Jun 21, 2022 11:11 Asia/Kabul
  • د تولید په مسئلې باندې د معظم رهبر د ټینګار څرنګوالی

د ایران کورنۍ وړتیاوې تر عنوان لاندې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو او نن د کال د شعار په هکله معلومات درکوو

ګرانو مینه والو لکه څنګه چې خبر یئ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د روان ۱۴۰۱ کال شعار (تولید، پوه بنسټه او کار زیږونکی) نومولی دی. په هم دې لړ کښې مو د کال د شعار په هکله یولړ پروګرامونو چمتو کړي دي چې د (کورنیو وړتیاؤ) تر عنوان لاندې لړۍ کښې درته وړاندې کیږي.

د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې د ایران تولیدي ظرفیتونه او وړتیاوې وڅیړلې شوې. په دوام په دریو پروګرامونو کښې د تولید په مسئلې باندې د معظم رهبر د ټینګار څرنګوالی جاجوو، په دې هیله چې په ننني پروګرام کښې هم راسره مله ووسئ.

ویلی شو چې په کلونو باندې د نوم ایښودو ترټولو مهم هدف د وړومبیتوبونو ټاکل او د یو کال په دوران کښې د حکومت د فعالیتونو چورلیز ته د لوری ورکول دي. لکه څنګه چې په کلونو باندې له نوم ایښودو څرګنده ده، د کال د شعار په غوره کولو کښې ترټولو مهمې مسئلې ته پام کیږي. د ۱۳۷۰ او ۱۳۸۰ شمسي لسیزو په دوو وروستیو کلونو کښې زیاتره شعارونو مذهبي، کلتوري او اجتماعي خوې بوې درلود خو په ۱۳۹۰ لسیزې کښې یوازې ۱۳۹۴ کال داسې و چې غیراقتصادي چارې د کال د شعار په توګه غوره شوې. هغو بهرنیو دباؤنو چې د ۱۳۸۰ لسیزې له نیمايي څخه د ایران د اقتصاد خلاف زیات شوي وو، د ۱۳۹۰ لسیزې په اولو دوو کلونو کښې یې د خلکو په ژوند باندې خپلې اغیزې څرګندې کړې او هم دا چاره سبب شوه چې د اسلامي انقلاق معظم رهبر، اقتصادي مسائل د کال د شعارونو اصلي چورلیز وګرځوه ځکه چې دې نتیجې ته رسیدلی و چې دښمنان له پوځي لارو د جمهوري اسلامي نظام له نسکورولو نهیلې شوي دي او خپل پام او تمرکز یې اقتصادي مسایلو او د خلکو او نظام ترمینځ د درز اچولو په هدف سره په ولس باندې دباؤ اچولو ته اړولی دی. په هم دې بنیاد د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حکومتونو اولنې وړومبیتوب، اقتصادي چورلیز وګرځوه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې په اوله نیټه د امام رضا علیه السلام د حرم د زیارتوالو او د خواوشا اوسیدونکو په ټول کښې، د کال د شعار د طرحې د اهدافو په هکله وویل: د کال شعار په دوو موخو مطرح کیږي، یوه وجه یې اجرايي سیاستونو او د حکومتوي مسئولانو کړنلارې ته لوری ورکول دي او بله، د عامه افکارو توجه ده.

په بله وینا، د هیواد د مسئولانو او چارواکو نه علاونه چې فیصلې کوي، عامه افکار هم باید پخپلې کړنلارې کښې د کال شعار ته پاملرنه وکړي. هم داشان ویلي شو کله چې د کال شعار له ملي تولید څخه د ملاتړ چورلیز وګرځي نو د حکومتونو سیاستونه باید له کورني تولید څخه د ملاتړ په لاره کښې وي او  عام خلکو ته پکار دي چې له ملي تولیده د ملاتړ د ګټو او نتایجو په هکله ضروري خبرتیال ولري او له کورني تولید څخه د ملاتړ په لړ کښې ګام واخلي.

کوم شعارونه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر غوره کوي هغه څو سترې ځانګړنې لري.

وړومبې دا چې دغه شعارونه حمایتي ماهیت لري. معظم رهبر هغې پيژندګلۍ ته په پام سره چې د هیواد د کورنیو وړتیاؤ په هکله یې لري، له کورني تولید څخه د ملاتړ قائل دی. دا ملاتړ هم د بندو شویو صنایعو د دوباره فعالیدو، هم په کار د اخته صنایعو د پياوړتیا او هم د نویو صنایعو د رامینځته کیدو سبب کیدې شي. د هیواد د اقتصاد په مختلفو برخو کښې عبث او بیکاره پاتې وړتیاؤ ته په پام سره، حمایتي کړنلاره ډیر اهمیت لري.

دویمه دا چې دا شعارونه د مقابلې ماهیت لري او له بهرنیو دباؤنو په تیره بیا له ظالمانو بندیزونو سره د مقابلې او د هغو د شنډولو لپاره بیانیږي. د هیواد یوه مهمه ننګونه په تیره بیا په دې وروستۍ یوې لسیزې کښې، هغه ګڼ او تکراریدونکي بندیزونه دي چې په خاصه توګه د امریکې له خوا لګیږي. که څه هم د بندیزونو د ختمولو لپاره خبرې اترې تل تعقیبیږي خو د معظم رهبر ټینګار دا دی چې بندیزونه باید شنډ شي یعنې د اقتصاد د متنوع کولو سیاست داسې اجرا شي چې د اقتصاد په پياوړې کولو سره دښمن د یوې برخې د بایکاټولو له لارې، په اقتصاد باندې اغیزه ونه کړې شي. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اقتصادي شعارونو یو مهم هدف، هم دغه دی.

دریمه ځانګړنه دا چې دا شعارونه پراختیايي ماهیت لري. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد د پرمختګ او پراختیا لاره د اقتصاد کورنیو وړتیاؤ ته په توجه کښې بولي. که څه هم دوي له ټولو هیوادونو سره په اقتصادي تعامل باندې ټینګار کوي خو باوري دي چې له نورو هیوادونو سره اقتصادي تعامل به هله رغنده وي چې له کمزوري دریځ او له کورني نشتوالي څخه ترسره نه شي بلکې په ډک لاس اقتصادي تعامل ولرلی شو، داشان چې یوازې واردونکي ونه وسو بلکې خپل شیان صادر هم کړو.

او څلورمه ځانګړنه دا چې د آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي له خوا د کال د شعارونو نومول په دغو موضوعاتو باندې د دوي د ژور باور په وجه دي. د مثال په توګه، که د تولید د رونق خبره کیږي نو د دې موضوع په اهمیت باندې له زړه نه باور لري او که د اقتصاد او تولید د پوه بنسټه کیدو په هکله څه وايي نو هغه یې هم د علم او پوهې په اهمیت باندې د باور له امله دي.

حقیقت دا دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حکومت او خلکو په اقتصادي ستونزو او چیلنجونو باندې د هیواد د قدرت په جوړښت کښې له هر کس نه زیات خبر دی او هغه د هیواد مخې ته ترټولو ستره او مهمه ستونزه ګڼي چې البته دښمن هم هڅه کوي چې ګټه ترې پورته کړي. په هم دې بنیاد، په دې وروستیو کلونو کښې د کال د شعار اصلي چورلیز اقتصادي موضوعات وګرځیدل ترڅو حکومتونه له موجودو اقتصادي ستوزنو وتلو ته پاملرنه وکړي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د کلونو د نومولو څیړنه، اقتصاد او د هغه بنیاد یعنې د تولید کار ته د دوي د ستر نظر بیانونکی دی. د ۱۳۹۰ کال له نوروز څخه او په (اقتصادي جهاد) یې له نومول کیدو وروسته لیدل کیږي چې اقتصاد محوره موضوعات لکه ملي تولید، اقتصادي حماسه، اقتصاد او کلتور، مقاومتي اقتصاد، له ایراني شیانو ملاتړ، د تولید رونق، د تولید زیاتیدل او هم داشان تولید، ملاتړونه او د خنډونو ختمول، د کال د نومولو په نمونو بدل شوي دي.

دا مسئله ښودنه کوي چې په وروستۍ یوې لسیزې کښې اقتصادي موضوعات او هم داشان د تولید مقوله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د کال په سر کښې وینا په اصلي چورلیز بدل شوي دي چې د اقتصاد مهمې مقولې ته د دوي د ژور نظر نښه ده. د معظم رهبر په فکري منظومه کښې باید د اقتصاد مقولې ته په پراخه او چورلیزي توګه وکتلې شي. جوته ده چې د ټولنې ضرورتونه او ابتدايي ګامونه چې په تیرو کلونو کښې اوچت شول او د هغو د بشپړولو لپاره هلې ځلې هم په دې ټینګار کښې اغیزناکې پاتې شوې دي. البته باید پام وشي چې د انقلاب په دویم ګام کښې د کلکو ګامونو د پورته کولو لپاره مخ په ودې اقتصاد ته ضرورت دی چې د دې کال پیاوړتیا د تولید په زیاتیدو پورې اړونده ده. هم داشان د تولید پياوړتیا د قدرت د یو نوي اوزار په توګه د اقتصاد د زیاتولو زمینه برابروي او سبب کیږي چې له کورنیو وړتیاؤ څخه په غوره او مطلوبه توګه ګټه پورته کړې شي.

په حقیقت کښې تولید د هیواد د اقتصادي پرمختګ د بنیاد په مثال دی او معیاري کورني تولید ته توجه، د یو محصول له اقتصاده د تیردو او د هیواد د اقتصاد د متنوع کولو لامل ګرځي او د دښمن د اقتصادي دباؤنو او بندیزونو د شنډولو لپاره یوه حل لاره ګڼله کیږي.

په حقیقت کښې کورنې تولید د مقاومتي اقتصاد یو اصلي رکن دی. د اسلامي انقلاب معظم رهبر فرمايي: په یو پیاوړي اقتصاد او پیاوړي، مطمئن او په ځان باندې په متکي اقتصاد سره کوې شو چې انتخاب کړو، تګ وکړو، اقدام وکړو، د ملي پیسې ارزښت زیات کړو، د خلکو د پیرلو قدرت زیات کړو او داسې نورې نورې چارې.... او له یو پياوړي اقتصاد پرته به نه عزت ولرو او نه امنیت، دا د اقتصاد اهمیت دی.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه