Aug 05, 2022 07:52 Asia/Kabul
  • مشالونه ۲۳

(د رسول اکرم(ص) له منکر څخه د نهي په سیرت کښې د منکر خلاف پاڅون)

د تهران راډیو د مشالونه نومې لړۍ ګرانو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، د دې لړۍ په ننني پروګرام کښې د منکر خلاف د پاڅون د ضرورت او په اسلامي ټولنه کښې د ظالم واکمن خلاف د اودریدنې او ورسره د مخالفت د اهمیت په هکله لیکنه وړاندې کوو او په دې لړ کښې چې د قرآن کریم له مبارکو آیتونو او د نبي اکرم(ص) له روایتونو ګټه پورته کوو.

اسلام او منکر هیڅکله نه شي یو کیدې او هغه ټولې طریقې چې پیغمبر اکرم(ص) به کارولې، له ټولنې څخه د منکر د ختمولو په موخه وې ترڅو په اسلامي ټولنې کښې خوبیانې دود او پخې شي. د اصلاح او سمیدو لپاره له ګناهګار کس نه د نارضایتۍ د څرکندولو او په عین حال کښې پرې له سترګو پټولو او ګزارې او ورته له مهلت ورکولو وروسته او که بیا هم ګناه پرې نږدي نو ورته د له اقتدار ښودلو نه پس د اسلام وروستۍ حلا لاره له هغو فاسدانو سره مبارزه او پاڅون دی چې له خوبیو سره په جنګ دي او په ټولنې کښې بدیو ته پراختیا ورکوي. اسلام په ټولنه کښې د فساد پراختیا نه زغمي او که چیرې له مبارزې او پاڅون پرته بله لاره نه وي نو د فساد د مونډ ایستلو لپاره د مبارزې لاره غوره کوي.

*/*/*/*/

له فساد سره مبارزه هغه دنده ده چې نه یوازې د ټولنې مسئولان بلکې خلک یې هم باید په هکله د مسئولیت احساس ولري او د ټولنې د سلامتیا په لړ کښې هڅه وکړي. خدای تعالی جل جلاله د سوره هود په ۱۱۶ مبارک آیت کښې فساد ته بې پامي د ټولنو د نابودۍ لامل ګڼي او فرمايي: « نو په هغه خلکو کښې چې له تاسو وړاندې وو ولې داسې د عقل او فکر خاوندان نه و چې (خلک) په ځمکې کښې له فساده منعې کړي بې له هغو لږو کسانو چې هغوي ته مو ترې نجات ورکړ. او کومو کسانو چې ظلم کړی و هغوي په داسې څيز پسې لاړل چې کوم په آرام (او اسان) ترسره کیږي او هغوي مجرمان وو (او نابود شول).

په دغه مبارک آیت کښې یو بنیادي ټولنیز اصل چې له تباهۍ نه د ټولنې د ژغورنې ضامن دی، مطرح شوی او هغه دا چې که ژمن او مسئول پوهان د فسادونو په وړاندې غلې کښې نه ني او مبارزې ته پاڅیږي او د خلکو فکري او مکتبي مشري په لاس کښې واخلي نو دغه ټولنې به د تباهۍ او نابودۍ په لور نه ځي خو که د ټولنې په سطحو کښې چپتیا او بې پامي واکمنه شي او ټولنه د فساد د عواملو په وړاندې بې دفاع پاتې شي نو فساد او ورپسې بیا نابودي حتمي ده.

*/*/*/*/

د رسول الله مبارک زیاتره لارې چارې له مهربانۍ او ګزارې سره مل وې خو کله کله به ګزارې ګټه نه کوله او د ستونزې د هواري لپاره به تندۍ او جدیت ته ضرورت پيښیده. کله چې له منکر سره په چلند کښې تندي او جدیت وي نو اقتدار له منکر څخه په منع کولو کښې یو ځانګړی موقعیت پيدا کوي. په حقیقت کښې توان او قدرت له بدیو د د منع کولو یوه اصلي ستنه ده. ګناهکاران خدای تعالی ته په بې پامۍ سره د قدرت احساس کوي او ضروري ده چې یو بر او زورور قدرت د هغوي د د سرزورۍ په وړاندې ودریږي. پر دې سربیره د نیکیو د پرځاې کیدو او پخیدو لپاره هم اقتدار ته ضرورت دی چې په مرستې سره یې د خوبیو د لارې خنډونه لرې کړې شي. پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د لطف او مهربانۍ سمندر و خو د له ډیرې مینې او مهربانۍ سره سره یې هیڅ کله خپله توانمني او اقتدار پرې نښوده. پیغمبر به ډیر لږ وختونه له قدرته کار اخیسته خو رعب او دبدبې به یې ګستاخان خاکسارۍ ته مجبورول.

د اسلام به تاریخي او روایتي کتابونو کښې د پیغمبر اکرم(ص) د اقتدار ډیرې نمونې راغلې دي چې هره یوه یې زمونږ لپاره یو ستر درس ګرځیدلې شي. د مثال په توګه د څوارلسمې پيړۍ شیعه پوهاند ابن شهرآشوب لیکي: د خدای د ګران رسول ډیر سخت دښمن ابوجهل به آرزو کوله چې داسې یو وخت راشي چې پیغمبر ده ته محتاج شي او دی ورپورې ملنډې او خندا وکړي. د خدای کړنه وه چې یوه ورځ ابوجهل، مکې ته له یو ورغلي ناآشنا کس نه یو اوښ واخیسته خو پيسې یې ورنه کړې. د اوښ خرڅونکي قریشو ته پناه یوړه او هغوي ورپورې د ملنډو لپاره هغه پیغمبر اکرم ته واستوه او ویې ویل: که محمد(ص) دریمګړیتوب وکړي نو ابوجهل به ومني او ستا پیسې به درکړي. هغه کس رسول الله مبارک ته ورغی. پیغمبر اکرم ورسره ابوجهل ته ورغی او ویې فرمایل: ای ابوجهله! پاڅه او د دې سړي حق ورکړه.

ابوجهل سمدسي پورته شو او د هغه کس پيسې یې ورکړې.

داشان د رسول الله مبارک پریکنده توب چې خدایي دبدبه په کښې ګډه شوې وه، ابوجهل داسې وویروه چې د پیغمبر له خبرې یې بیخي انکار ونه کړې شو او زر یې د اوس د خرڅونکي پيسې هغه ته ورکړې. د ابوجهل ملګرو د هغه د کړچار په لیدلو هغه ورټه خو ابوجهل په خپلې دفاع کښې داسې خبرې وکړې چې ملګرو یې په اوریدو سره په هغه پورې ملنډې ووهلې او د هغه نوم یې چې تر دغه وخته ابو الحِکَم و، ابوجهل کښیښوده.

*/*/*/*/*/

یو ډیر ستر فساد چې په یوې ټولنې کښې شتون لرلی شي، د ظالم واکمن شتون دی چې خپله په ټولنه کښې د منکر او ناصالحو کړنو زیږونکی او د بې اخلاقیو سرچینه دی. په دې وجه د خدای ګران رسول(ص) ترټولو غوره جهاد هغه عادلانه خبره ګڼي چې د ظالم مشر په وړاندې وکړې شي.

دوي هم داشان له ظالمو واکمنانو سره مقابله واجبه ګڼي او په دې هکله فرمايي: ډیر زر به درباندې داسې مشران واکمن شي چې ستاسو رزقونه به په خپل لاس کښې واخلي، تاسو ته به دروغ وايي او درسره به بد او ناخوښ چلند کوي. له تاسو به نه خوشالیږي مګر دا چې د هغي بدو کارونو ته ښه اووایئ او دروغ یې تصدیق کړئ. نو بس که په خپل حق باندط راضي وي خو ور یې کړئ او که له هغه (حق) څخه زیات وغواړي نو هر کس چې په دې لاره کښې ووژل شي هغه شهید دی.

د خدای ګران حبیب(ص) په خپلو وړاندوینو کښې وفرمایل: داسې وخت به راشي چې واکمنان او قرآن به د یو بل په مقابل کښې اودریږي او په خپلو کښې به جنګیږي. هغه حضرت مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې په دغو حالاتو کښې د قرآن له تعلیماتو پيروي وکړي او د ظالمانو په وړاندې دې د حضرت عیسی علیه السلام د ملګرو په شان ووسي چې کله یې په ارّې ټوټې ټوټې کړل او د پانسۍ په تختۍ یې ودرول نو هغوي بیا هم په خپلې عقیدې ثابت قدمه پاتې شول. د اسلام عظیم الشانه پیغمبر په دې هکله فرمايي: د (خدای) د اطاعت په لاره کښې وژل کیدل، په ګناه کښې له ژوند تیرولو غوره دي.

امام حسین علیه السلام هم کله چې له حر سره مخامخ شو نو د رسول الله مبارک هغه حدیث شریف یې بیان کړ چې د ظالم باچا په وړاندې اودریدل چې د خدای حلال حراموي او الهي ژمنه ماتوي او د رسول الله له سنتو سره مخالفت کوي، واجب ګڼي.

*/*/*/*/

د اهل بیتو علیهم السلام په مکتب کښې په ظالم حکومت باندې خوشالیدل د اسلام له مبین دین څخه د وتلو سبب کیږي او که چیرې د عمومي پاڅون لاره هواره وي نو پکار ده چې د ظلم خلاف راپورته شي او که د پاڅون امکان برابر نه وي د نارضایتۍ څرګندونه د مسلمانانو عمومي دنده ده. د ظالم په وړاندې په اودریدنې او حتی په دې مبارزه کښې د سر ورکولو په هکله د اسلام او د معصومو امامانو علیهم السلام پریمانه ټینګار او سپارښتنې د دې بیانونکې دي چې له ظلم نه ستر بل کوم منکر نشته او له بلې خوا له معروف نه لوړ عدالت نشته. ټولې خوبۍ د عدالت په رڼا کښې ترلاسه کیږي او ظلم، د ټولو بدیو سرچینه ده. کوم کسان چې ګناه کوي هغوي په ځان او په خدای باندې ظلم کوي او خپل وجود د خدای تعالی له امنیت او ملاتړ څخه لرې کوي او په حیرانتیا او سربدالۍ کښې ژوند تیروي.

د اسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) په داسې حالاتو کښې له منکره د منع کولو اهمیت چې په اسلامي ټولنې باندې ظالمن واکمنان مسلط وي، فرمايي: باید امر بالمعروف او نهي عن المنکر ولرئ ګني په تاسو کښې بد خلک به درباندې مسلط شي او بیا به چې ستاسو نیک خلک په الهي درګاه کښې هرڅومره ژړا فریاد وکړي، خدای تعالی یې دعا نه قبلوي.

دا حدیثِ شریف په دې معنا دی چې کوم قام امر بالمعروف او نهي عن المنکر پریږدي، خدای تعالی ورڅخه خپل رحمت اخلي او بیا چې د خدای په درګاه کښې هرڅومره دعاګانې وکړي، د دغې ګناه په وجه نه قبلیږي.

د خدای ګران حبیب ټینګار کوي چې که غواړئ چې عزت ولرئ او په خلکو کښې درانه شئ نو امر بالمعروف او نهي عن المنکر مه پریږدئ. که امر بالمعروف او نهي عن المنکر ونه لرئ نو وړومبنۍ نتیجه یې ستاسو کمزورې کیدل دي، ستاسو پستي او ذلت دی، دښمن به هم درڅخه نه ویریږي، دغه وخت به د یو غلام او مرئي په شان چې هرڅومره التماس او زارۍ وکړئ، هیڅوک به مو ځواب درنه کړي.

*/*/*/*/  */*/*/*/*/*/*/                                                       

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه