Jul 31, 2022 04:24 Asia/Kabul
  • د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ تاریخ

ګرانو مینه والو نن د امام حسین علیه السلام لپاره د کیدونکې عزادارۍ او ویرونو تاریچ ته یوه کتنه کوو

د تهران راډیو مینه والو د محرم د میاشتې په شروع کیدو سره د نړۍ د پتمنو انسانانو زړونه یوځل بیا د اما حسین علیه السلام لوري ته اوړي او سترګې د کربلا د پیښې په رایادولو سره له اوښکو ډکیږي. د هغې پيښې چې کابو ۱۴۰۰ کاله یې وشول خو لاهم مسلمانان هر کال د محرم په میاشتې کښې راغونډیږي او د امام حسین بن علي علیه السلام او د هغوي د ملګرو په غم کښې ماتمونه او عزادارۍ کوي.

د محرم الحرام د غمجنې میاشتې په پیلیدو درته تسلیت او تعزیت وایو او په هم دې مناسبت د ځانګړو پروګرامونو په لړۍ کښې نن د امام حسین علیه السلام لپاره د کیدونکې عزادارۍ او ویرونو تاریچ ته یوه کتنه کوو، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/*/

د یزید میرمنه هِند Hend، د خپلې زمانې یوه ښایسته او پرهیزګاره ښځه وه. پلار یې عبدالله بن عامر د حضرت علي علیه السلام له دوستانو و چې په یو جنګ کښې شهید شوی و. هند د خپل پلار له شهادت وروسته ډیره موده د امیر المومنین امام علي علیه السلام په کور کښې تیره کړه. څه موده پس معاویه هغه د خپل زوي لپاره وغوښتله او داشان هند، د یزید میرمنه شوه او شام ته لاړه.

د عاشورا له پيښې او د امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو له شهادت وروسته د اسیرانو قافله شام ښار ته بووله شوه او په یو کنډر کښې یې دیره کړه. د شام خلک د رسول الله د کورنۍ له شهادته په بې خبرۍ او په دې تصور سره د مسلمانانو له خلیفه سره په جنګ کښې یوه ډله سرزوري مخالفین وژل شوي دي، په جشن او خوشالیو بوخت شول. دغه وخت د هند یوه وینځه هغې ته ورغله او ویې ویل: ښار ته یو شمیر اسیران راوستی شوي دي، نو خوښه دې نه ده چې لیدو ته یې ورشې او خوند ترې واخلې؟

هند د خپلې وینځې وړاندیز ومنه خو له ماڼۍ نه د وتلو په وخت له خپل میړه یزید سره مخامخ شوه. هند ورته د اسیرانو لیدو ته د ورتګ خبره وکړه چې ورسره ناڅاپه د یزید د مخ رنګ بدل شو. یزید ښه پوهیده چې هند کلونه کلونه د امام علي علیه السلام په کور کښې اوسیدلې ده او زینب(س) پیژني. په دې وجه یې اول خو کوشش وکړ چې د هغې اراده بلده کړي خو د دې کار لپاره یې مناسبه پلمه ونه موندې شوه نو په دې وجه یې دا شرط وټاکه چې دغه کتنه د ماښام له لمانځه وروسته یعنې د شپې تیارې ته پریږدي، هند یې هم شرط ومنه.

کله چې شپه شوه، هند له خپلو خادمانو سره د اسیرانو ځاې ته لاړه. هغې ته یې ویلي وو چې د اسیرانو د قافلې مشره یوه ښځه ده نو بس حضرت زینب سلام الله علیها ته ورغله او ورڅخه یې پوښتنه وکړه: تاسو د کوم ښار یئ؟ حضرت زینب(س) سمدستي ځواب ورکړ چې له مدینې څخه.

هند د مدینې د نوم په اوریدو سره، په داسې حال کښې چې د خپل هیجان مخه یې نه شوه نیولې، وویل: رښتیا؟ بیا یې زیاته کړه: که تاسو له مدینې څخه یئ نو د فاطمه زهرا(س) لور زینب به خامخا پیژنئ، یو وخت هغه زما معلمه وه او زه چې د دین په هکله هر څومره پوهیږم دا ټول مې له هغې نه زده کړي دي.

زینب چې د هند له راتلو سره سم یې هغه پيژندلې وه، وفرمایل: د عبدالله بن عامر لور هند! زه زینب پيژنم او هغه هم دا اوس ستا مخې ته ناسته ده. هند چې د زینب کبری(س) خبرې واوریدلې نو غریو ونیوله او په غمجن آواز یې چغه کړه، بیا یې خادمانو ته مخ واړوه او ویې ویل: افسوس دې وي پر مونږ، د شام اسیران خو د خدای د ګران رسول کورنۍ ده.

هند په داسې حال کښې چې خپل سرپيچک او لوپټه یې شلولې وه، د یزید غونډې ته ورغله او په چغه یې ورته وویل: آیا تا حکم ورکړی چې د حسین سر د ماڼۍ په دروازې باندې په نیزه اوچت کړي؟ آیا د فاطمې بي بي د زوي سر باید زما یعنې د عبدالله بن عامر په کور کښې ځوړند وي؟ یزید چې په خپل دربار کښې په تخت ناست و، چې خپله ښځه یې په دې حال کښې ولیدله نو پاڅیده او په داسې حال کښې چې د هغې د سر او مخ د پټولو کوشش یې کوه، وویل: ای هند! د دخدای د رسول د لور په زوي باندې وژاړه چې د کوفې واکمن ابنِ زیاد د هغه په هکله بیړه وکړه، خدای دې هغه مړ کړي، زه د حسین په وژلو راضي نه وم.

هند چې ولیدل یزد یې د بدن د پټولو کوشش کوي نو په قهر سره یې چغه ګړه: ای یزیده، افسوس دې وي پر تا، څه شوي دي؟ آیا په غیرت کښې راغلې؟ نو د رسول الله د لوڼو په هکله درکې ولې غیرت نه راځي؟ د هغوي د حجاب پردې دې شلولې دي او مخونه دې ورله څرګند کړي دي او په کنډر کښې دې کښینولې دي... نه په خدای قسم چې ستا کور ته به دننه نه شم مګر دا چې هغوي هم له ځان سره راولم.

په دې وجه یزید حکم ورکړ چې اسیرې بیبیانې د هند کور ته بوځي. دغه وخت د یزید د ماڼۍ ښځو خپل زیورات وباسل او درې ورځې یې ویر او ماتم وکړ.

یزید د اهل بیتو کورنۍ ته اجازه ورکړه چې د امام حسین علیه اسلام او د کربلا د شهیدانو لپاره عزاداري وکړي. د کربلا د مصیبتونو اوریدل چې د زینب کبری له خولې بیانیدل، په زړونو کښې یو عجیبه انقلاب رامینځته کړ او د شام ښځې یې سختې وژړولې. هغه ښځې چې څو ورځې مخکښې یې په کاڼو او بدو ردو خبرو سره د دغې قافلې هرکلی کړی و.

د تاریخ له مخې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو لپاره په شام کښې درې ورځې د ویر او عزادارۍ دستورې ترسره شوې. له دغو پيښو وروسته د شام ښار څیره بدله شوه او دغه غلی او غم ځپلی ښار د څو ورځې مخکښې په شان نه و کله چې ورته اسیران راوستی شوي وو. کومو خلکو چې څو ورځې مخکښې په اور او ایرو سره د اسیرانو د قافلې هرکلی کړی و، اوس یې ورسره په شرمندګۍ او احترام سره چلند کوه.

هغوي د بي بي زینب(س) او امام سجاد علیه السلام په طوفاني خطبو سره یو نوي درک او پوهې ته رسیدلي وو. په ټول شام کښې د خفګان څپه په تیزۍ سره خوره شوه او یزید، په احترام سره مدینې ته د اسیرانو د قافلې له لیږلو پرته بله چاره نه درلودله.

اوښان روانیدو ته تیار شول. یزید د خپلو مینځ تشي شان و شوکت د ساتلو او د خلکو د غولولو لپاره د خپل سخاوت په ښودلو سره حکم ورکړ چې د قافلې اوښان سنګار کړی شي خو بي بي زینب د سنګار شوې کجاوې په لیدلو سره وفرمایل: له اوښانو څخه زیورات پرانزئ او تور څادرونه پرې واچوئ. د شام خلک بدرقې ته راغلي وو خو په سترګو کښې یې شرمندګي وه. په سرځوړۍ او شرمندګۍ سره یې د بي بي زینب او د ماشومانو رکابونه ونیول او هغوي یې د غم په مرکبونو سواره کړل.

د پیغمبر اکرم(ص) اهل بیت له شام نه له ستنیدو وروسته د معنوي فضا جوړونې لپاره وړومبې له مدینې ښاره بهر ایسار شول او د خلکو په راتلو سره یې د هغوي ترمینځ سوګواري او ویر پیل کړ. کله چې مدینې ښار ته ننوتل نو بیا یې هم د بقیع هدیرې او د رسول الله مبارک د پاک حرم په خوا کښې عزاداري وکړه.

دغه عزاداري د ظلم او باطل او زور او له خدای سره د دښمنۍ په وړاندې د کرکې اونفرت ترجمانه وه.

د امام حسین علیه السلام له شهادت وروسته به ټولو امامانو عزاداري کوله او د اهل بیتو منونکي به یې عزادارۍ او ژړا او ماتم کولو ته هڅول. په روایتونو کښې راغلي دي چې امام رضا علیه السلام فرمایلي دي: کله چې به د محرم میاشته شروع کیدله نو هیچا به مې د پلار خندا نه لیدله او تر لسمې ورځې به یې هره ورځ خفګان زیاتیده، او کله به چې د محرم لسمه ورځ رارسیدله هغه به یې د مصیبت او غم او ژړا ورځ وه. امام موسی کاظم علیه السلام به په دغې ورځې ژړل او فرمایل به یې چې دا هغه ورځ ده چې زما غور نیکه حسین بن علي علیه السلام سره د خپلو ملګرو په کربلا کښې شهید کړی شو.

په ایران کښې د عزادارۍ تاریخچه په رسمي او پراخه توګه د آل بویه په پړاؤ کښې رامینځته شوه. په حقیقت کښې د ۳۵۳ هجري کال په عاشورا کښې معزالدوله دیلمی،(  Mu'izz al-Dawla)  د عمومي عزا د ترسره کولو امر وکړ او له مخې یې له خلکو وغوښتې شول چې تورې جامې واغوندي، بازارونه بند کړي او په دې ترتیب په ایران کښې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ وړومبنۍ دستورې ترسره شوې. د عاشورا په ورځ به خلکو او ځینو حنفي عالمانو د نوحو په ویلو او په مخ سر باندې د خاورو په بادولو سره د امام حسین علیه السلام په قاتلانو لعنت لیږه.

سلجوقي باچاهانو هم له شیعه امامانو سره ځانګړی ارادت درلود داشان چې د "مَلِکشاه" په نامه د دغې لړۍ یو باچا په ۴۷۹ قمري کال کښې د کربلا، نجف او کاظمین زیارتونو ته لاړ.

د هغه پړاؤ یو لیکوال محمد بن عبدالله بلخي به د رسول الله مبارک د اهل بیتو د مظلومیت خبرې کولې او روضه به یې لوستله. د کربلا د شهیدانو لپاره سوګواري او عزاداري د طغرل سلجوقي د حکومت تر اوایلو پورې په بغداد او د ایران په ډیرو ښارونو کښې دود وه.

تعزیه خواني د ایرانیانو د عزادارۍ یوه بله برخه وه. ډیر خلک به د تعزیې نندارې ته راتلل او ورسره به یې ژړل.

پس له دې چې په بغداد کښې عباسي لړۍ وپرزیدله او مغول د اسلامي هیوادونو په سترې برخې باندې مسلط شول، نو ورو ورو د روضو ډول او محتوا بدله شوه. په دغه پړاؤ کښې د اهل بیتو علیهم السلام مینه والو د مذهبي دستورو د ترسره کولو لپاره یو مناسب فرصت ومونده. تر دې چې له ۱۳۰۴ نه تر ۱۳۱۶ میلادي کاله پورې د اولجایتو د حکومت په زمانه کښې شیعه مذهب د هیواد د رسمي مذهب په توګه معرفي شو او داشان د عزدارۍ د مجالسو ترسره کیدل، په پوره او بشپړې آزادۍ سره شروع شول.

په ایران کښې د رسمي شیعه مذهب او د صفوي حکومت په پیلیدو سره، د امامانو په تیره بیا د امام حسین علیه السلام او د کربلا د شهیدانو په مدح کښې شعر ویل یو ستر ویاړ ګڼل کیده. هم دې خبرې د محرم په عزاداریو باندې ډیره اغیزه وکړه داشان چې د هر کال په محرم کښې د دغو دستورو پرتمینه ترسره کیدنې او له دغو شعرونو استفادې د شیعه مذهب له تبلیغ او نشر سره ډیره مرسته وکړه. دغه ډول عزادارۍ تر پهلوي دورانه روانې وې خو د رضا خان په پړاؤ کښې ورپاره سوکه سوکه ځیني محدودیتونه په نظر کښې ونیوې شول تر دې چې په ۱۳۱۴ لمریز کال کښې د مختلفو سیمو واکمنانو ته په محرم او صفر میاشتو کښې د عزادارۍ د دستو په جوړولو باندې د بندیز حکم صادر شو. د عزاراۍ او روضه خوانۍ په وړاندې بندیزونه ورو ورو سخت کړی شول او بلآخره په جوماتونو او مذهبي ځایونو کښې په عزادارۍ باندې د پوره بندیز حکم صادر شو او حتی په ځینو ښارونو کښې د مجلسونو جوړونکي زنداني کړی شول.

ګرانو لوستونکو! لکه څنګه چې خبر یئ د امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو له شهادت نه تراوسه پورې د هغوي لپاره عزادارۍ او ماتمونه روان دي. البته په هرې سیمې او هر ښار کښې ځانته خاص ډول او آداب لري. مرثیه ویل، سینه زني، تعزیه خواني، روضه لوستل، زنځیر وهل، علم ګرځول، د عزادارۍ دستې رایستل، شامِ غریبان او د اربعین د پلي تګ په شان دستورې د شهیدانو د سردار او د جنت د ځوانانو د سردار حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام د عزادارۍ په ورځو کښې د اهل بیتو د مینه والو رسمونه ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه