان رحماني  وئیلي دي،هغه وړاندیزي  وزیران چې  له پارلیمانه د باؤر دراي په اخستو کې پاتې راشي، نو د وزارت د سرپرست په توګه    په وزارتونو کې  کار ته دوام نشي  ورکولی .

    د افغانستان د ولسی جرګې مشرروښانه کړې ده،د افغانستان د قانون په اساس،هغه کسان پارلیمان ته د اعتماد دراي د ترلاسه کولو لپاره ورمعرفی کیدلی شی،چې  یوازې ددغه هیواد تابعیّت ولرل شي .

Image Caption

 

د افغانستان په ولسی جرګې کې د کابل د خلکو استازي خان آغا رضائی هم د اعتماد د راي د ترلاسه کولو او د وزارتونو د سرپرستۍ مشکل د ختمولو لپاره د وزیرانو د معرفي کولو په ضرورت په ټينګارسره د اشرف غني پر حکومت غږ کړی،څو د پارلیمان د اوړي له چټیانو مخکې دې د خپلې کابینې غړي ورمعرفي کړي . 

د افغانستان د ولسمشراشرف غنی د حکومت وړاندیزي وزیرانو ته د باؤرد راي د نه ورکولو په پاب ددغه هیواد دولسی جرګې د مشرڅرګندونې یوه داسې موضوع ده چې ددغه هیواد په مخکینیو حکومتونو کې هم مطرح  وه .

د افغانستان د اساسی قانون په اساس،هغه کسان باید د هیواد  دحکومت په کابینې کې شتون ولري ،چې  یوازې ددغه هیواد تابعیّت ولرل شي پردې اساس ،د افغانستان له ولسمشره د پارلیمان د استازو او حتی ددغه هیواد د ولس تمه دا ده چې د مختلفو وزارتونو لپاره دې  دحکومت وړاندیزي  وزیران  حتما  له هغو کسانو وټاکي ، چې  بهرنی تابعیّت  ونه لرل شي . 

             البته د افغانستان د اساسی قانون د دوه اویایمې مادې په لومړنی بند کې روښانه شوې ده،هغه کسان چې د ولسمشر له خوا پارلیمان ته د ووزیر په توګه ورمعرفي کیږي،باید یوازې د افغانستان تابعّیت ولرل شی وخو  ددغې مادې په دوهم بند کې  وئیل شوي دي ، هرکله  د وزارت لپاره  کاندید  بهرنی تابعیّت ولري ،نو د پارلیمان استازي صلاحیّت لري ،هغه تائيد یا رد کولی شي . 

 د حامد کرزي  او همداراز د اشرف غني د ولسمشرۍ د پړاؤنو په کابینو کې دوه تابعیّت لرونکو کسانو د شتون موضوع  تل ددغه هیواد په پارلیمان کې د دوي چیلنجونه وو .

Image Caption

 

 د افغانستان په اساسی قانون کې دې موضوع  ته اشاره نه ده شوې چې  دوه ګوڼي تابعیّت لرونکي  کسان  دې  دوزیر په توګه  پارلیمان ته ورمعرفي نشي.

خو  د ا فغانستان  دپارلیمان یو شمیر استازي ټينګار کوي،ولسمشر باید دوه ګوڼي تابعیّت لرونکي کسان   د وزیر په توګه  پارلیمان ته ورمعرفي نه کړي .

 د افغانستان د نوي حکومت واک ته له رسیدا څلور میاشتو تیریدا سره سره،البته تردې دمه اشرفغني خپل وړاندیزي وزیران  پارلیمان ته نه دي ورمعرفي کړي   او دا دریځ  د ځینو پارلیماني استازو د اعتراض لامل  شوی دی.په تیره بیا دا چې په افغانستان کې ځيني  وزارتونه میاشتې میاشتې کیږي،چې د سرپرست په وسیله اداره کیږياو دا موضوع د دغه هیواد د قانون جوړونکو له نظره دقانون خلاف چاره ده .

               په دغه شان شرائطو کې د ولس او په پارلیمان کې د دوي د استازو تمه داده چې اشرف غني دې هم زر ترزره  خپل وړاندیزي وزیران د اعتماد او باؤ رد راي د ترلاسه کولو لپاره  پارلیمان ته ورمعرفي کړي  او  د دوي په ټاکلو کې دې د دوه ګوڼي تابعیّت د  نه درلودلو موضوع ته هم جدي پام وکړي څو په پارلیمان کې  له چیلنج سره مخامخ نشي .

 البته د افغانستان په داخل کې  دا لیدتوګه شته چې دوه تابعیّت لرونکو کسانو ته داساسی مسئولیّتونو سپارل د ملی رازونو د ساتلو موضوع هم له ګواښ سره مخامخ کوي .

د همدغو ملاحظات پر اساس ده چې په افغانستان کې د نوي کابینې د جوړولو په باب ملی غوښتنه،دهغو کسانو ټاکل دي ، چې  دوه ګوڼی  تابعّیت ونه لري .

           همداراز  د افغانستان دپارلیمان یو شمیراستازو ددغه هیواد د حکومت د نسکورولو لپاره د امریکا د هڅې خبر هم ورکړی دی .په دې اړه د افغانستان په ولسي جرګې کې د بدخشان ولایت د خلکو استازې میرمن نیلوفر ابراهیمي  وئيلي دي،امریکایان ددغه هیواد حکومت د نسکورولو په لټه کې دي او د موقتي حکومت دجوړولو لپاره هڅه کوي .د سمنګان د خلکو  استازي ضیاء الدین ضیاء هم وئيلی دي ځيني هڅه کوي  څو د افغانستان نظام د سولې د بهیر د پیلیدا په پلمې سره ناکام کړي او  موقتي حکومت واک ته ورسوي .

  د افغانستان په پارلیمان کې د ولسی استازو روښانه او جوتې څرګندونېد هغو ګواښونو دلاجدی  کیدا ښودنه کوي،چې د امریکا د سیاستونو  له پلوه د افغانستان حکومت او ولس ته متوجه دي .امریکا چې  دخپل تاریخ تر ټولو اوږدۀ جنګ کې ئې هیڅ بریا نه ده درلودلي ، د خپلې موخې دتوجیه لپاره  چې  د افغانستان له جبۍ څخه وتل دي،هر ډول آوزار ئې کارولی دی .

Image Caption

 

په همدې خاطر امریکا د قطر په دوحې کې د سولې په خبرواترو کې د خپل مقابل لوري دغوښتنې په وړاندې په سرټيټولو سره په کابل کې د مرکزي حکومت  په نسکورولو پسې شوې ده، څو ددغو ډلو ټپلو په خیال ، په افغانستان کې د یوه نوي او هراړخیز  حکومت د جوړولو لپاره  زمینه برابره کړي .

             له دې مخکېهم د امریکائي حکومت استازو،په کرتو په افغانستان کې د موقتي حکومت  دجوړولو آئيډیا  مطرح کړې وه چې د کابل د حکومت له غبرګون سره مخ شوې وه.اوس هم له هغو چیلنجونو  سره سره  چې  بین الافغاني خبرو په لاره کې رابرسیره شوي دي،دا آئئډیا یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ډلې په  میز کیښودل شوې ده .

د امریکائي چارواکو دغه کړچار د دوي دسیمه ایزو اوله سیې د ورآخوا ملاتړو او افراط پالو بهیرونو غیرمنطقيغوښتنې ته له غاړه کیښودلو پرته بل هیڅ شی نه دی.په دې باب هم د افغانستان په جارو کې د امریکا دځانګړي استازيزلمی خلیلزاد دوکه بازې څرګندونې،چې دښمنان ددغه هیواد د سولې په بهیر کې د خارپار یا ځنډ د رامینځةکولو لپاره هڅه کوي،ګواکې دا واقعیّت دی چې سپينه ماڼۍ په ښکاره او پټه په افغانستان کې د سولې په لاره کې د خنډ له رامینځة کولو د طالبانو د بري کولو لپاره  هڅه کوي .

Image Caption

 

          په دغه شان فضا کې یوه پوښتنه راپورته کیږي،چې که دا مریکا اصلي موخه، په افغانستان کې د سولې رامینځة کول دي ،نو بیا ولې  د حکومت د نسکورولو لپاره د هڅې په ځاي،د حکومتي او ولسی ځواک په  ضد د خپلو حملو درولو ته د طالبانو د راضي کولو  او یا  د دوحې د وروستۍ موافقې  د خلاف ورزیو ختمولو  لپاره   له دغې ډلې د غوښتنې لپاره  ګامو نه پورته کوي ؛؛؟

دغې پوښتنې ته د افغانستان د روڼ اندو ، چارواکو او سپين روبو  مشرانو ځواب روښانه دی  او  هغه دا چې  امریکا  افغانستان ته د سولې د ډالۍ کولو لپاره د هڅې په ځاي  په دغه هیواد کې د بحران اوناکراریو د مدیریّت  په لټه کې  ده .

  (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه