Oct 27, 2021 16:48 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۱۰

د یو ښه او برابر ژوند لپاره د جسم او روح دواړو سلامتیا مهمه ده. کله کله د نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره د ژوند په ډول او سټایل کښې بدلون ضروري وي.

د ښه عادتونو په نامه دې لړۍ کښې د یوبل ترڅنګ د غلطو عادتونو ځاې ښو عادتونو ته ورکوو. د ویلو ده چې په دې پروګرام کښې کیدونکې سپارښتنې کلي دي او ممکنه ده چې هغه ټولو، د ځینو کسانو لپاره مناسبې نه وي. نو د ضرورت په بڼه کښې د خپل ژوند په طریقې یا لایف سټایل کښې د ځینو بدلونونو لپاره له خپل صلاحکار یا ډاکټر سره مشوره کولې شئ.

 

کله چې د ایتنز له فلاسفر سقراط څخه وغوښتې شول چې خپله ټوله پوهه او عقل په یو مهم عبارت کښې خُلاصه کړه نو سقراط وویل: (ځان پیژندنه)

البته سقراط دې ټکي ته هیڅ اشاره ونه کړه چې ځان څنګه وپیژنو او ځان پیژندنې ته رسیدل څومره ناممکن دي، هیڅ اشاره ونه کړه. خو دا د اندیښنې خبره نه ده. په دې ننني پروګرام کښې غواړي چې دې مهم ټکي ته اشاره وکړو او د خپلو مهارتونو د پراختیا لپاره کارنده سپارښتنې وکړو. غوره ده پوه شئ چې کله یو کس د خپل کړچار جاجونه پيلوي نو له کومې ستونزې سره چې مخامخیږي هغه دا ده چې انسانان د ځان په بخښلو او هیرولو کښې سختي کوي او دې ټکي ته په پام سره چې د ځان پیژندنې پراختیا د خوشبختۍ لپاره مؤثره ده، دا یوه مناسبه طریقه او کړنلاره نه ده. مونږ ټول باید په ځان پيژندنې باندې ډیر وخت ولګوو ځکه چې په اوږدمهاله خوشبختۍ مو ډیره اغیزه کوي.

لپاره د دې چې ووینو ځان څومره پيژنو، په دوام کښې د راتلونکو ځینو خبرو ځواب باید ورکړو ځکه چې د خودشناسۍ یا ځان پیژندنې په لړ کښې ګټه ورې دي.

کوم احساس چې د خپلو والدینو او ماشومتوب په هکله لرئ، په کومو شیانو چې غصه کیږئ، له کومو لارو چارو څخه چې د فیصلې کونې لپاره ګته اخلئ، په کوم ووختونو کښې ستاسو لپاره اړیکه ټینګول اسان او کله ګران وي؟ په کومې معلومې طریقې سټریس ختموئ؟ نیوکو ته څرنګه ځواب ورکوئ؟ د کم کار ترسره کول ستاسو لپاره ترټولو غوره دي؟ د نورو کوم خصوصیات او ځانګړتیاوې تاسو ځان ته جذب کوي؟ کوم شیان مو په هیجان راولي؟ او له خپل وخت نه څرنګه ګټه وره استفاده کوئ؟

دا کومو مواردو ته چې اشاره وشوه یوازې یو څو بنیادي پوښتنې وې چې مونږ ټول ورته باید په ځان کښې پاملرنه وکړو. په مونږ کښې زیاتره کسان د دې پوښتنې د ځواب لپاره ډیر وخت، د ډیرې مودې تفکر او په مختلفو حالاتو او روابطو کښې راتلو ته ضرورت لرو.                 

په کلي توګه ځان پیژندنه ګرانه ده ځکه زیاتره کارونه چې کوو یې، غیراختیاري دي. لکه څنګه چې مو د پروګرام په سر کښې وویل، مونږ د ځان په هیرولو کښې سختي کوو. دا چې مغزه مو هره شیبه له احساساتو، نیّتونو او کړچارونو هوشیار وي، ډیر زحمت غواړي. په بله وینا په ناخبره او غیراختیاري حالت کښې اوسیدل ډیر اسان دي او دا هم هغه کار دی چې مونږ ټول یې په خپل نیم ژوند کښې ترسره کوو.

هم داشان مونږ په خپلو اصلي انګیزو سره لارښوونه کیږو. کومې ابتدايي غوښتنې چې لرو هغه مونږ ته القا کوي چې راحته ووسو او د لذت او خوند احساس وکړو. کومه مسئله چې د ځان پیژندنې لپاره هم ډیره مهمه ده دې ټکي ته پاملرنه ده چې مونږ په ځان پورې له اړونده هر هغه څیز له لیدلو ډډه کوو چې په مبهمه توګه راته ناخوښه وي. په حقیقت کښې ترجیح ورکوو چې له سره ورسره مخامخ نه شو. زمونږ په لاشعور کښې داسې آرزوګانې او احساسات شته دي چې کومه نظریه چې د ځان په هکله یې لرو، هغه چیلنج کوي. د مثال په توګه که ډیر کره نظر ولرو نو ممکنه ده پوه شو چې داسې مشاغل او اړیکې لرو چې زمونږ لپاره نامناسبې دي. مونږ اصولاً د ځان په هکله له حده زیاتې پوهیدنې په وړاندې مقاومت کوو ځکه چې دا پوهه، هغه لنډ مهاله صلحه او سوکالتیا ماتوي چې مونږ پرې روږدي شوي یو.

بله وجه چې ځان پیژندنه ګرانوي، دا ده چې په مونږ کښې ډیر خلک خپل باطن ته کتلو ته ارزښت نه ورکوي. کسان له ځان پيژندنې او په خپل ګریوان کښې له کتلو زیات، کامیابي او پرمختګ خوښوي. په حقیقت کښې د کامیابۍ لپاره خپل باطن ته کتل ضروري دي خو زیاتره خلک په خپل ګریوان کښې له کتلو زیات له نورو لارو څخه کامیابي ترلاسه کوي. داسې ده چې خلک له خپلې کامیابۍ سره سره د کمي او مینځ تش والي احساس کوي.

هم داشان مونږ په خپلو افکارو پيژندل کیږو خو جوته ده چې زمونږ ټول اعمال زمونږ د افکارو نتیجه نه ده. لا کره دا چې مونږ د خپل ذهن، بدن او احساساتو ټولګه یو. که باوري ووسو چې یوازې د خپلو افکارو نتیجه یو نو ځان پيژندنې ته نه شو رسیدې ځکه په دې صورت کښې د ځان پیژندلو لپاره یوازې ډیره محدوده طریقه کاروو. تر څو پورې چې ځان یوازې د خپلو افکارو د لیدلو په بنیاد وپیژنو یا یې تعریف کړو، تر هغې به په اسانه لاژورې نظریې ته ونه رسیږو او له ستونزې سره مخامخیږو.

هم داشان کله چې له خپلو افکارو سره له حده زیات اشنا کیږو، له نورو سره مو موثره اړیکه لاګرانیږي ځکه چې د ډیرې مودې لپاره له خپلې نظریې نه شو لرې کیدې ترڅو د نورو نظریې ووینو.

 

د ځان پیژندنې د سختوالي بله وجه دا ده چې مونږ د خپلو احساساتو په پيژندلو کښې وسواس لرو. مونږ خپلو افکارو ته له حده زیاتې پاملرنې نه علاوه د خپلو احساساتو په څیړنې او پيژندنې کښې هم ډیر وسواس او شک لرو. دا په داسې بڼه کښې دي چې مونږ له هغو انکار نه کوو. خو زمونږ احساسات له هغه څه زیات نه دي چې فکر یې کوو. افکار او احساسات زمونږ له اساسي طبیعت او فطرت څخه یولړ نښې نښانې وړاندې کوي خو یو بشپړ تصویر نه راکوي. هغه نړۍ چې خلک یې د خپلو احساساتو په بنیاد عمل کوي بیخي یو ویرونکې خوب به وي، هم هغه شان چې کومه دنیا یوازې د منطقي تفکر په بنیاد جوړه شوې وي، ویرونکی خوب دی.  

لکه څنګه چې مو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې ویلي وو د اهدافو ټاکل، د وړتیاؤ پیژندل، د علایقو څیړل، له شخصیتي ډول څخه خبرتیا، په ارزښتونو پوهیدل او په ځانګړي او غیرمعمولي والي باندې باور د ځان پيژندنې مهم مراحل ګڼل کیږي او د ځان نه پیژندل یا د خودشناسۍ نشتوالی مو ډیر تاواني کوي. یو تاوان یې دا دی چې د ناامنۍ او پریشانۍ په احساس اخته کیږو او ډیر په اسانه د حالاتو تر اغیزې لاندې راځو. د ناخوښو او نه غوښتونکو عادتونو په پریښودو کښې به مشکل ولرو. له اندیښنې او عبث ننګونې سره ملې اړیکې به ولرو. ځیني نامناسب کارونه غوره کوو یا غلطې جاه طلبۍ تعقیبوو.

خو د ځان په پیژندلو سره په انسان کښې د خوشحالۍ حس، کم باطني تعارض، غوره پریکړه کونه، د ځان کنټرول او د ټولنیز دباؤ په وړاندې مقاومت او زغم او د نورو درک کول او د تاندوالي او خوندور حس رامینځته کیږي.

په مونږ کښې د زیاتره کسانو لپاره هغه وختونه چې د ځان په هکله فکر کوو او د ځان د لازیاتې پیژندنې هڅه کوو، داسې شوي دي. هغه پيژندنه چې صحیح ترلاسه کول به یې د ډیرو مثبتو پيښو سرچینه وي. زمونږ تکامل او پراختیا له دې ټکي سرچینه اخلي. د ځان له پیژندلو نه مطلب له خپلو باورونو، ارزښتونو او لیدتوګو خبریدل دي.

د پروګرام په دوام کښې هڅه کوو چې په دې لړ کښې د هلوځلو د لاګټه ور کولو لپاره یو ماډل معرفي کړو. یو داسې ماډل او نمونه چې مرسته کوي د ځان په هکله په لازیات تفکر او له نورو نه په مرسته اخیستلو سره د خودآګاهۍ لوړې سطحې ته رسیدې شو.

د ځان د لاښه پیژندلو لپاره یو ډیر مهم ګام دا دی چې ځان پيژندنه جدي وګڼو. که هغه ارزښتناکه وګڼو نو ترسره کوو یې. کولې شو چې د فردي پراختیا په هکله موجود کتابونه ولولو او هڅه وکړو چې د ځان په اړه حتی ځینو داسې حقایقو ته متوجه شو چې نه یې خوښوو. په دې وجه به د خپل باطن پیژندلو لپاره وخت بیل کړو او ممکنه ده چې د وخت ضایع کول ډیر کم کړو.

 

په صحيح وخت ځان پیژندنې ته رسیدل سبب کیږي چې په ځان کښې د ځینو عامو خود فریبیو جرړه ومومو. په دې لړ کښې پوه او خبر ذهن، مسئولیت او منل احتمالاً درې مهم حقایق دي. د باخبره ذهن په لړ کښې که په خپل ورځني ژوند کښې د خپلو ناخبرو یا غیراختیاري احساساتو په وړاندې ډیر مقاومت ونه کړو نو کرارۍ سره لازیاته بې خبري او بې اختیاري په خبرتیا باندې بدلوو. په دې وجه زر تیریدونکې غوښتنې وینو بې له دې چې ورباندې عمل وکړو. که مسئولیت منونکي ووسو نو د خپلو ناکامیو په وجه نور نه رټو او په بدل کښې د پوهیدو هڅه کوو چې زمونږ په ذهن کښې کوم څیز خوابدي کړي یو. هم داشان د شیانو د لیدو په طریقه کښې خپل قدرت ته متوجه کیږو، په نتیجه کښې که خوابدي او خفه یو نو یولړ بدلونونه رامینځته کوو.

که د منلو توان ولرو نو د تمرکز د نشتوالي او لټۍ د عواملو په وړاندې د تسلیمیدو پرځاې هڅه کوو هرڅه چې رامینځته کیږي، هغه درک کړو او ویې منو. دا درې موارد تقریباً د هر شخصي فریب علاج دی.

په بل ځل چې حقیقت نه شو منلې نو دا درې لارې باید وآزمایو. وګورئ چې په باخبره ذهن، ذمه وارۍ او مسئولیت او منلو سره یوې بلې نظریې ته رسیدې شئ او که نه.

کله چې ځان پيژندنې یا خودشناسۍ ته ورسیږو، په ژوند کښې یولړ مثبت بدلونونه راوستې شو. ځکه چې د ځان د شاته پاتې کیدو په علت خبریږو. د خپلو احساساتو مسئولیت منو او په نتیجه کښې به لا ښې او اسانې اړیکې ولرو. په ځان پيژندنې سره نور د (څه ستونزه ده؟) پوښتنې لپاره ځواب نه لټوو او په خپل کړچار کښې تحقیق او تفکر شروع کوو، بیا که ووینو چې ستونزه او مسئله د نورو له خوا ده نو د هغې د ختمولو هڅه کوو

هم داشان په خودشناسۍ او ځان پیژندنې سره به د پیسو په هکله ډیر سټریس ونه لرو او د هغه څه په هکله چې په حقیقت کښې زمونږ لپاره مهم دي، لاهوښیاریږو. په دې وجه خپلې پیسې نه ضایع کوو او له حده زیات بچت او سپما ته هم ضرورت نه احساسوو. په عاشقانه اړیکو کښې به لاښه مدیریت ولرو. کوم کس چې ځان وپیژني هغه په سرسري ښکلاؤ او جذابیتونو نه غولیږي.

کله چې خپلو نیمګړتیاؤ ته له کتنې لاس واخلو او کله چې نور خلک یوه ستونزه ولري او له مونږ سره د زړه خواله او فریاد وکړي نو په لاډیرې زړه سواندۍ سره یې اورو او په لاډیر یوزړه توب سره عمل کوو.

خودشناسۍ ته په رسیدو سره په ډیر واضحه توګه په خپل شخصي او کاري ژوند کښې کامیابۍ ته رسیږو. پر دې سربیره کله چې د خپل شخصیت، توانمنیو، احساساتو او انګیزو په هکله پوره خبرتیا ولرو نو کامیابۍ ته د رسیدو لپاره په آګاهانه توګه سټراټیجۍ جوړولې شو او ځان پیژنده سبب د کامیابۍ په لارې د سمیدو لامل ګرځي.

*/*/*/*/*/*/

د ځان پیژندنې بحث د ښو عادتونو د لړۍ په دې پروګرام سره پاې ته ورسیده، په راتلونکي پروګرام کښې به له یوې بلې موضوع سره حاضر شو، تر هغې درنه اجازه غواړو.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه