Jun 22, 2022 14:35 Asia/Kabul
  • دحوالارض  ورځ

مځکه د انسان او د ټولو ژوندي موجوداتو د ژوند زانګو ده ، چی په ټولو غرونو ، دریابونو ، درو ، ځنګلونو ، چینو ، سیندونو ، معادنو او خپلو ګران بیه سرچینو سره د پنځونکی له نښو نښانو یوه نښه بلل کیږی

 

د ذی القعده ۲۵ دحوالارض نومول شوی ده . په عرب ادبیاتو کې دحو د پراخولو او ارض د مځکې په معنا دې . په دې ډول دحوالارض هغه ورځ ده چی پکې مځکه د کعبې له کور لاندې پراختیا ومونده او د خدای تعالی رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره وګرځیده .

د حضرت ادم ع له خلقته په زرګونو کاله مخکې هغه وخت چی نه وخت او مکان ، نه نور او تورتم ، نه اسمان او مځکه ، نه ورځ او شپه او نه جنت او جهنم وو ، خدای تعالی له خپل نور ، یو نور خلق کړ او له هغه نوره یې اسمانونه او مځکه وپنځوله ، پس هغه نور له اسمانونو او مځکې برتر وو . هغه وخت چی ټول اسمانونه او مځکه د خدای په خکم په تیارو کې لاړ وو ، د اسمانونو ملایکې د هغه نور تسبیح وکړ او مقدس یې وباله تر څو خپل پالونکی ته نږدې شی . دا له هغه عظیم الهی نور وو چی  له هغه اسمانونو او مځکې ژوند ومونده . په دې ډول مځکه رڼا شوه او د عبادت د دوام او اسمانیانو د تسبیح لپاره په عرش کې بیت معمور بنسټ کیښودل شو او د اسمانیانو د استوګنې ځای وګرځیده ، بیا خدای تعالی کعبه معظمه د مځکې په مرکز او د مځکی د خلکو عبادت ځای او د هغو د ارامښت ځای وګرځوله .

مځکه د انسان او د ټولو ژوندي موجوداتو د ژوند زانګو ده ، چی په ټولو غرونو ، دریابونو ، درو ، ځنګلونو ، چینو ، سیندونو ، معادنو  او خپلو ګران بیه سرچینو سره د پنځونکی له نښو نښانو یوه نښه بلل کیږی . د پنځون په لومړیو کې تر ټولو پاکه مځکه د معبې مځکه  وه . د حضرت ادم ع له کوزیدا وروسته  دا مځکه هغه ته وپیژندل شوه او دا د خدای تعالی لومړنې رحمت وو چی په ادم ع نازل شو . د ادم د بچیانو له سرکشی او ګناه وروسته عظیم توپان راغله او د حضرت نوح ع کشتی له دغه توپان له خلاصیدا وروسته په دحوالارض ورځې په جودی غره کښینسته ، په دې ډول متعال قادر خدای یو ځل بیا مځکه پاکه کړه او په خلکو یې خپل رحمت  نازل کړ او یو ځل بیا هغو کسانو په مځکه پښه کیښودله چی په خپله ژبه یې توحید جاری کاوه او د خدای تعالی په یو والی یې شهادت ورکاوه .

پر دې سربیره چی د نوح ع کشتی په دحوالارض کې په غره کښنسته ، د پیغمبرانو پلار حضرت ابراهیم ع او د حضرت عیسی مسیح ع زوکړې هم په همدغه ورځ شوی دی . پر دې سربیره په حدیثی او تاریخی کتابونو کې راغلي دی چی پیغمبر اکرم ص په داسې ورځ  له زرګونو حاجیانو سره له مدینې د مکې په نیت وواته تر څو خپل ورستې حج ترسره کړی . په دغه سفر کې حضرت  امام علی ع ، حضرت زهرا س او د پیغمبر اکرم ص درستې میرمنې او ګڼ شمیر اصحاب هم هغه حضرت سره وو .

قران کریم د نازعات سورت په ۳۰ ایت کې دحوالارض ته اشاره کوی او فرمایی ، او مځکه یې( د اسمان او مځکې له پنځونه وروسته ) پراخه کړه .

د زیاتره مفسرانو د نظر په اساس  په دغه ایت کې د دحاها مطلب هماغه دحوالارض او د مځکې پراختیا دی . حضرت امام رضا علیه السلام هم د دغې ورځې په اړه فرمایی د ذی القعدې په ۲۵ د خدای کعبه ، کعبه شریفه په مځکه کیښودل شوه او دا په مځکه لومړنې الهی رحمت وو . خدای تعالی دغه سپیڅلی ځای د ټولو لپاره د امنیت او ارامښت ځای وګرځوه .

قران کریم د ال عمران سورت په ۹۶ ایت کې خانه کعبه د انسانانو د هدایت او برکت ځای معرفی کوی او فرمایی ، هغه لومړنې کور چی د دنیا د خلکو د عبادت لپاره جوړ شو ، هماغه خانه کعبه ده چی پکې دټولو خلکو لپاره برکت او هدایت کیښودل شوی دی . د مفسرانو او پوهانو ترمینځ د مځکې د پراخولود څرنګوالی په اړه مختلف نظرونه موجود دي چی ځینو ته پکې اشاره کوو .

ځینې وایی مځکه لومړی اوبه لاندې ډوبه وه ، ورو ورو اوبه دمځکې په ګودالونوکې ورغله او وچی ښکاره شوه او پراخه شوه او هغه لومړنې ځای چی سر یې راوویسته ، د کعبې شریفې ځای وو .

ځینې وایی مځکه په پیل کې د لوړو او ټیټو په بڼه او د اوسیدو قابله نه وه  او په دوامداره توګه به سیلابی ورښتونه وریدل .د مځکې لوړې به یې پرینځلې او په درو کې به یې راغونډولې  او ورو ورو د انسان د ژوند لپاره د استفادې وړ او مسطح او د کر  مځکې رامینځته شوې .

له حضرت امام محمد باقر ع نقل شوی دی چی ویې فرمایل ، خدای تعالی کله چی غوښتل مځکه وپنځوی ، بادونو ته یې حکم ورکړ چی اوبه څپڅپانده کړی ، اوبو د توپان له امله جاګ  وکړ ، هماغه جاګ په یوه ځای کې راغونډ شول او د غره په بڼه کې راغلل . بیا د کعبې اوسنی ځای رامینځته شو او مځکې له هغه لاندې پراخه شوه ، په دې ډول خدای تعالی د مځکې په خلقت کې لومړی د کعبې ځای راوپنځوه او بیا یې مځکه د کعبې له ځایه پراخه کړه .حضرت امام رضا ع هم د ذی القعدې په ۲۵ د روژې نیولو سپارښتنه کوله او فرمایل به یې ، نن روژه ونیسئ چی ما هم روژه ده ځکه چی نن هغه ورځ ده چی د خدای تعالی رحمت خپور شو او مځکه په دغه ورځ پراخه شوه  او کعبه نصب شوه او حضرت ادم ع په دغه ورځ په مځکه راکوز شو .

همداراز له امام جعفر صادق ع په یوه روایت کې نقل شوی چی د ذی القعدی ۲۵ خدای تعالی د کعبې ځای خلق کړ او هغه لومړنې رحمت وو چی خدای تعالی په مځکه وکړ .

هو د دغې ورځې د نومولو علت دا دی چی خدای تعالی د کعبې د ځای له پنځولو وروسته  له هغه ځایه د مځکې پراخول پیل کړل او مځکه یې د هغې د اوسیدونکیو لپاره د استوګنې ځای وګرځوه .

دحوالارض د مځکې د پاکی دیا د پیل ورځ د پاکې خاورې ورځ نومول کیږی . دغه ورځ  ډیره مبارکه ورځ ده او د دغه نعمت په شکرانه د روژې نیولو ، عبادت ، غسل ، لمونځ دعا  او زیارت کولو په شان د اعمالونو سپارښتنه شوی ده . په دغه ورځ د روزې نیول د اویا کلونو عبادت هومره ثواب لری . د دحوالارض په شپه د احیا او شپې تیرول هم د یوه کال د عبادت هومره ثواب لری . لکه څرنګه چی حضرت امام علی ع  په یوه روایت کې فرماییلی دی  هغه لومړنې رحمت چی له اسمان په مځکه نازل شو د ذی القعدی په ۲۵ نیټه وو . څوک چی په دغه ورځ روژه ونیسی او شپه یې عبادت وکړی ، د سلو کلونو د عبادت انعام به ورکړل شی  ، داسې سل کلونه چی کوندی ورځې یې روژه اوشپې یې په عبادت تیرې کړی وي .

په دغو سربیره د امام رضا ع زیارت له هغو برترینو مستحبی اعمالونو دی چی په دغه ورځ ورباندې ډیر ټینګار شوی دی . په دغو سربیره د دحوالارض ورځې په نیت غسل کول ، لمونځ کول او د دغې ورځې د مخصوصې دعا سپارښتنه شوی ده .

ګرانو میناوالو د پروګرام په دغه برخه کې د دحوالارض د دعا یوه برخه درته وړاندی کوو تر څو د دغې دعا له انوارو ګټه واخلو .

خدایا ، ای هغه ذات چی د کعبې مځکه یې پراخه کړه او په مځکه کې دې دانه راوټوکوله ، په دغه ورځ له تا غوښتنه کوم چی په حضرت محمد ص په هغه د ملاقات ورځ ، په هغه د ژمنې ورځ په خپل ټاکلی بنده درود واستوه . هغه هر ه غوټه پرانستله او د حق په لور وبلله . خدایا د هغو په پاک ال درود واستوه چی هغو هدایتونکي ، د علم  او معرفت څراغ  ، د هدایت ارکان او د جنت او دوزخ حاکمان دي . خدایا مونږه د خپل پیغمبر په څنګ کې وګرځوئ  او او دهغه له حوض کوثر رته داسې خوږ او خوندور شربت نصیب کړې چی بیا نور هیڅکله تږی نشم او له هغه حوض لیرې او ونه شړل شم .

 

دوستانو د دغه پروګرام وخت پای ته ورسید  ، هیله من یو چی د دغې ورځې له ارزښتمنو شیبو ګټه پورته کړو او هماغه ډول چی دحوالارض د مځکې د طهارت ورځ ده ، مونږه هم د هغو اعمالو په ترسره کولو سره چی په دغه ورځ یې سپارښتنه شوی ده ، له ګناه ، دښمنی ، او پلیدی  خپل زړه پاک کړو او خپل وجود د ولایت په زلالواو پاکو اوبو او د حضرت زهرا س په محبت سره خړوبه کړو .

په پای کی د دې لپاره چی پخپله پاک شو او حضرت زهرا س ته ډالۍ وړاندی کړو ، د هغی بی بی ځانګړی صلوات باندې توسل کوو او عرض کوو ،

خدایا پر فاطمې س ، او پلار یې ، شوهر او بچیانو یې درود واستوه او په هغه پټ راز چی د حضرت فاطمه بی بی په وجود کې کیښودل شوی دی (چی حضرت امام مهدی عج ) دې ، درود واستوه ة.

پای

 

 

ټیګونه