Jan 18, 2022 16:00 Asia/Kabul
  • مشال - ۷- (امربالمعروف و نهي عن المنکر په الهي دينونوکښې (۲)

ګرانو او قدرمنودوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره د مشال مطلبونو لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. د تېر مطلب په دوام کښې په دې مطلب کښې هم غواړوو په نورو دينونو کښې د امربالمعروف او نهي عن المنکر په تېره بيا د دغې الهي فريضې د پرېښودو له کبله د قامونو د هلاکت په باره کښې خپل بحث جاري وساتوو او د قرآن مجيدله هدايت کؤنکو آيتونو څخه په استفادې سره د «اصحاب سبت» داستان بيان کړوو.

خداے پاک د قرآن مجيد د سورۀ اعراف له 163 نه تر 165 پورې آيتونو کښې د «اصحاب سبت» يا «د خالي د ورځې د خاوندانو» داستان ته اشاره کوي. «اصحاب سبت» د بني اسرائيلو يو قام او قبيله وه چې د حضرت داوود (ع) په زمانه کښې يې ژوند کوۀ. د خالي په ورځ به د هغوي تعطيل يا رخصتي وه او هغوي دنده لرله چې په دغه ورځ له کار او کسب او د کبانو له نيولو لاس واخلي او په عبادت بوخت شي، خو هغوي دا حکم ترپښو لاندې کړ او کبان به يې نيول.

د سورۀ اعراف 163 آيت د هغوي دغه بدعمل او نافرماني په ډاګه کوي او هغوي ته فاسقان وائي او فرمائي:  «وَ سْئَلْهُمْ عَنِ الْقَرْیَةِ الَّتی‏ کانَتْ حاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ یَعْدُونَ فِی السَّبْتِ إِذْ تَأْتیهِمْ حیتانُهُمْ یَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعاً وَ یَوْمَ لا یَسْبِتُونَ لا تَأْتیهِمْ کَذلِکَ نَبْلُوهُمْ بِما کانُوا یَفْسُقُونَ»،

«اے پېغمبره! له بني اسرائيلو څخه د هغه ښار د خلقو په اړه چې د سمندر په غاړه ؤ پوښتنه کړه، هغه وخت چې د خالي په ورځ به يې د هغې ورځ د احکامو نافرماني کوله، کله چې پکار ؤ د خالي په ورځ د کبانو نيول پرېږدي د سمندر غاړې ته به راتلل او په بله ورځ چې به يې کار نه تعطيلوۀ او د کبانو نيول ورته مباح ؤ ورته نه راتلل.نو دغه ډول موهغوي د هغوي د تجاوز او فسق په وجه آزمائل.»

د همدغه سورت 164 آيت د دغې ګناه په اړه د بني اسرائيلو د قام د ردعمل په اړه خبره کوي او فرمائي: « وَ إِذْ قالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْماً اللَّهُ مُهْلِکُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذاباً شَدیداً قالُوا مَعْذِرَةً إِلی‏ رَبِّکُمْ وَ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُونَ»، «او ياد کړه هغه وخت چې له هغو ساحل مېشته خلقو څخه يوې ډلې بلې هغې ډلې ته چې د نافرماني کؤنکي به يې د خداے له نافرمانۍ منعې کول وويل، ولې هغو کسانو ته نصيحت کوئ چې خداے پاک يې هلاکوي يا په يو سخت عذاب اخته کوي؟ وې ويل: هغوي د خداے له نافرمانۍ منعې کوو چې ستاسو د پروردګار په نزد زمونږ لپاره يو عذر وي او کېدې شي اويريږي او له ګناه ډډه وکړي.».

د دې مبارک آيت په اړه د تفسيرونو او روايتونو له مخې د بني اسرائيلو قام د دغې الهي منعې په وړاندې چې د هغوي لپاره يو ستر ازمېښت ؤ په دريو ډلو اوېشل شول: وړومبۍ ډله چې اکثريت ؤ د دغه الهي فرمان مخالفت ته راپاڅېدل، دويمه ډله چې وړوکے اقليت وو د وړومبنۍ ډلې په وړاندې په خپلې دندې چې هم هغه امربالمعروف و نهي عن المنکر ؤ لاس پورې کړ او دريمه ډله خاموشه او بې طرفه کسان وو چې نه يې له ګناهګارو سره ملګرتيا کوله او نه يې له بدۍ نه د منعې کولو دنده ترسره کوله. نو بس په دې ډول د دغه بد او پليد کار په اړه چې د دغه قام ځينو خلقو به کوۀ درې ډلې جوړې شوې يعنې، ګناهګاران، خاموشه کسان او منعې کؤنکي کسان.

په همدې بنياد خداے پاک د سورۀ اعراف په 165 آيت کښې د نېکو کارونو د حکم ورکؤنکو او له بدو د منعې کؤنکو د نجات به اړه خبره کوي او فرمائي: «فَلَمَّا نَسُوا ما ذُکِّرُوا بِهِ أَنْجَیْنَا الَّذینَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَ أَخَذْنَا الَّذینَ ظَلَمُوا بِعَذابٍ بَئیسٍ بِما کانُوا یَفْسُقُونَ»،« نو هغه څه چې هغوي ته يادونه شوې وه هېر کړل، نو مونږ هغه کسان چې له بد کار څخه يې منعې کوله وژغورل او هغه کسان مو چې ظلم يې وکړ د هغو کسانو چې نافرماني يې کوله په سخت عذاب اخته کړل.».

کله چې بني د اسرائيلو قام داسې مرحلې ته اورسېد چې يادونې او خبرداريو پرې اثر نه کوۀ او د الهي حکم به سپک ګڼلو اخته وو خداے پاک هغه کسان چې له بدو څخه  منعې کؤنکي وو او هغوي ته به يې يادونه کوله نجات ورکړ، خو باقي پاتې ټول يې په سخت عذاب اخته کړل، هم هغه کسان چې د خالي په ورځ به يې کبان نيول او د الهي حکم نافرماني يې کوله او هم هغه کسان چې خاموشي يې اختيار کړه او هغوي به يې له دغې ګناه نه منعې کول. له دغو دريو ډلو يعنې ګناهګارانو، خاموشه کسانو او منعې کؤنکو څخه يوازې دريمه ډله له الهي سزا او عذاب څخه بچ پاتې شول، په دا ډول چې په روايتونو کښې راغلي دي چې هغوي کله اوليدل چې نصيحتونه يې څه اثر نه کوي نو خفه شول او وې ويل: مونږ له دې ښار نه بهر اوځوو او د شپې په وخت بيابان ته لاړل او په اتفاقي توګه په هم هغه شپه الهي عذاب په هغو دوو ډلو نازل شو.

دغو آيتونو ته په پام سره دا ويلې شوو چې امر بالمعروف و نهي عن المنکر د يهودو د دين يوه فرض چاره وه او په ځلونو ورباندې تاکيد شوےدے.

نو بس که يو کس يو بد کار او ګناه وويني چې يو کس يا څو کسان يې کوي او د دې باوجود چې د هغې بدۍ مخه نيولې شي بې پامه ترې تېر شي، نو د هغو ګناهګارانو په ګناه کښې به شريک وي. قرآن مجيد په همدې وجه د مخکېنو قامونو د هلاکت يوه وجه د امربالمعروف و نهی عن المنکر پرېښودل بولي او د سورۀ هود په 116 آيت کښې د عالمانو هدايت او لارښؤنې او د خلقو په اعمالو او برخليک کښې د هغوي د تاثير کولو اهميت ته اشاره کوي او فرمائي: «فَلَوْ لا کانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِکُمْ أُولُوا بَقِیَّةٍ یَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسادِ فِی الْأَرْضِ إِلاَّ قَلیلاً مِمَّنْ أَنْجَیْنا مِنْهُمْ وَ اتَّبَعَ الَّذینَ ظَلَمُوا ما أُتْرِفُوا فیهِ وَ کانُوا مُجْرِمینَ»، «ولې له تاسو نه په مخکښې پېړيو (او قامونو) کښې د قوت لرونکي عالمان نه وو چې په زمکه کښې له فساد څخه مخنيوے وکړي؟ مګر له هغوي څخه لږ کسان چې مو ورته نجات ورکړ او هغه کسان چې يې ظلم وکړ، له سرمايه دارۍ او عېش او عشرت څخه يې پېروي وکړه او ګناهګاران وو.»

هم هغه ډول چې مو اوښودله د پخوانيو امتونو د زوال  وجه بې پامي، بې طرفي او له بدو څخه د منعې کولو پرېښودل وو. د هر قام عالمان له هغې ذمه وارۍ سره چې د خلقو په وړاندې يې په غاړه لري سره له دې چې په اقليت کښې وي په زړۀ سواندۍ او مهربانۍ سره په هر حال کښې د امربالمعروف او نهې عن المنکر  فريضې د ادا کولو کوشش کوي او د خلقو د هدايتولو او د هغوي د ښه عاقبت په لټه کښې وي. حق طلبه او هدايت لټؤنکي خلق هم د ديني عالمانو په ملکوتي صورت کښې اخلاقي فضائل او صفات حاصلوي او کرامت او اخلاقي مکارم زده کوي.

په همدې وجه خداے پاک د سورۀ حج په 41 آيت کښې د حقيقي مومنانو په اړه خبره کوي او امربالمعروف و نهي عن المنکر د هغوي يو ترټولو اوچت خصوصيت بولي او فرمائي: «الَّذِینَ إِنْ مَکَّنَّاهُمْ فِی الْأَرْضِ أَقامُوا الصَّلاةَ وَ آتَوُا الزَّکاةَ وَ أَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَ نَهَوْا عَنِ الْمُنْکَرِ»، «حقيقي مومنان هغه دي چې که په زمکه کښې هغوي ته شتمني او قوت ورکړم نو نمونځ قائموي او زکات ادا کوي.»

د اسلام په مبين دين کښې ډېره کمه داسې ګناه موندل کيږي چې له خداے پاک سره د څرګندې مبارزې او دښمنۍ په حکم کښې ګڼل کيږي او د امربالمعروف و نهي عن المنکر د پرېښودو ګناه  له هغو ګناهونو څخه ده چې مونږ د خداے پاک په مقابل کښې راولي. لکه امام جعفر صادق (ع) فرمائي: «هر کله چې يو کس يو بدکار وويني او ترې انکار او منعې ونه کړي په داسې حال کښې چې توان يې لري، په حقيقت  کښې خوښوي چې د خداے نافرماني اوشي، په څرګنده د خداے دښمنۍ ته راپاڅېدلے دے.» نو ځکه پکار دے خيال وساتوو چې په هر  حال کښې چې له ګناه د منعې کولو توان لروو د شېطان د نه غالبېدو او له الهي اوامرو څخه د نه تجاوز لپاره کوشش وکړوو.

 

 

ټیګونه