Sep 14, 2020 15:55 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،د مطلب په پیل کې په دغوهیوادونو کې ځينو مهموپيښوته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې موهم رابولوو،د ځينو موردونو په باب تحلیلی برخې آوریدو ته .... نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/    له طالبانو ډلې سره  په خبرو اترو کې د اساسي قانون پر نه بدلیدو د افغانستان د حکومت ټينګار*/*/*/*/ قطر ته د افغانستان د حکومت د مرکچي ټيم سفر*/*/*/*/*/  د روسیې او پاکستان د خارجه وزیرانو لیدۀ کاتۀ */*/*/*/  د بین الافغاني  خبرواترو د بهیر له پیلیدا  د اسلام  ایران هرکلی */*/*/*//*/ د اشرف غني له خوا له طالبانو سره د سولې په خبرواترو کې  د افغانستان د سیاسی نظام د دړې کیدا ردول */*/*/*/  او  په کابل کې  د پاکستان د نوی سفیر ټاکل ، په تیرې اونۍ کې ددغو دواړو هیوادونو ځينی مهم بدلونونه وو او اوس مو هم رابولوو، دځينو  پيښو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .*/*/*/*/*//*

************************

    د افغانستان  دولسمشر مرستیال ویندوي وئيلي دي ،په اساسی قانون کې دغه هیواد  د نظام  ماهیّت نه بدلیږي . دوخان مینه وال وئيلي دي ، د افغانستان د اساسی قانون لومړنۍ دوې مادې  چې د  نظام د ماهیّت او د ښاریزو دحقوقو په باب دي ،هیڅکله هم د بدلولو وړ نه دي .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملی مصالحېد لوړې شورا مشرپه همداوروستیو کې وئيلي وو ،که ضرورت شي نو هماغه ډول چې د مشورتي لوئې جرګې  په پریکړه لیک کې هم راغلي دي ،له قانوني پلوه د اساسی قانون د بدلولو امکان شته دی .

Image Caption

 

 ډاکټر عبدا... عبدا...همداراز وئيلي وو،دۀ هم تل د اساسی قانون  د ځينو برخو  او  دهغو دمادو دبدلولو غوښتنه کړې او وئيلي مو دي،چې  دغه اقدام باید له اساسی قانون سره په سموناو له روا لارې ترسره شي .

 هماغه ډول چې دقطر په  دوحې کې دبین الافغاني خبرواترو د ایجنډا د برابرولو په باب لومړنۍ خبرې اترې شوي او ټاکل شوې ده چې د ایجنډا له بشپړیدا سملاسی وروسته رسمي خبرې هم  پیل شي، نو د  افغانستان په اساسی قانون کې دبدلون د موضوع په باب  حساسیتونه  لازیات شوي دي  او په همدې اساس  د دغه  هیواد  حکومتي چارواکو دریځونه د تیر وخت په نسبت لازیات شفاف او  روښانه شوي دي .  د افغانستان د ولسمشر  دمرستیال ویندوي خبرې ددې په باب چې په اساسی قانون کې ددغه هیواد د نظام د ماهیّت د بدلولو نه دی ،د بین الافغاني  خبرواترو د ترسره کیدا په نتیجې کط د اساسی قانون دبدلولو په زمینې کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د ملی مصالحې د  لوړې شورا دمشر عبدا... عبدا... تریمنځ د اختلافاتو د شتون ښودنه کوي .

Image Caption

 

                    د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا...عبدا...چې له اشرف غنی سره دمشارکتي حکومت د جوړولو  د موافقې له لاسلیک کولو وروسته ئې د افغانستان د ملي مصالحې د لوړې شورا مشري په تقریبا په ډيرو پراخو اختیاراتو سره په غاړه اخستې،په دې اند دی چې په دغه هیواد کې د ترټولو غورهعمومی غوښتې په توګه  سولې ته درسیدا لپاره  باید په دې زمینې کې  له درستو ظرفیّتونو حتی د اساسی قانون له بدلولو هم استفاده  وشي . د  ډاکټر عبدا....له نظره ، په افغانستان کې حکومت اودرستې سیاسی ، قومي او مذهبی ډلې ټپلې  باید د جنګ دختمیدا د نیواکګرو د وتلو  او  په دغه هیواد کې د دایمي سولې دټينګیدا لپاره له رامینځةشوي اوسني فرصته استفاده وکړي چې دپوره کیدا لپاره ئې ددغه هیواد د اساسی قانون ځينی بندونه  په دې شرط چې د ملی میثاق په توګه  ددغه قانون د بې اعتبارۍ لامل نشي بدل کړ ائ شي .

 د ډاکټر عبدا... ددریځ په مقابل کې،البته پله پرګنه،چې یوه برخه ئې  د افغانستان  د ولسمشرۍ په ارګ کې شتون لري،له طالبانو سره  سولې ته د رسیدا په موخې سره د اساسی قانون دبدلولولپاره ،موافقه ددغه هیواد  له سرې کرښې څخه تیریدا ګڼي او ورسره مخالف دي . البته باید پام ولرل شي، چې د افغانستان د اساسی قانون په بدلولو د طالبانوډلې  له ټينګار سره سره، البته اوس مهال دغې ډلې مشخصه کړې نه ده  چې  ددغه هیواد د اساسی قانون له کومې مادې سره مشکل لري او دوي ئې نه مني.طالبانو په کرتو وئیلي دي،دافغانستان اساسی قانون د امریکا ترڅارنې لاندې لیکل شوی دی او باید اساسی قانون د افغانستان د  اسلامی او ملي  ارزښتونو منعکس کونکی وي .

 په دغه شان شرائطو کې  طالبان  په کلي توګه   دافغانستان اساسی قانون له چیلنج سره مخ کړی دی ، دا اندیښنه شته چې د اساسی قانون د بدلولو لپاره د بین الافغاني خبرواترو په بهیر کې له دغې ډلې سره موافقه ددغه هیواد لپاره نه جبرانیدونکی اړخونه درلودلی شي.داسې ښکاري په دغه شان شرائطوکې د افغانستان د اساسی قانون په باب دطالبانو دنظرد تامینولو موضوع،چېدبین الافغاني خبرواترو یوه نتیجه کیدلی شي،باید محدوده شي او ددغې ډلې د پام وړ بدلونونو اعمالول باید دلوئې جرګې په چوکاټ کې ترسره شي،څو له ملي ملاتړه برخمن  شي .

               د پاکستان دپوځ وویندوي جنرال بابر افتخارله افغانستان سره په ګډو پولو کې دترهه ګروعملیاتو زیاتیدا،په دغه هیواد کط د سولې  بهیر ته د ګوزار ورکولو لپاره یوه هڅه بللي ده.هغه روښانه کړې ده ،  له بده مرغه  په وروستیو شپو ورځو کې  ددې شاهدان یوو چې دافغانستان او پاکستان  په دواړو خواؤ کې سرحدي تاؤتریخوالي زیات شوي دي بابر افتخار وئیلي دي،پاکستان په جدي توګه د موجوده تاؤتریخوالو د کمولو او دسرحدي ترینګلتیاؤ د حل کولو غوښته کوي .

Image Caption

 

دپاکستان دپوځ د ویندوي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان  چارواکي اوخلک د پاکستان له خاورې د توغندوي بریدونو  او د سرحدي تاؤتریخوالو د ختمولو غوښتنه کوي .د افغانستان په ختیځ کې په ځينو سیمو د پاکستان له خاورې  دمرګونو حملو په دوام سره،د دواړو هیوادونو په اړیکو کې  دسرحدي نښتو له امله تاؤتریخوالی د زیاتیدا په حال کې دی  چې په ځان پسې د دوي لپاره منفي پایلې درلودلی شي . دې ته په پام سره چې  افغانستان اوپاکستان دترهه ګرو ډلو له خوا له ګډو ګواښونوسره مخامخ  دي.سرحدي نښتېاو له امله ئې سیاسی تاؤتریخوالي، یوازې  د افراطي ډلو ټپلو  د موخو د پوره کیدا لپاره  لازیات  فرصت رامینځةکوي .

 په تیره بیا دا چې  دم ګړۍ لویدیځي استعماري قدرتونه  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  او همداراز  له افراطي ډلو سره دمقابلې لپاره  د افغانستان او پاکستان د حکومتونو دکمزورتیا په پلمه ، چې  خطره ئې درسته سیمه اونړۍ ګواښي ،  په افغانستان کې د خپل ویجاړونکي شتون په دوام پسې دي . . په داسې شرائطو کې   چې ا مریکا د روان کال د فرورۍ په ۲۹نیټه  د قطر په دوحې کې  له طالبانو ډلې سره  دسولې په موافقې کې  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو دبشپړ ویستلو  ژمنه مطرح کړې ده ، د افغانستان  او پاکستان ترمینځ د سرحدي تاؤتریخوالو  دوام ،  له افغانستانه د  وتلو لپاره  د بدعهدیو په لاره کې  دسپینې ماڼۍ  لپاره یوه نوي پلمه کیدلی شي .

 پر دې اساس  تمه کیږي  دپاکستان او افغانستان لوړپوړي چارواکي دخپلو  او دسیمې د شرائطو په دقیق درک سره د دوحې د موافقې په چوکاټ کېله افغانستانه د وتلو لپاره د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا لپاره دامریکاد امریکا د پلمو جوړولو د مخنیوي په موخې سره  له ترهه ګرۍ سره د اغیزشیندونکي مقابلې لپاره  دګډو ملګرتیاؤ لپاره  زمینه برابره کړي . ځکه  په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د پاکستان پشمول د درستې سیمې بلکې د درستې نړۍ لپاره  آرامښت ډالۍ کوي او هغه ورځ به لیرې نه وي چې  د افغانستان  په درست  هیواد کې دسولې په ټينګیدا سره  دغه سیمه د ترهه ګرۍ او افراط پالنې د جرړه ویستول او وچولو لپاره  په  یوه مرکز بدله شي او دغه سیمه هم  د نړۍ دنورو پراختیا موندونکو سیمو په څير وځلیږي او  د افغانستان او سیمې  خلک هم  په سولې پسې کرار او باثباته ژوند څخه خوند واخلي  او  د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره  سیمه کراره او باثباته  جوړه کړي . 

Image Caption
Image Caption

 

                   خوږو دوستانو  په تیرې اونۍ کې د افغانستان و پاکستان د  ځينو مهمو بدلونونو په باب  داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ  نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې  د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS  هم درسره نوټ کړئ  او له خپلو نورو دوستانو او ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغې ویب پاڼې  د سیمې او نړۍ تازه خبرونه ،راپورونه ،تبصرې ، مرکې  او دغه راز بیلابیل دیني ، کلتوري ، اقتصادي ،سیاسی ، ټولنیز ،روغتیائي  او سپورټي مطلبونه هم لیدلی او هم آوریدلی شئ  او همداراز  د تاسو پخپلو غږیزو پیغامونو ،شعرونو، لیکونو ، ښو ښو  لیکنو مشتمل ستاسو خپل پروګرام ،هرکله راشه ، هم  لیدلی او اوریدئ شي ،  نو تر بله وخته  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،  نیکمرغه ژوند اوسلامتیا  مو له پاک خدايه غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه