Dec 06, 2021 16:01 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نوښتونو نومې لړۍ له ننني یودیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په دغې لړۍکې د ایران د اسلامی جمهوریت د ترټولو وروستیو علمي، کلتوري ، هنري ، اقتصادي او پوځي بریاؤ په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د  استفادې وړ مو وګرځي .

 دوستانو تیره اونۍ ګوګل ،د خپل پلټونکي یا لټَونکي برخې (سرچ) د لوګو په بدلولو سره ، دایراني څیړاند علی عسګرزاده درنښت او احترام وکړ.دغه څيړاند ددغه کار لپاره یوه نظریه وړاندې  کړې وه .علی عسګرزاده  په ۱۹۲۱کال کې د ایراني پلار او روسیي مور په کور کې په باکو کې زیږیدلی او بیا ئې له تهران پوهنتونه  د الیکټرانیک انجینئرینګ کې له ګریجویشن وروسته ، په  ایم آئي ټي کې زده کړې وکړې او  د کولمبیا پوهنتونه ئې پی ایچ ډي ډګري  ترلاسه کړه . هغه په ۱۹۵۰ لسیزې کې د همدغه پوهنتون اسسټنټ لیکچرار ؤ .

Image Caption

 

دغه ایراني څيړاند په ۱۹۵۹ کال کې د  کیلیفورنیابرکلې پوهنتون د الیکټرانیک انجیئرینګ  پوهنځي سره یوځاي شو او دا ئې لاپراخ کړ څو کمپیوټري علوم (Computer Science) هم پکې راشي . له دې وروسته نورو پوهنځیو هم  د همدې رودې پیروي وکړه . د Computer Science په حوزې کې د علی عسګرزاده  تر ټولو مهمه بریا،د فازی منطق (Fuzzy Logic) نظریه ده . فازي منطق د څو ارزښتمنو منطقو یوه  ټولګه ده چې پکې  بدلیدونکي منطقي ارزښتونه، د صفر (0) او  یو (1) ترمینځ  هر حقیقي عدد درلودلی شی.  دغه منطق د سم جزئي مفهوم  دکارولو په خاطر ورڅخه استفاده کیږ ي، په دې توګه چې سمه اندازه د کاملا سم او کاملاغلط ترمینځ هر مقدار کیدلی شي . دغه څيړاند د ۲۰۱۷ کال په ستمبر کې  وفات شو . ګوګل  د علی عسګرزاده ته د احترام لپاره  د نومبر په دیرشمه نیټه   په نظر کې ونیوله ، ځکه د فازي منطق څیړنه د لومړي ځل لپاره  د ۱۹۶۴ کال دنومبر په دیرشمه نیټه  وړاندې شوي او  په  نهایت کې  په ۱۹۶۵کال کې خپره  شوه .

       تیره اونۍ ایراني څیړاند وتوانیدل،څو علمي بریاوې ترلاسه کړي .

 په دې توګه چې د امیر کبیرصنعتي پوهنتون څيړاندو د خاور له معدنیاتو (clay minerals) د بایو حیاتیاتی درمل (Biocompatible drugs)   په تولیدولو کې استفاده وکړه .د امیر کبیر صنعتي پوهنتون پي ایچ ډي ترلاسه کونکي او ددغه پلان اجرا کونکي  ډاکټر سلیمنانپور په وینا، ددغه پلان له اجرا کونې موخه ، دهغو درملو دتریب برابرول وو ،چې د درملنې  د اغیزو په لاښه کولو  او د جانبي تاوانو له کمولو سره  یو ځاي وي ..  هغه فارمولا چې په دغې پروژې کې مو برابره کړه ، د عفونت او زخم  د درملنې لپاره د اینټي بایوټیک  پټَیو د برابرولو لپاره  د یوې مخکې مادې په توګه هم کارولی شي. هغې ښې مخینې ته په پام سره چې خاوره ئې درمل جوړونې په صنعت کې لري،او دا چې کلونه کلونه کیږي،پر فعالو موادو سربیره،د جانبی موادو په توګه استعمالیږي، په دې پسې شوو ،څو د خاورو له معدنیاتو څخه  د درملیزترکیب  داصلی زمینې په توګه استفاده وکړو .

ددغه څيړاند په وینا،ددغې پروژې دترسره کولو لپاره درې وړاندیزي فارمولې ترکیب شوې چې په هغو کې تر ټولو ښه ترکیب بیالوجیکي ؤ ،په نهایت کې د انسان دبدن دشبیه سازۍ په چاپيریال کې د درملو کنټرولونې مرحلې ته ورسیدو . په حقیقت کې  ترلاسه شوی درملیز ترکیب وتوانیدپه اغیز شیندونکي برخې  کې درملیز خاصیّت برابر کړي  او د درملنې په درست پړاؤ کې د درملنې خاصیّت وساتي او له هر څه لامهم ، د درملو جانبی تاوان هم کم کړي .

Image Caption

 

 دامیر کبیر پوهنتون ددغه څيړاند په وینا،هیله کیږي،اصلاح شوي درمل له اینټي بایوټيکونو له مقاومت سره له مبارزې سره مرسته کوي او عفونتونو  او ټپونو په لا کم وخت کې  درملنه کوي .په دنیا کې پر انټي بایوټیکو باندې ډيرې څيړنې شوي دي   ،خو ټول  دکیمیائي موادو په اساس  دي او په ایران کې  دامریکا ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو  ته په پام سره ، په آسانۍ سره نه ترلاسه کیږي .  البته په دغه پلان کې  له هغو خاورینو معدنیاتو څخه په استفادې سره  چې یو ارګانیک ترکیب  له ژواک چاپیریال سره برابر  په آسانه ورته لاس رسي کیږي، استفاده کړې ده .  دغه مطالعات  د معدن پوهنځي په کیمیکل لیبارټرۍ کې تر درو کلونو پورې شوي  او په بهرنیو معتبرو  خپرونو کې ددغې پروژې دترسره کیدا دمرحلو څلور مقالې چاپ شوي دي .

همداراز یو داخلی پوه بنسټه شرکت  د شکره لرونکو ناروغانو دپښو د ټپ  ددرملنې لپاره  چې  د زخم پر ښه کولو سربیره ، د ناروغ د وینې شکره هم کنټرولوي  ، د یوه ملهم په تولیدولو کې بریالی شوی دی .ددغه پوه بنسټه شرکت  د عمومي مدیر په وینا، ددغه شرکت تخنیکي فعالان د انساني،حیواني   درملنو ،دغه راز د روغتیائی او دښکلا یا آرایشي محصولاتو په زمینې کې  فعالیت کوي . . ددغه شرکت تولیدي درمل  نوي فی صده له بوټو  او لس فی صدي هم کیمیکلي  دي . دغه درملیز محصولات د پړسوب دکمیدا  او معالجه شوي طبیعي بهیر د زر ښه کیدا  او دغه راز د شکرې لرونکي ناروغ د ټپ یا زخم د عفونت  دمخنیوی سبب کیږي . ددغه ملهم په فارمولې کې موجود اغیزشیندونکي موادو کې سپوڼي(Fungal disease)  ضده  میکروب ضده  او د پړسوب ښه کونکي خاصیّتونه  موجود دي .

       ددغه پوه بنسټه شرکت دغه  عمومی  مدیر په وینا ،په ملهم کې د موجود د اینټي اکسیډنټ(Antioxidants) ترکیبات،د آزادو ریډيکلز د ښکیلولو سبب کیږي ، چې د زخم  به جوړیدا  او د دیابتي ټپ د عفونت په مخنیوي کې مهم رول لري . همداراز په دغه ترکیب کې د ګبینو د پوڅي (پیاڅې ) شتون  هم  د شکره لرونکي ناروغ د زخم په جوړلو کې دمعالجې اغیزې دوه چنده  کړي دي . د دیابتي ناروغانو  لپاره په بازار کې موجود ملهمونو او درملو په اپوټه  چې د ټپ د درملنې لپاره باید دوینې شکره ورسره  کنټرول شي،دغه ملهم  ددرملنې دهغه ډير زیا ت قدرت په  وسیله  چې لري ئې حتی د وینې د شوګر  په منظمولو کې د ناروغ دغفلت او لتۍ  او یا دعروقي پړسوب یا عفونت  په بڼه کې زخم،معالجه کولی شی او پردې سربیره،د نوو زخمونو د رامینځةکیدا هم مخه نیسي .دغه ځانګړنه په نورو ډيرو محصولاتو کې نشته، ځکه  د  ناروغ د وینې د شکرې دمنظمولو جوګه نه دي او د رغونې بهیر  هم له مشکل سره مخامخ کوي .  

خوږو دوستانو تیره اونۍ همداراز په ایران کې د څو هندري پيښو هم کتونکي  وو .

د نوید محمودي جوړ شوی ؛ مردن درآب مطهر؛ نومې فلم   چې  د سټاکهم د سماع فلم په جشنوارې (Stockholm Sama Film Festival)کې د  تاجیکستان، هندوستان، قزاقستان او افغانستان  له جوړو شوو فلمونو سره  په سیالۍ کې ؤ ، دتر ټولو اوږد فلم په توګه  غوره  شو او د جشنوارې  ایوارډ  یا میډال ئې ترلاسه کړ. د سټاکهم دسماع  فلم  دولسمه جشنواره  د نومبر له شپږویشتمې تر اته ویشتمې نیټې پورې په سویډ کې ترسره شوه او د ایران جوړ شوي ،؛ شبی که ماه کامل شد، مردن درآب مطهر ، این سو آن سو  او منتظر می مانیم ؛ نومې فلمونه  پکې په سیالۍ کې شامل وو  چې ددغې جشنوارې په پاي کې د ایران جوړ شوی ؛ مردن درآب مطهر؛ نومې فمل  ددغې جشنوارې د تر ټولو اوږد فلم ایوارډ خپل کړ . برادران محمودي  په ډير ښه انداز سره د څو افغان کډوالو ځوانانو قصه  روایت کوي چې  اروپا ته د تلو نیّت لري . 

  همداراز د نوشین معراجي په ډایریکټرۍ او د مهدي فرد قادري په پرو ډیوسرۍ سره  د ؛ پسر ؛ نومې سینمائي فلم  هم د مینسک  فلم دجشنوارې د ځوان سینما  د سیالۍ په برخې  کې پخپل ترټولو  وروستي نړیوال شتون  کې په لیستاپاد مشهوره  د ترټولو ښه فلم جایزه وګټله .  دمینسک  دفلم د  اوه ویشتمه نړیواله جشنواره د نومبر له شلمې تر شپږویشتمې نیټې پورې  په سپينې روسیې کې  ترسره  شوه او  جایزې ئې د لیندۍ دمیاشتې په پنځمه نیټه  ګټونکو ته ډالۍ  شوې . دغه فلم  له دې مخکې،د ماسکو د جشنوارې  داصلی سیالۍ په برخې کې  هم د ترټولو غوره سړي ایکټر او د روسیې د کرکتونکو دټولنې دترټولو ښه فلم  جایزه ترلاسه کړه او د اسپانیا   د روتردام او وایادولید جشنوارې د روښانه راتلونکي په  برخې کې  هم نندارې ته وړانډې شو .

Image Caption

 

     همداراز په یوې بلې هنري پيښې کې ، دوو ایرانیو فلم جوړونکو په هند کې د ماشومانو دسینما د جشنوارې په مختلفو برخو کې  د قاضیانو په توګه شتون درلود. فلم جوړونکی محمد حسن شاه محمدي  دماشومانو دسینما(Kidz CINEMA)په  دوهمې نړیولې جشنوارې کې ددغې جشنوارې د لنډ انیمشن برخې د رسیدونکو آثارو قضاؤت وکړ .همداراز  میرمن آزاده شکوري راد هم د ؛بچیان  فلم جوړوي ؛ په برخې کې چې  زلمیانو  ته مخصوص دی ،  د قاضي په توګه   شتون درلود. په دغه پړاؤ کې  د درې نوي هیوادونو څخه  یو زر پنځه سوه نولس فلمونه  ددغې جشنوارې دارالانشاء یا سکرټریټ ته ورلیږل شوي وو .

د Kidz CINEMA   جشنواره  هم د نومبر له شملې  ددسمبر تر نولسمې نیټې پورې د هندوستان په ممبئ ښار کې ترسره کیږي .. شاه محمدي د ایران دلنډ فلم د ټولنې  او د ماشومو اوزلمي  د فلم دنړیوالې ټولنې (سیفژ)یو غړی دی او له دې  مخکې ئې د سیډني د شارټ سوپ  د جشنوارې د پنځلسم پړاؤ او دغه راز د ایسفا د اکاډمۍ د یولسمې مرحلې یاپړاؤ    داؤر یا قاضي  پاتې شوی دی .د ماشومانود  جشنوارې په دغه پړاؤ کې  له درستې نړۍ   د نامې په ثبتولو سره ، په جشنوارې کې  حاضر فلمونه کتلی  او د فلم جوړونې، د فلم  لیکنې  او انیمشن  په آنلاین ورکشاپونو کې  برخه اخستلی شي .

********************  

 خوږو دوستانو د نوښتونو د لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو  ،باید ووایو چې د تهران د پښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS  هم درسره نوټ کړئ  او له نورو ملګرو سره ئې  هم شریک کړی، تاسو په دغه درک سره  په انټرنیټي پاڼې  د سیمې او نړۍ تازه خبرونه ، راپورونه ، تبصرې ،سپورټي ، روغتیائي ، ټولنیز ،  او اقتصادي خبرونه هم لیدلی او آوریدلی شئ  او دغه راز ستاسو په ښو ښو لیکن،شعرونو،خطونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او اوریدلی شئ ، نو  تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله  ووسئ .

(سیماب)

*********************************************** 

 

ټیګونه