Oct 31, 2019 16:24 Asia/Kabul
  • د داعش دلې په راپنځونې او ورسره په مبارزې کې د امریکا رول

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په دې شیبو کې د داعش له جوړیدا رانیولې له دغې سپيرې ښکارندې سره د مبارزې تر ادعا پورې د امریکا د سپيرۀ او ا ساسی رول به باب له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو د ترهه ګرۍ ۍ سپيره بلا  او په وروستیو دوو لسیزو کې ئې  په تیره بیا  د افراط پالې یا تکفیری ترهه ګرۍ په چوکاټ کې  دهیوادونو په تیره بیا په لویدیځي آسیا کې  د امنیت په سترې شخړې  او په عین  حال کې  له ترهه ګرۍ سره مبارزه  په نورو هیوادونو کې د لاسوهنې او د هغو دنیواک لپاره  د امریکا په لوبتکې  بدله شوې ده .  

             د  ۲۰۰۱  کال  دستمبر له یولسمې  نیټې حملو وروسته  چې  د امریکا په بهرني سیاست کې  یو مهم بدلون حسابیږي،د امریکا د وخت ولسمشر جارج ډبلیو بش  له ترهه ګرۍ سره د نړیوالې مبارزې  په پلمه ، یرغلیز کړچار وړاندې کړ  او په افغانستان او عراق ئې یرغلونه وکړل . د عراق نیواک د داعش په څیر د ترهه ګرو ډلو د راپنځیدو لامل شو او دغو ترهه ګرو ډلو  په عراق او سورئې کې ډير زیات بوږنونکي جنایتونه وکړل . له بل پلوه امریکا په ۲۰۱۱کال کې  په سورئې کې د ناکراریو له پیلیدا وخت راهسې ، دسورئې د حکومت  او د مقاومت د چورلیز  د دړې وړې کیدا  په موخې سره د لویدیځي عربی ائيتلاف په سر کې  له تکفیری او جنایتکارو ترهه ګرو ډلو ملاتړ وکړ او  په تیره بیا په دې زمینې کې ئې  د داعش تکفیری ترهه ګرې  ډلې  په بشپړ ملاتړ کې ئې هیڅ هڅه ونه سپموله .

Image Caption

 

                    په حقیقت کې واشنګټن  له هماغه ۲۰۱۱کال څخه ترهه ګري په دوو برخو یعني په ښې او بدې ترهه ګرۍ وویشله .  د امریکایی چارواکو له نظره ،  ښه ترهه ګر هغه کسان دي ، چې  د هغوی اقدامات او جنایتونه  د واشنګټن او د هغو دمتحدانو دګټو لپاره دي ، طبیعي خبره ده  په دغه تعریف سره  داعش لکه څنګه چې ئې د سورئې د قانوني حکومت دنسکورولو هڅه کوله ، ددغې ښې  ترهه ګرۍ برخه  حسابید.  د امریکایانو له نظره ،  بد ترهه ګر  البته هغه کسان دي چې  د امریکا دسلطه ګرۍ  او یا د صهیونیسټي رژيم په څیر د  هغې د سیمه ایزو متحدانو  د ګټو او امنیت په  خلاف  فعالیتونه کوي . په دې اساس ، دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ ، دیمن انصار ا... ولسی غورځنګ او د حماس او اسلامی جهاد  په څير د فلسطین مبارزې او جهادي ډلې ، د امریکایانو  دتعریف په اساس،  د بدو ترهه ګرو  برخې دي  .  له همدې امله د امریکا په تیره بیا د دغه هیواد  د اوسني ولسمشر ډونالډټرمپ  دحکومت په  کړچار ښکاره تضاد شته دی . ځکه  له یوه پلوه د افراطي بهیرونو او د ترهه ګرو داصلي مالی ملاتړي په توګه د سعودي عربستان څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د ښکاره ملاتړ شاهدان یوو  او له بل پلوه ټرمپ په دوامدار  ډول  له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره  دمبارزې ډنډورې وهي  او په دې زمینې کې  د نوو تدبیرونو دغوره کولو غوښتونکی دی . داپه داسې حال کې دي چې د وهابیّت  افراط پاله آئيډيالوجي  چې  سعودي عربستان ئې تبلیغ او بشپړ ملاتړ کوي،د داعش په څير د تکفیری ترهه ګرو ډ لو یوه فکري اوآئيډیالوجیکه سرچینه حسابیږي  چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهه ګر   اقدامات او بوږنونکي جنایتونه ترسره کوي .

Image Caption

 

              دوستانو له ورایه ښکاره ده چې  د ترهه ګرۍ په وړاندې د  امریکا په کړنو او کړچار کې  ښکاره تضاد موجود دی .  په حقیقت کې  د افراط پالنې  د پراختیا یو تر ټولو مهم علت د هغو له فکري  او عقیدتي سرچینې چې ورتیر شو ، له  دغې ښکارندې اوبلا سره  دوه ګوڼه چلند کیږي ، تر څو چې  ځيني هیوادونه په تیره بیا   د امریکا او سعودي عربستان  ګټې د تکفیری ترهه ګرۍ  او  افراط پالنې  په بقاء او پراختیا کې ویني، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  به دترهه ګرۍ  پراختیا نه انکاریدونکي وي ،هماغه شان چې واشنګټن  د ریاض په ملګرتیا  سره  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په راپنځولو او پراختیا کې  تر ټولو مهم رول لوبولی دی .

             په عربی نړۍ کې  د ولسی غورځنګونو له راپنځیدو وروسته بدلونونه،  د ۲۰۱۱کال له جنورۍ وروسته لامل شوي څو په  ځينو هیوادونو کې ئې د بڼه موندلو او  د هغو له امله د ترهه ګرۍ او افراط پالنې د پراختیا  زیمنې برابرې شي .دې موضوع په تیره بیا دسورئې په باب مصداق پيدا کړ  او دغه هیواد د داعش ډلې په څیر د ځيږو او جنایتکارو ډلو د افراط پالو آئيډیاؤ د تحقق لپاره  چې له بهره هدایتیږي،په یوه ډګر بدل شو .په عین حال کې لویدیځوال او د هغو عرب متحدانو،د خپلې خوښې موخو دپرمختګ  او ګټو لپاره په تیره بیا د سورئې د حکومت په نسکورولو سره د مقاومت د چورلیز د ګډوډولو په هدف سره  ئې،له تکفیری ترهه ګرو ډلو په تیره بیا له جنایتکارې داعشي ډلې سره  دحقیقي مبارزې په ځاي ددغو جنایتکارو  او ترهه ګرو ډلو  ملاتړ  ته مخه کړه او  ددې په نتیجې کې دغه جنایتکارې ډلې وتوانیدې ،د ډير زیات ځواک  په برابرولو سره ډير جنایتونه او بوږنونکي اقدامات وکړي،چې  له دې تر مخکې پورې ،ئې د ترسره کیدا خیال نه کید. د عراق په لسګونو زره عام خلک د داعشی تکفیریانو د  وحشي ډوله حملو ،ډله ایزو پانسیو او ځان مرګو حملو قربانیان شول .

             دوستانو لکه څنګه چې خبر یاست ، داعش ډله  په ۲۰۱۱کال کې په عربی نړۍ کې  د ولسی غورځنګونو  له راپورته کیدا او په سورئې کې د ناکراریو  له پراختیا وروسته  په مشخصې نامې او غړو سره  د ترهه ګرې ډلې په توګه راوپنځول شوه .  داعش په پیل کې  په عراق کې  دعراق دبعث ګوند دپاتې عناصرو  او د هغو سلفیّانو او تکفیریانو  په ګډون سره  چې له د رستې نړۍ  ورغونډ شوي وو ،جوړه شوه  او په چټکۍ سره  ئې  دخپلو فعالیتونو لمن سورئې ته هم وغزوله . امریکا د لویدیځ د سرغنې په توګه  له خپلو اروپائي متحدانو سره یو ځاي د سورئې د بحران له  راپورته کیدا اوددغو ترینګلتیاؤ د  پراختیا له وخت راهسې  په ښو او بدو ترهه ګرو په  دوو ډلو باندې دترهه ګرو ډلو  په ویشلو سره ،د داعش پشمول د تش په نامه ښو ترهه ګرو څخه  پراخ ملاتړ او پشتیبانۍ ته مخه کړه .د لویدیځوالو موخه د سورئې د قانوني حکومت نسکورول وو ،او په دې چوکاټ کې ئې،دغو ترهه ګرو ډلو ته د  دغې موخې ته د رسیدو لپاره د یوه آوزار په توګه فکر کاوۀ .د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د خپلو انتخاباتي مبارزو  په پړاؤ کې د داعش ډلې په راپنځولو کې  د امریکا د وخت  د ولسمشر باراک اوباما او د خارجه وزیرې  او د ډيموکراټانو  د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدې میرمن هیلري کلینټن د نیغ په نیغه  رول  په باب جنجل رابورته کونکي ویناوې کړي دي . ټرمب  د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د خپل انتخاباتي کمپاین په دوام کې پخپلې یوې وینا کې  وئيلي وو،دوي (اوباما او کلینټن ) هغه دروغجن کسان دي ، چې  داعش ډله ئې راپنځولې ده .میرمن کلینټن  له اوباما سره یو ځاي دغه جنایتکاره ډله  راپنځولې ده .

Image Caption

 

            د ډونالډټرمپ  څرګندونې په حقیقت کې د هغو واقعیّتونو تائيدول دي چې  په کرتو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څیر  دځينو هیوادونو مشرانو  د داعش په راپنځونې او د جنایتکارو اقداماتو په ترسره کولو کې  د سپينې ماڼۍ  دمستقیم رول په باب بیان کړي دي . له د اعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  څخه  دامریکا دملاتړ موضوع  په کرتو  بیلابیلو هیوادونو په تیره بیا روسیې  چې اوس  دسورئې په صحنې کې  فعال شتون لري ،مطرح کړې او پرې ئې ټينګار کړی دی . د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په لویدیځي آسیا کې د  امریکا او لویدیځ  یو اړخیز او تیریګر  اقدامات  په دغې سیمې کې د ترهه ګروفعالیتونو د سختیدا عامل بللي  دي . په حقیقت کې امریکا  په لویدیځي آسیاکې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره  په ښکاره د داعش ترهه ګرې ډلې  په راپنځولو او پیاوړي کولو کې  عملا مهم رول لوبولی دی .

             سره له دې چې امریکا د داعش په ضد د تش په نامه نړیوال ائيتلاف  رهبري  په غاړه لري ، خو  په  دې زمینې کې  ئې صداقت  په بشپړ ډول له ورایه یو ځلوب ښکاري .په سورئې کې دامریکا کړچار ښئ چې  له ۲۰۱۱کال څخه  تر  ۲۰۱۴ کال پورې  چې داعش ډلې  د سورئې  پر ځينو سیمو سربیره،د عراق ځيني ښارونه اوښارګي ونیولل، امریکایان دهغوي په خدمت کې وو او د داعش پشمول ئې د تکفیری ترهه ګرو ډلو  مالی تامین او د لوجسټیکي ملاتړ په برابرولو کې  غوره  رول ولوبوۀ .له ۲۰۱۴کال څخه  هم چې د داعش په ضد د تش په نامه نړیوال ائيتلاف جوړ شو،د امریکا موخه زیاتره  په کنټرول شوي چوکاټ کې د داعش ساتنه وه ،څو وتوانیږي،له دې څخه د سورئې  د حکومت او پوځ او دهغو دمتحدانو په ضد استفاده وکړي .په دې توګه  امریکایان یوازې په ظاهره   له داعش سره د مبارزې  ډنډورې وهي  او عملا ئې  په ډيرو موردونو کې ورځیني بشپړ ملاتړ کړی دی ، هماغه ډول چې  په ۲۰۱۵کال کې  په عراق کې څو څو خله د هوا له لارې  داعشیانو ته د امریکا دلوجسټیکي مرستوجوپې وررسولي چې زیاتره ئې ایشوا شوي هم دي اوحتی ځینو امریکائي پيلوټانو  اعتراف هم کړی دی ، په دې چې   له داعش سره په اړونده ټارګټونو ئې شیشت برابرولی شو ، خو  لوړپوړ و چارواکو  پر هغوي د حملې اجازت   نه دی ورکړی.

Image Caption

 

 د سورئې د حلب په آزادولو سره د سورئې دپوځ او دهغو دمتحدانو  له ځلیدونکو بریالیتوبونو وروسته،دداعشیانو په لاس د سورئې د تدمُر تاریخي ښار بیرته نیواک ،  په ښکاره  د واشنګټن  له شنې اشاره سره ترسره شوی  او دا موضوع ،  ئې رابرسیره کړې چې  د داعش اقدامات په بشپړ ډول د امریکا په غږملتیا سره کیږي  او واشنګټن عملا د داعش مدیریّت او ملاتړ په غاړه لري .. همداراز د ۲۰۱۶کال په دسمبر کې  په دیرالزور  کې د  سورئې پر پوځي ځواک د داعش له حملو مخکې  د امریکا جنګي الوتکو قصدا دسورئې د پوځ پر مورچلو بمبارۍ وکړې .

              په افغانستان کې د داعش ډلې پیاوړتیا هم  په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د دغې   تکفیری ترهه ګرې ډلې له شتونه په ملاتړ کې د امریکا کړچار ته په پام سره  او حتی دغه  هیواد ته ئې د رسولو او دیره کولو لپاره له داعشی جنایتکارو سره  په مرستو کې اهمیّت مومي .ماسکو په کرتو په افغانستان کې دداعش ترهه ګرې ډلې سره د واشنګټن په وسلوالو او لوجیسټیکي مرستو اعتراض کړی او په ډاګه ئې وئيلي دي،باؤري اطلاعاتو ته په پام سره،  په روښانه توګه   په افغانستان کې د داعش له جنایتکارو سره  د امریکا او ناټو ځواک پر ملاتړ اوپشتیبانۍ ټينګار کولی شو او په دغو مرستو کې د ناپيژاندو  چورلکو په وسیله د داعشیانو له یوه ځایه بل ځاي ته منتقلول او په مرګونو وسلو دهغوي سبنالول شامل دي .

Image Caption

 

 د  ماسکو له نظره ،دغه موضوعګانې لامل کیږي ، څو  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دپوځي شتون  حقیقي موخو په باب  یو شمیر جدي پوښتنې  مطرح کیږي ،  ددې په ترڅ کې چې  د نفوذ او عملیاتو    دحوزې د پراختیا کړچار ته په پام سره چې  داعش ترهه ګره ډله  په هغو ټولو سیمو کې چې  پکې دیره  دي ، تعقیب کړې ده، دا جدي ګواښ  موجود دی چې  داعشی ترهه ګر د مینځنۍ آسیا هیوادونو ته نفوذ وکړي او  له هغه ځایه ، د روسیې په لور وخوځيږي  او سیمه  له جدي امنیتي ګواښونو سره لاس اوګریوان کړي .  د روسیې د مرکزي سیمې دپوځي ځواک قوماندان  جنرال الیګذنډر لاپین  دې ته په اشارې سره چې  د داعش  له ماتې وروسته  ئې د هغو غړي او جنایتکار له سورئې اوعراقه نورو سیمو ته  ځي ، باؤري دی،ددغې ډلې سرغنې  د مینځنۍ آسیا هیوادونو ته خاص پام لري .  هغه وئيلي دي  دمونږ د ارزونو په اساس، دافغانستان په حدودو کې  کابو لس زره ترهه ګر شتون لري  او د هغوي زیاتره کسان دداعش ترهه ګرې ډلې غړي دي چې د مینځنۍ آسیا هیوادونو په حدودو کې د اسلامی خلافت  په رامینّځةکولو پسې دي،له  هغوي کابو پنځه زره  کسان  د افغانستان په شمال کې دیره دي .د افغانستان د ځینو ګاونډیانو لباره د یوه جدي ګواښ د رامینځةکولو او د بې ثباتۍ د خورولو  لپاره د امریکا د سترو موخو  په دلیل،واشنګټن په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د داعش  د ملاتړ کړچار وړاندې کړی دی .

Image Caption

 

           له داعش سره دمبارزې  په مشرۍ  کې د امریکا  له ادعا سره سره ، اساسا په دې زمینې کې دهغو صداقت،په بشپړ ډول شکمن دی .په حقیقت کې  امریکایانو پخپله د داعش په راپنځولو او پراخولو کې  مهم رول لوبولی دی اوحتی د داعش په ضد دتش په نامه نړیوال ائیتلاف  په جوړولو سره  له دې زیات چې د هغو په نابودۍ پسې شي،لازیات د داعش د محدودولو او د خپلو سیمه ایزو موخو ته د دسیدو په باب ورځیني د استفادې لپاره دهغو په  ساتنې پسې وو .په دې لړ کې امریکا د سورئې د شمال له کردانو څخه  د وسلو په پراخ ملاتړ او همداراز د ډول ډول وسلو او زغرګاډو په لیږدولو سره ئې له هغو څخه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸کلونو کې  د الرقه او دیرالزور په څيرد سورئې د شمال اوشمال ختیځو ولایتونو کې له داعش سره  دجنګ لباره  د وسلوالو ډلو په څير استفاده وکړه . له دې وروسته چې  کردان  له داعش سره په مبارزې کې  د امریکایانو  په وړاندې ډال شي،په ورپسې مرحلې کې،یعني د ۲۰۱۸کال په دسمبر کې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په سورئې کې د د داعش د کار د پاي مدعي شو او له دغه هیواده ئې د امریکا دپوځي ځواک د ویستلو غوښتنه وکړه . په عین حال کې د ټرمپ دغه ادعاهم د امریکا په  حاکمیّت کې او هم ددغه هیواد په اروپائي متحدانو او د واشنګټن د نړیوالو سیالانو په سویه له ډ يرو شکونو او غبرګونونو سره مخ شوه  او ټرمپ هم  له خپلو لومړنیو دریځونو شاتګ ته  اړ شو .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه