Oct 10, 2019 17:24 Asia/Kabul
  • په لویدیځ کې د  بشری حقوقو خلاف ورزي ،د حقیقت یوه برخه

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځ کې د بشري حقوقو د خلاف ورزیو د لړۍ له ننني دوه دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې په امریکا کې د بشري حقوقو دخلاف ورزیو ټولګې ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

      د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تل د ناسنجول شوو او عجیبه چلندونو په دلیل د نړۍ د خبرونو په سرکې دی .بیړه ناک او یواړخیز سیاستونه او پر نړیوالو ګټو د اقتصادي لیدتوګو او ملی ګټو  لومړیتوب  لامل شوی دی  چې  د ټرمپ د ولسمشرۍ   په لنډ پړاؤ کې  د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو او حقوقو  دخلاف ورزیو بې شمیره موردونه  دهغه په نامې ثبت شي . ټرمپ  له نړیوالو تړونونو اوموافقو څخه  له وتلو سره ډیره دلچسپي لري ، له  بل پلوه  د ډيرو عجیبه اجرائي او دامریکا د اساسی قانون  د خلاف ورزي  کونکو فرمانونوپه صادرولو سره پرې ډيرې زیاتې نیوکې شوي دي .

          ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ له هماغو لومړنیو اونیو څخه د  :اوباماکر : په نامې سره د سلامتیا  د بیمې په اجرا کې   محدودیتونه رامینځةکړل  . که څه هم  ددغه عمومی قانون  د لغوه کولو لپاره  د هغه هڅه ، ناکامه شوې ده . د اوباماکر  یا د درملنې د کم لګښتي  مسوده او د ناروغ د ساتنې  لایحه  د امریکا یو فیډرلي قانون دی  چې د نورو تر ټولو مهمو مقررداتو اوقوانینو ترڅنګ  پلی شوی دی  او دارکیا د روغتیائي نظام په اړه دی .

  ددغې مسودې یا قانون مقصد ،د سلامتیا د بیمې د کیفیّت زیاتوالی او د لګښت کموالی ،د بیمې د پوښښ د پراختیا او د سلامتیاد  خیال ساتنې د لګښتونو دکمولو له لارې د بیمه کولو زیاتول وو .

             د ډونالډټرمپ په یوه بل اقدام کې د اوو مسلمانو هیوادونو د ښایریزو  امریکا ته د ورتلو د منع کولوپه اعمالولوسره ، هغه ،د بشری حقوقو د نړیوالې اعلامیې او د سیاسی او مدنی حقوقو  دتړون  خلاف ورزي کړې ده .  د امریکا د اساسی قانون په اساس،هر هغه قانون، حکم او فرمان،چېد توکم ، مذهبی ،قومي ،د رنګین پوستو حقوقو  او  په بهرنیو ژبو سره  د وګړو حقوقو ګواښي ،د امریکا د اساسی قانون  خلاف ورزي ده .

Image Caption

 

  پر دې اساس  د بخښنې  نړیوالې ادارې  د  اعلامیې په اساس ،د هغو مسافرانو دمنع  کونې د  اجرا لپاره د ټرمپ د حکومت فیصله چې امریکا ته د غالبا څو مسلمانو هیوادونو  د مسافرانو د ورتلو خنډ کیږي ، کرکه او نفرت رامینځةکونکې  ده  .همداراز د بخښنې نړیوالې ادارې   له دغه اقدامه وروسته اعلان وکړ، ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې  د واک دڅوکۍ له ترلاسه کولو وروسته تر دې دمه ،  خپل زیاتره وخت د بشری حقوقو  په ضد دچټیاتو د عملی کولو او د بهرنیو وګړو د ځپلو او توپيرناکو  څرګندونو د عملي کولو لپاره  ضائع کړی دی  او  د ټرمپ په څير بې رحمه رهبران ، د  میلیونونو انسانانو د بشری حقوقو  په کمزوري کولو او  په چخڼي کولو پسې دي .

            له نړیوالو تړونونو او موافقو څخه د امریکا د  وتلو اوږد لیسټ  موجود دی .  په هغو کې یو تړون ، د پاریس د موافقې په نامې سره  د  آب وهوا په بدلونونو سره  دپاریس موافقه  ده  چې د امریکا ولسمشر  له دغه تړونه د خپل هیواد د ویستلو حکم صادر کړ. د پاریس تړون ،د ګلخانۍ  دګیس د خپریدا   په  کمولو  سره د آب وهوا په بدلولوکې   ( یو این ایف سی  سی سی )   د ملګروملتو د تړونونو په چوکاټ کې ، یوه  داسې مالی لاره چاره ده چې   له ۲۰۲۰کال څخه پيلیږي . .  په پاریس کې د ملګروملتو د ۲۰۱۵کال د آب  و هوا د بدلونونو   په باب په کنفرانس کې د یو سل پنځه نوي  هیوادونو  د استازو له خوا د موافقې پر متن  خبرې اترې وشوې او  په   اجماع سره  د ۲۰۱۵کال د دسمبر په  دولسمه نیټه  تصویب شو .

            د پاریس  د موافقې  په اساس ،  امریکا ژمنه شوې وه چې  تر ۲۰۲۵کال پورې  د ګلخانه ای  ګیسو خپریدا، د ۲۰۰۵ دسوئې په نسبت  له شپږویشتو تر اته ویشتو فی صدو پورې کمه کړي  او  د آب و هوا  له بدلونونو سره د مقابلې په لاره کې له کمزورو هیوادونو سره د مرستې په توګه  درې میلیارډ ډالر هم بیل کړي . خو  له دغې   نړیوالې موافقې  د  وتلو په باب د ټرمپ په اقدام  سره ، امریکا چې ،پخپله د آب وهواد بدلونونو او د مځکې د ګرمیدا د زیاتوالي دوهم ګرَم  هیواد دی ، د هغې دندې په نسبت له ژمنتیا څخه ئې چې له بل هرچا زیات ددغه هیواد په اوږو  ده ، ډډه کړې ده .

             د ډونالډټرمپ  یو بل ناسم او کم عقل  کړچار ، د ملګروملتو  له تخصصي ادارو او اورګانونو وتل دي . د مثال په توګه ، امریکا د دوهم ځل لپاره پخپلې  خوښې له یونیسکو ادارې ووتله .  په ۱۹۸۰لسیزې کې د امریکا  د وخت ولسمشر رونالډریګن د شوروي په باب  دیونیسکو په کړچارونو په نیوکو سره  له دغه اورګانه ووته، خو د زوي جارج بش  په وخت کې  بیا دغې موسسې ته راستنه شوه ، او  دې ځل ډونالډټرمپ  له صهیونیسټي رژيم څخه  د ملاتړ په پلمه  له دغه اورګانه پښې سپکې کړې . امریکا د یونیسکو ادارې یو بنسټګر هیواد دی .د ملګروملتو د ښونې،علمی اوکلتوري چارو موسسې یا THE UNITED NATION EDUCATIONAL,SCIENTIFIC AND CULTURAL) ORGANIZATION)  چې په لنډه هماغه یونیسکو (UNESCO)ویل کیږي ، له ملګروملتو سره اړونده یوه تخصصي  اداره ده  چې په ۱۹۴۵کال کې جوړه شوې ده .ددغې ادارې موخه،د ملګروملتو د منشور په اساس،د بشری حقوقو او  د قانون   واکمنۍ  او عدالت  ته د احترام د زیاتولو په خاطر ، د ښونې  او روزنې  او علمي او کلتوري  او روزنیزو زمینو کې  د نړیوالې  ملګرتیا  له لارې  له سولې او امنیت سره مرسته  ده .

Image Caption

 

 په دغه اقدام پسې د یونیسکو ادارې منشي وئيلي دي،قانع شوی یم، یونیسکو  هیڅکله هم د امریکا لپاره هیڅ اهمیّت نه دی درلودلی؛ که څه هم امریکا اوس  هم  همداسې حالت  ددغه نړیوال اورګان لپاره  رابرسیره کړی دی .  له یونیسکو  ادارې د  امریکا د وتلو  اصلی علت دا  ؤ چې  د یونیسکو   اجرائي شورا د تیر کال د اکتوبر په شپږویشتمه نیټه  د  نیواک په باب یو پریکړه لیک  تصویب کړی  او په دغه ښار کې  ئې د نیواکګر رژيم په توګه د صهیونیسټي رژيم  د هرډول نیواک او آبادونې  د دریدا غوښتنه کړې وه .

             د امریکا جنجالی ولسمشر ټرمپ  په یوه بل اقدام کې ،اعلان کړی ،هیواد ئې د کډوالو اوپناه غواړو  د ښه  والي لپاره د ملګروملتو  له نړیوال تړونه ووځي .  په دغه تړون چې  په حقیقت کې د پناه غواړو اوکډوالو لپاره د نیویارک  اعلامیه  نومل  کیږي ، لاسلیک کونکي هیوادونه  ژمن کیږي  چې د پناه غواړو   حقوق ، رعایت ، داوسیدود ځاي  دې برابر  او کارکسب او زده کړو ته دې دهغوي د لاس رسي زمینې برابرې کړي . ټرمپ  دغه تړون  د امریکا د کډوالۍ  له سیاستونو سره  ناسم بللی او وئيلی ئې دي ،  دغه تړون  د امریکا   ګټې او ددغه هیواد د حکومت د کډوالۍ سیاستونه   نه تامینوي .

          دغه راز نور  هم یوشمیر نړیوالو تړونونو څخه  د امریکا  وتل لامل شوي څو ددغه هیواد په داخل کې هم  سختې نیوکې  او ترینګلتیاوې د ټرمپ په قسمت  شي . د ټرمپ له خوا د ډيرو تړونونو لغوه کیدا او پر امریکائي محصولاتو د ګمرک یا کسټم ټيرفونو  لګولو ډير زیات خلک بیروزګاره کړي  او د کارپيژاندو په وینا، یوازې  له  نفتا تړونه د امریکا   داقتصاد لپاره  ډيره سخته او ګرانه تمامه شوي  او  د کابو څوارلس میلیون امریکائي ښاریزو دبیکاره کیدو لامل به شي .

 سره له دې  ډونالډټرمپ هماغه راز  د نړیوالو تړونونو  دپریښود په زمینې کې  مخکښ دی  او یوه مهمه موافقه چې ټرمپ ترې تيښتیدلی ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه ده .

              د  لوزان په ایټمي تفاهم پسې  او د ایران د ایټمي پروګرام  په سر  د ایران او ۵+۱ډلې ترمینځ  جامعه نړیواله ا یټمي موافقه په رسمي توګه  د ۲۰۱۵کال  د جولائي  په څوارلسمه نیټه  په ویانا کې ترسره شوه  او د ایران ، ۵+۱ډلې یعني د امریکا، انګلستان ،جرمني ، چین ، فرانسې ،  روسیې خارجه وزیرانو لاسلیک کړه . ددغې موافقې د ترلاسه کولو لپاره  د دغو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو  ترمینځ  تقریبا تر دوو کلونو پورې خبرې اترې  وشوې.  خو بلاخره څه د پاسه یو کال مخکې  د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ  په رسمي توګه  خپل هیواد  د  ایران او  دنړۍ دشپږو قدرتونو  ترمینځ  له  لاسلیک شوي   نړیوالې ایټمي موافقې وویست .   هغه هغه فرمان لاسلیک کړ ، چې  په اساس ئې  د ایران په ضد ایټمي بندیزونه  چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په اساس ځنډول شوي وو ، په یوه پړاویز وخت کې بیرته ولګیدل .

Image Caption

 

د امریکا ولسمشر  په تیره بیا د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بین یامین  نتن یاهو تکراري او چټي ادعاګانو ته په اشارې سره  ایران دروغجن وبالۀ او وې وئيل چې له دغه هیواد سره ایټمي موافقه،د تهران دپټو اقداماتو  د بشپړپيژندګلوۍ جوګه نه ده . 

 دا په داسې حال کې دي چې  د ایټمي انرژۍ  نړیوال آژآنس  چې  یو  مرجعه نړیوال اورګان دی،په کرتو ئې  نړیوالې ایټمي موافقې ته  د ایران ژمنتیا تائيد کړې ده .له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا  د ولسمشر ټرمپ د  وتلو له  اعلانه څو شیبې وروسته  پخپل یوه ټولنیز پيغام کې ولیکل ، فرانسه ، انګلستان  او جرمني  د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د پریښودو لپاره  د امریکا په فیصلې  افسوس کوي .

 همداراز د ا مریکا   پخواني ولسمشر باراک اوباما چې   له ایران سره د ایټمي موافقې دلاسلیک کیدو په وخت د امریکا ولسمشر ؤ،په یوې مفصلې اعلامیې کې ئې  د ټرمپ  په فیصلې جدي غبرګون وښود او دائې د امریکا  تر ټولو نزدې متحدانو او ملګرو ته  شا کولو په معنا وبلله. اوباماپه دې اړه وئيلي ،  ایران جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ژمن دی او  دا یوازې د ما حکومت له خوا تائيد شوي نه وه ، بلکې  د اوسني حکومت  نورو استخباراتي اورګانونو  او ادارو  هم پرې اعتراف کړی دی  او د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس  هم  دا په کرتو تائيد کړې ده .

             ډونالډټرمپ  مخ په وړاندې  په ګړندي حرکت سره ، له نړیوالو  موافقو او تړونونو څخه د امریکا په وتلو پسې دی څو  د ملي ګټو د لومړیتوب  په پلمه او په آزاده توګه  د نړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف ورزي وکړي . دغه کړچار او کړنې لامل شوي دي ، چې ډيری کارپوهان او شناندي  هغه د بشري حقوقو او نړیوالو حقوقو اومقرراتو  خلاف ورزي کونکی وګڼي .

Image Caption

 

په هغو شلو میاشتو کې چې د  ډونالډټرمپ د  ولسمشرۍ تیریږي ، ددغه ولسمشر  دسیاسی اصولو ،کړنو او دهغه د شخصیّت  پّ باب ډير څه وئيل شوي اولیکل شوي  او سپړل شوي دي . خو ممکنه ده  هغه تر ټولو غوره او بشبړ  خبره چې  د امریکا د  یوه بدمزاج ، بدقوله او له نړیوالو ژمنو څخه د تښتیدونکي  ولسمشر په باب وئيل کیدلی شی،دا ده چې ښاغلی ټرمپ  اساسا هیڅ یو ه  اخلاقي   اصل  او حقوقي قاعدې  او انساني کړچار ته  اهمیّت نه ورکوي  او هر شي او هر چا ته  یوازې  له محدودې او واړې  زاوئې څخه ګوري  او ګټې ئې هم  یوازې او یوازې  د امریکا په  نظر کې راځي .د نړۍ د یوه تر ټولو سترمدعی هیواد د ولسمشر په توګه  ډونالډټرمپ، ددغه هیواد خاورې  او سیاسی نظام ته ،د خپلو شرکتونو او اقتصادي  مقرراتو او ټولګو په توګه ګوري  او  په هماغه تجارتي بڼه   او دخپل چورلیز ي شتمنیو د سټایل په انداز سره ،د هغه  په لوړنۍ لیدتوګې کې  یوازې د امریکا  ګټې دي ، هغه که د نړیوالو حقوقو په ښکاره د چخڼي کولو له لارې وي او که د انساني او اخلاقي اصولو د خلاف ورزیو له لارې وي،ددې لپاره هیڅ ارزښت نه لری .  هماغه ډول چې ووئيل شول ، ټرمپ   په هغې مودې کې چې  په سپيڼې ماڼۍ کې ئې  تیره کړې،له ډيرو زیاتو نړیوالو موافقو او تړونونو  وتلی او د ډيرو نړیوالو  تړونونو او اورګانونو په باب  پخپلو دریځونو سره ددغو نړیوالو اورګانونو او تړونونو په کمزوري کولو او بې باؤره کولو پسې دی . د ټرمپ د مدیریّت دغه روده  یوازې په بهرني ډګر کې نه ده  چې  د امریکا او دهغې د متحدانو  او شریکانو ترمینځ  په تجارتي ، اقتصادي  اوامنیتی اړیکو کې  د حیرانتیاؤ  لامل شوي وي . ټرمپ  د سپينې ماڼۍ  په اداره کولو کې  هم د سپينې ماڼۍ د چارواکو ، وزیرانو او د نورو مسئولانو د څنګةکولو  او بدلولو  په  دوام سره  له خپلو لیدتوګو سره له غږمله کسانو پرته په بل هیڅ شي او بل هیڅ کس فکر نه کوي .  په ځينو موردونو کې ئې  چې ځيني ښځې خوښې کړي ، هغه هم  د ولسمشر ۍ له انتخاباتو مخکې له ټرمپ سره د ملګرتیا او یا کرغیړنو حرکاتو او یا هم د ښکلي څيرې د درلودلو په خاطر دي .د ټرمپ د حکمرانۍ دغې رودې،نه یوازې له امریکا په بهر کې بلکې ددغه هیواد په داخل کې هم پراخې نیوکې په ځان پسې درلودلي دي. 

Image Caption

 

د اوباما د وخت خارجه وزیر جان کري چې پر ټرمپ تر ټولو زیاتې نیوکې کونکی شمیرل کیږي ،له سی این این ټيلیویژني چینل سره په  خبرو کې وئيلی دي ،ټرمپ  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په وتلو سره ثابته کړې،ایرانیان په دې باب چې  پر امریکا باؤر نشي کولی،سمه خبره کوي .جان کري دغه راز وئیلي ایرانیانو وئيلي دي ، له امریکا سره خبرې اترې نشي کولی ، په هغوي اعتماد نشئ کیدلئ . ځکه  چې  دوي  (امریکا)ستره شیطانه ده.ډونالډټرمپ ثابته کړې ده چې  دوي (ایرانیان) رښتیا وائي . جان کري  دغه راز د ټرمپ  هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې  جامعه نړیواله ایتمي موافقه  ئې د تاریخ تر ټولو بده موافقه بللې ده ، وئيلي دي ، یوازې دا وئيل چې  دغه موافقه تر ټولو بده موافقه ده ، واقعا لامل نه کییږي ، چې دا  تر ټولو بده موافقه  وي . په حقیقت کې  جامعه نړیواله ایټمی موافقه یوازینۍ ایټمي موافقه ده چې   په درستې نړۍ کې تر ټولو پیاوړي ،تر ټولو روا،  او ترټولو شفافه نړیواله موافقه ده . د امریکا پخواني ولسمشر اوباما هم   په نومبر میاشت کې د کانګرس  انتخاباتو ته په پاتې دوو میاشتو کې د چپتیا له شلو میاشتو وروسته ډګر ته راوتلی  او په  ایلینا پوهنتون کې  ئې پخپلې وینا کې  په سپينې ماڼۍ کې  د مدیریّت  په وضعیّت کوټلي او جدي نیوکې کړي او د صداقت،د قانون د واکوالۍ او نجابت  دبیرته ستنولو غوښتنه ئې کړي ده .اوباما د خپلو څرګندونو په دوام کې  وئیلي دي ،د ټرمپ  په ولسمشرۍ  سره د امریکا وضعیَت عادي نه دی او په دغه پړاؤ کې دامریکا  څيره تر ډيره حده  داغي شوي او داخلی اوبهرني اعتماد ئې هم تر ډیره حده  له لاسه وتلی دی .

(سیماب)

******************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه