Sep 06, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

په ټولو سویو کښې د امنيتي اطلاعاتو د مبادلې په باره کښې د افغانستان او پاکستان موافقه په داسې حالاتو کښې چې ترهه ګري د هغوي لپاره هماغه شان ترټولو ستر ګواښ ګڼل کيږي، مهمه موضوع ګڼل شوې ده.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له طالبانو سره د افغانستان د خبرو اترو کونکی پلاوی سره د اشرف غنی کتنه

له طالبانو سره په خبرو اترو کې د افغانستان د اساسی قانون په سرې کرښې د اشرف غنی ټینګار

د امنیتی معلوماتو د تبادلې لپاره د افغانستان او پاکستان موافقه

دافغانستان پارلیمان ته د افغان دولت د لسو وړاندیزی وزیرانو معرفی کول

او د افغانستان په سوله کې اسلام اباد ته د امریکا په اړتیا د پاکستان د خارجه وزیر ټینګار  په تیره اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم خبرونه او بدلونونه وو

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دسولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پروګرام په غونډه کې موافقه وشوه دواړه هیوادونه په ټولو سویوکې امنیتی معلومات مبادله کړی .

د افغانستان خارجه وزارت په یوه بیانیه کې وویل دسولې اوپیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پروګرام په دوهمه  غونډه کې دواړو لورو د کډوالو ، اقتصادی ، امنیتی ، ډیپلوماټیکو او سیاسی مسلو په اړه د تیر کال فیصلې اوژمنې وجاجولې او موافقې ته ورسیدل .

په دغه غونډه کې موافقه وشوه چی پاکستان له  خپلواکه ، یوموټی او ثبات لرونکی افغانستانه او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وکړی تر څو له یوه بل سره په ټولو سویو کې د اړتیا وړ امنیتی معلومات شریک کړي او له ډیورینډ کرښې وراخواد راکټی حملو مخنیوی وکړی .

په ټولو سویو کښې د امنيتي اطلاعاتو د مبادلې په باره کښې د افغانستان او پاکستان موافقه په داسې حالاتو کښې چې ترهه ګري د هغوي لپاره هماغه شان  ترټولو ستر ګواښ ګڼل کيږي، مهمه موضوع ګڼل شوې ده.

په کابوتیرو دوو لسيزو کښې چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د امريکااو د هغې د انډيوالانو له جنګ تېرې شوې دي نه يوازې په دغه هېواد کښې تندلاريتوب او ترهه ګري کمه شوې نه ده بلکه د ترهه ګرۍ لمن د افغانستان له پولو تر بهره پورې غځیدلی ده او د سيمې هېوادونه يې هم له ناامنيو سره مخامخ کړي دي.

د پاکستان د چارواکو او خلکو له نظره په دغه هېواد کښې د ناامنۍ او د ترهه ګرۍ د مرګونو اقداماتو زياتېدل په افغانستان کښې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د ناکامه شتون نتيجه ده چې د دې سبب شوې ده چې ناامني او بې ثباتي په سيمه کښې خپره شي او له طالبانو پرته  ترهه ګرې ډلې مخ په زياتېدو شکل سيمه اغیز لاندې راولي.

په داسې حالاتو کښې چې ترهه ګري د افغانستان او پاکستان په شمول د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره يو ګډ ګواښ بدله شوې ده، د خپلو پولو په دننه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف خپلواکو اقداماتو په ترسره کولو کښې د ملګرتياو زياتېدل او د اطلاعاتو د تبادله د دغو دواړو هېوادونو د کاميابۍ ترټولو مهم عامل حسابیږي. په ټولو سویو د امنيتي اطلاعاتو د مبادلې  لپاره د افغانستان او پاکستان موافقه په داسې حال کښې چې په تېرو وختونو کښې په بیلا بیلو سياسي، اقتصادي، تجارتي او امنيتي برخو کښې د هغوي موافقې څه اغیزمنې  نتيجې ته نه دي رسېدلې د امنيتي معلوماتو  په برخه کښې د دغو دواړو هېوادونو د نوې موافقې اجرا له جدي شکونو سره مخامخ شوې ده.

په تېره بيا دا چې په  ۲۰۱۷ کال کښې هم کابل او اسلام آباد د دوو اړخيزو تاوتريخوالو په اوج کښې د چين په رول لوبولو سره په يوې موافقې کښې د امنيتي اطلاعاتو په تبادله کښې د ملګرتيا په ضرورت ټینګار کړې و چې په تېرو دريو کلونو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ډګر کښې د ګډې ملګرتيا په نتيجه کښې رامنځته شوې څه بدلون نه دې لیدل شوې .

لږ تر لږه له تېرو دريو لسيزو تر اوسه د افغانستان او پاکستان له تاوتريخوالي په ډکو اړیکوکې د متقابلې بې اعتمادۍ شتون د دې سبب شوې دې  چې د تندلاريتوب او ترهه ګرۍ له ښکارندې سره داغیزمنې مقابلې لپاره د امنيتي اطلاعاتو په شريکولو کښې د دواړو هېوادونو د هر ډول موافقه په نږدې وختونو کښې د هیلې وړ نتیجې ته نږدې نشی .

په پاکستان او افغانستان کښې د ګواښونو او مرګونو ترهه ګريزو حملو زياتېدل او په دغه هېواد کښې د داعش په شمول د نويو افراطي ډلو جوړېدل د جنګ او سولې په دواړو بڼو کښې د ملګرتيا په باره کښې د دواړو هېوادونو د موافقو د ناکامه پاتې کېدو يوه جدي نښه ده چې د دې سبب شوې ده چې د هغوی سياسي درزونه هم د تېرو وختونو په نسبت لا زيات ژور شي.

د افغانستان  حکومت له نظره پاکستان په دغه هېواد کښې د جنګ او سولې په زمينه کښې په ملګرتياو کښې ضروري صداقت او شفافيت نه لري او په همدې وجه ده چې په افغانستان کښې په دې زمينه کښې کوششونه تر اوسه نه دي بریالی شوي.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوی د ملی مصالحې د لوړې شورا د غړیو په لیسټ کې  د افغان ولسمشر اشرف غنی لخوا هر ډول لاس وهنه رد کړه . صدیق صدیقی په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کی وویل د ارګ لخوا د ملی امنیت د لوړې شورا د غړیو په لیسټ کې هیڅ ډول لاسوهنه نده شوی . ده ټینګار وکړ د ملی مصالحې د عالی شورابشپړیدا د اشرف غنی حکومت یو اساسی هدف دې او تل یې هڅه کړی ده چی د یوه بل په مرسته  دسولې په خبرو اترو کې پرمختګونه ولرلې شو او اوس هم په دې زمینه کی د ارګ او سپیدار ترمینځ هیڅ اختلاف وجود نلری .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د ملی مصالحې د عالی شورا په لیسټ کې د هر ډول لاس وهنې ردیدا په داسې حال کی چی د دغې شورا مشر عبد ا... عبدا... د ملی مصالحې د عالی شورا د غړیو په ټاکلو کې د خپلو قانونی اختیاراتړو په ضرورت ټینګار لری ، احتمالا د اشرف غنی او عبد ا... ترمینځ د تاوتریخوالی د شتون یوه نښه ده .

په تیره بیا دا چی په وروستیو ورځو کې افغان رسندویو داسې راپورونه خپره کړی دي چی د اشرف غنی او عبد ا... ترمینځ د اختلافاتو ښودنه کوی . د اشرف غنی او عبد ا... ترمینځ د موافقې په اساس مقرره وه چی عبدا... د غړیو د انتخاب په شمول د ملی مصالحې د عالی شورا د ادارې بشپړه اختیارات ولرلې شی او د لیسټ له نهایی کیدا وروسته هغه ولسمشر ته وړاندی شی .

عبد ا... ته نږدې سرچینې وایی اشرف غنی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د عبدا... په لیسټ کې ګوتې وهلی دي .

د دغو سرچینو استدلال دا دې چی د عبد ا... لخوا وړاندی شوی لیسټ  د افغانستان د ولسمشرۍ له لوری له خپره شوی لیسټ سره توپیر لری او همدغه مسله د دې ښودنه کوی چی اشرف غنی د دغې شورا په چارو کی د نه لاسوهنې په اړه د خپلد خپلې ژمنتیا خلاف ورزۍ کړی ده . په افغانستان د ځینو سیاسی ډلو مشرانو د ارګ لخوا د مصالحې د عالی شورا د غړیو د لیسټ له خپرولو وروسته هغه نمایشی بللې او د هغه د بدلولو غوښتنه یې کړی ده .

په داسې شرایطو کی چی پر عبدا... سربیره د د افغانستان د مدنی ټولنې اوسترو سیاسی ډلو  مشران د مصالحې د عالی شورا په لیسټ چی د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوری  خپور شوی دې ، معترض دي ، دا اندیښنه وجود لری چی له طالبانو سره د خبرو په درشل کې د شورا د غړیو پرسر موجود سیاسی تاوتریخوالې له طالبانو سره د خبرو اترو کونکی جبهې د موقعیت د کمزورتیا سبب شی .

که د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ سیاسی درز دوام پیدا کړی نو د بین الافغانی خبرو په اړه به د مدنی ټولنې ، د ګوندونو مشرانو او حکومتی چارواکو ترمینځ د اجماع نیشتوالې له طالبانو سره د سولې د هر ډول موافقې ته د رسیدا په ملاتړ کې د ملی ملاتړ د کمزورتیا سبب شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پاکستان خارجه وزیر وویل امریکا دې نتیجې ته رسیدلی ده چی په افغانستان کې د سولې د ټینګولو لپاره  پاکستان ته اړتیا لري . شاه محمود قریشی وویل د افغانستان د سولې بهیر او د قطر موافقې لاسلیکیدا د اسلام اباد لپاره د بهرنی سیاست ستره بریا ده . قریشی زیاته کړه چی د پاکستان بهرنی سیاست د اسلام اباد په وړاندی د واشنګټن د کړچار د بدلون سبب شوې دې  . د پاکستان خارجه وزیر جوته کړه هماغه امریکاې چی تل یې له مونږه غوښتل زیات کار وکړو او پرمونږ یې نیوکې کولې ، نن بدل شوی دی پاکستان د سولې ملګرې بولی .

د پاکستان خارجه وزیر په دې باره کی چی امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې دغه هیواد ته اړتیا لری ، د دغه هیواد په بدلونونو کې د خپل ځای او موقعیت د تثبیت لپاره د اسلام اباد د هلو ځلو له امله دی .

اسلام اباد په ځلونو اعلان کړی دی چی پاکستان په افغانستان کې د جنګ تر ټولو ستر قربانی دې  چی څه د پاسه اتیا میلیارډ ډالره یې تر اوسه تاوان کړې دې .

 له ې سزره سره چی پاکستانی چارواکی په افغانستان کی د سولې له بهیر او اړونده خبرو اترو په ملاتړ ټینګار لری ، خو د دغه هیواد خلک او حکومت په دغه ډول دریځونو دومره باور نلری  او په دې زمینه کی د اسلام اباد د سیاستونو د شفاف کیدا غوښتنه کوی .

خو د دې په مقابل کې د اسلام اباد حکومت دغه هیواد ته د جنګ او تاوتریخوالی او د افغان کډوالو د شمیر د زیاتیدا په شمول په افغانستان کې د جنګ ویجاړونکیو اغیزو ته په اشارې سره په دغه مسله ټینګار لری چی بی ثباته افغانستان په پاکستان کی د ناامنۍ سبب کیږی او په همدې دلیل د اسلام اباد چارواکی په دغه هیواد کی د ثبات او جنګ د ختمولو لپاره له هر ډول هڅې ملاتړ کوی .

د شاه محمود قریشی د څه مودې وړاندې دا دریځ چی په افغانستان کی د سولې ټینګیدا د پاکستان لپاره پرمختګ ډالۍ کوی ، په افغانستان کې د جنګ د ختمولو له مثبتو اغیزود اسلام اباد دسم درک ښودنه کوی .

دا لیدتوګه موجوده ده چی که په هر دلیل په افغانستان کی ثبات وجود ونلرلې شی د پاکستان حکومت پراختیایی پروګرامونه په تیره بیا له افغانستان سره په پوله کی  په صوبو کی به دغه پروګرامونه پرمخ لاړ نشي او عملا ذد عمران خان حکومت د خپلو انتخاباتی ژمنو په تحقق کې ناکامه کیږی  .البته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان یوه ژمنه د افغانستان په شمول  له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو او ملګرتیاو پراختیا ده چی په دې زمینه کی ځینې جاجونې دتحریک انصاف دواکمن ګونددنسبی بریالیتوب او توفیق ښودنه کوی .

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه