Mar 16, 2021 11:42 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د  مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت  کې  یوو. په پيل کې درته د ځينو مهمو پيښو یوه خلاصه درآوروو او ورپسې  مو  هم دځينو موردونو په اړه دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

 په افغانستان کې دتاؤتریخوالو د درولو لپاره له طالبانودملګروملتو غوښتنه

*/*/*/*/*/

دافغانستان د سولې دغونډې  دکوربتوب لپاره دترکیې چمتووالی

*/*/*/*/*/*/

په افغانستان کې د سولې له بهیره د  پاکستان د پوځ ملاتړ

*/*/*/*/

په افغانستان کې د ټولشموله  حکومت له جوړیدا د روسیې  ملاتړ

*/*/*/*/*/*/

 او په افغانستان کې  د موقته حکومت له جوړیدا په کابل کې د پاکستان د سفیر  هلکی ، په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان ځیني مهمې پيښې وې ،اوس مو هم رابولو دځينو پيښو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته

************************************ 

  دوستانو په افغانستان کې د روسیې سفیر  د افغانستان له خارجه وزیر سره په کتنې کې  د ماسکو په  سولې غونډې کې د ګډون لپاره د  افغانستان د سولې دملي شورا  مشر  او ځینو نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو ته د ګډون بلنه  ورکړه . . د دیمیتري ژیرنوف  په ونیا،دغه غونډه  دمارچ په اتلسمه نیټه په ماسکو کې ترسره کیږي  او  موخه ئې  دطالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت  دمرکچي ټیمونو ترمینځ دسولې دخبرواترو  چټکتیا،موافقې ته رسیدا او  په افغانستان کې د جنګ ختمیدا ده .دا په افغانستان کې د سولې په چورلیزتوب سره  دریمه ناسته ده چې په ماسکو کې د روسیې په کوربتوب سره ترسره کیږي.

Image Caption

 

له دې سره په یووخت  په افغانستان کې د موقته حکومت له جوړیدا سره د پُخلا کیدا لپاره ددغه هیواد پر حکومت  د امریکا دباؤنه  زیات شوي دي ، چې دا موضوع ، په افغانستان کې  له ډيرو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده .

 په کابل کې در وسیې سفیر  د افغانستان  له خارجه وزیر سره لیده کاته او په  ماسکو کې  د سولې په غونډې کې  دګډون لپارهددغه هیواد ځینو لوړپوړو چارواکو ته  دهغه بلنه  له دې وروسته ورکړل شوې  ده  چې  په دغه هیواد کې د   موقته حکومت د جوړیدا  په باب د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف  دڅه موده مخکې څرګندونې د افغان چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي وې . کابلوف  مدعي شوی،په افغانستان کې نهائي حل لاره د انتقالي حکومت جوړیدا ده  او دم ګړۍ روسیه ورځيني ملاتړ کوي او له اوسني بندونه د سولې دخبرواترو وتل،په افغانستان کې د انتقالي له ټولشموله  حکومت  په جوړیدا کې ګڼي .

Image Caption

 

 دا په داسې حال کې دي طالبانو ډلې دخپل زیات غواړي کړچار په چوکاټ کې یه افغانستان کې د موقته حکومت جوړیدا رد کړې ده اوپه دغه هیواد کې د دوي په اند د اسلامی امارت پرجوړولو ټينګارلري . 

  له طالبانو ډلې سره دافغانستان د حکومت اختلاف  په دغه هیواد کې د قدرت ډګر ته ددغې ډلې د واریدیدو دڅرنګوالي په باب دی .د افغانستان حکومت په حکومت کې د جمهوریت او ولس د رول په باب  ددغه هیواد د مهمې بریا پر ساتنې په ټينګار سره،قدرت  ته د طالبانو رسیدا،یوازې د انتخاباتو د ترسره کیدا له لارې  روا ګڼي .

په داسې حال کې چې طالبان د انتخاباتو پشمول د ډیموکراسۍله هر ډ ول لارو چارو سره په مخالفت او دجمهوریت د اصل په ردولو سره،په افغانستان کې د اسلامي امارت د جوړیدا او ددغه د اوسني حکومت دڅنګة کیدا غوښتنه کوي .د اسلامی امارت د رامینځةکولو لپاره د طالبانو د خوښې وړ  په ماډل  کې په حکومت کې او د برخلیک د ټاکنې د حق په اعمالولو کې خلک هیڅ رول نه لري،چې دا موضوع  څه موده مخکې د جمهوریّت له اصله څخه په ملاتړ او د اسلامی امارت له نظام سره  په مخالفت کې د  کابل د خلکو د لاریون جوړونې لامل شوه .

په داسې حال  شرائطو کې چې  طالبان په ځان له سر،ددوي د خوښې اسلامی امارت دجوړیدا له لارې افغانستان  ته دخپلې خوښې  واکوال نظام ته ددغه هیواد په بیرته ستنیدا فکر کوي او قدرت یوازې د دغې ډ لې په انحصار کې غواړي،د طالبانو ډ لې او دافغانستان د حکومت ترمینځ د سولې په خبرواترو کې به دهلوځلو کومې نتیجې ته رسیدل تقریبا ناممکن وي .

 د روسیې اوامریکا حکومتونه چې  په افغانستان :ې د موقته حکومت له جوړیدا ملاتړ ک،ي ، په دې اند دي چې  که موقته حکومت   د ولسمشرۍ د نوو انتخاباتو د ترسره کیدا  لپاهر په دغه هیواد کې د چارو  واګې په غاړه واخلي ،  دبین الافغاني خبرواترو  په بهیر کې به اوسنی چیلنج او مشکل  حل شي .دا په داسې حال کې دي چې طالبان اساسا ،د انتخاباتو په نامې او په افغانستان کې  د قدرت د ارکانو په جوړولو کې د خلکو د رول له  موضوع سره  مخالف دي او یوازې  دیوه داسې حکومت په جوړیدا پسې دي،چې د قدرت په ټولو چارو کې پکې یوازې ؛امیر؛فیصله کوي او پر چارو کنټرول لري .د طالبانو د امارت په نظام کې چې خټه ئې پر امیر چورلي ،د خلکو رول یوازې د هغه د فرمان اطاعت وي چې دغه ډول حکومت یو استبدادي او خپل سری حکومت دی او په دغه ډول حکومت کې امیر د مادم العمر  موقعیّت څښتن  وي .

      په قطر کې د طالبانو ډلې  دسیاسی دفتر ویندوي  دافغانستان د بحران دحل لپاره د موقتي  حکومت د جوړیدا پلان رد کړی دی . 

Image Caption

 

 محمد نعیم وردک  وئيلي دي ،دتیر وخت د  تراخو تجروبو  د تکراریدا په ځاي باید هڅه وشي ، څو  د افغانستان د سولې خبرې اترې چټکې شي  ،ځکه  پّ تیرو څلویښتو کلونو کې  موقتي حکومتونو  ددغه هیواد مشکلات نه یوازې حل کړي نه دي ،بلکې  لائې زیات کړي هم دي . په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي  همداراز پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  په افغانستان کې د ناټو  او امریکائي ځواک  له قوماندان جنرال سکاټ میلر او  له زلمي خلیل زاد سره د دغې ډلې د سیاسی مرستیال ملاعبدالغني برارد او د  مرکچي ټيم  مشر عبدالحکیم حقاني د  لیدوکاتو خبر هم ورکړی دی .

 د طالبانو د سیاسی دفتر دغه مسئول مقام  وئيلي دي ، په دغې ناستې کې دواړو لورو  دقطر  موافقې ته   خپلو ژمنتیاؤ ته پابند کیدا باندې ټينګار کړی او  ددې د بشپړ اجرا په باب ئې خبرې اترې کړي دي .  په دې باب د طالبانو ددغه مسئول مقام  دریځ چې  دموقته حکومت جوړیدا  د افغانستان د بحران حل لاره نه ده ،  په دې زمینې کې د امریکا دپلان د ناکامۍ  او  په دغه هیواد کې د اقدرت د انحصاري څوکۍ د نیولو لپاره ددغې ډلې داصلي موخې نښه ده .  

 په تیر څه دپاسه یوه کال کې  په افغانستان کې د موقته یا ټولشموله حکومت د جوړیدا پلان ، دامریکا  دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا  څو ځله مطرح شوی دی  چې دا پلان  په دغه هیواد کې  له جدي مخالفتونو سره مخ شوی دی .  مخالفین ئې وائي   په افغانستان کې د موقتي حکومت   دجوړیدا پلان ،  ددغه هیواد له اساسي قانون سره په تضاد کې دی او د قدرت هر ډول منتقلیدا، باید عمومي رایو ته  په مراجعې ،یعني  دانتخاباتو له لارې ترسره شي .

Image Caption

 

که څه هم  د افغانستان ځیني جنجالي شخصیونه او   ځيني ډلې ټپلې چې  د اشرف غني  د ولسمشرۍ د پړاؤ   د وارمخکې ختمیدا غوښتونکي دي ،په دغه هیواد کې   د ټولشموله  حکومت د جوړیدا له پلان سره  موافق دي ، خو په افغانستان کې  لازیات شخصیتونه ، ګوندونه اوخلک  له دغه پلان سره مخالف دي . د طالبانو ډلې  دغه شان دریځ  چې ښئ  دغه ډله  دډيموکراټيک بهیر په چوکاټ کې  دقدرت ډګر  ته دواریدیدو  ضرورتونو منلو ته تیاره  نه ده  او هڅه کوي ، داسلامی امارت په عنوان سره دخپلې خوښې  حکومټي ماډل  په جوړولو سره ،  په افغانستان کې  سیاسی قدرت پخپل انحصاري  اختیار کې واخلي .

(البته ځيني سرچینې وائي چې د طالبانو د سیاسی دفتر د  ویندوي محمد نعیم وردک دریځ نن سبا بدل شوی او وئيلي ئې دي ، چې  دامریکا له خوا په افغانستان کې د موقته حکومت  دجوړیدا په پلان   ارزونې روانې دي  او مونږ  ورسره چورلټ  مخالفت نه لرو او راتلونکو شپو ورځو کې به  په دې اړه خپل  دریځ اعلان کړو .

   د افغانستان ولسمشر د پاکستان ملی عوامي ګوند او پښتون تحفظ  غورځنګ  له یوشمیرمشرانوسره په کتنې کې وئيلي دي، داسلام اباد حکومت باید د ا فغانستان په ضد نه اعلان شوی جنګ پاي ته ورسوي .

 اشرف غني همداراز په دغې کتنې کې ټينګار کړی،چې د افغانستان حکومت ژمن دی ،ددغه  هیواد اوسنی بحران  په اساسی توګه حل  کړي .

له بل پلوه د افغانستان د ولسمشر لومړ ی  مرستیال  امر ا...صالح هم په افغانستان کې د پاکستان د رول په منفي بللو سره  وئیلي دي،پاکستان د افغانستان په بحران کې یو مستقیم  لوری دی،په جنګ او سولې کې د دوي د رول تعریفول ، باید  د خبرو یوه برخه شي .

 هغه زیاته کړې ،  دپاکستان سترګو پټول ، چپتیا، ښه ښودل  او یا نرمښت ، د افغانستان له سولې سره هیڅ مرسته نه کوي .  داشرف غني او امر ا... صالح څرګندونې په داسې حال کې دي چې  د پاکستان د پوځ  عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  وئيلی دي ، هیواد ئې د افغانستان دسولې په بهیر کې  ښه نیّت لري . 

Image Caption

 

 جنرال باجوه   دافغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنې کې چې  اسلام اباد ته په سفر تللی ؤ،  په افغانستان کې  ئې د سولې د ټينګیدا او د جنګ  له ختمیدا څخه د پاکستان د هراړخیز ملاتړ باندې ټينګار کړی دی . 

 زلمي خلیلزاد هم په دغې کتنې کې  په افغانستان کې د  تل پاتې سولې په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه کړې ده . خلیلزاد  همداراز  د افغانستان  د سولې په بهیر کې  په تیره بیا  هراړخیز اور بند  او یوې سیاسی موافقې ته درسیدا لپاره  له افغانانو سره د مرستې  لپاره  دپآکستان پر مهم رول ټينګار کړی دی.

               د افغانستان د حکومت او  ولس له نظره ، په دغه هیواد کې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ د کمیدا په باب  دځینو لیدتوګو له شتون سره سره ، البته  اسلام اباد هماغه شان  پر دغې ډلې  د اغیزشیندنې ظرفیّت لري  او په اوسنیو حساسو شرائطو کې  چې طالبان  په بین ا لافغاني خبرواترو سره له خپلې خوا سخت دریځونه نندارې ته وړاندې کوي،په ا فغانستان کې د سولې له بهیر سره دمرستې په باب  له پاکستانه تمې  لازیاتې شوي دي .   

(سیماب)

***************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه