Aug 31, 2020 16:46 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغه نننۍ برخې کې په پیل کې په تیرې اونۍ کې د دواړو هیوادونو ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو مهمو پيښو تحلیلي برخې آوریدو ته رابولووو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/ له طالبانو ډلې سره د خبرواترو له پیلیدا  سره ددغې ډلې د پاتې بندیانو د خوشي کولولپاره د افغانستان د حکومت پروګرام */*/*//  د طالبانو په وسیله د دوحې د موافقې  دخلاف ورزۍ په باب  داشرف غني دریځ */*/*/*/   پاکستان ته د طالبانو ډلې د مشرانو سفر */*/*/*/  د طالبانو په ضد  دنړیوالو پریکړه لیکنونو  داجرا لپاره له پاکستانه د افغانستان د حکومت غوښته */*/*/*/   دپاکستان له لومړي وزیر سره د عبدا.. عبدا... ټيلیفوني تماس */*///*//*/    او په  پاکستان کې د ترهه ګرو  د مشرانو  په ضد دبندیزونو سختیدا، په تیرې اونۍ کې د  افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه  وو ، او اوس مو هم رابولو  دځينو  مهمو پيښو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته */*/*/*//*///

 د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي دپاکستان پشمول د سیمې په ځينو هیوادونو  له طالبانو ډ لې څخه دملاتړ په دلیل نیوکې کړي دي . د افغانستان دملی امنیت دشورا  ویندوي کبیر حقمل  وئيلي دي ،دپاکستان پشمول د سیمې ځيني هیوادونه ، طالبانوډلې ته د سیاسی اوډيپلوماټیک  اعتبار  په ورکولو سره، ددغې ډلې د دریځونو ملاتړ کوي . 

له دې مخکې  هم د افغانستان خارجه وزارت پاکستان او ازبکستان ته د سفر لپاره طالب مشرانو ته ددغو هیوادونو په بلنې نیوکې کړې  وې او دا ئې د افغانستسان  دملی حاکمیّت خلاف  ورزي بللې وه .  دهغه څه په دلیل  د سیمې په ځينو هیوادونو د افغانستان د حکومت نیوکه،چې طالبانو ډلې ته د ډپيلوماټيک اعتبار ورکول بلل شوي دي،په افغانستان کې د سولې دخبرواترو بهیر ته ددغو هیوادونو د واریدیدو له امله ده .

د طالبانو  ډلې لپاره د سیاسی افغانستان  د ملی امنیت  دشورا ویندوي نیوکه کونکی دریځ  له دې وروسته  راپورته شوی ، چې  د دغې ډلې دسی اسی دفتر مشر، په تیرې اونۍ کې  د پاکستان دخارجه وزارت  په بلنه  اسلام اباد ته تللی او  ددغه هیواد له ځينو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي .

 د افغانستان د ملی امنیت دشورا دویندوي په وسیله د سیمې په ځينو هیوادونو نیوکې هم  په داسې حال کې دي،چې په ته تیر یوه کال کې تر دې  دمه  ددغه هیوادچارواکو د افغانستان دسولې له بهیر او د بین الافغاني  خبرواترو له ترسرکیدا سره د نړیوالو او سیمه ایزو مرستو غوښتنه کړې ده .

               باید پام ولرل شي ، چې له طالبانو ډلې سره د هیوادونو د خبرواترو له لارې د افغانستنان د سولې  له بهیر سره د سیمه ایزو او نړیوالو مرستو یوه برخه ، په  افغانستان  کې د ملی پخلاینې له  بهیر سره یو ځاي کولو  ته د دغې ډلې هڅول دي .

  د افغانستان  دحکومت ددغه کړچار په چوکاټ کې  دپاکستان پشمول د سیمې ځينو هیوادونو هم  ددغه هیواد  د سولې بهیر ته دنګلي دي  او  اسلام اباد ته د سفرن لپاره  د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر  ملا برادر  په وربللو سره  په لټه کې شوي دي ،څو  د  افغانستان دملی پخلاینې له پروګرام سره  مرسته وکړي .

 په د اسې شرائطو کې چې  د افغانستان  حکومت  په  دغه هیواد کې  دسلوې له بهیرسره د سیمه ایزو اونړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده،دا پوښتنه  راپورته کیږي،چې  ولې  د افغانستان  دملی امنیت شورا ویندوي  په پاکستان او د سیمې پر ځینو نورو هیوادونو ددغه ډول مرستو د وړاندې کولو بهیر ته د واریدیدو په باب چې  د کابل حکومت ئې  طالبانو ډلې ته د ډپيلوماټيک اعتبار او رواوالي  ورکلو ګڼي ، نیوکې کړي دي .؟

 ددې پوښتنې په ځواب کې باید  ویئل کیدلی شي،افغانستان  ددغه هیواد د سولې له بهیر سره د بهرني سیاسي مرستو   په ضرورت  له ټينګار سره سره، البته  دم ګړۍ   د بین الافغاني خبرواترو  ته دطالبانو ډلې د هڅولو لپاره له دغې ډ لې سره د نورو هیوادنو هرډول خبرې اترې ، ددغو خبرواترو په بڼه کې  د طالبانو د کارړنګونې په دلیل ، د افغانستان حکومت دموقعیّت  کمزوري کول ګڼي .

 دې ته په پام سره چې  د  افغانستان حکومت  له پنځه  زره طالب بندیانو څخه  د  دوي څه دپاسه څلور زره  شپږ سوه بندیان خوشي کړي دی ،خو  د متقابل  او مناسب اقدام په چوکاټ کې د طالبانو ډلې له بندونو د لازیاتو حکومتي بندیانو  د نه خوشي کولو  په دلیل ، د طالبانو د پاتې درې سوه شلو بندیانو  خوشي کول درولي دي .  او هیله  مند دي ،  څونور هیوادونه د کابل ددغه کړچار ملاتړ وکړي .

 د افغانستان د حکومت له نظره ،  په داسې حال کې چې  باید نړیواله ټولنه  بین  الافغانی  خبرواترو ته د واریدیدو لپاره  پر طالبانو ډلې خپل دباؤنه زیات کړي ،ددغې ډلې  چارواکو ته د ځينو هیوادونو بلنه ورکول ، ددغې ډلې په بندونو کې د لازیاتو  حکومتي  بندیانو  د  خوشي کولو د ضرورت په باب دک ابل له دریځه د  سیمه ایزو اونړیوالو ملاتړونو  دلازموالي په خلاف  دي .

 دغه کړچار ته په پام سره  ده چې  په پاکستان کې  دملابرادر  له شتون سره په یووخت د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې د افغانستان  د  ملی مصالحې  د عالی شورا مشر عبدا... عبدا....  ،د افغانستان  د سولې له بهیر سره  د سیمه ایزو مرستو په ډګر کې  دکابل ملاحظات بیان کړي دي .

               دپاکستان  خارجه وزارت  په دغه هیواد کې  دترهه ګرو ډلو  د سرغنو په ضد د بندیزونو د سختولو خبر ورکړی دی .

   د پاکستان  خارجه وزارت  دیوې  اعلامیې په  خپرولو سره  و ئیلی دي ، په دغو بندیزونو کې  د طالبانو ډلې ،  د حقاني ، القاعدې ، داعش ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه او جنګوي لښکر ، لښکر طیبه او  جیش محمد  په څير د ډلو پشمول  د لسګونو ترهه ګرو ډلو سرغنې شاملیږي  چې  د دوي شتمنۍ ضبط  او د دوي درست مالی ټرانزیکشنې  هم پيژندل   او تړل کیږي .

 د پاکستان حکومت  همداراز  دغه هیواد  ته  د هغو ترهه ګرو  واریدیدا چې  بندیزونه پرې لګیدلي ، یا د دوي ټرانزیټ و د وسلو د اړتیاؤ تامینیدا ئې  او  د پوځي اړتیا د  برابرولو لپاره له دوي سره  ملګرتیا هم ممنوع  اعلان شوې ده.

 په پاکستان کې د ترهه ګرو دلو په ضد ددغه هیواد دبندیزونو سختول ، د تحریک انصاف واکمن ګوند د داخلي اوبهرنیو  ملاحظاتو په چوکاټ کې ترسره شوي دي .

 پاکستان چې  په وروستیو کابو دوو لسیزو کې  د ترهه ګرو ډ لو   د مرګونو اوورانکارو اقداماتو له امله په بیلابیلو سیمو کې  دترهه ګرۍ او نکاراریو  له پراخې څپې سره  مخامخ شوی ، په وروستیو کلونو کې ئې، له ترهه ګرۍ سره د لازیاتې مقابلې  دسیاست په کارولو سربیره   ددغو  ورانکارو ډلو په ضد د  هراړخیزو بندیزونو اعمالول هم په ایجنډا کې شامل کړي  دي .

 د پاکستان حکومت  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو فعالیتونو د دوام یو علت،  له افراطي اوورانکارو ډلو څخه د مالی ملاتړونو د دوام له امله ګڼي  چې په همدې دلیل ئې په تیرو دوو کلونو کې  د دوي د بانکی حسابنو دتړلو سیاست په دقیق ډول تعقیب کړی دی ، چې دا د دغه هیواد  ولس  یوه مخکینۍ  او اساسي غوښتنه هم ده .

 په بهرني اړخ کې هم  د ترهه ګرو  دبندیزونو پشمول  د دوي په ضد دپاکستان د  حکومت دتدبیرونو سختول  به د اسلام اباد د ترهه ګر ضد سیاستونو په وړاندې د  دګاونډیو هیوادونو په تیره بیاد  افغانستان اوهندوستان د اعتماد او باؤر د زیاتیدا لامل شي .  په وروستیو کلونو کې  له پاکستان سره د  هند او افغانستان په اړیکو کې د  تاؤتریخوالو  تر ټولو مهم علت  د ترهه ګرۍ له بلا سره د دغه هیواد د مقابلې په وړانډې د دوي  شکونه،او حتی  له دې هم ورآخوا  په افغانستان او هندوستان  کې د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو لپاره  له افراطي ډلو څخه د اسلام اباد د ملاتړ   تورونه  دي .

په پاکستان کې د افراطي ډلو په ضد د  دغه هیواد دحکومت په وروستیو بندیزونو د طالبانو ډلې  غبرګون  هم ښئ چې  ددغو ډلو په ضد د محدودیّتونو اعمالیدا  ډیرې اغیزې شیندلي دي .

په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفلتر ویندوي سهیل شاهین  خبرداری ورکړی ، چې  ددغې ډ لې په ضد دبندیزونو داجرا په باب دپاکستان اقدام به ، دافغانستان د سولې  دبهیر  خنډ شي .  البته باید  پام ولرل شی ، چې  په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو  په ضد دبندیزونو په سختولو کې  ددغه هیواد د حکومت  وروستۍ فیصله ،  له ترهه ګرسره په مبارزې کې د اسلام اباد د اقداماتو په تائيدولو کې  د مالی اقدام دځانګړي ډلې (ایف اې ټي ایف)د نظر  د جلبولو  په موخې سره  د ارزونې  وړ هم دي . په تیره بیا دا چې  ټاکل شوې ده ددغې ډلې (ایف اې ټي ایف) یو پلاوي ډير زر دپاکستان له چارواکو سره لیده کاته وکړي .

           د افغانستان د طالبانو ډلې یو لړ پوړی پلاوی تیره اونۍ پاکستان ته په سفر تللی . په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین وئيلي دي ، ددغې ډلې  دسیاسی دفتر مد مشر ملاعبدالغني برارد په شمرۍ د طالبانو یو پلاوی،د افغانستان د سولې د بهیر د ارزونې په خاطر  دپاکستان  اسلام اباد ته تللی دی .

 پاکستان چې په افغانستان کې بدلونونه ، پر خپل امنیتي او ټولنیز چاپيریال  اغیزشیندونکي  ګڼي ، هڅه کوي څو  ددغه هیواد د سولې په پیل شوي بهیر کې  د کابل او طالبانو ډلې  ترمینځ د سولې د احتمالی موافقې په چوکاټ کې خپلې ملی ګټي  هم تامین کړائ شي .  په همدې ا ساس ده چې  په افغانستان کې د سولې  د ټينګیدا لپاره د ه لوځلو د بهیر په جدي کیدا سره ، د طالبانو ډلې یو پلاوی  ، د پاکستان د خارجه وزارت په رسمي بلنې سره  دغه هیواد ته په سفر تللی ، او په دغه هیواد کې ئې د سولې د بهیر په باب  له لوړپوړو حکومتي او پوځي  چارواکو سره  لیده کاته کړي دي .

البته باید پام ولرل شي ، چې  په اوسنیو شرائطو کې   او  د طالبانو ډ لې پشمول  د افراطي او ترهه ګرو ډلو په ضد چې ددغه هیواد  په اعلان شوي لیسټ کې  ئې نامې اعلان شوي دي،د پاکستان د حکومت  دبندیزونو  له سختیدا وروسته ددغې ډلې چارواکي،په پاکستان کې د طالب ځواکونو  پر راتلونکي ددغې فیصلې  د اړخونو او اغیزو په باب اندیښمن  دي .

 سره له دې چې د طالبانو ډلې دسیاسي د فتر ویندوي ددغې ډلې په ضد د بندیزونو دسختولو په باب د پاکستان د حکومت اقدام،د افغانستان د سولې  په بهیر کې یو خنډ بللی دی،خو واقعیّت دا دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالی موافقې له لاسلیک کیدا ورسوته په پاکستان کې ددغې ډلې د وګړو پر وضعیّت ددغې فیصلې د اړخونو  او اغیزو په باب اندیښنمن دي .ځکه دوي پوهیږي،چې  په پاکستان کې د دغې ډلې په ضد دبندیزونو په سختیدا او دوام سره د دوي وګړي د ترهه ګرو په توګه پیژندل کیږي  او د دوي لپاره به شرائط لازیات سخت او ترینګلي شي او په همدې دلیل د طالبانو ډلې پاکستان ته لاړ څو له پاکستانیو چارواکو وغواړي ،له افغان حکومت سره د سولې د موافقې  له لاسلیک کیدا سره په یووخت دې ،  دبندیزونو له لیسټه دطالبانو دلې نامه وباسي .

 (سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه