Apr 11, 2022 08:37 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا۹

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ نهمه برخه

قدرمنو روژتیانو د روژې د مبارکې میاشتې د فضیلت او عظمت په هکله د رسول الله مبارک یو حدیث شریف درته لولم چې فرمايي: د رمضان میاشته د خدای په نزد ترټولو میاشتو غوره ده، ورځې یې بهترینې ورځې او شپې یې ترټولو ښې شپې او ساعتونه یې غوره ساعتونه دي. په دې میاشتې کښې ساګانې تسبیح، خوب عبادت، عملونه مقبول او دعاګانې مستجاب دي، نو بس په دې میاشتې کښې په ښه نیت او پاکیزه زړه سره خپل پروردګار راوبولئ چې تاسو ته د روژې نیولو او د قرآن د تلاوت کولو توفیق درکړي.

روژه له هغو عبادي اعمالو څخه ده چې خدای تعالی یې امر کړی دی او په ټولو اسماني کتابونو کښې یې په هکله خبرې راغلې دي. هم هغه ډول چې د قرآن کریم د سوره بقره په ۱۸۳ مبارک آیت کښې دې چارې ته اشاره شوې او فرمايي: ای مؤمنانو! لکه څنګه چې مو له تاسو نه په مخکښې قومونو باندې روژه فرض کړې وه پر تاسو مو هم فرض کړه.

روژه په کلي توګه له خوراک او څښاک څخه ډډه کول او یو ډول د بدن ریاضت دی چې روح ورسره معنوي کمال ته ورسیږي. لکه څنګه چې روژه او روژه نیول له لرغوني یونانه واخلي تر ننه پورې مختلفو کلتورونو کښې موجوده وه، د عیسایانو په کلتور، آدابو او رسوماتو کښې هم روژه نیول له پخوا راهیسې موجود وو او دي. البته په عیسائیت کښې د ګڼو فرقو شتون سبب شوی چې د عیسایانو ترمینځ د روژې نیولو په طریقې کښې ځینې اختلافات رامینځته شي. د عیسائیت هره څانګه د روژې نیولو لپاره ځانګړې شرایط او قوانین لري.  زیاتره عیسایان له پاک اختره مخکښې په څلویښت ورځې روژې نیولو وعقیده لري او ورته د چِلّې روژه یا د lent یا توبې ورځې ویل کیږي. په زیاترو عیسايي فرقو کښې د روژې چله یا څلویښتي له خاکستر چارشنبې شروع کیږي او د فرمان تر پنجشنبې چې هم هغه د پاک اختر شپه ده، دوام لري. په دین باندې باور لرونکي کسان په دغې مودې کښې باید د ځانګړو پرهیزونو خیال وساتي او له خپلو ګناهونو توبه وکړي. هوي د میوې، هګیو، غوښې او لبني محصولاتو له خوړلو ډډه کوي او په افسرده او خفګاني حال و هوا کښې عبادت کوي.

په کاتولیک فرقه کښې دغه څلویښت ورځې له هغې ورځې پيلیږي چې د روم د حکومت د لاس پوڅو له دسیسې د حضرت عیسی علیه السلام د تیښتې او دښتو ته د هغه د تګ له ورځې سره برابره ده. د کاتولیکو روژه د جمعې په ورځ په صلیب باندې د حضرت عیسی علیه السلام له ځړول کیدو نه تر وروسته شنبې پورې دوام مومي.

د کاتولیکو په آیین کښې تر پیړیو پورې د هرې جمعې ورځ د توبې او د غوښې له خوړو د ډډه کولو ورځې وې چې په خپله یو ډول روژه ده. خو د ۱۹۶۰ لسیزې له نیمايي څخه د توبې یا هم هغه د چلې د روژې له ورځو بغیر د جمعې په ورځو د غوښې له خوړو ډډه کول اختیاري اعلان شوي دي.

د ارتډوکس کلیسا منونکي د روژې نیولو له مشهورې چلې نه علاوه، د روژې لپاره مختلف پړاؤنه لري، چې په کښې د رسولانو روژه، اسمان ته د مریمِ مقدس د معرج روژه او د حضرت عیسی علیه السلام د میلاد ځانګړې روژه شامله ده. په دغو فرقو کښې د چارشنبې او جمعې ورځې روژه ګڼل کیږي مګر په هغو اونیو کښې چې روژه نه نیول په کښې منع نه دي. د ارتدکسانو ترمینځ د روژې نیولو طریقه داسې ده چې معمولاً د غوښې، لبنیاتو او هګیو له خوړلو ډډه کیږي. د کب یا مهي خوړل د روژې په ځینو ورځو کښې آزاد دي او په ځینو کښې نه.

د پروتستانو په فرقه کښې هم د روژې وخت خپله په کسانو، کلیساګانو، سازمانونو یا عیسايي ټولنو پورې اړه لري. ځیني کسان په بشپړه توګه له خوراک څښاکه ډډه کوي خو ځیني نور بیا یوازې په څښونکو شیانو بسنه کوي او ځانګړي خوراکونه خوري. هغوي د یو وخت یا د څو وختونو له خوراک کولو تیریږي او له خوراکي او غیرخوراکي وسوسو ځان ساتي.

خو د روژې نیولو په طریقه کښې له دې ټولو اختلافاتو سره سره په عیسائیت کښې د روژې فلسفه یو څیز دی او هغه له هر ډول بدۍ لرې والی او د خدای تعالی لپاره د زړونو خالص کول دي. د عیسائیت مشرانو به تل خلک هڅول چې د روژې نیولو باطن ته پاملرنه وکړي او په ظاهر کښې یې ونه دریږي. شاید چې د روژې د نیولو او د روژې د ورځو په ټاکلو کښې د عیسائیت د مختلفو فرقو د اختلافاتو یوه وجه، هم دا د روژې باطن ته په توجه باندې د مسیحیت د مشرانو ټینګار وي.

د متی انجیل د شپږم باب له ۱۶ نه تر ۱۸ پورې آیتونو کښې راغلي دي چې حضرت عیسی علیه السلام د روژې نیولو د رودې په هکله خپلو شاګردانو ته سپارښتنه کوي چې کله چې روژه نیسئ نو لکه د منافقانو دوه مخي مه اوسئ او خپل ویښتان ږمنز کړئ چې له خدای پرته هیڅوک ستاسو په روژې نیولو خبر نه شي او پوه شئ چې خدای په هغه څه چې په پټه یې ترسره کوئ، خبر دی او تاسو ته انعام درکوي.  */*/*/*/*/*/*

د دې عبادت د اجرا په لړ کښې د یو معلوم نظام رامینځته کولو ته د مرکزي کلیساؤ او د مسیحیت د مشرانو کمه پاملرنه سبب شوه چې کله کله د کلیسا یا یو حاکم له خوا یو پرهیز یا روژه وضع شوې او یو بل وخت بیا منسوخ کیږي.

د ډیونوسیوس اسکندراني په نوم یو عیسايي مورخ د مقدسې اونۍ روژې ته اشاره کوي چې په کښې یوه ډله کسان هیڅ نه خوري، بله ډله یوازې دوه ورځې، ځیني کسان درې ورځې او ځینې هم څلور ورځې روژه نیسي او یوه ډله په کښې داسې ده چې دغې روژې ته له سره اهمیت نه ورکوي. د ځینو نورو ټولنیزو عواملو ترڅنګ په مسیحیت کښې د عباداتو باطن ته له حده زیاته پاملرنه د روژه نیولو د آیین په ظاهر کښې د بې نظمۍ پر رامینځته کولو سربیره د دغه دین په ځینو منونکو کښې د یو بل بې لاریتوب د رامینځته کیدو سبب هم ګرځیدلی دی. د هغه بې لاریتوب چې رهبانیت بلل کیږي.

خدای تعالی د قرآن کریم د سوره حدید په ۲۷ مبارک آیت کښې فرمايي: عیسایانو رهبانیت رامینځته کړ چې مونږ هغه نه دی ټاکلی، که څه هم له دې بدعته یې مقصد د خدای رضا وه خو د هغه حق یې ادا نه کړ.

رهبانیت د لغت له نظره له پریشانۍ او اضطراب سره د مل ویرې په معنا دی او په عُرفي توګه د خدای د عبادت لپاره د ټولنې له ډګر څخه ګوښه توب او له خلکو څخه لرې کیدو ته ویل کیږي. رهبانیت په ابتدا کښې خدای ته د زر رسیدو په موخه د عیسايي ټولنې د ځینو کسانو له خوا د بدعت په توګه رامینځته شو خو ورو ورو د سختو ریاضتونو او عبادت په ورتپلو کښې په زیاتي بدل شو. تاریخ، د ځینو راهبانو د ژوند په هکله عجیبه پيښې رانقلوي. مثلاً د ماکاریوس په نامه یو راهب اووه کاله غوښه ونه خوړله، شل شپې اوده نه شو او شپږ میاشتې یې خپل بدن په زهرجنو حشراتو وچیچه. ځیني نور راهبان به چې هر ځاې ته تلل، دروند بار به یې په اوږو ګرځوه او یا به یې خپلې پښې او لاسونه په زنځیرونو تړل.

البته په رهبانیت کښې افراط او زیاتوالي او له ټولنې ډډه کولو ته ګروهنه د نورو دینونو په منونکو کښې هم لیدله کیږي خو جوته ده چې رحمان خدای دا ډول زیاتوالي هیڅکله نه خوښوي او دا کړنې هغه ته زمونږ په نزدې کیدو کښې هیڅ رول نه لوبوي. د انسان سعادت او نیکمرغي له سره په دې چې ده چې په ټولنه کښې د ژوند تیرولو سره سره الهي قُرب او نزدیکت ته ورسیږو. له ټولنې لرې کیدل او ګوښه توب د انسانانو لپاره اخلاقي یا انساني کمال نه دی بلکې د انسان کمال په دې کښې دی چې لکه څنګه چې ځان خدای ته نزدې کوي، دغه شان د ټولنې او د خلکو د چارو د اصلاح په لړ کښې هم هلې ځلې وکړي. په ټولنیزو ستونزو باندې غور او د اجتماعي چارو سمول خپله خدای پاک ته د رسیدو یوه لاره ده چې انسان ته ورڅخه غفلت نه دی پکار. پر دې سربیره د انسان بدن هغه نعمت دی چې خدای تعالی ورکړی دی ترڅو په هغه سره د خدای د عبادت توان ولري او مونږ د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې وویل چې د هر نعمت شکر له هغه څخه سمه او صحیح استفاده ده. د سختو بدني محرومیتونو لګول د خدای د نعمت ضایع کول دي چې نه یوازې غوره او خوښ کار نه دی بلکې رټل شوې او ناخوښه چاره هم ده.

قرآن کریم مؤمنان په «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیام» آیت سره د خدای میلمستیا ته رابللي او د رمضان په میاشتې کښې روژه نیول د تقوا د روح د پو کیدو لامل ګڼي چې د انسان د روشن فکرۍ او بصیرت سبب کیږي او فرمايي: ای د ایمان خاوندانو! روژه په تاسو واجب شوه لکه څنګه چې له تاسو نه په مخکښې کسانو فرض شوې وه ترڅو پرهیزګاره شئ.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه