Jan 15, 2022 14:32 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

بایدن د رای د دحق د بدلولو لپاره هڅه د کانګرس په ودانۍ د حملې د پیښې د حقایقو د روښانولو لپاره له کوشش سره پرتله کړه او هغه یې د ټرمپ او د هغه د پلویانو لخوا کودتا لپاره هڅه وبلله

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکا کې د رایو د قوانینو د بدلولو په خاطر د دیموکراتانو د هڅې لپاره د بایدن غوښتنه

په امریکا کې په زیاتیدونکی ګرانۍ د بایدن اندیښنه

د امریکا په عدلیې وزارت کې د ترهه ګرۍ سره د مبارزې یونټ جوړیدا

او په عراق ، سوریه او افغانستان کې په زرګونو توغندویو او بمونو ویشتلو د پینټاګون اعتراف د تیرې اونۍ مهم بدلونونه دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا ولسمشر بایدن د نهې په ورځ د فیدرل د رای اچولو د قوانینو د تصویب په اړه په یوه وینا کې جمهوری غواړي ډارن او بزدل کسان وبلل او له دیموکراتانو یې غوښتل د سنا په قوانینو کې د بدلون لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي . بایدن په امریکا کې د رای اچولو په نظام کې د بدلون لپاره هڅه د امریکا د خوب لپاره نښته وبلله او جمهوری غواړو ته یې په خطاب کې وویل تاسو باید انتخاب کړئ چی ټاکل شوی ده د تاریخ په کوم اړخ کې ودریږئ .

بایدن د رای د دحق د بدلولو لپاره هڅه د کانګرس په ودانۍ د حملې د پیښې د حقایقو د روښانولو لپاره له کوشش سره پرتله کړه او هغه یې د ټرمپ او د هغه د پلویانو لخوا کودتا لپاره هڅه وبلله . هغه ټرمپ او په امریکا کې د رای حق ته په اشارې سره ټینګار وکړ هیڅ جمهوری غواړی د خلکو د رایو له حقه د ملاتړ لپاره د خپل ماته خوړلی ولسمشر په وړاندې د دریدا جرات ونکړ . که په ایالتی قوانینو کې جمهوری غواړو د رای د حق د محدودولو لپاره رامینځته کړی کوم پرمختګ ترلاسه نشي ، په سنا کې قانون جوړونکي باید قوانین بدل کړي .

دیموکراتان باوری دي ایالتی قوانین په انتخاباتو کې د مشکوکو فعالیتونو او درغلۍ د زیاتیدا سبب کیدلې شی . جمهوری غواړو د بادن له وینا سملاسی وروسته د ایالتونو د داخلی قوانینو په وړاندې د هغه په کړچار نیوکه وکړه او د ولسمشر لیدتوګه یې له حده زیاته تنده او حاشیه ای وبلله . جمهوری غواړي مدعی دي هغه څه چی دیموکراتانو د رای د حق د بل په توګه ابداع کړی ، په حقیقت کې یوازې د ګوندی او سیاسی قدرت ترلاسه کول دي او اوس هغو د دغه وحشتناک قانون د پرمخ بوتلو لپاره نیت لری تر څو په انتخاباتی بهیر کې یو ډول لالهندی رامینځته کړی . په دودیزه توګه جمهوری غواړی د ایالتونو د قدرت د زیاتولو غوښتونکی دي خو دیموکراتان هڅه کوی د ایالتونو قدرت د فیدرل دولت په ګټه کم کړی . په دې لړ کې جمهوری غواړی ایالتونه پرله پسې د رایو اچولو په زمینه کې د خپلو اختیاراتو د زیاتولو لپاره قوانین وضع کوي او په مقابله کې دیموکراتان هڅه کوي په کانګرس کې د قوانینو په تصویبولو سره د ایالتونو اختیارات کم کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا ولسمشر بایدن په سپنې ماڼۍ کې د جنورۍ په ۷ په خپله وینا کې وویل په امریکا کې ګرانۍ هماغه راز د اندیښنې وړ ده ، خو له دغې ستونزې سره د مقابلې لار له اقتصادي طرحو شاتګ ندې . د امریکا ولسمشر همداراز په دغه وینا کې له هغه بل سره د جمهوری غواړو  په مخالفت چی دهغه په وینا ګرانۍ یې کمولې شوه ، نیوکه وکړه . تیره اونۍ د امریکا د شمیرنې ادارې لخوا یو راپور خپور شو چی د ۶.۸ فیصده ګرانۍ خبره پکې شوی ده . دا ګرانۍ او د بیو زیاتیدا په تیرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو زیاته ګرانۍ حسابیږی . بایدن وایی د امریکا د ولسمشر په توګه  باوری دې چی د شیانو د بیو له لوړیدا سره د مقابلې بهترنیه لاره د تولید زیاتول دي .

ویل کیږی چی د دغه بی مخینې ګرانۍ اصلی دلیل په نړیوالو بازارونو کې د تیلو او نورو سونګو د بیو زیاتیدا ده ، خو جمهوری غواړی وایی په امریکا کې د ګرانۍ زیاتیدا په دغه هیواد کې د بایدن لګښت لرونکي سیاستونه او پروګرامونه دي . د اې بی سی نیوز د وروستۍ نظر غوښتنې په اساس  ۶۹ فیصده امریکایان د ګرانۍ د کنټرولولو په زمینه کې د بایدن دولت په مدیریت خپه دي او په دې زمینه کې د هغه له سیاستونوسره مخالف دي .

د اسوشیټډپریس د عمومی اړیکو د تحقیقاتو د مرکز په نظر غوښتنه کې جوته شوی چی په روان میلادی کال کې اقتصاد د امریکا د خلکو په اصلی لومړیتوب بدل شوی دې ، په دې ډول ۶۸ فیصده ځواب ورکونکیو هغه د ۲۰۲۲ کال اصلی اندیښنه بللی ده . د تیر کال په پرتله ډیر امریکایان ګرانۍ د اصلی ستونزې په توګه بولی . ۱۴ فیصده امریکایانو له ګرانۍ اندیښنه څرګنده کړی ده ، په داسې حال کی چی تیر کال یوازې یو فیصده خلکو له ګرانۍ اندیښنه درلوده . په عین حال کی د هغو امریکایانو شمیر چی اوس د خپل ژوند د لګښت په تامینولو اندیښمن دي او هغه د دغه هیواد د دولت د لومړیتوب په توګه بولی ، دوه برابره شوی دې . د دغې نظر غوښتنې په اسا س ۲۴ فیصده امریکایان د خپلې کورنۍ  په مالی چارو اندیښمن دي ، په داسې حال کی چی تیر کال  ۱۲ فیصده په دغې چارې اندیښمن وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا د عدلیې وزارت د ملی امنیت برخې مرستیال متیو اولسن د نهې په ورځ وویل په کانګرس د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ په حملې او د دولتی ضد فعالانو او سپین پوستو برلاسی غواړو زیاتیدونکیو ګواښونو ته په پام سره دغه وزارت له داخلی ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره یو نوې یونټ جوړوی . هغه تینګار وکړ مونږه د داخلی تاوتریخوالی غواړی افراط پالولخوا له ګواښ سره مخامخ یو . په امریکا کې ځینې کسان د خپلو سیاسی او اجتماعی هدفونود پرمختګ لپاره په تاوتریخجنو جنایی اعمالونو پسې دي . مونږه د هغو کسانو له لوری د زیاتیدونکیو ګواښونو شاهدان یو چی د توکمیزې دښمنۍ او همداراز دولتی ضد افراطی ایډیالوجیو لپاره انګیزه لري . اولس جوته کړه چی نوې یونټ به د ملی امنیت  یوه برخه وی . د امریکا لوی څارنوال  مریک ګارلینډهم د ۲۰۲۱ په می میاشت کې  د امریکا په کانګرس کې وویل داخلی تاوتریخوالی غواړی افراطی ډلې په تیره بیا سپین پوستی برلاسه غواړي  د امریکا لپاره زیاتیدونکې ګواښ دي . ګارلینډ جوته کړه مونږه د ځیږې افراط پالنې او داخلی ترهه ګرۍ  په نسبت اندیښنه لرو ، دغه دواړه ګواښونه ما شپې ویښ ساتی . هغه د داخلی ترهه ګرۍ له امله زیاتیدونکی او چټکه ګواښ په نسبت د خبرداری په ترڅ کې  له کانګرس وغوښتل چی د داخلی ترهه ګرۍ د تعقیبولو ، محاکمې او تحقیق لپاره زیاتې مالی سرچینې او بودجه بیلا کړی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ انتخاب په امریکا کې د ښی پالو افراطی ډلو او فعالانو په احیا کې د عامل په توګه نوم اخیستل کیږی چی دوده محافظه کارۍ او کیڼ پاله ایډیالوجۍ ردوی . د ټرمپ د تاوتریخوالی غواړو  پلویانو  لخوا د  ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ د امریکا  په کانګرس حمله ، په امریکا کې د داخلی ترهه ګرۍ مخ په پراختیا او خطرناکې مسلې د عمومی پام سبب شوی ده .

د امریکا ولسمشر بایدن د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د ټرمپ وسله وال پلویان ترهه ګر وبلل . د بایدن دا دریځ ډیر مهم بلل کیږی ځکه چی د هغه په باطن کې د سپین پوسته برلاسه غواړو افراطی ښی پالو ډلو په ترهه ګر ماهیت ناوخته اعتراف پټ دې .

د امریکا کیڼ پال اقتصاد پوه ریچرډ وولف وایی مونږه د امریکا په اجتماعی او سیاسی تاریخ کې د بې مخینې پیښو شاهدان یو . په تیره بیا د کانګرس په ودانۍ حمله د دغه هیواد په تاریخ کې بې مخینې ده .

داسې ښکاری چی دغه ډلې د امریکا په سیاسی ډګرکې د زیات تاوتریخوالی سبب شی . ویل کیږی حاضر دمه په امریکا کې څه د پاسه ۱۶۰۰ ښی پالې افراطي ډلې پیژندل شوي دي .

««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا دفاع وزارت پینټاګون د نهې په ورځ په یوه راپور کې ادعا وکړه د امریکا پوځ یوازې د ټرمپ  او د بایدن د ولسمشرۍ په دوران کې د عراق ، سوریې او افغانستان پرضد ۳۲۴۶ بمونه او توغندي ویشتلي دي . د امریکا د هوایی ځواک راپورونو تایید کړی ده چی دغه هیواد د ټرمپ په وخت کې په عرتاق ، سوریې او افغانستان کې ۲۰۶۸ توغندی او بمونه او د بایډن له وخت راهیسې ۱۱۷۸ توغندی او بمونه توغولي دي . د تیرې میاشتې په وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ په یوه راپور کې په ډاګه کړه په عراق ، سوریې او افغانستان کې  د ماشومانو په شمول په زرګونو ملکیان د امریکا په هوایی حملو کې د ناسمو معلوماتو او ناسم هدف ګرځولو له امله وژل شوي دي .

نوموړی ورځپانۍ په یوه بل راپور کې هم د امریکا د پخوانیو پوځی چارواکو له قوله ویلی دی د امریکا د پوځ یو پټ عملیاتی یونټ بیا بیا په سوریه کې د داعش پرضد په عملیاتو کې ملکیان وژلي دي دغه یونټ چی تالون انویل نومیږی ، په ۲۰۱۴او ۲۰۱۹ کلونو کې په کاروانونو ،موټر بم چاودنو او قوماندانۍ مرکزونو  په حمله کې فعال وو .

امریکا په هوایی حملو کې په ځلونو د نظر وړ هدفونو د دقیقې پیژندنې پرته توغندی او بمونه توغولی دي چی د ډیرو ملکیانو د تلفاتو سبب شوي دي .

افغان سیاسی کارپیژاندې اکرم عارفی وایی له نظامی نظره امریکا د بشری حقوقو و جنګی جنایتونو په تیره بیا هوایی حملو او ملکیانو په وژله کې نه انکاریدونکي خلاف ورزیانې کړي دي .

واشنګټن د دغو جنایتکارانه اقداماتو د توجیهه لپاره له جانبی تاوان  اصطلاح استفاده کوی . په حقیقت کې امریکا د انسانانو د ژوند لپاره هیڅ ارزښت ته نده قایله او په یوه ظاهره غولونکی عبارت سره د بیګناه خلکو پرضد جنایتونه ترسره کوي .

پای

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه