Oct 10, 2020 14:27 Asia/Kabul
  • په اتیرې  اونۍ کې د ایران مهمې پيښې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبوکې ایران د اونۍ په هنیداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې په تیرې ا ونۍ کې په ایران کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او وپسې مو هم د ځینو پيښو په اړه دتحلیلي برخې لیدو ته رابولوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/  په کرنائي بحران کې د حسینی اربیَعن ترسره کیدا */*/*//*/  له کرونائي بحران سره  د مبارزې د ملي کمیټې دستورالعملونه */*/*/*//*/ او  دآذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ  خونړۍ نښتې، په تیرې اونۍ  کې د ایران ځيني مهمې پيښې  وې اوس مو هم رابولو دځينو پيښو په اړه د تحلیلي برخې اوریدو ته .*/*/*/*/*/*// 

********************

=     دوستانو تیرې پنجشنبې ورځ  د حضرت امام حسین علیه السلام د  هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت د څلویښتۍ یا اربعیّن ورځ وه . د اربعیّن  ورځې  سره په یووخت  له کرونا ویروس سره دمبارزې  د ملی کمیټې  د دستوراالعملونو او ایس او پيز په اساس د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمي سیدعلی خامنه اي په شتون سره د اربعیّن د زیات د لوستلو او د عزادارۍ دستورې  د خلکو له شتون پرته  د امام خمیني په امامباړې  کې ترسره شوې .

سږکال د حسینی اربعیّن بهرنیو زیارتوالو د کرونا ویروس د لاپراختیا د مخنیوي په موخې سره عراق ته سفر ونه کړائ شو او له نجف ترکربلا پورې د اربَعین پلې لاریون  یوازې د عراقي زیارتوالو  په شتون سره ترسره شو.دعراق د کربلا دحرمیّنو مسئولانو  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، د حسینی عشق او دحسینی اربعیّن په دغه پرتمین پلي لاریون کې سږکال څه دپاسه څوارلس میلیون زیارتوالو ګډون درلود. د ایران خلکو چې د حسینی اربعیّن د پلي لاریون  برخه وال  نه شول او ورځيني پاتې شول ،د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو د شهادت له اربعیّن او څلويښتۍ سره په یووخت،په درست ایران کې خلکو پخپلو کورونو کې او د ودانیو په چتونو د اربعیّن  زیارت  ولوست او عزاداري ئې وکړه او په کربلا کې ئې له عراقي زیارتوالو سره په یو وخت ئې له خپلې خوا حسیني عشق او ولوله نندارې ته وړاندې کړه .

Image Caption

 

               اذربایجان جمهوریت او ارمنستان  یو ځل بیا د قره باغ غرنئ سیمې (ناګورنو فره باغ) په سره ښکر په ښکر شوي او وئيل کیږي،چې په دغو شخړو کې دواړو خواؤ ته په سلګونو مرګ ژوبلې اوښتې او دغه راز ډير تاوانونه هم  اړول شوي دي.

 د قره باغ سیمې په سر  د آذربایجان  جمهوریت او ارمنستان  ترمینځ شخړه ، له ۱۹۸۸کاله پیل شوه او  په ۱۹۹۲کال کې  په پوځي ډغرې  بدله شوه .په ۱۹۹۴کال کې د  اروپا دامنیت اوملګرتیا د ادارې یا مینسک ډلې په مینځګړیتوب سره  د ښکیلو لورو ترمینځ اوربند ټينګ شو ، خو ددغې شخړې  او ترینګلتیاؤ د سوله ایز حل لپاره نړیوالو  هلوځلو  تر دې دمه  هیڅ نتیجه  نه ده ورکړې . 

 په تیرو دوو اونیو کې د ایران  په سرحدي سیمو په تیره بیا د اذربایجان شرقي ولایت په خداآفرین  او د اردبیل  ولایت په اصلاندوز سیمو باندې د توغندیو او هاوانونو دګولیو  لګیدا ددغو دوو ولایتونو اوسیدونکی  اندیښمن کړي دي .

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزارت په یوه رسمي یاددښت کې،د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ته د ایران د خاورې په داخل د لګیدلوتوغندیو په باب د اسلامی ایران دحکومت سختاعتراض  کړی دی .

تهران  له باکو او ایروان څخه غوښتي ، دښه ګاونډيتوب د اصولو په چوکاټ کې دې د اسلامی ایران د حاکمیّت او د مځکنۍ  بشپړتیا  په احترام کولو  سره ، ددغه شان نه منلو وړ  پيښو  دتکراریدا  دمخنیوي لپاره  دې کوټلی او جدي اقدامات وکړي .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  په دې اړه د آذربایجان جمهوریت  له ولسمشر  الهام علی اوف سره په ټيلیفوني تماس کې  دقره باغ په شخړې کې  د نورو هیوادونو په  احتمالی لاسوهنې  په یوه سیمه ایز جنګ  ددغو نښتو  په  بدلولو کې  دځينو کړیو په دخالتونو د اندیښنې په څرګندولو سره  یادونه کړې،دسیمې  په تیره  بیا د ایران د شمالي سیمو آرامښت او ثبات  دتهران لپاره ډیر مهم دی او دغه شخړه او د سرحدي سیمو  دناکراریو دوام باید د ځينو ترهه ګرو ډلو د نفوذ لپاره زمینه جوړونکی نشي .

Image Caption

 

د ایران اسلامی جمهوریت  باؤري دی ، دقره باغ شخړه،هیڅ ډول پوځي حل لاره نه لري .د ناګورنو قره باغ  دشخړې د حل لپاره داسلامی ایران پلان،داذربایجان جمهوریت د مځکنۍ بشپړ تیا د ساتنې په چوکاټ کې ،د پوځي  ځواکونو وتل  او د خبرواترو   پيلیدا ده .

                      دوستانو د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهسې څه دپاسه یو څلویښت کلونه تیریږي،د اسلامی انقلاب له هماغه لومړنیو راهسې تر دې دمه د امریکا متحده ایالتونو د ایران په اسلامی جمهوری نظام د ګوزار لپاره خپلې دښمنۍ  پیل کړي او د شتمنیو په تړل،بندیزونو په لګولو سره ئې د ایران په ولسد اقتصادي دباؤ دوه میکانزمونه تعریف کړياودا ئې پخپلې ایجنډا کېشامل کړي دي.د امریکا کرکیجن  رژيم دخپل ولس او دنورو  ولسونو په ضد دجنایتونو لپاره هیڅ حد اوحدود نه پیژني.دامریکا حکومت په مختلفو پلمو سره د ایران د ولس لپاره د خواړو او درملو د تامینولو لپاره د اسعارو په مبادلو کې جدي مشکلاتو اوخنډونه رامینځةکوي.د امریکا خزانې وزارت،د ایران په ضد په ترټولو وروستیو بندیزونو کې،یعني د پنجشنبې په ورځېدایران اتلس بانکونه یوځل بیا بایکاټ کړل.د ایران د تقریبا درستو بانکونو او مالی موسیسو په ضدد نووبندیزونو موخه،له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس سره په مقابلېکې دضروري شیانوپه وارداتو کې د ایران د توانمنیو محدودول او په نتیجې کې د بشریّت په ضدسترجنایت دی .

                     د امریکا حکومت دیوه غلط تحلیل په چوکاټ کې په دې  باوري ده چې دغه بندیزونه د ایران د ولس مقاومت سره  له مینځه وړياو د ایران ملت له ستونزو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ کوي .

په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي ،د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د شپږمې کمیټې په غونډې کې،د امریکا زیاتره باؤ دحکومتی ترهه ګرۍ مصداق بللې او وئيلي ئې دي ،دغه سیاست   په خلکو کې  دکړاؤ او درد او همداراز د اسلامی نظام د بدلولو لپاره د فاسد سیاست په اساس  د ټولنیزو ناکراریو د رامینځة کولو په موخې سره  پلان شوی دی .

Image Caption

 

د ایران په ضد د امریکابندیزونه او کارړنګونې  په یوې موخې کې خلاصه کیدلی شی اوهغه ،د امریکا ددباؤنو په وړاندې تسلیمیدا  ته د ایران اړباسل دي .امریکایانو حتی ایران ته د پیسو د نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف  له پور ورکولو سره  هم مخالفت کړی دی . دغه غیر انساني او غیر  اخلاقي اقدامات، دتل لپاره ثبت شوي  او تل پاتیکیږي . 

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم دشنبې سهار وختي په دې خبرې په ټينګارسره چې د ایران ولس به د متحده ایالتونو دغیر قانوني او ماته خوړلي رژيم د بدماشواو سرزورو خبرو او اقداماتو په وړاندې تسلیم نه شي،روښانه کړې ده ،دا د ایران ولسدی چېد داعش د لومړي نمبرد دښمن جنرال قاسم سلیماني د جنایتکارترور او له لیونتوبه ډکو بندیزونو پشمول د امریکا جنایتونو ته ځواب ټاکي .

                           دوستانو د ایران یو موسیقۍپوه،سازجوړونکي سندرغاړې او خوشنویس محمدرضا شجریان د سرطان یا کینسرد ناروغۍ  له کابو څلور کلونو کړاؤنو  زغملو وروسته د تیرې پنجشنبې په ورځې  په اتیا کلنۍ کې  له نړۍ سترګې پټې کړې .

Image Caption
Image Caption

 

محمد رضا شجریان د اصیلي ایرانۍ موسیقۍ یوه ځلانده څيره وه چې د آهنګونو او ساز په مختلفو رودو پر مسلط کیدا سربیره ورپسې نسلوته ئې په منتقلولو او ددغه هنر په غوړیدا او تل پاتکییدا کې غوره رول درلود. شجریان تر کلونو کلونو پورې ئې د سندرو د ایراني سټایل  او دودیزې  موسیقۍ  په لوړاوي کې    هڅې کړي دي .

 د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په ټولنیز چینل کې د مجمد رضا شجریان  د مړینې په مناسبت دتسلیّت په پیغام کې  لیکلي دي ، استاد محمد رضا شجریان د روژې د میاشتې د ربّنا  په لوستلو او  په ایراني سټایل سره  د تل پاتیکیدونکي په  زړه پورې  غږ  لرونکي او د هنر  د یوې نامتو  څيرې په توګه تل پاتې  شوی دی . یقینا  د ایران قدرشناس ملت به  ددغه محبوب  هنرمند  نامه ،آثار او خاطره  تل ژوندی ساتي .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه