Mar 08, 2021 13:19 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان  ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان  د ځینو مهمو پيښوپه باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت  کې یوو ،په پيل کې هم درته د ځينو مهمو پيښوخلاصه او ورپسې  تحلیلي برخه وړاندې کوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

  د انتخاباتو له لارې  په افغانستان کې د قدرت د  منتقلیدا په ضرورت د اشرف غني ټينګار

*/*/*/*/*/*/*/

 له هندوستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره د پاکستان چمتووالی

*/*/*/*/*/*/

دسولې د بهیر په باب د افغانستان له سیاسی مشرانو اوحکومتي چارواکو سره دزملي خلیلزاد لیده کاته

*/*/*/*/*/

په پاکستان  کې د مشرانو جرګې مینځ پړاوه انتخاباتو ترسره کیدا

*/*/*/*/*/ 

د طالب بندیانو له بنده د خوشی کولو لپاره  دامریکا په دباؤنو د افغان ولسمشر اعتراف

*/*/*/*/*/   

 او له اسلامی تعلیماتو سره د افغانستان دجنګ دبې ارتباطه کیداپه باب د اشرف  غني دریځ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه ؤ چې د ځينو موردونو په باب مو اوس هم رابولوو،تحلیلي برخې آوریدوته  .

د افغانستان  ولسمشر منلې  ده ،  په تیر کال کې ئې د پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کیدا فرمان د امریکا په  دباؤ سره صادر کړی دی .

  د افغانستان ولسمشر اشرف غني نیویورکر  خپرونې ته په تیر کال کې د پنځه زره طالب بندیانو دخوشي کولو په باب  وئيلي دي د دوي دخوشی کولو فرمان مو صادر کړی ، په دې خاطر  نه چې  ددغه پلان ملاتړی وم ، بلکې په دې خاطر چې  امریکا رباندې ډير زیات دباؤنه اچولي وو .

 د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره پر افغانستان  دامریکا ددباؤ په باب د اشرف غني څرګندونې، ددغه هیواد په چارو کې د سپينې ماڼۍ  لاسوهونکي اویو اړخیز سیاستونو ته اشاره  کوي . د امریکا حکومت  له طالبانو ډلې سره دسولې په موافقې کې چې  د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې په قطر کې دواړو لورو لاسلیک کړې ، ژمن شوی  چې په افغانستان کې د پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي  چې  دغه ژمنه  د افغانستان د حکومت په نیابت  او د کابل دحکومتي چارواکو له غږملتیا پرته  ترسره  شوي چې  په افغانستان کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده .

د افغانستان دحکومت او ولس له نظره ، امریکائي چارواکي دې  له ترهه ګرئ سره دجنګ په موضوع  کې له بندون او بحرانه د   وتلو لپاره  دکابل دحکومت لپاره ځيني ژمنتیاوې  ونه کړي  او  دطالب بندیانو د خوشي کولو په اړه په ژمنتیا کې د سپینې ماڼۍ اقدام،عملا د افغانستان په کورنیو چارو کې  دخالت ؤ چې  له طالبانوډلې سره ئې  په بین الافغاني خبرواتروکې  ددغه هیواد  ګټونکی کارډ هم له مینځه یووړ .

Image Caption

 

 په دغه شان شرائطو کې  دافغانستان  حکومت په تیر کال کې دامریکا په دباؤنو سره مجبوره شو  ، د بین الافغاني  خبرواترو په ترسره کولو کې د آسانتیاؤ او د خبرواترو بهیر ته دواریدیدو ته د طالبانو د هڅولو  لپاره   پنځه زره طالب  بندیان خوشي کړي ، چې  عملا دا موضوع  په دغو خبرواترو کې د افغانستان دحکومت  دمرکچي ټیم  دموقعیّت او دریځ د کمزورتیا لامل شوه.

                   دوستانو دغه لیدتوګه هم شته چې  د طالب بندیانو خوشی کیدا چې  د امریکا په دباؤنو سره ترسره شوي ،د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو په بهیر کې د طالب ډلې  زیات غوښتونکي  دریځ لامل شوه  چې دغه شان کړچار  له تیر ستمیر راهسې تر دې دمه  په قطر کې د  سولې په خبرواترو کې دبندون سبب شوې ده .

 هماغه ډول چې  دافغانستان دحکومت امنیتی چارواکو اټکل کاوۀ،  دطالب بندیانو خوشی کیدا ، دجنګ ډګر ته  له دوي دځينو دبیرته ستنیدا او  په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالو ته د لمن وهلو لامل شوي  چې دا موضوع،د جنګ دختمولو لپاره د نهائي موافقې او د سولې خبرواترو ته د بې قید اوشرطه د واریدیدو لپاره د کابل حکومت  باؤرجوړونې ته ددغې ډلې د متقابل  ځواب په باب د افغانستان د حکومت او ملت د تمو په خلاف  وه .

 د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره دامریکا ددباؤ په باب  د اشرف غني  څرګندونو یو ځل بیا وښودله چې  ددغه هیواد دسولې په بهیر کې د سپینې ماڼۍ رول ، د افغانتستان د ملی  امنیت او ګټو په خلاف  او ورانونکی دی، چې  حتی   د سولې په ډګر کې د دغه هیواد دعمل د نوښت د نوي کولو لامل شوی دی .  

 د  افغانستان ولسمشر  په همداوروستیو کې په یوې وینا کې په ډاګه وئیلي دي ،ددغه  هیواد جنګ  له اسلام،حقانیّت  او انسانیّت سره  هیڅ ارتباط نه لري .اشر ف غني   د سرباز د ملی ورځې د درنښت په دستورو کې  په دغه هیواد کې جنګ  ناروا  بللی او وئيلی ئې دي،د افغانستان  دښمنان او طالبان  فکر کوي ، جکومت  به نسکور کړي او د هیواد ټاټوبی به وویشي،خو د افغانستان دفاعی او امنیتی ځواک  د  هیواد ددفاع  کافی ظرفیّت لري  او دا  ئې دجنګ په ډګر کې ثابته کړې هم ده .

Image Caption

 

 اشرف غني  په دغو دستورو کې همداراز وئيلی دي ، د افغانستان  دفاعي او امنیتی ځواک  د ترهه ګرۍ په ضد  دعملیاتو څه دپاسه نوي فی صدي برخه په غاړه لري . 

                  په دې باب  د افغانستان  د ولسمشر څرګندونې چې  په دغه هیواد کې  جنګ د اسلام د دین  له تعلیماتو  او له انساني منطق سره هیڅ ارتباط نه لري ،  له  دیني اصولو سره د خپلو بې ثباته کونکو پروګرامونو په پیوند ورکولو کې  په افغانستان کې  د افراطي ډلو ټپلو  د هڅې له امله دي .  

 په افغانستان کې  ځيني افراط پالې ډلې په داسې حال کې   په دغه هیواد کې د خپلو انساني ضد  اقداماتو لپاره د اسلامی پوښښ په رامینځةکولو پسې دي ، چې  ناکراري اوتاؤتریخوالي ،  داسلام د پاک دین له اصولو او لوړو تعلیماتو سره  په ښکاره په تضاد کې دي .

 ددغو ډلو په اپوټه چې  په افغانستان کې جنګ او ناکراري د  جهاد په پلمه توجیه کوي ،  داسلام پاک دین ، پر سولې،رحمت او آرامښت  ټينګار کوي او  ځپل پیروکار  له هر ډول هغو اقداماتو سره  ډغرې ته بولي ، چې  په ټولنې کې د تاؤتریخوالو درامینځةکیدا  سبب کیږي .

  د افغانستان له حکومت سره  د جنګ د اصلی ډ لې په توګه طالبان په داسې حال کې، خپل تاؤتریخوالی  د اسلام ددښمنانو په ضد د جهاد په پلمه توجیه کوي ، چې  ددغه هیواد  او حتی د ډیرو اسلامی هیوادونو  ډيرو عالمانو په افغانستان کې جنګ  غیر شرعي بللی او  حرام ئې اعلان کړی دی .

 د اسلامی عالمانو استدلال دا دی چې  په افغانستان کې د جنګ په دوام سره، ددې په ترڅ کې چې ددغه  هیواد د بې ګناه خلکو د وژلې هم دوام ومومي، سبب به شي څو د امریکا په مشرۍ  نیواکګران هم  په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناکراریو  دوام  په پلمه ګرځولو سره ،په دغه هیواد کې  د خپل پوځي شتون دوام توجیه  کوي .

په همدې اساس ده  چې دقطر په دوحې کې د بین الافغاني خبرواترو په پیلیدا سره  چې  د ۲۰۲۰کال له ستمبره پیل شوي دي ،  په افغانستان کې بیلابیلې پرګنې  په دې اند دي چې   په دغه هیواد کې د جنګ د  ختمیدا او د دایمي سولې  دټينګیدا لپاره رامینځةشوی فرصت باید ، غنیمت وبلل شي ، چې  تر ټولو ستره بریا  ئې ،  هم  په افغانستان کې د امریکائي او ناټوځواک د شتون  د پاي پیلیدا کیدلی شي . 

                  دا لیدتوګه هم شته چې که  طالبان  په افغانستان کې له نیواکګرو سره دمقابلې او  له دغه هیواده د دوی د ویستلو  لپاره د هڅې مدعي دي ،نو باید   د افغانستان  له حکومت سره د سولې لپاره اوسنی فرصت ،  ضائع نه کړي  او دملی پخلاینې له  پروګرام سره په یو ځای کیدا سره ، دې په افغانستان کې د  امریکا او ناټو پوځي شتون دوام بې توجیه کړي . 

 د افغانستان  حکومت او ملت  دا هیله لري ، چې  طالبان  دسولې په بهیر کې  او ورسره په اړونده خبرواترو کې کارړنګونکی سیاست  او په دوام کې  په دغه هیواد کې له  دایمي سولې او د  اور بند له ټينګیدا سره  په موافقې  سره ،  له جنګ پرته  د ژوندون  نوي پړاؤ ته  دافغانستان د واریدیدا زمنیه برابره کړي .

Image Caption
Image Caption

 

 داسې ښکاري  دافغانستان  د سولې په اوسنیو خبرواترو کې  د بندون دوام به ، یوازې د نیواکګرو دسیاستونو په ګټه وي ، چې  په دغه هیواد کې ئې دخپل پوځي شتون د دوام لپاره  د طالبانو ډلې  د تاؤتریخوالي دوام  پلمه ګرځولی دی .که طالبانو ډله  په حقیقت کې له دغه هیواده د نیواکګرځواک ویستل  او د دوي دجنایتونو پاي ته رسول غواړي ، نو  نیواکګرانو ته د پوخي شتون د دوام لپاره  دتوجیه  پلمې  دې په لاس نه ورکوي .

              د افغانستان په چارو کې  د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  کابل ته پخپل وروستي سفر کې  یو ځل بیا د  موقتي حکومت او  دطالبانو په ګډون سره دترکیبي  حکومت د جوړولو پلان ددغه هیواد له ځينو لوړپوړو حکومتی چارواکو او سیاسی شخصیّتونو سره  مطرح کړی دی .

 د افغانستان  په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي  وړاندیزي پلانونه  چې   په دغه هیواد کې د سولې دخبرواترو د بندون له ختمولو سره د مرستې په پلمه  مطرح شوي دي ،د افغانستان  له اساسی قانون او دملی حاکمیّت  له اصل سره  په تضاد کې دي .

د طالبانو او دافغانستان د حکومت د یو ځای کولو په باب د زلمي خلیلزاد  د وه پلانونه ،اساسا د ماهیّت له پلوه هیڅ ا مکان نه لري .د یو ځاي کیدا موضوع  ددې په ترڅ کې چې ددغه هیواد له اساسی قانون سره ښکاره په تضاد کې ده ، دخبرواترو  لورو ته هیڅکله هم د منلو وړ  نه ده .

 طالبان د افغانستان اوسنی حکومت ناروا ګڼي او په مقابل کې هم ددغه هیواد حکومت په  قدرت کې دغې ډلې ته هرډول ونډه ورکول ، په نسبي او بشپړ ډول  یوازې د افغانستان د ولس د آزادو رایو په اساس  دانتخاباتو د بهیر په اساس  ګڼي  . 

Image Caption

 

  د افغانستان د حکومت له نظره ،په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې  نه یوازې په دغه هیواد کې د جنګ د ختمولو لپاره دي او د سولې ټينګیدا باید د جمهوریت د له لاسه ورکولو او د اساسی قانون د مختلفو اصولو ، په تیره بیا د  حکومت د ډيموکراټيک  ماهیّت د چخڼي کیدا  په پلمه نه شي .  

 د افغانستان  کې د عمومي افکارو او ددغه هیواد دحکومت  دخوښې وړ منطقي ماډل  په چوکاټ کې طالبان  دحکومت کونې ډګر ته د واریدیدا  لپاره باید ځان د ولس  رایو سره وتَلي  او داساسی قانون په چوکاټ کې چې  د ملی وفاق یو خوښ منشور دی ،ځانونه  چاڼ کړي .

                د  افغانستان د طالبانو ډلې مشرانو اعلان کړی دی،د افغانستان اساسی قانون نه مني او په دغه هیواد کې ددوي هدف،د دوی د خوښې د اسلامی نظام  راوستل دي او ډيموکراسي هیڅکله هم  ددغې ډلې  په فکر کې نشته . 

 د طالبانو ډلې دغه دریځ چې یوځل بیا ددغې ډلې ویندوي  مطرح کړی،له دغې ډلې سره د افغانستان د حکومت د سولې دخبرواترو دبریالیتوب په باب ئې  شکونه لازیات کړي دي . .

په حقیقت کې له خبرواترو د طالبانو ډلې موخه،د دوي په اند داسلامی امارت د راوستو لپاره  دغې ډلې ته د قدرت ددرستو اړخونو ورسپارل دي چې په دې کې باید افغانستان ولس له اساسی قانون اوجمهوریت سره چې د ډيموکراسۍ سمبول دی ،بیا خداي په آماني وکړي .

  د زلمي خلیلزاد بل پلان په افغانستان کې د موقته حکومت  جوړول  دي چې  ددغه هیواد حکومت اوهم  طالبانو ډله ورسره مخالفه ده .په افغانستان کې  دموقته حکومت له جوړیدا په دغه  هیواد کې د ځینو سیاستوالانو ملاتړهم له ټاکل شوي پنځه کلن وخت څخه  مخکې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني  د پړاؤ  وارمخکې ختمیدا، او قدرت ته دبیرته ستنیدا لپاره  د انتظار د وخت کمیدا ده   . 

  د افغانستان په چارو کې د امریکا  ځانګړي استازي په داسې شرائطو کې د سولې دخبرواترو د غوټې دخلاصولو  او دبندون دختمولو لپاره  بې خاصیّته پلانونه مطرح  کړي دی، چې  له افغانستانه د امریکائي پوځیانو  وتل ،  په دغه هیواد کې  دجنګ د ختمولو لپاره د لازمې زمینې په رامینځةکولو کې تر ټولو مهم عامل دی چې  هماغه راز سپينه  ماڼۍ ورته بې پامي کوي او ددې په ځاي چې د افغانستان د تاؤتریخوالو او جنګ جګړو دختمولو لپاره  حقیقي ګام پورته کړي ، د دغه هیواد پر حکومت او ولس نوي نوي پلانونه تپي څو  په دغه هیواد کې اړۍ ګړۍ  او  تاؤتریخوالي هماغه راز دوام ومومي او دوي هم په خړو اوبو کې  دکبانو نیولو ته دوام ورکړي .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه