Feb 14, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا  بدلونونه په تیرې اونۍ کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو بدلونونو په باب  له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې  یوو، په پیل کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو موضوعګانو په اړه  دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو راسره ملتیا وکړئ .

                 عراق ته د  یران د قضایه قوې د مشر سفر

                         */*/*/*/ */*//*/  

                              ایران ته د یمن په چارو کې  د ملګروملتو دځانګړي استازي  سفر

                               */*/*/*/*/*/*//*/*/

 او د فرورۍ د څوارلسمې دپاڅون  د لسمې کلیزې په درشل کې په بحرین کې ځيني بدلونونه ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې وې چې  اوس مو هم رابولو د ځینو موضوعګانو په اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*//

  دوستانو د ایران داسلامی جمهوریت د  قضایه قوې  مشرحجةالاسلام والمسلمین  سید ابراهیم ریئسي  دتیرې دوشنبې په ورځې دعراق دقضائي چارو دلوړې شورا  دمشر فائق زیدان په رسمي بلنې سره  دیوه لوړروتبه قضائي پلاوي په مشرۍ  ددغه هیواد پلازمینې بغداد ته لاړ. دا څلورورځنی سفر ؤ او د ایران د قضایه قوې مشر   په دغه سفر کې د عراق د قضایه قوې له مشر،لوړپوړو چارواکو ، دمقاومت د شهیدانو له کورنیو  او همدرااز د عراق  له عالمانو او قبایلی مشرانو سره  هم لیده کاته درلودل .  ابراهیم ریئسي  په دغه سفر کې  په ځانګړي توګه د عراق له ولسمشر برهم صالح ،لومړي و زیر مصطفی الکاظمي  او د پارلیمان له مشر  محمد الحلبوسي سره  هم لیده کاته کړي دي .

Image Caption
Image Caption

 

د عراق خبری  آژانسونو اوورځپاڼو  په دوامدار ډول  د ایران د قضایه قوې  د مشر ویناؤ او لیدو کاتو ته  پوښښ ورکړی او د شیبه په شیبه ئې دغه خبرونه   خپره کړي دي .؛ هرکله راشه  ائ د امام رضا خادمه،ریسي د عراق قانوني اورسمي میلمه  او غوره میلمه  په نامې سره هشتګ  هغه هشتګ  دی چې په دغه سفر سره ، په ټولینزو چینلونو کې  رابرسیره  شوی او د ؛اهلا بخادم الرضا ، یعني د امام رضا خادمه ستړی مه شې په نامې سره هشتګ په هماغه لومړنۍ ورخې په ټولینزو چینلونو کې د عراق تر ټولوزیات او برلاسه برنډ شو.

  حجةالاسلام والمسلمین  سید ابراهیم ریئسي  دجمعې ورځې په سهار وختي  عراق ته له څلور ورځني  سفره وروسته تهران ته په راستنیدا سره  وئیلي دي ، په دغه سفر کې وټاکل شوه  دعراق دقضائي  ادارې د کار ډله  له ایراني همڅنګ سره ، د مقاومت د قوماندانانو  دشهادت دوسیه  تر نهائي نتیجې  د ترلاسه کولو پورې ، په جدي توګه تعقیب کړي .د قضایه قوې مشر  وئيلي دي، د بندیانو دموضوع، له فساد سره دجدي مبارزې ، نشه ایزو موادو ، منظم شوي جرمونو ، د مجرمانو د ردوبدل دقانون فعالیدا او د اطلاعاتو  د مبادلې  او همداراز له مالی فساد سره په مبارزې کې د د واړو هیوادونو دملګرتیا د موضوعګانو په باب  بحث او مشورې او یو لړ موافقې  شوي دي .

 عراق ته د ایران دقضایه قوې  دمشر سفر او له هغه د سیاسی او ولسی  تاودۀ هرکلي  ښودلې ده چې  بغداد او تهران  د دوواړخیزو  اړیکو ته څومره اهمیّت ورکوي  او د اړیکو دپیاوړتیا لپاره  ګامونه پورته کوي .یوه داسې موضوع چې  په تیره بیا ددواړو هیوادونو دمخالفان  او  د ایران داسلامی جمهوریت    سیال  سیمه ایزو قدرتونه ئې  له خپلو ګټو سره په تضاد کې ګڼي .

         دیمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس  تیره یکشنبې ورځې  تهران ته په سفر کې   د یمن د جنګ په باب  د ایران داسلامی جمهوریت له  چارواکو سره لیدنې او کتنې کړي دي . ګریفیتس  په دغه دوه ورځني سفر کې د ایران  له خارجه وزیر محمد جواد ظریف،مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچي،د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا له مشرکمال خرازي او همداراز د ایران دملی امنیت د لوړې شورا له مرستیال منشي سعید ایرواني سره کتنه او دیمن په ضد دسعودي عربستان دجنګ په باب  خبرې اترې وکړې .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

د ګریفیتس دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په تهران کې د هغه لیده کاته،په یمن کې د پوخي نښتو او تاؤتریخوالو دختمولو او  د دغه راز دد غې پیښې د سیاسی حل لارې څخه دملاتړ لپاره  دهغه د ډيپلوماټيکو هلوځلو یوه برخه ده .په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی،د دهغه اصلي لومړیتوب ،د اوربند په باب  چې  د ښکیلو  خواؤ له موافقو،د انسان دوستۍ له فوري اقداماتو او همداراز د سیاسی خبرواترو له بیرته پیلیدا څخه ملاتړ دی .   

  ددغه انګریز ډيپلوماټ  سفر له دې اړخه  ډير اهمیّت لري ، چې له دې مخکې، دامریکا نوي ولسمشر جوبایډن ددغه هیواد په خارجه وزارت کې پخپلې وینا کې  رسما اعلان کړی دی،چې  واشنګټن، دعربستان په مشرۍ  له عربی ائيتلافه  چې  په یمن کې حمله کړې ده ،  خپل ملاتړونه  ختموي . همداراز د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلیکن  هم وئيلي دي ،  دیمن انصار ا... غورځنګ ئې هم  چې د ډونالډټرمپ حکومت دامریکا د ترهه ګرو په تور لیسټ کې شامل کړی ؤ ، بیرته له دغه لیسټه ویستلی او  دغه اقدام به د سه شنبې په ورځې  اجرائي هم شي.  یو  داسې اقدام چې  ډونالډټرمپ  په وروستیو شپو ورځو کې ترسره شوی او د امریکا خارجه وزارت  هم د جنورۍ  په یولسمه نیټه  د یمن انصار ا.... غورځنګ  د یوه ترهه ګر  اورګان په توګه معرفی  کړ .

  په تهران کې د ګریفیتس  په لیدوکاتو کې هم   دخبرواترو چورلیز ، د یمن په ضد د جنګ پاي ته رسول وو . مارتین ګریفیتس   د اسلامی ایران  له چارواکو سره  په لیدوکاتو کې ټينګار کړی ، چې  دم ګړۍ  فوري لومړیتوب ،  د اور بند ټينګیدا  او د روانو محدودیّتونو ختمیدا ده څو له دې لارې ،  د انسان دوستۍ اقدامات پیل او د سیاسی خبرواترو بهیر هم بیرته  شروع شي . محمد جواد ظریف هم  دیمن په چارو کې د  ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنې کې  وئيلي دي ،دایران اسلامي جمهوریت   دیمن په ضد د جنګ دختمولو لپاره  له هرډول هڅو ملاتړ کوي . په عین حال کې جواد ظریف  ددې غوښتنه کړې ، چې امریکائي حکومت  دې دخولې له خبرو لا اوچت  ګام پورته کړي  او  د یمن په ضد دجنګ دختمولو لپاره  دې  عملي هلې ځلې وکړي .

              خواږو دوستانو  بحرین تیره اونۍ او د فرورۍ دڅوارلسمې د پاڅون د لسمې کلیزې  په درشل کې  د ولسی  مظاهرو د زیاتیدا او د ولس په ضد د آل خلیفه رژيم  د تاؤتریخجنو او ځپونکو اقداماتو او جنایتونو دزیاتیدا شاهد ؤ .  د بحرین  ولس  تیره اونۍ  د آل خلیفه رژيم په  ضد په اعتراضونو او مظاهرو جوړولو سره  د شعارونو په ورکولو سره  له صهیونیسټي رژيم سره  د دغه هیواد د اړیکو عادي کول هم محکوم کړي دي . دبحرین مظاهره چیانو  په لاسوونو کې  لیکل شوي پلې کارډونه اوچت کړي  وو، چې د ؛ مقاومت تر بریالیتوب پورې ، د اړیکو  عادي کول  نه ،  او دشهیدانو کورنیو ته سلام ؛ په څير   شعارونه پرې لیکل شوي وو .

 د بحرین دفرورۍ  د څوارلسمې د انقلاب ځوانانو  غورځنګ  د تیرې چارشنبې په ورځې ددغه هیواد  د  ولسی انقلاب د لسمې کلیزې  درارسیدا په مناسبت   په یوې اعلامیې کې  له درستو سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو او فعالانو  غوښتي ، په وحدت او ائيتلاف سره  دې ، د بحرین د واکمن سیاسی دیکتاتور نظام   د ریښې د وچولو  پروژه  دملی او وطن دترټولو مهمې  عادلانه او روا  غوښتنې په توګه تعقیب کړي  او  د سملاسی  او جدي اړتیا په توګه دې  د ولس دحاکمیّت ، خپلواکۍ او آزادۍ  او کرامت  څخه په دفاع کې   اقدام وکړي . د بحرین د څوارلسم  د انقلاب  دځوانانو غورځنګ  د آل خلیفه رژيم د ستمګرو او جنایتکارو فیصلو په  محکومولو سره  ټينګار کړی ،  دغه رژيم  د واقعي اصلاحاتو  په اجرا کولو کې  پاتې راغلی او  دمونږ د مخامخیدنې صحنه ، د انساني کرامت او شرافت د ترلاسه کولو صحنه او ډګر دی  چې  دغه رژيم  ، په زور  او کرکې او تاؤتریخوالي سره برمته  کړی دی . او هماغه راز  تر ټولو سختې ځپنې ،شکنجې  او تاؤتریخوالو  ته دوام ورکوي څو ولسی هوډ او اراده سسته او تسلیمیدا ته اړباسي ،  او د بحرین ولس هم له خپلو حقه غوښتنو  په شا شي، خو نور وخت ترې تیر شوی او  د دوي د واکوالۍ وخت په ختیمدا دی .

              آل خلیفه رژيم  هم  د  اعتراض کونکو او مظاهره چیانو په ضد ځپنې  او تاؤتریخوالي زیات کړي دي . آل خلیفه رژيم  پخپل تر ټولو وروستي اقدام  کې   د ځلمیانو او ځوانانو پشمول د بحرین  اتلس ښاریز، په بحرین کې دترهه ګرو عملیاتو دترسره کولو په تور   په عمري بند محکوم کړي دي .  دغه هدفمند ظلم په داسې حال کې ترسره کیږي ، چې نړیوالې ټولنې هماغه راز د آل خلیفه رژیم دجنایتونو او وحشي ډوله اقداماتو په وړاندې چُپتیا  غوره کړې ده .

د  بحرین د عدالیې  او اسلامی چارو وزارت  هم دتیرې سه شنبې په شپه  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،له کرونائي بحران سره دمبارزې  کمیټې ته سپارښتنه او  له اوقافو سره له غږملتیا وروسته  او  په کرونا ویروس د ککړو کسانو زیاتیدا ته په پام سره ، فیصله کړې ده،څو په جوماتونو کې درستې دیني دستورې  او دلمونځ قایمول  ودرول شي .د  بحرین د اسلامی چارو او عدلیې وزارت  ټینګار کړی دی ،  دغه دستورالعمل   د فرورۍ  له یولسمې یعني له تیرې پنجشنبې ورځې  راهسې تر دوو اونیو پورې  اجرائي شوی دی .

Image Caption

 

 حقیقت دادی چې  د د فرورۍ دڅوارلسمې د پاڅون  په لسمې کلیزې کې  د بحرین د ښآریزو په ضد د آل خلیفه رژيم جنایتونه او تاؤتریخوالي  په هدفمند ډول ترسره کیږي . په همدې لړ کې  د بخښنې نړیوالې  ادارې  هم ددغه پاڅون د لسمې کلیزې په درشل کې  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په بحرین کې د ولسی انقلاب  له لسو کلونو تیریدا وروسته ، اوس   هدفمند ظلمونه ډير زیات شوي  او  سیاسی ظلم او کړاؤ په  عملي توګه   دهر ډول سوله ایزو  اقداماتو او د بیان د آزادۍ د حق  مخه نیولې ده  او  د ولسی چغو پورته کیدا ئې  په کلکه ممنوع او  پخپل اند ډيره درنده خلاف ورزي بللې ده .

               خواږو دوستانو  په تیرې اونۍ کې د لویديځي آسیا د ځينو مهمو پيښو په اړه داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې   چې بیا ستاسو په خدمت کې حاضرشو،زمونږ د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړی  او له خپلو نورو ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک  کړئ ، له پاک خدايه درته نیکمرغه ژوند اوسلامتیا غواړو ،بریالي او سوکاله ووسئ .

 (سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه