Dec 01, 2019 14:14 Asia/Kabul
  • د ټرمپ دوه مخي څيره او سپيرۀسیاستونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې سره د ټرمپ د دوه مخو سیاستونو د لړۍ له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په د غه ننني مطلب کې د سیاسی او رسندوئي ټولنو له خوا د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په کړنو او شخصیّت درسره غږیږو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

   دوستانو لکه څنګه چې خبر یاست دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  سپينې ماڼۍ ته د ورتلو له وخت راهسې  داسې کومه ورځ  نشته چې پخپلو څرګندونو ،فیصلو او ټولنیزو پيغامونو سره ئې  کوم جنجال رامینځة کړی نه  وي .  دهغه  له سیاسی او اخلاقي عُرفه بهر او نه اټکل کیدونکی شخصیّت،کړنې او خبرې  لامل شوي دي ، چې  هغه  د  امریکا د ولسمشر په توګه  تل د رسندویو د خبرونو په سر کې وي .نه یوازې امریکا،بلکې  درسته نړۍ له داسې سیاستوال  سره مخامخ شوې،چې پخپلې شخصیتي ځوړتیا  او کم عقلۍ سره  د امریکا او نړۍ سیاسي ډګر ته وارد شوی  او  اړۍ ګړۍ او ترینګلتیاوې ئې پراخې کړي دي .دونال

Image Caption

 

د امریکا یو سیاسی او رسندوئي فعال  پيټروهنر په  آټلانټيک  خپرونې کې  د : ټرمپ شپې ورځې ښې نه دي : په عنوان سره  په یوې مقالې  کې لیکي ؛ کله چې یو خبریال  په ۲۰۱۶کال  کې د امریکا د ولسمشرۍ  د انتخاباتو په وخت  له هغه وغوښتل څو ځينو هغو ټکو ته چې باید له ټرمپ څخه ئې په ذهن کې درلودل ،اشاره وکړي،وائي؛د تاسو(خبریالانو) لپاره تر ټولو مهم ټکی  دا دی چې باید د ټرمپ  د نفسیاتي روغتیا په باب  د نفسیاتي چارو له ډاکټراانو سره خبرې وکړئ :    په دغه راپور کې  پيټروهنر د  امریکا د ولسمشر د ارواپيژندنې  په رَویو او لهجې مشتمل هغه تحلیل،چې دخاصوداخلی او بهرنیوسیاستونو د غوره کولو او د امریکا ګټو ته  دجدي تاوانونو د رسیدا لامل شوي ،وړاندې کوي ..

             د ټرمپ یوه څرګنده ځانګړنه ،  پخپلو مخالفانو د خولې سخت ټکونه  دي. د سی این این خبری چینل پشمول  په امریکائي رسندویو  د هغه دخولې سختې حملې او رټل  او د هغو رسندویو په څير ئې بلل ، چې  جعلي خبرونه او راپورونه وړاندې کوي ،د ټرمپ ډول ډ،ل کړنې او رودې دي .ټرمپ  خپل ټول مخالفان  خان،او ځانه هم د امریکا د ملت واقعي او حقیقي استازي ګڼي .د هغه له نظره،د امریکا د کانګرس مشره میرمن نینسي پلوسي  خاینه ده، ځکه له میکسیکو سره د سرحدي دیوال د جوړولو په باب ئې د هغه د کار له  فرمان سره مخالفت کړی او د هغه د مواخذه کولو بهیر هم پرمخ بیائي. حتی د امریکا  په جمهوری غواړي ګوند کې ئې د ټرمپ د ګوند ځيني مشران او استازي هم د هغه  په نسبت اندیښمن کړي دي ،ځکه هغه د دوي نیوکې هم نه مني .هغه همداراز ځيني افریقائي هیوادونه او د هغوي ښاریز د لټرین یا تش ناب  څاه  ته ورته بللي  او وئيلي ئې دي،دوي ټول باید خپلو هیوادونو ته بیرته ستانۀ شي . ټرمپ په ضمني توګه  له سپين پوستو توکمپالو څخه د خپل ځان له جلاکولو څخه ډډه کړې او عملا ئې د هغه څه په اساس چې د امریکا ځيني سیاستوالان او کرکتونکي اونیوکه کونکي وائي، ډونالډټرمپ د امریکا د تاریخ  په ترټولو توکمپال ولسمشر بدل شوی دی

              د بهرني سیاست په ډګر کې د ډونالډټرمپ  کړچار له هماغه پیله چې د امریکا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی،د بیلابیلو ټولنو نیوکې ئې راپارولي دي .ټرمپ د نړۍپه ګوټ ګوټ کې اود بیلابیلوهیوادونو په وړاندې داسې سیاستونه غوره کړي د ي چې هر یو ئې په بشپړ ډول  په یوه بحران  باندې دبدلیدو وړتیاوې درلودلي ا و حتی  په ځينو موردونو کې  په ډیرو خطرناکو ترینګتلیاؤ  بدل شوي دي .د ټرمپ د  انتخاباتي کمپاین  یو شعار دا ؤ چې د چین،جاپان ،جنوبی کوریا په څير هیوادونه او همداراز د اروپائي اتحادیه له  امریکا سره پخپلو اړیکو کې د پام وړ ګتې ترلاسه کوي او امریکا په کافی اندازه او یو په عادلانه ډول،له دغو اړیکو کومه ګټه نه ترلاسه کوي . په دې باب ټرمپ د دوي درستو لورو په ضد تجارتي جنګ ته مخه کړې ده او له دوي سره ئې د نوي تجارتي موافقو د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده .

                 په دې  چوکاټ کې،دا خبره چې د جنګونو پیلول دهغو له پاي څخه  لاآسان دی ؛په بشپړ ډول د ټرمپ د عقل او ترینګلو حالاتو بیانونکي ده . جان ډل د امریکا او چین ترمینځ د اوږدمهاله تجارتي جنګ ،یوه  یوه ناکامه سناریو؛ په عنوان سره  په یوې مقالې کې چې په نیشنل انټرسیټ  خبری سایټ کې چاپ شوي،وائي ،واشنګټن له چین سره د تجارتی جنګ له امله په میاشت کې  کابو یو اعشاریه  څلور میلیارډالري تاوان کوي . په عین حال کې، ټرمپ د فتح کونکي په انداز کې،له چین سره په تجارتي جنګ کې د امریکا د بریالیتوب  خبرې کوي او خپل اقتصادي سیاستونه ښه ارزوي .

Image Caption

 

                     د ډونالډټرمپ په نورو  اقداماتو کې چې د امریکا نړیوال اعتبار او باؤر ته ئې ډير زیات تاوان رسولی دی ،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دا مریکا یواړخیز ویستل وو.د ټرمپدغه اقدام نه یوازې هغه څوکلن ډيپلوماټیک زیار اوهلوځلو ته ،چې دغې نړیوالې  موافقې ته د رسیدو لپاره  شوي وې،ډير زیات تاوان  ورسوۀ، بلکې  په مینځني ختیځ سیمې  کې د تاؤتریخوالو د زیاتیدا او د امریکا په سیاستونو د ایران د خلکو لازیاتې بې باؤرۍ  لامل شو.

  په آټلانټیک خپرونې کې د پيټر وهنر په  راپور کې راغلي دي،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې یعني د ایران او ۵+۱ډلېترمینځ له ایټمي موافقېد امریکا وتلو،په مینځني ختیځ سیمې کې تاؤتریخوالي نوره هم زیات کړل او  کار ئې تر دې حده ورساوۀ چې د م ګړۍ، په سیمې کې د امریکا پوځ ،د ایران او په سیمې کې دهغو  دمتحدانو له خوا ترسخت دباؤ لاندېدي په حقیقت کې داسې ښکاري،چې ټرمپ  په مینځني ختیځ سیمې کې  نه یوازې کومه بریا نه ده درلودلي ،بلکې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د  وتلو په څير  ئېد ناسمو سیاستونو په غوره کولو سره،د امریکا باؤر او اعتبار هم ډيرکمزوری کړی او په مینځني ختیخ کې ئې ددغه هیواد ګټې هم له خطرو سره مخامخ کړي دي .

                     پيټروهنر،په آټلانټيک  خپرونې کې  خپل راپور په دې جملې سره پاي ته رسوي ،چې وآئي ،له هغه ولسمشر څخه چې له ډيرو زیاتو ژورو نفسیاتي اوشخصیتيترینګلتیاؤ او ګډوډیو سره  لاس اوګریوان  وي ،د کومو رغنده او مثبتو اقداماتو د ترسره کیدا تمه نشي کولی،بلکې اپوټه تمه ئې کیږي،باید وویل شي ،ټرمپ او دهغه سیاستونه څه خاصهم عجیبه نه دي .ټرمپ  له خپل بیمار شخصیت څخه بیمار ا و ناروغه سیاستونه صادروي . په قدرت کې د هغه شتون،د امریکا د ملی ګټو په ضد نیغ په نیغه ګواښ  دی .

                 د  امریکا د حاکمه پلاوي  په سیاسی او رسندوئي ټولنو کې  داسې کسان   ډير زیات دي ، چې ډونالډټرمپ  د امریکا د ثبات او امنیت لپاره  یو ګواښ ګڼي .د اقتصادي چارو یو نامتو استاد  روډریګو ټرمبلې  په یوه یاددښت کې لیکي ،  که  د  ډونالډټرمپ مشکل  یوازې د امریکا داخلی مشکلات وائ ،نو هیله کیدله چې په امریکا کې قانوني او سیاسي نظامونو دهغه لپاره کوم کار کولی شو،خو دغه کس  نه یوازې  اعتراف کوي،چې  له امریکائي قوانینو ورآخوا ګوري ،بلکې داسې خبرې کوي ،عمل کوي،چې  ګواکې  هیڅ نړیوال قوانین وجود نه لري .د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي په کرتو په دې ټکي ټينګار کړی دی،چې  ټرمپ ځان،له قانونه ورآخوا ګڼي . روډریګو ټرمبلې د خپل یاددښت په دوام کې وائي،د ۲۰۱۷کال  دجنورۍ په شلمه نیټه  ښاغلي ټرمپ د خپلې لوړې په دستورو کې داسې خبرې کولې او چلند ئې درلود،چې ګواکې په ځان ئې منلې ده چې له قانونه  اوچت او لوړ دی.   ورپسې بیا وار د اړۍ ګړۍ،ترینګلو،د خپلې خوښې،کمزورو او بې ربطه سیاستونو دی  چې تر دې دمه ئې  په ماډرن دور کې  دهغو په څير هیڅ مثالنه دی لیدل شوی .دغه وضعیّت  نه یوازې په اقتصاد،حکومتي او تجارتي فائينانس کې،بلکې په یوه ډیپلوماټيک مورد  کې ډير ناخوښ مصداق هم لري  چې د امریکا نامه ا اعتبار ئې په درستې نړۍ کې  داغي کړی دی .  

Image Caption

 

          همدغه ټکی  د  ډونالډټرمپ د درز رایمنځةکونکو ټولنیزو سیاستونو په بابهم ویل کیدلی شي،چې په شتمنیواو عایداتو کې د نابرابرۍ د ز یاتیدا او په حقیقت کې بیرته ۱۹۲۰لسیزې ته ستنیدا ده.داقتصاد استاد روډریګوټرمبلې خپل یاددښت د ټرمپ د ولسمشرۍ  له کارنامې څخه  په دغې جملې سره پاي ته رسوي، چې ،په ماډرن دوران کې د بل هر وخت په نسبت د ډيموکراټانو او جمهوری غواړو ترمینځ کرکه  او نفرت  لازیات ډير اوشخصي شوی دی .پر دې سربیره،په خپلو مطالعاتو او څیړنو کې د پيّو څیړنیزمرکز په دې پوه شوي چې په تیرو دیرشو کلونو کېد ډلو ترمینځ ګوندي قطب بندي او ټولنیزه دښمني زیاته شوې ده .د لازیاتو موردونو دیادولو  ضرورت نشته  هغه تاوان چې ښاغلي ټرمپ  اړولی،د رڼا ورځ په شان روښانه دی . یوازې راځئ  چې  هیله مند شو،له دې  نوره خراب او کنډواله نشي ::::::

                د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د ټرمپ د سپیرې څیرې او ورانکارو سیاستونو دلړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید  ووایو  چې  د تهران دریډیو د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS  هم در سره ولیکئ او  په دغه ویب پاڼې کې تاسو  هر ډول د سیمې او نړۍ تازه خبرونه ،تبصرې ، مذهبی ، کلتوري ،تاریخي ،سیاسی  ،اقتصادي، سپورټي او روغتیائي  خبرونه او راپورونه لیدلئ او آوریدلئ شئ ،نو د ستاسو  د ښو ښو وړاندیزونو او لیکنو په تمه ، نیکمرغه او سوکاله ژوند درته غواړو او په لوي خداي مو سپارو .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه