Apr 18, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • روژه، د خدای میلمستیا۱۶

دوستانو د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کښې د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له شپاړسمې برخې سره مو په خدمت کښې یو

که په دې موده کښې د عبادت له خونده بې برخې پاتې شوې یو نو شاید وجه یې دا وي چې د کوم انسان حق مو په غاړه دی. د اسلام په مبین دین کښې د نورو د حقوقو خیال ساتل ډیر مهم دي حتی د خدای تعالی د حقوقو له خیال ساتنې هم ډیر اهمیت لري.

د رمضان میاشته له نیمايي واوښتله. له دوو اونیو ډیر وشول چې د خدای د رضا او د هغه د احکامو د اجرا کولو لپاره څو ساعتونه له خوراک څښاک څخه لاس اخلو، روژه په خوله قرآن لولو او محرمات او ګناهونه مو پریښې دي. خو آیا د عبادت خوند مو هم څکلی دی؟

که په دې موده کښې د عبادت له خونده بې برخې پاتې شوي یو نو ښايي وجه یې دا وي چې کوم حق الناس مو په غاړه وي. په اسلام کښې د نورو انسانانو د حقونو خیال ساتل ډیر اهمیت لري او حتی د خدای تعالی د حقوقو له پوره کولو هم ډیر مهم دي.

په اصولي توګه د هر مومن په غاړه دې حقونه دي چې ورڅخه یې په هکله پوښتنه کیږي. یو د نفس حق دی، یو د ا... تعالی حق دی او بل حق الناس یعنې د نورو خلکو حق دی.

حق النفس دا دی چې انسان په ځان باندې ظلم ونه کړي، خپل عمر ضایع نه کړي او له هغو وړتیاؤ چې خدای تعالی ورکړې دي په سمه توګه کار واخلي. که څوک دا حق ضایع کړي او بیا یې خپلې تیروتنې ته پام شي او توبه وکړي نو جبیره کولو ته هیڅ ضرورت نشته او یوازې توبه ایستل یې د ګناهونو د بخښل کیدو سبب کیږي. 

لمونځ، روژه او د نورو واجباتو ترسره کول هغه حق دی چې خدای تعالی یې زمونږ په غاړه لري او باید چې ادا یې کړو. د اسلام حکم دا دی چې که یو کس د خدای تعالی کوم حق ضایع کړي نو له توبې او راستنیدو وروسته دې هغه جبیره کړي او ضایع کړي اعمال پر ځاې او ادا کړي خو په روایتونو کښې ډیر راغلي دي چې که له توبې وروسته یو کس د جبیره کولو فرصت ونه مومي نو خدای تعالی له خپل حقه تیریږي او له هغه کس نه به پوښتنه ونه کړي.

خو حق الناس هغه حق دی چې نور خلک یې زمونږ په غاړه لري او مونږ یې باید پوره کړو. له مالي حقوقو واخلې د نورو د سر او کرامت او عزت او آبرو تر ساتنې پورې، ټول هغه حقونه دي چې باید خیال یې وساتلې شي. که دغه حقوق په خوښه یا ناخوښه توګه ضایع شي نو له جبیره کولو پرته یې بله لاره نشته. د دې ګناه د معاف کیدو لبراه د خدای په درګاه کښې د پښیمانۍ څرګندونه او توبه پوره نه ده او خدای تعالی دغه ډول ګناه نه بخښي مګر دا چې له هغه مخکښې د حق خاوند وربخښلې وي.

خدای تعالی تل خپل حق، د خپلو بندګانو په حق باندې مخکښې کړی دی. مثلاً کله چې لمونځ کوو او له خپل خدای سره په خبرو لګیا یو نو که یو کس راننوځي او سلام وکړي، خدای تعالی فرمايي: له ما سره دې اړیکه غوڅه کړه او زما د بنده د سلام ځواب ورکړه. که په لمانځه ولاړ وې او یو خپل پور یې در نه وغوښته نو لمونځ دې مات کړه او اول زما د بنده پور ور واپس کړه. مونږ نه شو کولی چې الهي حق ته ورسیږو او هغه ادا کړو مګر دا چې له هغه مخکښې مو د خدای د بندګانو حق ادا کړی وي.

تقریباً ۱ زر ۴۰۰ کاله مخکښې امام سجاد علیه السلام د خپلو حقوقو په رساله کښې د هر څیز او هر کس لپاره یو حق بیان کړی دی چې مؤمنین یې باید پوره کړي. د دغو حقوقو له خیال ساتلو پرته د خدای تعالی د بندګۍ اوج ته نه شو رسیدلې او دا یعنې د عبادت له خونده بې برخې کیدل.

د دیني مشرانو سپارښتنه دا ده چې د رمضان یعنې د بندګۍ او عبادت د میاشتې له پیلیدو مخکښې که مو د یو انسان حق په غاړه وي هغه ادا کړئ او بخښنه ترې وغواړئ، ځکه چې که داسې ونه کړئ نو د خق د عبادت او بندګۍ فرصت به هم ترلاسه نه کړئ. که یو کس زمونږ په غاړه کوم دَین ولري نو د رمضان د میاشتې له فیضونو او برکتونو چې هر څه ترلاسه کړو هغه به زمونږ په نامه اعمال کښې نه بلکې د هغه کس د عملونو په نامه کښې به ثبت او ضبط نه شي.

نو لا هم فرصت شته چې د رمضان له ختمیدو مخکښې حق الناس ورکړو او د روژې د میاشتې برکتونه په خپلې نامه اعمال کښې ثبت کړو.

*/*/*/*/*

شک نشته چې پیغمبر اکرم(ص) او د هغه ګران اهلبیت علیهم السلام د انسانیت لپاره ترټولو غوره او لوړ سرمشقونه دي. د هغوي له خلق و خوي ځان خبرول او د ژوند په رودې او سلوک کښې یې غور کول، ټولو ته یو لوړ او هدف لرونکی ژوند انځوروي، په تیره بیا په رمضان کښې د هغوي د طریقې او لارې پیروي، مونږ ته د لوړ او غوره ژوند ته د رسیدو لاره راښايي.

د حضرت امام حسین علیه السلام سیرت او روده له خدای تعالی سره د مینې په چورلیز ولاړه وه. د هغه حضرت قدرمن وجود له خدای سره د مینې ځلا وه او د دغه محبت په سیوري کښې یې له نورو سره مینه کوله او کوشش یې دا و چې الهي جذبه او مینه په هغوي کښې هم رامینځته کړي.

نقل شوي دي چې دوي حتی په هغه وخت کښې روژه پرې واجب نه وه، روژه به یې نیوله. په یو حدیث شریف کښې راغلي دي چې یو کس له امام حسین علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چې خدای تعالی روژې ولې واجب کړې ده؟

ویې فرمایل: «لِیَجِدَ الغَنِیُّ مَسَّ الجوعِ فَیَعودَ بِالفَضلِ عَلَی المَساکینِ؛»

لپاره د دې چې شتمن خلک د لوږې خوند وڅکي او له خپل ډیر مال حال څخه د بې وزلو مرسته وکړي.

خدای تعالی ته د نزدې کیدو او له خلکو سره د مینې په لاره کښې امام حسین علیه السلام عفو او بخښنه خپله طریقه ګرځولې وه. نقل شوي دي چې د عِصام په نامه د شام یو اوسیدونکی مدینې ښار ته راغی او په بازار کښې یې یو داسې کس ولیده چې له نورو بدل و. پوښتنه یې وکړه چې دا سړی څوک دی؟

ورته وویل شول چې دا د علي زوی حسین علیهم السلام دی.

عِصام چې د امویانو منفي تبلیغاتو او پروپاګنډو پرې اثر کړی و، ورنزدې شو او په قهر سره یې امام حسین علیه السلام ته بد رد ویل شروع کړل او ښه زړه یې سپک کړ.

دغه وخت امام حسین علیه السلام بې له دې چې د خفګان څرګندونه وکړي یا په قهر شي، هغه ته له مهربانۍ په ډک نظر وکتل او پس له دې چې د عفوې او له غلطۍ د تیریدو په هکله یې څو آیتونه تلاوت کړل، هغه ته یې وفرمایل: ای سړیه، ستا هر ډول خدمت او مرستې ته تیار یم.  بیا یې ترې پوښتنه کړه چې آیا د شام اوسیدونکی یې؟

عصام ځواب وکړ: هو.

امام وفرمایل: زه ستا د دا ډول سلوک په وجې او جرړې خبر یم خو اوس ته زه په ښار کښې نااشنا یې. که کوم ضرورت لرې نو مرسته دې کوم او په کور کښې دې میلمه کولې شم.

هغه شامي کس چې هیڅکله یې له داسې تیریدنې سره د مخامخیدو ګمان نه کوه، ډیر بدل شو. داشان چې خپله په دې هکله وايي: په هغه وخت کښې مې آرزو کوله چې ځمکه وچوي او زه په کښې ورننوتی وی خو داسې بې خرته ګستاخي مې نه وی کړې. تر هغه وخته مې د امام حسین او د هغه د پلار په هکله په زړه کښې سخته کینه درلوده خو د حسین بن علي علیهم السلام له مینې او مهربانۍ ډک سلوک زه شرمنده او خجل کړم. اوس راته له امام حسین او د هغه له پلار نه ګران او محبوب بل څوک نشته. */*/*/*/*

ګرانو مینه والو د تیر پروګرام د احکامو په برخه کښې مو د خوراک او څښاک په هکله مختلف ټکي پاې ته ورسول. د دې پروګرام د احکامو په برخه کښې ځینو نورو هغو مواردو ته پاملرنه کوو چې د روژې د باطلیدو سبب کیږي.

د اسلام په مقدس شریعت کښې دروغ ویل د روژې د ماتیدو سبب کیږي. یو ډیر مهم مورد چې په فقهي کتابونو کښې د روژې د باطلونکي په توګه مطرح کیږي، په خدای او پیغمبرنو او معصومینو علیهم السلام پورې دروغ تړل دي حتی که روژتي کس بیا وروسته توبه وکړي او ووایي چې دروغ یې ویلي دي.

هم داشان که روژتي دغه دروغ پر ځاې د دې چې په خوله ووايي، ولیکي بیا یې هم روژه باطله ده.

نو د هغو روایتونو نقلول چې په ډیرو کتابونو کښې راغلي دي او انسان یې په دروغوالي یقین نه لري، پروا نه کوي، که څه هم مستحب احتیاط دا دی چې دغه روایتونه د کتاب به حوالې او اصلي متن ته په رجوع سره یې نقل کړي. پر دې سربیره، که روژتي کس د حدیثو په راویانو او مجتهدانو پورې کومه دروغ خبره وتړي نو که څه هم دغه کار یې حرام دی خو روژه یې نه ماتیږي.

د روژې یو بل باطلونکی، ټول سر په اوبو کښې ډوبول دي. که روژتي قصداً خپل پوره سر په اوبو کښې ډوب کړي نو د واجب احتیاط له مخې یې روژه باطله ده حتی که د سر د ډوبولو په وخت یې نور بدن له اوبو بهر هم وي. خو که نیم سر ډوب کړي او بیا یې راوباسي او بیا پاتې نیم سر ډوب کړي نو روژه یې نه ماتیږي.

هم داشان که ټول سر یې په اوبو کښې ډوب شي خو یو څو ویښته یې بهر پاتې شي بیا یې هم روژه باطلیږي. پر دې سربیره، په لوښي سره په سر باندې اوبه اړول روژې ته تاوان نه رسوي، هم داشان د بمبې یا د حماس د فوارې لاندې سر وینځل هم پروا نه کوي.

که روژتي کس په شک کښې شي چې ټول سر یې په اوبو کښې ډوب شوی دی او که نه، نو روژه یې صحیح ده. په عین حال کښې که روژه دار بې اختیاره په اوبو کښې ولویږي او ټول سر یې ډوب شي بیا یې هم روژه نه ماتیږي خو پکار دي چې سمدستي سر له اوبو راوباسي.

هم داشان که هیر یې وي چې روژه یې ده او سر په اوبو کښې ډوب کړي نو بیا یې هم روژه نه باطلیږي خو هر کله یې چې رایاد شول باید فوراً یې له اوبو رابهر کړي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه