Nov 30, 2019 15:28 Asia/Kabul
  • د ټرمپ دوه مخي څيره او سپيرۀ سیاست

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي او سپيرۀ سیاست نومې د لړۍ له ننني دیارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې د ابوبکر بغدادي د قتل په باب د ټرمپ په ادعا د غبرګونونو او همداراز د وروستیو نظر سنجیو په اساس د ډونالډټرمپ د محبوبیّت د ځوړتیا په موضوع سره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

                 دوستانو د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ  له کله راهسې چې  سپينې ماڼۍ ته رسیدلی،نو داسې کومه ا ونۍ نشته چې  پخپلو څرګندونو، فیصلو او ټولنیزو پیغامونو سره ئې  کومه ترینګلتیا رامینځةکړي نه وي ،د ټرمپ له اخلاقي او سیاسی عُرفه بهر او د نه اټکل وړ شخصیّت ، کړچار او ګفتار لامل شوی څو  هغه  د امریکا د ولسمشر  په څوکۍ  کې تل د  د رسندوئي خبرونو په سر کې  راشي .د امریکا په رسندویو کې د  ډونالډټرمپ  ترټولو وروستۍ کیسه او پيښه،د هغه د یوې بلې ملنډې په باب ده .نیوزویک  خپرونې په دې زمینې کې پخپل یوه راپور کې لیکلی دي،د نیویارک په  بروکلین کې  د  ګوناس د فاضلابو یا ډرینیج  سسټم یا نل لیکو کې په زهرجنو مارانو کې یا د هغوي په  ګارو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ  نمونه،د ټولنیزو رسندویو  یوه له ملنډو ډکه موضوع ګرځيدلې ده .د امریکا دغې خپرونې  لیکلي دي ، داسې ښکاري ، ټرمپ چې د : جبۍ به  وچې  کړم : په شعار سره  سپينې ماڼۍ ته رسیدلی،اوس  پخپله  په همدغې جبۍ کې لویدلی دی . 

               دوستانو په نیویارک کې د  فاضلاب یا ډرینیج سسټم  په نل  لیکو یا کانال کې په زهرجنو مارانو کې د ټرمپ د پوتلې یا جوسې  موندل کیدا د رسندویو جالبه موضوع شوې ده ،د دغې سیمې یو اوسیدونکی وائي ،دا هغه (ټرمپ ) دی چې د هیواد په ترټولو ککړو اوبو کې مارانو ورځيني راتاؤ شوي دي .دا ټرمپ  پخپله  د فاضلابو یا دګنده اوبو د چینل په واقعي  چاپیریال کې  دی .::: 

ډونالډټرمپ اوس د امریکا  په کانګرس کې  د مواخذې په جبۍ کې  ښکیل شوی دی .د  امریکا د کانګرس ۲۳۲استازو له قدرته   د ناوړې استفادې  په خاطر د ترمپ  مواخذې  ته مثبته رایه ورکړې ده . د ټرمپ  په مواخذې د رسندویو  د غبرګونونو او د ټرمپ د ټویټونو یوه مهمه برخه متمرکزه شوې ده.  ډونالډټرمپ  د داعش د مشر ابوبکر البغدادي  د وژلو لپاره  د امریکائي پوځیانو په څير د جیمز بانډ په عملیاتو پسې  هڅه کړې ، له دغې موضوع، په ډیموکراټيک ګوند کې د خپلو سیالانو او د مخالفانو د څنډې کولو لپاره د لازمو پروپيګنډو او سیاسی استفادې لپاره استعمال کري .خو  دهغو تبلیغاتو ننداره چې ټرمپ د ابوبکر بغدادي  په وژل کیدا کې نندارې ته وړاندې کړي ، دامریکا دسیاسي او رسندوئي ټولنو په سویه پر ټرمپ  د نیوکو  لپاره  یوه موضوع جوړه شوې ده .

               ډاکټر ډانيّل بایمن   دامریکا په بروکینګز  مطالعاتي  موسسې کې د داعش د مشر ابوبکر بغدادي  دوژلو په باب  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  وینا تر پوښتنې لاندې وروسته او  دی باؤري دی چې  له دې مخکې  ئې له ټرمپه دا توقع او امید نه درلود .ډانيّل  بایّمن بیا وائي،د وینا په وخت دډونالډټرمب  لهجه  داسې وه چې ددغې تاریخي شیبې اهمیّت پکې پیکه  شو.ټرمپ له دغه فرصته د امریکا  ملت ته د یووالي او اتحاد  پيغام هم ورکولی شو،خو په اپوټه ئې،په کینې او کبر جن انداز سره ووئيل،بغدادي د یوه بزدل او سپي په شان مړ شو.د خپل ژوند وروستۍ شیبې ئې د امریکائي عسکرو څخه  په ویرې او حشت او پټيدو کې تیرې کړې :::  البته زه په شخصي توګه هیله مند یم، دا ټوله خبرې چې  ټرمپ  کړي دي،رښتیا وي،خو زمان په اند ددې لپاره داسې لاره چې  پوه شو،بغدادي د ژوند په وروستیو شیبو کې  څه احساس درلود،هیڅ وجود نه لري .

           ډاکټر ډانّيل بایّمن په بروکینګز مطالعاتي موسسې کېپه پاي کې د ابوباکر بغدادي له قتل وروسته د ټرمپ په شو باندې  په نیوکې کې ولیکل،د بغدادي  مرګ له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ستر بریالیتوب دی ،خو په دې اړه د ټرمپ وینا،په هغه ککړ سیاست مشتمل نظرسره چې ئې لري،له تمې لیرې نه ؤ .په داسې حال کې چې د امریکا فضا په اوسنیو شرائطو کېله دغه ډول درز او بې اتفاقۍ سره مخامخ شوې،ډيره د شرم خبره ده چې  ولسمشر ټرمپ  له دغه ښه فرصته  د ملت د  اتحاد لپاره استفاده ونه کړه :

                   توماس فریډمنهم په نیویارک ټایمز ورځپانې کې یوې مقالې کې  لیکلی دي،که د امریکا دښمنانو ډير کلونه د مونږ د استقامت د ناکامولو یا ورَستَولو لپاره د کوم پروګران د پلانونې لپاره لګولي وي،نو بیا هم دوي ونه توانیدل دغه کار زمونږ له ځينو خپلو ښاریزو څخه  لاپه ښه ډول ترسره کړي .داسې کسان،چې هره ورځ د خپل لنډمهاله  مالی اوسیاسی موخولپاره همدغه کار ترسره کوي.د امریکا په حکومت،سیاست او تجارت کې غوره څيرې او شخصیتونه،داسې چلند کوي،چې د اصلي اورګانونو او چارو لپاره  چې د مونږ د ډيموکراسۍاساس جوړوي،ډير ورانونکی دی.داسې فرض کولی شو چې دوي د هیواد ثبات ته د یوې دایمي ښکارندې یا بلا په توګه ګوري ، چې  په هرډول او هرڅرنګه چې غواړي،ورځيني ناسمه استفاده کولی شياو دا سره ګډوډولی شي،له دې پرته چې له مینځه ئې یوسي .خو دوي تیروځي .مونږ امریکا سره ګډوډولی شو اوهمدا اوس په همدغه شان لارې روان یوو.نه په ساړۀ جنګ کې او نه هم د ویتنام په جنګ کې،نه هم د واټرګیټ د رسوائۍ  په پړاؤ کې،تر دې دمه د خپل هیواد لپاره  دومره نه وم ویریدلی .  

          د هارورډ کندي څيړاند او د : کله رهبران واقعا مهم دي : نومې د کتاب لیکونکی ګوتم  موکونډا  وائي ،  دغه  شیبه ، :له مالی بحرانه   مخکې د وال سټریټ  په شان  دی ؛  ټول دا ګمان کوي ، چې سسټم د تل لپاره تل پاتې دی:. هغه بیا زیاتوي ، دوي  لازیات او لوي ریسک  اخلي  او لازیات پر دې (نظام) بداؤنه اچوي نو بیا داسې  وخت رارسیږي چې دباؤنه نوره هم زیاتوي  او سسټم یا نظام سره  دړې وړې کوي  او حکومت  مجبوریږي ، دخالت وکړي  او درست وژغوري . که  دوي دغه شان کړچار ته دوام ورکړي ،نو ټرمپ او دهغه متحدان  به د نظام تر نسکوریدا پورې  لنډ مهاله بریالیتوبونو ته دوام ورکړي.  نو نور بیا حکومت کوم  وجود نه لري،چې رامخکې شي او ورته نجات ورکړي ،ځکه چې دوي حکومت او د په دخپلوکړنو په دوام سره هیواد سره ګډ وډ کړی دی .

             د ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ پړاؤ هره ورځ د امریکا ټولنه  له یوې نوي شخړې او ترینګتلیا سره مخامخ کوي .د امریکا اقتصادي ثبات ښه  دی،که څه  هم د اقتصادي علم ډيری استاذان،کارپيژاند او شناندي باؤري دي،د ټرمپ په سیاستونو پسې به دامریکا اقتصاد له ځوړتیاسره مخامخ شي . خو ډونالډټرمپ  د خپل حکومت  د اقتصادي بریاؤ او لاس ته راوړنو  په بیا بیا تکرارولو سره  سره  نه دی توانیدلی د امریکا د ولس ملاتړ  ځان ته جلب کړي. د ټرمپ د محبوبیّت  کمیدا د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د ټرمپ د بریالیتوب  چانس  کم دی دی .

د  اوکرایّن ګیټ  د رسوائۍ په دلیل  د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مواخذې یا استضاح  په باب د دغه هیواد  دکانګرس د څيړنیز بهیر له رسمي کیدا سره په یووخت،په امریکا کې د وروستۍ یوې نظر غوښتنې نتیجه،په جمهوری غواړو کې د ټرمپ د محبوبیّت د اته فی صدي کمیدا ښودنه کوي .

Image Caption

 

         د یو ایس اې  ټوډې  ورځپاڼې د لیکنې په اساس،د واشنګټڼ پوسټ  او اې بی سي  چینل  ګډه نظر سنجي ښئ چې  په جمهوری غواړو کې د ډونالډټرمپ محبوبیّت  تر ټولو ټيتې سوئې  ته رسیدلی دی . ددغې نظر غوښتنې په اساس، په جمهوری غواړي ګوند کې د امریکا د ولسمشر محبوبیّت تر ۷۴فی صدو پورې راټيټ شوی دی د ستمبر په میاشت کې د شوي  نظر غوښتنې سره په پرتله کې  اته فی صدي کموالی ښئ .د امریکاخلک په ښکاره  د خپل ولسمشر  په نسبت خپل خپګان نندارې ته وړاندې کوي ،د امریکا د خلکو دغه چلند،د امریکا د پخو انیو ولسمشرانو په وړاندې ډير کم لیدل شوی دی . ټرمپ  په ښکاره ډول  هرچرته چې  دخپلو پلویانو  له کمپيّنه بهر ځي ، نو حتما ئې بې عزتي کیږي او خلک پرې ملنډې وهي .سی این این خبری چینل  په دې زمینې کې په یوه راپور کې  وئيلي دي ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  چې د یوې سپورټي سیالۍ  دلیدو لپاره  نیویارک ته تللی ؤ ،  د خپلو  مخالفانو له خوا ورپسې چغې  او ملنډې ووهل شوې . دا  په تیرې یوې اونۍ کې دوهم ځل دی چې  ټرمپ  په سپورټي سټيډیم کېسپک کیږي او خلک پرې ملنډې وهي . د امریکا د  خلکو له خوا د خپل ولسمشر مسخره کول او ورباندې ملنډو وهل  سوکه سوکه  په یوې عادي چارې بدل  شوي دي .

               دوستانو د خپرونې په  دې شیبوکې د امریکا د ولسمشر د دوه مخي سپيرې څيرې او ترینګلو سیاستونو په باب د  لړۍ د ننني مطلب  وخت همدومره  ؤ نو له دې مخکې چې  له تاسو ا جازت واخلو ، باید ووایو چې د تازه  خبرونو ، تبصیرو،دیني ،کلتوري، تاریخي، اقتصادي، سپورټي او روغتیائي مطلبونو  دلیدو او آوریدو لپاره  زمونږ د انټرنیټي سایټ  ایډریس  مه هیروئ او  حتما   PARSTODAY.COM/PS درسره نوټ کړ ئ او له خپلو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ  او همداراز مو له خپلو نظرونو او ښو وړاندیزونو هم خبر ساتئ  ،تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه او سوکاله ژوند غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه