Oct 24, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • د وحدت اونۍ۳

(په الهي دینونو کښې د اسلام د پیغمبر موقعیت)

د مسلمانو پوهانو یو ډیر مهم استدلال د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په لوړ مقام باندې د تیرو پیغمبرانو او د امتونو د پوهانو ګواهي ده. سید بن طاووس په خپل سعد السعود کتاب کښې لیکي: متعال خدای حضرت آدم علیه السلام ته خطاب وکړ چې ای آدمه، خپل نسل ته وګوره. حضرت آدم په خپل نسل او اولاد کښې یوه ډله ولیدله چې نور یې په ټولو اسمانونو کښې خپور شوی و او ځانګړې ځلا یې درلوده. حضرت آدم علیه السلام پوښتنه وکړه: پروردګاره! دا څوک دي؟ خدای تعالی وفرمایل: دا ستا د نسل پیغمبران دي. حضرت آدم وویل: خدایه، د نبیانو د لړۍ د دغه وروستي کس نور ولې له ټولو ډیر ځلانده او پړقیدونکی دی؟ خدای وفرمایل: په ټولو انبیاؤ او اولیاؤ باندې د هغه د برترۍ په وجه. ویې پوښتل: دا پیغمبر څوک دی او نوم یې څه دی؟ خدای وفرمایل: دا محمد، زما لیږلی پیغمبر، زما د باور وړ، نجیب، د رازونو او اسرارو محرم، غوره شوی، پاک او خالص، حبیب، دوست او زما په درګاه کښې له ټولو مخلوقاتو غوره او ترټولو محبوب او ترټولو نزدې او په مخلوقاتو کښې مې ترټولو مشهور دی. هغه د علم، زغم، ایمان، یقین، صداقت، نیکۍ، پاک لمنۍ، تواضع او خاکسارۍ، پرهیزګارۍ او فرمانبردارۍله نظره په دغو ټولو باندې بر دی. د خپل عرش له اوچتونکو او په اسمانونو او ځمکه کښې له نورو ټولو مخلوقاتو څخه مې د هغه لپاره ژمنه اخیستې ده چې په هغه ایمان راوړي او په نبوت یې اقرار وکړي. ای آدمه! په هغه ایمان راوړه چې زما په نزد دې مقام او منزلت، فضل او نور او وقار زیات شي.

حضرت آدم وویل: په خدای او د هغه پر پیغمبر محمد مې ایمان راوړه.

خدای وفرمایل: ما هم ستا فضل او کرامت زیات کړ. ای آدمه! ته زما وړومبنې پیغمبر یې او ستا له اولاد څخه محمد(ص) ترټولو وروستې پیغمبر دی.

د قرآن کریم په آیتونو کښې لولو چې د تیرو ټولو پیغمبرانو او قومونو دنده وه چې د حضرت محمد مصطفی(ص) په رسالت باندې ایمان راوړي ځکه چې خدای تعالی له هغو ټولو نه په دې لړ کښې ژمنه اخیستې وه او هغوي اعتراف کړی و چې که د حضرت محمد(ص) له زوکړې او څرګندیدو وروسته ژوندي وو نو د اسلام په دین به ایمان راوړي.

قرآن پاک د سوره آل عمران په ۸۱ مبارک آیت کښې فرمايي: او (ياد کړه هغه وخت) کله چې خدای له پيغمبرانو (او د هغوي له امتونو) وعده اخستې وه چې له دې وجې چې تاسو ته مو کتاب او حکمت درکړ نو بيا چې کله تاسو ته يو پيغمبر درشي چې د هغه څه تصديق وکړي چې کوم له تاسو سره دي، نو بايد په هغه ايمان راوړئ او د هغه مرسته وکړئ

د قرآني آیتونو له مخې د اسلام ستر پیغمبر د نورو الهي پیغمبرانو ترمینځ یو پيژندل شوی او مشهور شخصیت دی. په هم دې لړ کښې مفسران باوري دي ترټولو مهمو ځانګړنه چې یوازې رسول ا... مبارک لره خاص ده، د نورو دینونو په کتابونو کښې د دوي د نوم راتلل دي. د اسلام د ګران قدره پیغمبر د نبوت نښې، صفات او دلایل د تورات او انجیل په شان تیرو اسماني کتابونو کښې په مختلفو تعبیرونو سره موجود دي او انسان د دوي په حقانیت باندې ډاډه کوي. قرآن کریم د سوره اعراف په ۱۵۷ مبارک آیت کښې په دې هکله فرمايي: هم هغه خلک چې د (اُمّي) پیغمبر پیروي کوي، د هغه پیغمبر چې صفتونه یې د دوي په نزد موجود تورات او انجیل کښې مومي.

قرآن پاک په یو بل آیت کښې یادونه کوي چې د اهل کتابو عالمان له رسول ا... مبارک سره د خپلو اولادونو په شان اشنا او بلد وو او مشخصات او ځانګړتیاوې یې په خپلو مذهبي کتابونو کښې لوستې دي. د سوره بقره په ۱۴۶ آیت کښې فرمايي: کومو کسانو ته چې مو اسماني کتابونه ورکړي دي هغوي (پیغمبر) لکه د خپلو اولادونو پیژني.

د دغو آیتونو له مخې په پخوانیو کتابونو کښې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر ځانګړتیاوې دومره روښانه وې چې له دغو کتابونو سره د سروکار لرونکو کسانو په ذهنونو کښې یې بشپړ انځور موجود و. 

تاریخي روایتونه وايي چې حضرت عیسی علیه السلام په خپلو بشارتونو سره له ځانه د وروسته پیغمبر د ظهور نښې نښانې بیان کړې وې. هغه چې په خپله د خدای یوه ستره معجزه و، پرله پسې به یې په عربستان کښې د وروستي الهي استازي د راڅرګندیدو په هکله خبرې کولې. د هغه د ظهور علامې به یې تشریح کولې او په سینو کښې به یې د هغه مینه اچوله داشان چې په هر ځاې کښې به چې د حضرت عیسی علیه السلام دین دودیده په هغه ټاټوبي کښې به یې له ځانه د وروسته پیغمبر په هکله زیري او بشارتونه ورکول.

جرمن ارواپوه کارل یاسپرKarl Jaspers )   په مسیح نومي کتاب کښې وايي: هغه څه چې له عیسی څخه په لازیات یقین سره پيژنو، د هغه زیري او بشارتونه دي. په دغو کښې د خدای د وروستي پیغمبر په هکله ځیني بشارتونه اوس هم د یهودیانو او عیسایانو په مقدسو کتابونو کښې شته دي. د یوحنا انجیل د څوارلسم باب په شپاړسم بند کښې راغلي دي: او زه له هغه څخه غوښتنه کوم او هغه به تاسو ته یو بل تسلي ورکونکی (د اسلام پیغمبر) به درعطا کړي.

حضرت عیسی علیه السلام په ځینومواردو کښې په ډاګه له ځانه وروسته د فارقلیط (د اسلام د پیغمبر) د راتلو خبر ورکوي او وايي: تر څو چې زه لاړ نه شم هغه نه راځي. که له ما سره مینه کوئ نو زما وصیتونه وساتئ... هغه، هم هغه د خدای پاک روح دی چې تاسو به په ټولو حقایقو خبر کړي.

د هم دغه بشارت وجه وه چې کله د حبشې عیسايي باچا نجاشي ته د رسول ا... مبارک د بلنې لیک ورسیده نو ویې ویل: په خدای قسم دا هم هغه پیغمبر دی چې اهل کتاب یې په تمه دي.

د حضرت موسی علیه السلام په تورات کښې هم د پیغمبر اکرم(ص) لوړو صفاتو ته اشاره شوې او هغه یې د مکې لپاره یوه کلکه اډانه بللې ده. هم داشان د عهدِ عتیق په دویم سفر کښې راغلي دي: او خدای ماته وویل، دا څه یې چې وویل ښه یې وویل، نبي به د دوي لپاره ستا به شان د دوي له وروڼو څخه مبعوث کړم او خپل کلام به یې په خوله جاري کړم او هر هغه څه چې ورته امر وکړم، هغوي ته به یې ووايي.

د تورات د آیتونو په دوام کښې د خدای د رسول ستاینه داسې شوې ده: متعال خدای به د هغه روح قبض نه کړي تر څو چې شاته پاتې او بد فکره ولس نیغې لارې ته لارښوونه نه کړي او هغوي د لااله الا ا... له توحیدي غږ سره اشنا نه کړي، هغه نابینا سترګې روښانه کوي او زنګ وهلي او ناروغه زړونه ژوندي کوي او له حق څخه کاڼه غوږونه د حق خبرې اوریدو ته تیاروي.

حضرت ابراهیم علیه السلام هم د خدای هغه ستر او اولوالعظمه پیغمبر دی چې که یې په مکه کښې خانه کعبه جوړه کړه نو لاسونه یې دعا ته پورته کړل او د حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله یې داسې وفرمایل: پروردګاره! په دې سیمه کښې یو داسې پیغمبر مبعوث کړې چې د هم دې سیمې وي او ستاسو آیتونه خلکو ته ولولي او ورته کتاب او حکمت ورزده کړي او هغوي له ګناهونو او ککړتیاؤ څخه پاک کړي.

کعب بن غالب د اهل کتابو یو مشهور عالم او له پیغمبراکرم نه مخکښې د حضرت ابراهیم علیه السلام د توحیدي دین یو پوهاند و. هغه د حضرت ابراهیم علیه السلام په صحیفو کښې د حضرت محمد مصطفی(ص) ځانګړتیاوې ولوستې او ایمان یې پرې راوړه.

د (انیس الاعلام) کتاب لیکوال محمد صادق فخرالاسلام هم وړومبې یو مشهور عیساي پادري و. هغه پس له دې چې له خپل یو غوره استاد څخه د حضرت محمد مصطفی(ص) د شخصیت په حقیقت خبر شو او هغه حضرت یې صحي وپیژنده نو اسلام یې قبول کړ او د حضرت محمد(ص) په دین باندې د ایمان راوړلو د علت په هکله یې په هم هغه کتاب کښې وضاحت ورکړی او وايي: په واټیکان کښې مې راته استاد د عیسایانو دوه نه تحریف شوي کتابونه وښودل چې یو په یوناني خط او بل په څرمنې باندې په سریاني خط لیکل شوی و. په سُریاني کتاب کښې د اسلام پیغمبر د (فار قلیطا) په نوم یاد شوی او یوناني کتاب هغه حضرت د (پریکاتوس) په نوم معرفي شوی او دغه دواړه د احمد او محمد په نومونو ژباړل شوي وو او د اسلام د پیغمبر ټول صفتونه او احوال یې ستایلي او د حضرت عیسی علیه السلام له خولې یې د هغه د راتلو زیری ورکړی و.

له امام محمد باقر علیه السلام څخه د تیرو پیغمبرانو په کتابونو کښې د رسول ا... مبارک د نوم په هکله پوښتنه وشوه. هغه حضرت وفرمایل: د رسول ا... مبارک نوم په ابراهیمي صحیفو کښې (ماحي) یعنې پاکونکی دی او د حضرت موسی علیه السلام په تورات کښې (حاد) یعنې مبارز او د حضرت عیسی علیه السلام په انجیل کښې احمد او په قرآن کښې محمد دی.

یو کس پوښتنه وکړه چې د دې نومونو مطلب څه دی؟ امام محمد باقر علیه السلام ځواب ورکړ: پیغمبر اکرم صلی ا... علیه و آله وسلم د بتانو د وجود پاکونکی (ختمونکی) او د بت پرستۍ له مینځه وړونکی دی، هغه له خدای نه بغیر بل هر معبود ختم کړی دی. د حاد مطلب دا دی چې هغه له هر هغه کس سره چې له خدای تعالی او د هغه له دین سره دښمني کوي، که لرې وي او که نزدې، مبارزه کوي. د احمد معنا دا ده چې خدای تعالی هغه په ډیره غوره توګه ستایلی دی او له دې امله یې نوم محمد(ص) چې پروردګار او فرښتې او پیغمبران او ټول امتونه یې ستاینه کوي او درود پرې لیږي.

په حقیقت کښې حضرت محمد مصطفی(ص) د خدای رسول، د پیغمبرانو خاتم او په هغوي کښې ترټولو غوره او افضل دی او په آخرت کښې به هم تیر ولسونه سره د خپلو پیغمبرانو، د اسلام تر بیرغ لاندې او د خاتم پیغمبر(ص) تابع به وي. هغه د یو متعادل او کامل انساني شخصیت نمونه ده. ټول انسانان یو ډول وړتیا، کمال او لوړتیا لري خو د انسانیت د ملغلرې پخیدل په دې پورې شرطمن دي چې انسان د کمال له مبداء سره غږمله شي. هرڅومره چې له متعال خدای سره د انسان اړیکه او همسوي کلکه شي دومره به یې د عزت او کمال مرتبې لوړې شي، ځکه چې عزت او کمال یوازې د خدای په نزد دی. د اسلام پیغمبر چې د لوړ شخصیت عیني نمونه ده، د کمال له مبداء سره همسو او غږمله شو او د کمال په لاره دومره مخته لاړه چې حتی مقربې الهي فرښتې ورته نه شي رسیدې.

رسول الله مبارک په خپلې عظیمې معجزې قرآن سره یو داسې ژوندی او له جاذبې ډک آیین راډالۍ کړ چې د انسان له فطرت او طبیعت سره غږمله دی او په هره زمانه کښې یې اړتیاوې پوره کوي.

د آزادۍ، انسانیت، مهربانۍ او بشري حقوقو په شان مفاهیم د رسول ا... مبارک په هلوځلو ځلو سره پیاوړي شول. د هغه پیغام د انسانانو ترمینځ دوستي او وروري او د عدالت ټینګول دي. دا طریقه او روده د تل لپاره پاتې کیدونکې ده.

 

 

 

ټیګونه